از دست یک شوم، سوخت شهر روم


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • اریا
  • 397

دتاریخ په اوږدو کې داسې څیرې پیدا شوې چې پخپله دومره نه و، خو ټولنې ته تر ټولو زیات زیان اړولی دی داسې کسان له هرې وسیلې ګټه اخلي تر څو ځان یوه داسې ځای ته ورسوي چې پخپله ګټه وکړي خو دټولنې نور وګړي له ستونزو سره مخ کړي.احمد ضیآ رفعت یو له هغو کسانو څخه دی چې تل یې دترازو سر ته کتلي او دافغانستان په سیاست کې یې داسې رول لوبولی دی چې تل یې له واکمنانو او جنګسالانوڅخه دخپلو شخصي ګټو دتآمین لپاره استفاده کړې ده.په افغانستان کې یې د فاسد تنظیمي حکومت نبض ډیر ښه درک کړی کله دیوه خوا ونیسي له هغه څخه چې ګټه وکړي بیا نو دبل خوا ونیسي.
ضیآ رفعت له لنډمهالې ادارې وروسته د هیواد دیوه لوی جنګسالار محمد اسمعیل خان ویاند و هغه وخت چې اسمعیل خان په هرات کې امارات درلود نوموی یې په کابل کې نماینده و دهرات دګمرک او له جګړو څخه په لاس ته راغلیو پیسو یې ضیآ رفعت چړچې کولې.
چې اسمعیل خان کابل ته راوغوښتل شو او له امارت څخه خلع شو له ټولو افغانانو سره داهیلې پیدا شوې چې نور به نوی حکومت دجنګسالارانو او جنګي جنایتکارانو زور اوبه کړي او دوی به دکبر او بې ځایه غرور له نیلي راکوز شي. ضیآ رفعت سره هم دا ویره پیدا شوه ځان یې له هغه څخه لیرې کړ څه موده یې هڅه وکړه ځان ملي شخصیت معرفي کړي خو دده اخلاقي کمزوریو چې دلته ورباندې بحث نه کوو پرې نه ښود چې ځان په هغه ډول څرګند کړي ډیر ژر رسوا شو.
نو بیا دهغو کسانو په ډله کې ودریده چې دافغانستان له نوم سره حساسیت لري او آن ځانونه افغانان هم نه بولي. ضیآ رفعت، داکتر مهدي او منصور د محتدې شورا په نامه یوه ډله جوړه کړه. دغې شورا چې پیسې ایران ورکولې د ملې ټلوالې غوندې ځان د څو ګوندونو مجموعه بلله او د ډیورنډ کرښې دمنلو په اړه به یې تل اعلامیې ورکولې خو هغه شورا هم لکه دعبدالله عبدالله دتغیر او امید په اصطلاح ایتلاف له څو ازارګټلو کسانو څخه جوړه وه چې ډیر ژر له منځه ولاړه.
ضیآ رفعت یوازې شو ځان یې دهیواد ولسمشر ته ورنږدې کړ، ده سره له دي چې دجنګسالارانو دخوشحالولو لپاره دکرزي په ضد یو کتاب لیکلی و، خو بیا یې هم دخپلو ګټو لپاره هغه ته ځان نږدې کړ او کرزي صاحب هم دټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته معرفي کړ. هلته یې هم داسې ګلان وکرل چې موږ یې ټول وینو. ویل کیږي په ټاکنیزو معاملو کې تر ټولو زیاتې پیسې ضیآ رفعت اخیستې دي.او دوه ورځې وړاندې هغه کاندیدان چې ده دپیسو په بدل کې کامیاب کړي و، ده ته ورغلي او ورته ویلي یې دي چې که ټاکنې لغوه اعلان شي موږ به نه یوازې هغه پیسې چې تا او معنوي ته مو درکړې دوه چنده درڅخه واخلو بلکې پر تاسې به نورې شاهدي هم ووایو.ځکه خو اوس ضیآ رفعت دعدلي او قضایي ارګانونو له خوا دټاکنو په اړه څیړني انتقام سیاسي بولي او مقاومت کوي.
زه له ضیآ رفعت سره کومه بدبیني نه لرم دا لیکنه مې دلته ځکه وکړه چې د داسې کسانو څیرې باید وپیژنو چې په هرڅه کې خپلې ګټې لټوي ځان په چل او فریب لوړو کسانو ته نږدې کوي او بیا د داسې کسانو دکړنو له امله ټول هیواد دبحران خواته ځي.
په پای کې د ضیآ رفعت یوشعر چې د کرزي دځینو مخالفینو دخوشحالولو لپاره یې لیکلی و دلته رااخلم.
شجاع شاه دگر

نشانده اند به کرسی شجاع شاه دگر
نهاده اند سر ما و تو کلاه دگر

به کشوری که مقدسترینش آزادیست
حضور لشکر بیگانه اشتباه دگر

مرا زبازی کاخ سفید شد معلوم
که آورد به سرما شب سیاه دگر

همیشه دست اجانب، همیشه پای شکست
همیشه تجربه و باز انتباه دگر

جهان به کوشش دفن غرور ما، آری
نشسته در ره رستم همیشه چاه دگر

فتاده قافله در دست دزد های ملل
کشند هریکی آنرا به کوره راه دگر

ببسته اند چنان راه آشتی یاران
که غیر جنگ نمانده است هیچ راه دگر