د کرونا مخنیوی؛ د ملکي خدماتو لوړ عمره مامورین د دوه اوونیو لپاره رخصت شول.

د کرونا مخنیوی؛ د ملکي خدماتو لوړ عمره مامورین د دوه اوونیو لپاره رخصت شول.


  • 5 مياشتي دمخه (06/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 322

د کرونا ویروس درېیمې څپې له خپرېدو سره هممهاله افغان حکومت د نویو محدودیتونو لګېدل هم تائيد کړل.

دا محدودیتونه د افغان ولسمشر په مشرتابه له کرونا سره د مبارزې کمېټې په غونډه کې تائيد شوي دي. 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمېسیون په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د کرونا وبا د خطرونو د مخنیوي لپاره یې د عامې روغتیا وزارت په وړاندیز په کاري رژیم کې بدلون غوره کړی دی. 

د نوي پلان له مخې د ملکي خدماتو هغه کارکوونکي چې عمرونه یې له ۵۵ کلونو لوړ وي او یا د سرطان، شکر او زړه په ناروغیو اخته وي، د دوو اونیو لپاره رخصت دي. 

روغتیا وزارت بیا ویلي، دوی د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د لا ډېرو احتیاطي اقداماتو پلان لري او له ټولو هېوادوالو یې غوښتي، چې د دوی سپارښتنې عملي کړي.

له بلې خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، هغه درې میلیونه ډوزه واکسین چې د روغتیا د نړیوال سازمان لخوا یې ژمنه شوې وه چې یوه میاشت وړاندې به دې هېواد ته ولېږدول شي، لا هم ځنډېږي.