له ولسمشر غني سره د عبدالرشید دوستم لیدنه

له ولسمشر غني سره د عبدالرشید دوستم لیدنه


  • 6 مياشتي دمخه (10/03/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 338

ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې د جنبش ګوند له مشر او د ولسمشرۍ له پخواني مرستیال مارشال عبدالرشیدو دوستم سره لیدنه او پر ځینو مسایلو خبرې وکړې.

ولسمشرۍ ماڼۍ په دې تړاو څه نه دي ویلي خو د عبدالرشید دوستم دفتر وایي، چې په دې لیدنه کې ولسمشر غني او عبدالرشید دوستم د سولې پروسې او سیاسي وضعیت په تړاو خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې دغه راز د امنیتي وضعیت په تړاو هم د نظر تبادله شوې ده.

دا له جوزجان ولایت څخه کابل ته د عبدالرشید دوستم تر راتګ وروسته له ولسمشر غني سره د هغه لومړنۍ ناسته ده.