د اخوند دروېزه (رح) لنډ ژوند لیک


  • 8 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • شهسوار سنګروال
  • 300

اخوند دروېزه  د اخوند ګدای ځوي د سعدي  لمسي د درغان کړوسی  د احمد کوسی د متي کودی او د جیوڼ پردی دی چې د ؛ترک؛ ټبر پورې اړه لري . او په ۹۴۰ هـ  کال کې زېږېدلی دی .
د اخوند دروېزه نیکونه له لغمانه ننګرهار  او له هغه ځایه پېښور ته کډه شوي دي . دوئ  ډېره موده له یوسف زیو سره استوګن وو نو ځکه خو د دې ټبر په اړه ډېر معلومات لري چې ګنې د ؛شخي؛ یا ؛خاښي؛  لومړنۍ مېرمنه مرجانه نومېده ؛مند؛ او ؛مک؛ یې دوه ځامن وو . ؛مند؛ بیا دوه زامن لرل چې د یوه نوم یې یوسف وو نو ځکه یې کورنۍ په یوسف زیو مشهوره شوه.
اخوند دروېزه  خپلې مذهبي زده کړې له ملا منزر ، ملا مصر احمد او ملا زنګي  څخه تر سره کړي دي . د لا زیاتو زده کړو لپاره له پېښور نه هندوستان ته لاړ .
له بېرته راګرزېدو  وروسته یې د سیدعلي ترمیزي (پیر بابا ۹۰۸ – ۹۹۱هـ )
لاس نیوی  وکړ او د هغه مرید شو.
دار مسټر وایي چې اخوند دروېزه  ۵۰  پنځوس ټوکه کتابونه کښلي دي خو دغه کتابونه راپاتې دي : ۱- مخزن الاسلام (په پښتوژبه) ۲- تذکرة الابرار والاشرار (په پاړسي ژبه)  ۳- ارشاد الطالبین (په پاړسي ژبه ) .
کومې لیکنې او ژباړنې چې د رسالو په بڼه په مخزن کې خوندي دي د پام وړ دي چې پدې لړ کې  ؛قصیده امالي؛ قصیده برده ، خلاصه کیداني ، د لسو فرقو د عقایدو بیان او نور چې په پښتو یې کښلي دي  د بېلګې په توګه یادولی شو. 
اخوند صاحب د پیر روښان  او پیر بابا د اختلاف لامله  د سید علي ترمذي پلوی وو  او نوموړی یې د ؛پیر تاریک؛ په نوم د پښتنو په مینځ کې تبلیغ کړ.
دروېزه (رح) د ؛۱۰۹ کالو په عمر ۱۰۴۸ هـ  کال ومړ او د پېښور په هزار خانه  کې خاورو ته وسپارل شو.
د اخوند دروېزه زوی عبدالکریم مشهور په کریمداد هم د پلار په څېر لیکوال او شاعر وو. (په ۱۰۸۲ هـ  کال د ۸۲ کالو په عمر مړ شو)
نوموړی له یوې خوا د مخزن مرتب او ټولوونکی دی او له بلې خوا په مخزن  کې هم برخه لري . همدارنګه د اخوند لمسی میا عبدالحلیم  هم خپله الفنامه په مخزن کې شامله کړې ده . له دوی نه پرته  مصطفی  محمد هم د مخزن په یو ټوک کې  خپله ونډه ادا کړې ده  او یو څه عباراتو نه یې ور زیات  کړي دي .
د دې کورنۍ د نورو ادبي او مذ هبي  شخصیتونو په لړ کې  د دروېزه ورور ملا اضغر دی چې د مخزن په پای کې  د ده یو شعر راغلی دی :
واورئ یارانو  نبي (ص) ناست په جماعت  وو
جبریل وپرې  راغلی  له ښه  خدایه پرې راحت وو
عبدالسلام هم د ده له شاګردانو او پيروانو څخه یو بل شاعر دی چې د مخزن په یوه نسخه کې د وینا یوه  نمونه تر سترګو کیږي .
همداراز  د عمر خان (ملاعمر شلمانی) ، میرخان ، شیرمحمد ، رحیمداد ،عبدالرحیم او احمد نومونه د مخزن په بېلابېلو نسخو کې ما (سنګروال) لیدلي دي .