کونړ کې د اردو لیکو کې د شهیدانو کورنیو سره مرستې وشوې

کونړ کې د اردو لیکو کې د شهیدانو کورنیو سره مرستې وشوې


  • 8 مياشتي دمخه (31/03/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 490

کونړ کې د نظامي شهیدان کورنیو سره مرستې وشوې.

د یاد ولایت له مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي دفاع وزارت له لوري د نظامي شهیدانو له ۲۹۱ کورنیو سره د ۱۱ ډوله خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

 

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په یادو مرستو کې هرې کورنۍ د خوراکي توکو ترڅنګ یو - یو ټوک قرانکریم او یو جاینماز هم ورکړل شو.

هغه مراسم چې په همدې موخه جوړ شوي وو، د ګڼ شمیر ملکي او نظامي چارواکو ترڅنګ په کې د هغو کورنیو استازو هم شتون درلود، چې د وطن او خاورې په دفاع کې یې خپل اولادونه له لاسه ورکړي وو.

 

د شهیدانو د کورنیو استازو په خپلو خبرو کې، له ملي نوامیسو څخه دفاع د هر افغان مسوولیت یاد کړ او د شهیدانو په قربانیو یې د ویاړ ترڅنګ د دین، خاورې او خلکو ساتنې په لاره کې د هر ډول هڅو او سرښندنو ژمنه وکړه.