طنز ; افغانستان اپريل فول شو


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • عبدالنافع همت
  • 363

واشنګټن : السلام عليکم
کابل : وعليکم السلام، ياره لکه چي عمر دي ډېر دی، همدا اوس مي ياد کړې، هغه و چي تاسي ټليفون راوکړ. ښه څنګه ياست خيريت خو به وي؟
واشنګټن : ستاسي په حکومت کي به خيريت له کومه وي
کابل : ولي خدای دي يې خير کړي، څه خبره ده چي دومره درد درغلی دی؟
واشنګټن : درد به ولي نه راځي، ته نه يې خبر چي نن په اروزګان کي ( سبي ) ورک شوی دی؟
کابل : سبي څوک دی؟
واشنګټن : سبي د استراليايي ځواکونو يو ماين پال سپی دی
کابل : ځه بابا! ما چي ويل سړی ورک شوی دی، له سپي څخه دي هم دومره لويه کيسه جوړه کړه.
واشنګټن : هيله کوم داسي مه وايه. که بله ورځ مي داسي خبره درڅخه واورېده، نو اسټراليا څه چي موږ هم له افغانستان څخه خپل عسکر باسو، موږ ته خپل يو سپی هم ډېر مهم دی.
کابل : نه نه، هسي يوه ټوکه مي درسره وکړه، تاسي خو په ټوکو هم نه هېږئ
واشنګټن : زما د خپلو ملګرو په اړه ټوکي هيڅ نه خوښېږي، پوه شوې؟
کابل : ملګري خو دي موږ هم يو
واشنګټن : تاسي مي ملګري ياست خو د غربي ملګرو ځای نه شئ نيولای.
واشنګټن : تاسي به مي په انډيوالانو کي ګڼئ يانه، خو پر ما ډېر ګران ياست، ګوره يوه اوونۍ مخکي ستاسي ځواکونو په شينډنډ کي زموږ ګڼ شمېر ملکي خلک ووژل خو موږ ستاسي څخه ګيله هم و نه کړه. تاسي زموږ سره د خپل ملګري هيواد د يوه سپي حساب و کتاب هم کوئ.
واشنګټن : دا په تاسي پوري اړه لري چي خپل خلک درباندي ګران دي کنه خو پر موږ خپل خلک څه چي خپل سپي هم راباندي ګران دي، تاسي بايد پوه شئ چي دا يو غربي سپی دی او غربي سپی خاوند لري. ددې کار پړه ستا سي پر غاړه ده
کابل : ولي زموږ پر غاړه ده؟
واشنګټن : ځکه چي تاسي په دې اتو کالو کي يوازي امنيت هم را نه وست، که تاسي سياسي کفايت او ظرفيت درلودای نو نن به زموږ يو باتجربه سپی نه ورکېده
کابل : نو په دې کي زما څه ګناه ده؟ امنيت خو نړيوالو تراهګرو خراب کړی دی
واشنګټن : نو تاسي خو هم يوازي نه ياست، نړيواله ټولنه اوږه پر اوږه درسره ولاړه ده.
کابل : د يوې خبرې اجازه ده؟
واشنګټن : هو مهرباني وکړئ!
کابل : نه که مو خوا بدېږي نه يې کوم
واشنګټن : هيله کوم خبره مو وکړئ!
کابل : که رښتيا ووايم نو نړيوالي ټولني هم په دې برخه کي خپلي ژمني چندان نه دي پوره کړي.
واشنګټن : کومي ژمني يې نه دي پوره کړې؟
کابل : مثلاً په دومره وخت کي به په افغانستان کي تراهګر وځپو، ستاسي اردو او پوليس به در جوړ کړو، اقتصاد به مو پياوړی کړو، افغانستان به له سره داسي ورغوو لکه جرمنی، دا به وکړو او ها به وکړو، خو تر اوسه يې په دغو کارونو کي يو هم سم نه دی کړی. تاسي يې وينئ چي د افغانستان وضعيت ورځ په ورځ نور هم پسي خرابېږي.
واشنګټن : پوهېږئ چي دغه وعدې په کوم تړون پوري اړه لري؟
کابل : ښکاره خبره ده چي د بن په تړون پوري اړه لري
واشنګټن : که ستاسي ياد وي نو موږ د بن له تړون څخه يوه مياشت مخکي درته وويل چي موږ په هر ډګر کي ستاسي سره ولاړ يو
کابل : هو زموږ يادي دي، نو بيا ولي اوس نه راسره درېږئ؟
واشنګټن : اې ساده ګانو! موږ دا منو چي ستاسي سره مو دغه وعده کړې ده خو پوهېږئ چي هغه کومه نېټه وه؟
کابل : ياره نه مي ده ياد
واشنګټن : ستاسي يوه کمزوري دغه ده چي حافظه مو چندان کار نه کوي، موږ دغه خبره د اپريل د مياشتي پر لومړۍ نېټه درته کړې وه، تاسي خو په غرب کي اوسېدلاست او پوهېږئ چي د اپريل لومړۍ نېټه د درواغو نړيواله ورځ ده.
کابل : نو تاسي خو تر هغه وروسته هم خپلي ژمني نه کړې پوره
واشنګټن : زموږ ټولي ژمني په هماغه تړون پوري اړه لري چي د اپريل پر لوړۍ نېټه تر سره شوی و
کابل : اوف ! ياني موږ اپريل فول شولو؟
واشنګټن : نو ستاسي څه خيال دی؟ دا چي په دغه ورځ په ټوله نړۍ کي خلک درواغ وايي دومره مهمه نه ده، مهمه دا ده چي سړی په دغه ورځ ټوله نړۍ وغولوي. لکه څنګه چي امريکايان په نورو ډګرونو کي تر ټولو مخکي دي، دا دی په درواغو کي يې هم لومړی مقام وګاټه، دې ته نو اپريل فول وايي.
کابل : اوس تاسي خو د نورو سياليو په شان دا سيالي هم وګټله، موږ به ملت ته څه ځواب ورکوو؟
واشنګټن : وارخطا کېږئ مه، لکه نور چلونه چي مو درښوولي دي، دا چل هم درښيو
کابل : ښه واياست څنګه چل؟
واشنګټن : تاسي خو د امريکايي نظام ټول ماډل کاپي کړی او کلتوري ارزښتونه مو يې هم خوښېږي. بس يوازي دومره کار غواړي چي د يوه رسمي فرمان له لاري د اپريل لومړۍ نېټه رسمي ورځ اعلان کړئ
کابل : هغه متل دی چي وايي ورانه به يې کړې، جوړه به يې نه کړې. وېرېږم چي په بلا مي اخته نه کړئ
واشنګټن : ګوره موږ او تاسي خو يو بل ښه سره پېژنو، موږ تاسي او تاسي خپل ملت ته درواغ واياست، داسي ښه غوښن درواغ. اوس ستاسي ملت پوهېدلی چي ستاسي حکومت په درواغو چلېږي، نو ددې لپاره چي ملت دي ملا وتړي درواغ پرېږده
کابل : نو بې درواغو کله زموږ ګوزاره کېږي
واشنګټن : موږ کله وويل چي درواغ يو مخ مه پرېږدئ، په کال کي يوه ورځ ورته بېله کړئ. ياني د اپريل لومړۍ نېټه د درواغو د ورځي په نوم رسمي کړئ.
کابل : نو ددې کار ګټه به څه وي؟
واشنګټن : ګټه به يې دا وي چي که کومه مهمه ژمنه مو کوله نو په همدې ورځ به يې کوئ، مثلاً که د خپل کار کلنی راپور مو ورکاوه او يا مو خپله کومه نوې طرح اعلانول نو بايد د اپريل پر لومړۍ نېټه يې اعلان کړئ،بيا که مو خپلي ژمني پوره هم نه کړې نو ملت به ګيله نه درڅخه کوي.
کابل : خو...
واشنګټن : خو مه پکښي راباسئ، ستاسي لپاره درواغ ويل کومه نوې خبره نه ده، ستاسي په اړه اوس هم ويل کېږي چي که ټولي غوړي وعدې مو راټولي کړل شي نو دومره غوړي ځني ايستل کېدای شي چي يوه لويه کارخانه يې هم نه شي توليدولای .
کابل : زه خو وايم چي په دې سره به مو ملت نور هم دښمن شي.
واشنګټن : تاسي خو ډېر ساده ګان ياست. نن داسي يو وخت دی چي بايد سړی د هر کار لپاره جواز ولري. تاسي ګورئ که څوک غواړي چي په افغانستان کي خلک مړه او يا برمته کړي نو امنيتي کمپنۍ جوړوي، که غواړي چي غلا وکړي نو ( اينجوګاني) جوړوي. تاسي هم درواغ لپاره جواز پيدا کړئ او بيا يې نر غوندي واياست!
کابل : ياره څه ووايم، خو خير دغسي به وکړم
واشنګټن : زړه نازړه کېږئ مه. تاسي يو ځل تجربه وکړئ، زه باور لرم چي خامخا ښه نتيجه ورکوي. ښه نور مو وخت نه نيسم ، د خدای په امان
کابل : په مخه مو ښه، له ټليفون کولو څخه مو ډېره ډېره مننه .
سبا سهار له ارګ څخه يو فرمان صادر شو. په فرمان کي د اپريل لومړۍ نېټه چي د وري د مياشتي له دوولسمي نېټې سره سمون خوري د درواغو ويلو لپاره د رسمي ورځي په صفت اعلان شوه. په فرمان کي دا هم راغلي وه چي په دې ورځ کي دولتي چارواکي، سياسي ګوندونه، مدني ټولني او اينجوګاني د درواغو ويلو اجازه لري خو د ملت لپاره درواغ ويل ګناه ده. څه موده وروسته د حساب ورکولو ورځ د اپريل لومړۍ نېټه وټاکل شوه، پر همدغه نېټه د لندن د کنفرانس اجنډا هم اعلان شوه چي له طالبانو سره خبري اتري يې مهمه موضوع وه.