لا هم څارمه ستا لارې!


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • خوشال روهيخوشال روهيخوشال روهيخوشال روهي
  • 998

شعر هم د خپل شاعر له ژونداو د وخت له حالاتوسره سم يون کوي، پخيږي، سکالو او انځورونه يې بدليږي اود شاعر له پړاوونو سره سم پړاو وهي. که څه هم مينه داسې يوه سکالو ده ، چې د اکثرو شاعرانو لپاره نه زړيږي او له وروستۍ سلګۍ سره هم د مينې غزلې وايي، خو ګورو چې کله يې بيان ژبه ، کله يې د احساساتو انځورونه او کله يې هم د مينې سکالو بدليږي، له زلفو او رخسار څخه وطن ته اوړي ،کله د دواړو له څښتن ( انسان) سره په مجرده مانا او کله هم بيا د درې واړو  هستوونکي او پنځوونکي ته ځانګړې شي.

زه یوه ورکه ښکلا
کله په ځان کې ګورم
له ځانه ووزمه ژر
ښکلا جانان کې ګورم
هیڅ مې تسل ونه شي
په ټول جهان کې ګورم

او ياهم په (کمال )کې دا ښکلی فکر وګوریء:

دانسان زړه ته دې لار نه کړه پیدا
په آسمان لاره اوښتل څه معنا

د ځينو شاعرانو په شعر کې  فکري يون او د ځينو شاعرانو په شعر کې بيا د زمانې يون ډېر پياوړی وي. د خوشال بابا په شاعرۍ کې فکر او زمانه  دواړه څنګ په څنګ روان وي. د پښتو ژبې د پياوړي شاعر عبدالباري جهاني په شاعرۍ کې  هم  د همداسې پړاوونو  غوره بېلګې ليدلای شو، که موږ د جهاني صيب شاعرۍ ته وګورو نو په لومړۍ ټولګه کې يې زيات د جهاد ، مقاومت او مېړانې جذبې څپې وهي، دويمه ټولګه يې زياتره دهيلو او امېدونو وړانګې شيندي ، په درېيمه کې بېرته ناهيلي څپې وهي او په همدې ترتيب وړاندې .
زما په اند د سحر صيب په شعرونو کې هم د فکراو ژوند د يون او بدلون همداسې نښې ليدلای شو. د شعرونو په دې ټولګه ( لا هم څارمه ستا لارې ) کې لا هم مينه د زياترو شعرونو اساسي سکالو ده، خو داسې ښکاري چې عقل پر احساساتو غلبه کړې اوداحساساتو پر ځای عقل پر زړه باندې حکم چلوي .
پخواهر څه را نه هير و، ته مې ياد وې
اوس مې ژوند ته هم ور پام دى،
ژوند كومه

اويا هم دا بيت وګوریء:

اوس هم له هغې كوڅې تيريږم
خو اوس ځمكې ته ګورمه او لوېږم نه

وايي، چې مينه ړنده وي او چې څومره  ړنده وي هومره يې زور ډېر وي ، خو چې څومره بينا کيږي هومره محتاطه کيږي او هومره سنجيده کيږي.

اوس مې هنر دهیرولو زده دی
اوس د احساس په خوښه نه ځم چیرته !!!

دسحر صيب په اوسنيو شعرونو کې نه يوازې له ښکلا سره ، له زلفو او له رخسار سره په مينه کې سنجيده ګي اوتعقل ښکاري ، بلکې د وطن په مينه کې هم د پخوالي ، فکر او تجربې روښانه څرک لګيږي او زما په اند همدا سنجيده مينه کولی شي وطن له اوسنيو اورونو او دردونو څخه وژغوري . زما په اند که چېرې افغان ولس همداسې پخوالي او سنجيده ګۍ ته ورسيږي او د خپلې هرې قربانۍ پر وړاندې يې د ثمرې غم هم وخوري نو بويه چې دا هېواد او ولس به نور د رښتيني سرلوړۍ پر لوري ګام اخلي . له بده مرغه موږ له وطن سره هم ړنده مينه کوواو له همدې امله تل قربانۍ ورکوو خو نه مو ځان ته ګټه رسيږي او نه مو هم وطن ته، ځکه چې زموږ مينه د تعقل پر ځای يوازې پر احساساتو بنا وي. د ( ازادۍ څلی) په شعر کې د افغانانو ړندو احساساتو او غرور ته ډېره ښه نغوته شوې:
هریو غاصب راشي زموږ وطن ته
زموږ سرونو څخه جوړ کړي څلي
کلي ښارونه مو ویجاړ کړي راته
سیلاب وي موږ ورسره یوسي خلي
                      *    *   *
خپله مدعا چې سرته ورسوي
د خپل وطن په لوري دوی روان شي
موږ وایو دادی بل قدرت مو مات کړ
اوس به مو بیرته وران وطن آباد شي
                         *    *   *
بس یو دوه،درې څلي نور هم آباد کړو
وطن مو هغسې ړنګ بنګ پاتې شي
غاصب په روغو پښو ووځي رانه
راته میراث یې یو بل جنګ پاتې شي

او يا هم په دې شعر کې :

موږ په وینو ازادي ده تل اخیستې
موږ په خوشي شي بایللې ازادي ده
،
زموږ برخه بې علمي ، لوږه اوتنده
موږه نوروته ګټلې ازادي ده
موږ به څه دازادي په قدر پوه شو
موږه کله لا لیدلې ازادي ده

سحر صيب د خپل قام له خوب او غفلته ډېر ښه واقف دی، او د غلامۍ  په راز يې هم خبر شوی . او له همدې امله دی هم  دخوشال بابا په څېر  په غوسه کيږي او وايي، چې:

که ویده وای زما په چیغو به راویښ و
یا دي مړه یا یې په خوب ځان اړولی

اويا هم دغه بيت:

وخت نو څه ارزښت لري ، په ټوکو به یې تیر کړمه
زه د هر پښتون غوندې بیکاره عادت شوی یم
 
غواړم تاسو ته يو بل راز هم افشا کړم ، او هغه دا چې سحر صيب اوس خپله ټوله مينه يوازې په شاعرانه احساساتو کې نه ختموي ، بلکې د يوه ژمن خو سنجيده مين په  توګه زړه خوري ،  ځوريږي او د دې هېواد د هر انسان پر وړاندې د مسووليت احساس کوي او د پښتون قام د ويښتيا لپاره په ځانګړې توګه د  ماشومانو اومېرمنو لپاره، چې تر نوروډېر اړ او تر نورو ډېر حقدار دي، منډې وهي او د مرستې لاس يې تل ورغځېدلی وي.

البته زما پورتنۍ خبرې په دې مانا نه دي ، چې د سحر صيب شعر اوس يوازې د وعظ، احتياط او ځانساتنې خبرې کوي، او يا يې هنر ټول د فکر قرباني کړی، بلکې په دې ټولګه کې تاسې د مينې او ښکلا ډېر ښکلي رازونه ، نازک خيالونه او تنکي فکرونه ليدلای شیء:

په ويدو سترګو دې زمازړه لكه خوب وړى دى
اوس مې د ما ت زړه د ژغور لو هيله هم نه لرم
،
سپوږمۍ ښه ده تللى يار مې را په ياد كړي
پوی زما په خوى ته لمره ياره نه يې
هر سحر يې د مو بايل پيغا م را شي
چير ته ورك يې ته سحره ياره نه  يې،
دایې نو دمینې نښه نه ده څه؟
مخ واړوي بل خوا چې ما وویني،
یا:
زه په ستورو پسې ولاړم
چې امیل دې کړم پرې ښکلی
څو مره ډیر ستوري مې راوړل
خو چې راغلم ته بیا نه وې!

په دې ټولګه کې تاسو د غزل، ازاد شعر او ټپوډېرې ښکلي بېلګې لوستلای شیء، نو له همدې امله دا هم تاسو او دا هم د سحر صيب ښکلې  شاعري!

په درنښت
خوشال روهي