جګړې د میوند په څېر سلګونه ډیوې مړې کړي.

جګړې د میوند په څېر سلګونه ډیوې مړې کړي.


  • 6 مياشتي دمخه (10/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 262

شهرزاد اکبر:

خونړۍ جګړې د ملالې په څیر سلګونه ډیوې خاموشه کړي.

د بشر حقونو کمیسون وایي روانې جګړې د زرګونه بې ګنا انسانانو ژوند اخیستی. ددغه کمیسون مشرې شهرزاد اکبر په جلال اباد کې پر خبریالې ملالې میوند برید غندلی او ویلي یې دي، چې جګړو د میوند په څېر سلګونه غږونه خاموش کړي.اکبر وایي، د خبریالانو او بشري برخې پر فعالینو برید نه بښوونکی جنایت دی.

نن سهار د انعکاس په نامه د یو خصوصي ټلویزون خبریاله ملاله میوند د نا معلومو وسلوالو له لوري له خپل موټروان سره یو ځای په ډزو شهیده شوې.

تر اوسه کوې ډلې ددغه برید مسؤلیت نه دی منلی.