د پکتيا په پټان ولسوالۍ کې د نجونو د يوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

د پکتيا په پټان ولسوالۍ کې د نجونو د يوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه


  • 1 کال دمخه (24/10/2020)
  • عمران دانش
  • 350

د پکتیا په پټان سرحدي ولسوالۍ کې د نجونو د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه
پوهنې وزارت وايي، د یاد ښوونځي نوې ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې وزارت د پرمختیایی بودیجې څخه جوړه شوې، چې ۱۰ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، د زده کوونکو لپاره میز او چوکۍ، د اوبو څښلو څاه، او نورې اړوندې ټولې آسانتیاوې لري. چې د سیمې سلګونو نجونو زده کوونکو ته پکې د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شوی دی.