عبدالسميع فيضي نن شپه خپل ايټالوي سيال ليوناردو سره سيالي کوي.

عبدالسميع فيضي نن شپه خپل ايټالوي سيال ليوناردو سره سيالي کوي.


  • 10 مياشتي دمخه (07/11/2020)
  • انوش ننګیال
  • 765

د ازادو سیالیو اتل افغان لوبغاړی محمد سمیع فیضي له خپل ایټالوي سيال ليوناردو دامياني سره لوبه کوي.

دغه لوبه نن شپه اته نيمې بجې په متحده عربي آماراتو کې ترسره کېږي.

عبدالسمیع فیضي ویلي له تېرو دوو میاشتو راهیسي یې د دې لوبې لپاره سخت تمرینونه ترسره کړې دي او ډاډه دى، چې سيالي به ګټي.

دغه افغان لوبغاړي تر اوسه شل بيرونۍ لوبې کړي، چې يوه يې بايللې او ١٩ نورې يې ګټلي دي.