چارواکي: د بلخ په نهر شاهي ولسوالۍ کې د يوه خصوصي شرکت اوه تنه کارکوونکي تښتول شوي دي

چارواکي: د بلخ په نهر شاهي ولسوالۍ کې د يوه خصوصي شرکت اوه تنه کارکوونکي تښتول شوي دي


  • 11 مياشتي دمخه (23/10/2020)
  • انوش ننګیال
  • 335

د ځايي چارواکو پر وينا د بلخ ولايت له نهر شاهي ولسوالۍ څخه طالبانو د يوه خصوصي شرکت اوه تنه کارکوونکي تښتولي دي.

ويل کېږي، چې ياد اوه کسان د ګلکسي سکاى ساختماني شرکت موټر چلوونکي او کارکوونکي دي، او هغه مهال ترور شوي، چې خپل کار ځاى ته پر لاره ول.

د بلخ د امنيه قومندانۍ وياند پر وينا دغه اوه کسان ځکه تښتول شوي، چې طالبانو ته يې لس سلنه ماليه نه وه ورکړې.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه ندي ويلي.