دوی سره یې اوس ګز کړه!

دوی سره یې اوس ګز کړه!


  • 3 کاله دمخه (07/11/2020)
  • پوهاند محمد اسماعیل
  • 1069

نه مې غوښتل چې د درې کسیزو او پنځه کسیزو ډلو ډلو ټپلو په باب خپل غبرګون څرګند کړم ، خو ددې لپاره چې له یو شمېر ناخبره هېوادوالو سره پوښتنې پیدا نه شي، د یو څو ټکو لیکلو ته اړ شوم:

پر کابل پوهنتون خونړی برید وشو ، د دې برید تر شا خونړي لاسونه وو، پر حکومت د واکمنې اصلي استخباراتي کړۍ ( نظارشورا) له خوا طالبانو ته ګوته ونیول شوه، طالبانو په پېښه کې لاس رد کړل، داعش ته منسوبې یوې ټولنیزې رسنۍ ، دا غمیزه د (پنجشېري )او (خراساني )په نوم د خپلو دوو غړو کار وباله، خو طالب ضد واک مینو ډلو هر څه پر طالبانو واړول. دا چې دا کار هر چا کړی ، یو رزیلانه کار ګڼل کېږي او بشري ضد جنایت دی. خو مخکې تر دې چې اصلي دښمن معلوم شي تر هغه پورې ټول مسولیت د حکومت پر غاړه دی. خو کوم څه چې د دې برید په اړه شکونه پیدا کوي هغه خپله په حکومت کې د جنګي جنایتکارو ډلو له خوا د جنایت د اصلي مجري پل غلطول دي: ایا دا حمله انتحاري وه ؟ انفجاري وه ؟ که په هدفي ډول د لاسي وسلو په وسیله د محصلینو په نښه کول وو؟ که انتحاري وه د هغوی مړي او اثار څه شول؟ که بریدګر د حکومتي سرتېرو له خوا ووژل شول ، جسدونه یې څه شول ؟څوک وو ؟ داعش وو که طالبان ؟ که طابان وو د کوم ځای وو ؟ او که داعشیان وو د کوم ځای وو؟ دا چې دا خلک چا او څنګه تر دې ځایه را ورسول ؟ دا څوک وو؟ تر پېښې وروسته څنګه ژر هغه شعارونه پر دېوالونو وځړول شول چې د حکومتي چارواکو او په تېره بیا د امرالله صالح له خوا پخوا هم زمزمه کېدل؟ ایا دشهیدشویو معصومو محصلینو کورنۍ او یا نور دردیلي محصلین په دې ستر غم کې ددې جوګه وو چې د خپلو شهیدانو د جنازو تر خښولو وړاندې ؛ ماښام ناوخته او یا هم پر شنه سهار ، سیاسي او داسې شعارونه ، چې د معلومو واکخوښو فاسدو حکومتي کړیو د قدرتغوښتنې بوی ترې راځي ، چاپ او د پوهتنون پر دېوالونو یې را وځړوي؟ دا او دېته ورته نورې ډېرې پوښتنې شته چې په دې پېښه کې د یوې بلې حکومتي ترورستي ډلې لاس لرل هم له شکه نه لرې کوي. دا ترورستي ډله د جمعیت او نظار شورا هغه ډله ده چې اساس یې پر توطیه ، دسیه او وژنه ولاړ دی. دا ډله اوس په امنیتي سکتور کې پراخ نفوذ لري او د طالب دښمنۍ تر چتر لاندې یې د مفکر صیب د واکپالنې د غریزې پر اوږده توپک ایښی ، افغانوژنې او په تېره بیا پښتون وژنې ته ادامه ورکوي.جمعیت او نظار شورا بیا د پل غلطولو او له مسولیته د تېښتې لپاره ځینې واړه موتلفین او په اصطلاح ځینې مدني فعالان هم لري چې د ملي او سیاسي شخصیتنونو د توهین لپاره له هغوی څخه کار اخلي ، (راوا )سازمان او یا د (همسبتګۍ )ډله له همدغو موتلفینو څخه ده ؛ پښتون ضد انګېزه ددې ډلو مشترک ټکي دي.اوس نو ددې لپاره چې د پوهنتون له غمیزې څخه د خلکو پام بلې خوا ته واړوي ، باینرونه یې چاپ کړي او د ځینو نورو استادانو تر څنګ یې زما او د ډاکټر ځلاند انځورونه هم په کې را وړي دي. ددې کار اصلي علت دا دی چې موږ سوله غواړو او د سولې په راتګ سره بیا د دغسو جنایتکارو ډلو د جنایتپټونې لپاره هېڅ مجال نه پیداکېږي. موږ تېر کال ځکه طالبانو  سره د خبرو لپاره قطر ته لاړو ، چې طالبانو ته دا ووایو چې د تاسو د جنګ دوام ټول افغانستان او په تېره بیا پښتنو ته اوږدې غمیزې زېږوي، ستاسو له جنګه جمعیت او نورې ډلې ناوړه ګټه پورته کوي ، هم د نړیوالو په مرسته خپل واک غځوي او هم ټولوژنې او افغانوژنۍ ته دوام ورکوي.نو په هر ترتیب چې وي تاسې باید هم سوله وکړئ او هم د نظام اډانه خوندي کړئ. زموږ له دې ژور او هدفمن سفر څخه ، نو نظار شورا او یو شمېر فیسبوکي مفکرینو د طالب تاییدونې مفهوم واخیست او موږ یې د طالبانو د پلویانو په تور تورن کړلو. که چېرې طالبانو سره خبرې اترې کوم جرم وي ، نو بیا خو احمدشاه مسعود او ډاکتر غني تر ټولو غټ مجرمین دي چې تر هر چا وړاندې یې د خپل قدرت د تر لاسه کولو لپاره له طالبانو سره پټې خبرې کړې وې ، موږ د قدرت لپاره نه ، بلکې د سولې لپاره مو ورته لمن غوړولې وه.د پوهنتون پر هغه استاد دې لعنت شي چې په خوب ، خیال او ذهن کې یې د داسې ناوړه پېښې تصور پیدا کېږي . زه یو عاطفي شخص یم ان پر خپلو سرسختو مخالفینو مې هم مرګ نه لورېږي ، مسعود ، رباني ، مزاري او نور ، چې د زرګونو افغانانو قاتلین وو ، بیا مې هم پرې مرګ نه لورېده ، ما ویل خدای ورته پر هغې دنیا خپله سزا ورکوي، نو څنګه دې ممکنه شي چې د داسې یوې غمیزې تصور دې وکړم . کابل پوهنتون مې کور دی  او خواږه محصلین زما خپل اولادونه ، زما لور ( هیله ) له همدغه ټولګي او همدغه پوهنځي څخه دوه کاله وړاندې فارغه شوه، چې همدا ګلالي محصلین په کې شهیدان شول. دېرش کاله مې په خپل دې کور کې تدریس کړی او هېڅکله مې په تدریسي ساحه کې سیاسي خبره نه ده کړې. نو دښمن دومره مکار دی چې هم دې وژني ، هم دې جنازې ته درځي ، هم دې پر ژوند سیاسي تجارت کوي او هم دې پر وینو. ای ساده زړو هېوادوالو  ! یو څوک چې زما په باب ، چې په ټول عمر کې مې یوه مرغۍ نه ده حلاله کړې ، داسې قضاوت او داسې دروغجن تبلیغات کوي ، نو هغه به سولې ته څنګه لېوال شي؟ ګورئ ! د سولې او هېواد اصلي د ښمنان همدغه دي چې د نظام له غېږې د نظام لمنې ته اور اچوي ، له نظامه بهر مخالفین لا له نظامه  ډېر لرې دي ،  که غواړئ چې هم سوله راشي او هم نظام خوندي شي، نو د حکومت او نظام په اډانه کې د شمالټلوالې او د هغوی د اړوندو موتلیفو لنډغرو مخه ډب کړئ ، اصلي نسخه او کاري نسخه همدا ده اوبس.