زاویه د رسنیز ډګر مخکښه رسنۍ

زاویه د رسنیز ډګر مخکښه رسنۍ


  • 2 مياشتي دمخه (13/07/2021)
  • سمسور حبیبي
  • 193

رسنۍ، چې د دولت څلورمه قومه هم بلل کیږي، یو اساسي دندو یې یوه ذهنیت سازي ده، چې په هر ډول حالاتو کې د ولس ذهن مثبتې خواته رهبري کړي او له ملي شتمنیو، ارزښتونو او له خپلې خاورې د دفاع چلونه ور زده کړي. سره له دې، چې یویشتمه پېړۍ د سړې جګړې د اوج پېړۍ ده او د سړې جګړې لپاره بیا رسنۍ تر ټولو غوره وسیله ده؛ نو ځکه یې اوس ارزښت هم زیات شوی؛ خو بدبختي بیا دا ده، چې اکثره رسنۍ د څو پیسو په بدل کې پردۍ اجنډاوې مخ ته وړي او د نظام او خاورې ضد تبلیغات یې پیل کړي؛ مګر شته داسې رسنۍ، چې په دې حساس وضیعت کې یې د وطن د دفاع سنګر ته را دانګلي او د خپل سر په بدل له خپلو ارزښتونو او ملي شتمنیو څخه د ننګې په موخه د هرې سختې په مقابل کې سپر وي او یو قدم هم شاته نه ځي، چې یو له دې رسنیو زاویه میډیا ده. زاویه که څه هم د نورو هغو په پرتله د ایجاد اوږده سابقه نه لري؛ خو له نورو سره د سیالۍ او لومړني قطار د خپلېدو لپاره یې چټک او اوږده ګامونه واخیستل او بلاخره یې د کلونو مزل په ډېره کمه موده کې طی کړ. دا نوم نه یواځې رسنۍ ده؛ بلکې یو فکري مکتب او د ارزښتونو د ساتنې، پالنې او دفاع، یو داسې نایابه ادرس دی، چې په نږدې راتلونکي کې به تکرار نه شي. مونږ ډېر کله، چې د رسنیو د معیاري کېدو خبره کو؛ نو هدف مو دا نه وي، چې رسنۍ دې فیشني همکاران ونیسي لس منزله دفتر دې ولري او ټوله هېواد دې تر پوښښ لاندې راولي؛ بلکې دا وایو، چې لږ تر لږه باید دا فکر ورسره وي، چې زما له ادرسه خپرېدونکي نشرات، چاته دي او اړتیا یې څه ده؟ په هر صورت زاویه ميډیا نه یواځې دا، چې د هېواد اساسي قانون، رسنیو قانون، ملي ارزښتون... په رڼا کې نشرات کوي؛بلکې اداره یې د نوښت یوه غني پانګه لري. د لر او بر افغانانو د غږونو غبرګولو لپاره یې یې د انټرنیټ پرمټ هره لحظه د لرو افغان غږ غبرګ کړ، د بر افغان د غږ غبرګولو لپاره یې نه ستړي کېدونکي ګامونه واخیستل، د وزن په خزان خزان حالاتو کې یې سپرلی سپرلی فکر خور کړ او لنډه دا، چې نورو رسنیو ته یې د مثبتې خبریالي چل ور وښود. د اوږدو او نا مهمو خبرونو پر ځای یې لنډ یو دقیقه یي خبرونه پیل کړل، د هېواد په حالاتو یې خپرونې وکړې او لنډ دا، چې له هر اړخه یې ځان معیار ته ور ورسوه. په هر حال؛ زاویه دې خدای لا وځلوي او په خپله برخه کې دې بې سارې شي! د زاویې نوښتونه په لاندې لینکونو کې کتلی شئ ZAWIA Facebook: https://www.facebook.com/ZawiaMedia/ ZAWIA NEWS Facebook: https://www.facebook.com/ZAWIANews.af ZAWIA Twitter: https://twitter.com/ZawiaMedia ZAWIA NEWS: https://twitter.com/ZawiaNews ZAWIA YouTube Channel: https://www.youtube.com/c/ZAWIADIGITAL/ ZAWIA Cartoons YouTube Channel: https://www.youtube.com/c/ZAWIACARTOONS/ ZAWIA Music YouTube Channel: https://www.youtube.com/c/ZAWIAM/ ZAWIA NEWS YouTube channel: https://www.youtube.com/c/ZAWIANEWS/ ZAWIA Instagram: zawiamedia ZAWIA News Instagram: zawianews.af