د رواني جنګ په وړاندې د ملي مدافعې ستراتيژي

د رواني جنګ په وړاندې د ملي مدافعې ستراتيژي


  • 4 مياشتي دمخه (25/07/2021)
  • عبدالغفور لېوال
  • 177

د ټولیزو شبکو، رسنیو او نورو دريځونو په سنګرونو کې ولاړو مبارزینو، 

ملتپالو وطنپرستانو، 

ویښو او روښانفکره کادرونو، 

وطن له بدې تبلیغاتي جګړې سره مخامخ دی، چې تاسو یې په وړاندې خورا بریالۍ مبارزه روانه ساتلې ده، په دې مبارزه کې لاندې کرښې په جدیت په پام کې ولرئ، 

[] تضرع ممنوع. ( زارۍ مه کوئ) ستاسو د وطن دوښمن انسان نه دی، استخباراتي روبوټ دی. فکر مه کوئ، چې رحم و عاطفه به یې راوپاروئ. دا بیخي ممکنه نه ده. د دې پرځای د ملت مقاومت، د نظام اراده او صلابت او د وطن د ملي ځواکونو زړورکولو (تشجیع) پیغامونو په پرلپسې ضربتي خپرولو خپلې کرښې پیاوړې کړئ !

[] جګړه د سیاست و منطق جګړه نه ده. ستاسو دوښمن پخپله هم پوهیږي، چې د یوه ناروا استخباراتي روایت لپاره جنګول کیږي. له هغوی سره په استدلال وخت مه اپوټه (ضایع) کوئ. د منطق و استدلال زور د ولس پر ویښتیا او هوښيارۍ، یووالي او ګډ عمل راپارولو متمرکز کړئ. 

ولس ژر راویښیږي او چې وګوري، له څه موذي او پست دوښمن سره مخامخ دی، خامخا اقدام کوي. 

[] د تکفیر ټاپه د زړورتیا، جسارت او جرئت په اور کې وسوزوئ. داسې فضا جوړه کړئ، چې خلک نور د :

 - کافرشوې!

 - سېکولر شوې!

 - کمونیست یې! 

تورونو اوتومتونو په وړاندې له رواني پلوه داسې روږدي شي، چې دا ټاپې مسخره او ناچلې ورته ښکاره شي. 

[] په ګاونډ کې د خونړیو استخباراتو جعلي قلمرو د رامنځته کېدو له ورځې تر نن پورې هيڅکله، په افغانستان کې، له دومره پراخې ملي کرکې سره نه و مخامخ. ۹۹٪ ملت ورڅخه کرکه لري او د ټولو زړونه ورته ډک دي. دا کرکه تر اټومي او هر راز بلې ستراتيژيکې وسلې ډېره ګواښناکه ده.

 زه په ګڼو علمي دلایلو درته ویلای شم، چې ګاونډی سرطاني قلمرو د افغان ملت له دغې سراسري کرکې څخه دومره ویریږي، چې هره شپه خپل لُنګ په مردارۍ لړي. 

ستاسو مکلفیت دا دی، چې دغه ملي سرتاسري کرکه مدیریت کړئ. له ګاونډي څخه کرکه په درېیو استقامتونو کې مدیریت کېدلای شي: 

۱- ملي یووالی، ټول افغانان باید په دغه ګډ محور سره راټول شي او د غوسې داسې توپاني ځواک رامنځته کړي، چې یومهال اټک هم لاندې کړلای شو. 

۲ـ  په ملي کچ د ښکېلو پښتنو او بلوڅو  د مبارزې ملاتړ. 

دېرش میلیونه ملت باید په کلکه تر کرغېړنې کرښې هاخوا له پښتنو او بلوڅو سره داسې ودریږي، چې د دوښمن د ملاتیر یوځل بیا غوټ مات کړلای شو. 

دا کار پوره پنځوس کاله وړاندې بنګالي ملت وکړ. موږ یې ولې کړلای نه شو؟

۳- ملت په واضح توګه وپوهوئ، چې د ترهګرو ډلو له بوینو خولو څخه د همدغه ستر دوښمن خبرې راوځي. هرڅه چې دوښمن درته ویل، زموږ ملي ستراتيژي باید د هغه پرخلاف تدوین شي. زموږ هوښیارو نیکونو ویلي ول: 

"د دوښمن په خوږه مه تېروځه او د ژمي په توده!" 

هره لیکنه، خبره، عکس، شعر، پیغام او  ویډیو په همدغو استقامتونو کې وکاروئ، 

بریا همدا ستاسو ده! 

د ازادۍ لمر راختونکی دی!