د مينې شبنامې

د مينې شبنامې


  • 6 مياشتي دمخه (01/12/2020)
  • پيرمحمد کاروان
  • 483

((پاس سپوږمۍ ده، لاندې ته يې)) د ښاغلي علم ګل سحرد شعرونو دريمه مجموعه ده. کتاب وړوکی دی خو هغه متل دی چې وايي (( روپۍ که وړه ده په تول پوره ده)) د کتاب په (ج) پاڼه کې ليکل شوي: تاته په مينه. سحر دا د ګل ګوزار په ټولو لوستونکو کړی دی، خو دا ګل چې د چا په ټټر لګيږي، دا بختور نو ټول لوستونکي نه، بلکې يو تن دی.

راځئ چې په دې يو تن پسې د سحر د مينې دا شبنامې يوه يوه ولټوو، ګوندې وي چې د لفظونو په زرګونو ګلونو کې دا يوه ورکه لولکه پيدا کړو. که پيدا يې هم نه کړو له دې خواږه لټون خو به خوند واخلو. 

ای تاسې غوږ شئ په دې ګل غزل کې د سحر د جانان د پښو نازکه ښکالو اوريدل کيږي.

څومره ډېر مې خپل جانان راباندې ګران دی

لکه ځان لکه ايمان راباندې ګران دی

لکه خپله خوږه ژبه راته ګرانه

لکه ګران افغانستان راباندې ګران دی

پاس سپوږمۍ ده، لاندې ته يې، دلته د دې دوو تر منځه خامخا يو دريم قوت شته چې هغه د سحر مينه ده. خو دا مينه پټه ده او د کوم ديوال سيوري ته ولاړه ده. دا ديوالونه د لفظونو او کلماتو له رنګينو او زرينو خښتو جوړ د سحر شعرونه دي چې دی يې د مينې په جامه کې سيوري ته ولاړ او تر سپوږمۍ لاندې د خپل معشوق پټ ديدن کوي. د فرانسې د مشهور شاعر لامارتين  د شعر يوه ترجمه شوې مسره مې چيرته لوستې او په زړه کې مې تر اوسه ناسته ده. لامارتين وايي:

مينه هغه زرين زنځير دی چې ځمکه له اسمان سره تړي.

سحر صاحب په دې کتاب کې خپل زړه راسپړلی دی. کله يې آزاد شعر ويلی، کله قافيه وال شعر او کله هم غزل.  ځای ځای يې د ژوند نورې خبرې هم کړي دي. خو داسې ښکاري چې نورو ټولو خبرو ته يې زړه تنګيږي. بس يوازې مينه ده چې ډېر پرې غږيدلی دی. 

که د سحر شعرونه وګورو نو تقريباً د شعر په دې ټولو چوکاټونو کې يو شان روان دی. ماته خو يې غزل، آزاد شعرونه او نور قافيه وال شعرونه ټول په يوه سويه ښکاري. کوم اضطراب چې شاعر يې شعر ليکلو ته هڅولی څه لږ غوندې سکون هم لري.که و يې هم نه لري، د شاعر څه نا څه تسلا پرې کيږي.

تيارو کې څړيکه د رڼا وه، ما وی ته يې هغه

سپوږمۍ کې پاتې څه ځلا وه، ما وی ته يې هغه

راته موسکۍ وه او زما په زړه يې لاس ايښی و

د زړه مې بل رنګې درزا وه، ما وی ته يې هغه

بس همدې خواږه اضطراب د سحر خوبونه تښتولي دي او هماغه تر سپوږمۍ لاندې ولاړ انسان ته شعرونه وايي:

زه له ماښامه تر سهاره پورې

تا ته شعرونه ليکم

خوب رانه هير وي

ته مې په ياد يې

تا ته په پټه زه شعرونه ليکم

دغه د مينې شبنامې په ويره ويره ليکم

د همدغو شبنامو په برکت شاعر يوه شاعرانه واک ته رسيدلی او بې غمه يې په خپل زړه کې د مينې پاچاهي جوړه ده.

وايي چې زه په تا مين يم خلک هسې وايي

ته مې پاچا زه دې وطن يم خلک هسې وايي

د همدې مينې په برکت سحر داسې دوستان هم موندلي چې په تروږمۍ کې يې هم غورځيدو ته نه پريږدي.

تروږمۍ کې يې تيندک وخوړ ونه لويد

تر لاس ونيوه سحر يوه سړي

د سحر شاعري ډېره ساده باده ده. دا رښتيا ده چې ښکلا په ساده توب کې ده. خو د شعر له پاره کله کله د ژبې داسې ماتول په کار دي چې له عادي او ورځنيوتصويرونو يو بل نوی هنري تصوير ترې پيدا شي.لکه خوشحال بابا چې ويلي دي:

د چا ناحقه له مرګه ويره ده

دا چارکه ګورې هر ګوره غوره ده

زرګر وښی مات کا اوږۍ سازه کا

لا تر وښي اوږۍ بهتره ده

نو په کار ده چې دا مناسبه او ښکلې ماتونه د شاعر زده وي او په طبيعي ډؤل ترکيبونه، جملې او ژبني حالتونه داسې مات کړي چې يوه بله ښکلې جوړونه ترې پيدا شي.

وښی دې مات کړي چې ښکلې اوږۍ ترې جوړه شي، خو داسې هم نه چې هم وښی مات شي او هم اوږۍ ترې جوړه نه شي. دا خبره يوازې سحر صاحب ته نه کوم، عمومي يې کوم، ځان ته يې هم کوم او نورو ته هم.

پاس سپوږمۍ ده لاندې ته يې، د سحر په دې اوږده شعر کې ځای ځای ګرامري غلطي شته چې ښه نه لګيږي.

هغه پورته سپوږمۍ نه ده

هغه سيوری د نتکۍ ده

هغه سيوری د نتکۍ دی، بايد وای. چې دا غلطي په نورو مسرعو کې هم ترې شوې ده.

زړه مې تنګ له دې نړۍ ده

ترينه تاو تار د کمڅۍ ده

دغه مينه څه کانې کړي

رانه هير غم د ډوډۍ ده

د ښکلا تندر پريوتی

زما د زړه پر کوټنۍ ده

چې دلته په هره مسرعه کې ګرامري غلطي شوې ده چې د شعر خوند يې پيکه کړی دی.

په کتاب کې يوازې ستا لپاره يو آزاد شعر دی چې زما په خيال د کتاب تر ټولو ښکلی شعر دی . داسې بريښي چې سحر خپله ټوله مينه په دې شعر کې راټوله کړې ده. دلته د شعر روح هم مينه مينه دی. او مينه هم داسې مينه چې د خير په قلمرو کې د شر په وړاندې غاړه هسکه ولاړه ده.

شعر داسې ښکلی پيل کيږي:

له زړه مې ټولې کينې وايستلې

اوس مې له ښکار ځنې توبه کړې ده

او بس تمامه ورځ لګيا يم

په دامونو کې مرۍ پيمه

سپينو کوترو ته پايزيب جوړوم

تر دې وروسته څه داسې خبره نه ده چې شاعرانه او هنري دې وي.

دا درې څلور مسرې تاسې هم واورئ، کيدای شي ماته به نا آشنا او غير شاعرانه ښکاري. مسرې دا دي:

اوس د بې موره وري له اوښکو نه شراب جوړوم

او پر سخت زړو يې ارزانه پلورم

چې يې له زړونو کينې کډې وکړي.

په هر صؤرت که دا درې څلور مسرې له همدې شعر و هم ايستل شي، شعر ته کوم زيان نه رسيږي. زيان خو څه چې زما په خيال د شعر ښکلا به ورسره لا زياته شي.

خبرې ډېرې نه اوږدوم، تر سپوږمۍ لاندې چې هر څوک ده، خدای دې يې ښکلا د سحر په شعرونو کې وغځوي.

آمين

کاروان

١٣٨٥_ ثور_ ١٣

کابل