کابل کې ماین چاودنې دوه کسان ټپیان کړي دي.

کابل کې ماین چاودنې دوه کسان ټپیان کړي دي.


  • 9 مياشتي دمخه (07/02/2021)
  • خالد سهار
  • 252

د راپورونو له مخې، چې نن سهار د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند څلورم مکرویانو په سیمه کې پر یو هایلکس موتر باندې د نښلوونکي ماین چاودنه شوې، چې په پایله کې دوه تنه ټپیان شوي دي.

 

بل لورته د کابل پولیس هم یاده پېښه تائیدوي او وایي، چې دغه پېښه کې دوه تنه ژوبل شوي او اړونده روغتون ته لېږدول شوي دي.

 

ددې پېښې مسوولیت لا تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی، خو چارواکي یې بیا پړه پر طالبانو اچوي.