د جهاني د بغاوت په جهان كې يو درنگ


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • اكبر كرگر
  • 341

حميد بابا وايی : 
سر زما سركوزي نه مني د تاج
گڼه تاج زما و سر ته دى محتاج
تاج وتخت چې گدايان شړي له دره
بادشاهانو څخه اوسي لا علاج
زه يي خر د ډېرانه گڼم په حال كې
دا چې ناست دى بې پروا په تخت وراج

(۱)
د سر خبرې
چې  د لومړي ځل له پاره مې په  پنځوسموكلونو كې عبدالباري جهاني  په يوه  علمي سيمينار كې وليد. هغه مهال په پوهنتون كې په زده كړه بوخت وم. سيمينار د كابل پوهنتون د كتابتون د سيمينارونو په تالار كې جوړ شوى وو. هلته د جهانې له څېرې سره اشنا شوم. هغه د ((اسيايي استبداد)) په باب مقاله لوستله. ((اسيايي استبداد او اسيايي توليدي ډول)) د هغه د مقالي نوم وو او بيا چې كلونه تېر شول په راديو كې مې كار كولو.
خبر شوم چې جهانې د لويزيون مرستيال ټاكل شوى دى، زه يې دفتر ته د مباركۍ له پاره ورغلم، ځان مې وروپېژانده او له روغبړ نه وروسته يوه شېبه كښيناستلو، خو لږه شېبه په سكوت كې تېره شوه. زه ژر راپاڅېدم او بېرته خپل دفتر ته ولاړم. يوازې دوه ورځې وروسته خبر شوم چې جهاني دنده پرېښوده او پاكستان ته ولاړ  او بيا له هغه ځايه امريكا ته او بيا مې د هغه اواز او د هغه شعر او ادبي پروگرامونه د كلونو په لړ كې كله ناكله د امريكا غږ نه اورېدل .
خو له هغه سره د اشنا كېدو لومړۍ شېبه، د هغه د ((شېوه توليد اسيايي او استبداد اسيايي )) مقاله  د استبداد مفهوم ٬ د افغانستان تاريخ، فولكلور او پښتني روايات د هغه په شعر كې يو له بله سره غوټه شوي ومېندل .
نو په دې ډول كله چې جهاني تاريخ او تاريخي څېړنو ته ځي، نو ((استبداد)) څيړي او كله چې لږه شېبه په دې چوكاټ كې تنگېږي، نو بيا د شعر په وزرو الوزي پرواز كوي او د اسمان له مورگو لاندې نړۍ ته گوري. په نړۍ كې د افغانستان په دښتو غرونو او سيندونو  سترگې گنډي او بيا په كندهار او د هغه په تاريخي عظمت تمركز كوي. هلته خواره واره اولسونه گوري، د هغوی معركې او جگړې گوري. كله په كې ((كرمى او فتح خان )) له ((رابيا گلې)) او نورو بړېڅو ځوانانو سره په هل او تكل كې ويني او كله هم د((خشكيار او شاترينې)) د مينې كيسه كوي. كله هم د گرگين پر ټټر د هوتكو د گوزارونو انځور كاږي. كله هم په كې د لوې احمد شاه د تورې او غورځنگ داستان وايی. سرود او حماسه ترې جوړوي او كله هم په ميوند كې د ملالې له ټپۍ نه سندرې جوړوي او دغه سندره داسې په تاريخي رواياتو كې رانغاړي چې بيا ترېنه تعويذ جوړوي او هر پښتانه ته يې په غاړه كې اچوي  چې د دېوانو او پيريانو په وړاندې ورته سپر وي .

(۲)
جهانې او د جهانې غزليزه لاره
يوه ورځ مې د يوه ملگري سره د جهاني په شعر خبرې كولي. د جهاني د شعرونو درې څلور  ټولگو پاڼې كله ناكله اړوم رااړوم. ملگري په دې ټينگار كاوه چې جهاني د غزل شاعر دى، خو زما رايه دا وه او دا ده چې د جهاني د نورو شعرونو حجم د غزل په نسبت  لږ نه دى، خو دا جوته ده چې په غزل كې جهاني نه خو د ميرزاخان انصاري او نه خو د حمزه په پل تللى دى. په غزل كې د جهاني نړۍ جلا ده او نوې خبرې لرې چې بايد پرې وگړېږو .
غــزل
په ژوند مې نصيب نه سوې جنازې ته دې درځم
د يار د وصل خياله هـديـرې ته دې درځم
يوه تشه وعده يې د ځوانۍ په بيه غواړم
سوالـگر نه يم اسمانه چې كاسې ته دې درځم
منم چې تر منزله يې سكر وټـې دي كرلي
دا لار په ما ودانه ده كوڅې ته دې درځم
يوه لحظه دې مخ له رقيبانو پـټـومـه
لمبې خاموشه نه سې تماشې ته دې درځم
دا ستا د مينې اور دى چې محفل رنـگينومه
پانوس رنگه بلېږم بدرگې ته دې درځم
اختيار يـې لـه اقـرار سره جوړه را څخه يو وړ
يو نذر د خليل يمه چړې ته دې درځم
سنـگسار مې رسوا نه كړې مېخانې د خلوتونو
يو شور لا جوړومه غرغړې ته دې درځم
د هوښ پر لارو نه دى جهاني منزل د وصل
جنونه ځان تيار كه زولنې ته دې درځم
ويرجينا، ۱۹۹۳/۱/۳
د جهاني صيب هغه شعرونه چې  له افغانستان څخه بهر ويل شوي، په ډاگه او څرگنده توگه د مهاجرت او له وطن څخه د جلاوالي  له يأس او حرمان څخه ډك دي او له بې ريښې توب څخه تېښته په كې ځلېږي . هغه د غزل په شعري فورم كې هم له ډېر ليريك او عاشقانه مضمون څخه كله ناكله بهر كېږي او د خپل احساس په پل حماسي هغه خپلوي.
هغه په زغرده او په رسا اواز له اجل سره پنجه وركوي او د خپل رواني پردېوالي د جبران له پاره  دا دوعا  كوي چې :
يومې سوال ځواب د قبر په پښتو كړه
بل لحد پر كندهار  درڅخه غواړم
په غزل كې داسې مفاهيم لكه: (( جنازه ٬ هديره ٬ سوالگر نه يم اسمانه، سكروټې دي كرلي، لمبې خاموشه نه شي، اختيار يې له اقرار سره جوړه راڅخه يووړ، يو نذر د خليل، سنگسار مې رسوا نه كړې، غر غړى  او جنونه ځان تيار كه زولنې ته دې درځم)).
او يا په دې راوروسته غزل كې چې پوره نويوالى لري او يو ډول شاعرانه بغاوت په كې ځاى شوى دى. داسې مفاهيم او عبارات لكه : ((پياله نسكورول او نه تشول٬ نصيب بدلول، له تقدير سره شخړه٬ د زندان نړول٬ ازل لېونتوب٬ گرېوان څيرول٬ د سر سودا منل خو د سر ټيټول نه غوښتل٬  سجدې ته ناجوړه ككرۍ٬ د تندي ماتول٬ ياغي چې فرياد نه كوي٬ اسمان كڼول٬ د غره په ژبه غوښتل٬ جنون پارول٬ پرهار شوړول او دا اسطوره وي بيت چې وايی :
چې هر محراب ته ځمه ستا جلوه په كې بلېږي
 د يار د تصوير خاله هېرومه خو دې نه
جهاني له ډېرو كلونو وروسته د طالبانو د حاكميت په دوران كې كندهار ته ځي٬  هلته د طالبانو په موجوديت كې هر څه پردي وينې٬ دې لكه د نورو ليك لوست كسانو په څېر نه چې يوازې د طالبانو پښتو ويلو ته خوشحاله شي، بلكې له پېښې سخت متاثره شو او د بغاوت ولولې يې بيا په تن او روان كې غزونې وكړې :
چې زما د لېونو چېغو ځواب ورسره نشته
 يا زه يم بدل شوى يا دا غرونه بېگانه دي
خمار مې نه ماتېږي شرابونه بېگانه دي
ساقي راته اشنا دى، خو جامونه بېگانه دي

او داسې نور .... په دې ډول غزلې فورم كې شاعر نه يوه خپلواكه لاره خپلوي، بلكې يو خوشال خاني روح په كې غزونې كوي. او يا د نازكخياله حميد بابا دا شعر را تداعي كوي چې وايی :
سر زما سركوزي نه مني د تاج  گڼه تاج زما وسر ته دى محتاج

بل مثال :
غــزل
پـيـالـې نـسـكـوروم دې تـشـومـه خو دې نه
نـصـيـبـه بـدلـوم دې  قـبـلـومـه خو دې نه
تـقـديـره زولـنـې دې د جـانـان تـر كوڅې وړمه
زنــدانـه نړوم دې تـېرومـه خو دې نه
ازل مـې لـېونـتـوب دى له نـامـه سره كـرلـى
گـرېـوانه څيـروم دې ټـولـومـه خو دې نه
د سـر سودا منـمـه خو چې سر ټـيـټـو ل غواړي
قـاصـده ستـنـوم دې ورلېـږمه خو دې نه
خـالـق مـې كـكـرۍ سجدې ته نه ده پېدا كړې
تـنـديـه مـاتـوم دې لـگومـه خو دې نه
يـاغـي يـم د فـريـاد د پـاره نـه يـمـه راغـلـى
اسـمـانـه كڼـوم دې ژړومه  خودې نه
د غره پر ژبه غواړم د شيرينې د نوم ذكر
جـنـونـه پاروم دې ويـدومـه خو دې  نه
زخمونـه د حبيب دي د طبيت كوڅې ته نه ځم
پــرهـاره شوړوم دې رغـومـه خو دې نه
چې هر محراب تـه ځمـه ستا جلوه پكې بـلېـږي
د يار د تـصـويـر خـالـه هېـرومه خو دې نه
چې  شمېـر د جهانـي د گناهـونـو بانـدې كېږي
زاهده ړندوم دې خـپـلـومـه خو دې نه
واشنگټـن ، ۹۲ ــ ۲۷ ــ ۱۲

(۳)
بيا هم له وطن څخه د لېرې والي ستونزه
 له بلې خوا د دې شعرونو د راسپړنې له پاره يو بل شا نزول (شرح نزول) د كتاب له اهدايه جملو څخه ميندلى شو: د كتاب په لومړي مخ كې كښلي دي .
((اهدا: د پايكوبونو او سركوبونو د زخمي نغمو دا ناسازه مجموعه زما ښكلي كندهار ته چې زما معشوق دى٬ چې زما مسجد دى٬ چې زما كور دى٬ چې زما گور دى٬ اهدا كوم)).
همدارنگه شاعر د خپل تحت الشعور په مرسته غواړي ځان له خپل هېواد او كلي كور څخه په پرديوالي كې وژغوري او د دغه پرديوالي سره مبارزه وكړي. د هغه شعر د دغه پردي جهان په وړاندې يو سرغړاوي دى او د هغه پر ضد توغ او جنډه پورته كوي.
ما خو دا نه ويل شينكى اسمانه چې به د اور له پاسه اور راځي
زما د غيرت شمله به كښته گوري زما هديرې ته به پېغور راځي
اسمانه ما خو داسې نه غوښتله چې د ښارونو جنازې به ژاړم
چې مې په كليو كې بلا لنگه شي چې د ځوانيو هديرې وژاړم
اسمانه ما خو داسې نه ويله  چې د كابل گرېوان ته اور توې كه
زما په جونگړه كې بلا وكره  زما په ستوني كې ښامار لوى كه

شاعر د هيواد د تراژيدۍ د خپل ارمان او هيلو سره مخامخ كوي او له دې تناقض او له دې شخړې يوه بوگنوونكې او غمجنه نغمه جوړوي او د شعر په بڼه يې موږ ته وايی.
واقعيت خو دا دى چې جهاني په خپل شعر كې هماغه پښتنې صداقت او رښتينواله لري. سره له دې چې په كلونو كلونو هغه له خپل ټاټوبي لېرې پاتې شوى، خو د هغه د شخصيت اصلي خښتې په پښتنې ماحول كې د همدغه چاپېريال په فرهنگ او رواياتو كې اېښودل شوی دی. ځكه خو هغه په لاشعوري توگه د خپل درون او باطن سره صادق  دى.
خو كله چې هغه د شعر دونيا ته راځي يو ډول اشراقي حالت پرې لاسبرى كېږى او د دې له پاره چې د موجود او بدل ماحول  په وړاندې  عكس العمل وښيي، نو شعر وايی. د نوموړي  هغه شعرونه چې په بهر كې يې ويلي او كښلي دي په رښتينې توگه د ناخوالو په وړاندې پيامبرانه اواز او د خاپوړو د كوڅې او مالت سره ناپايه مينه په كې ځای شوې ده. دغه دوه متضاد حالتونه شاعر ته موقع وركوي چې كله ناكله د هغه په شعركې په شعريت او انځورگرۍ باندې د هغه پيغام غالب شي او په ډاگه يی ووايی.
بيا يې په محفل كې نن له پام څخه لوېدلي يو
گوره د ساقي تر نظر څنگه ورغلي يو
هره شېبه موږ ته زنداني خوبونه مه راوړه
شرنگ د زولنو ته له كنعان څخه راغلي يو
نن دې عبرتونه له هوښيارو سره وخاندي
موږ د لېونيو په اتڼ ور كښېوتلي يو
پل چې مو د پله پر سر اېږدې رقيبه پښه نيسه
موږ چې له ازل څخه راغلي يو ښاغلي يو
مه راځه ساحله چېرې موږ چېرې دا ستا سكون
موږ يې سمندر ته د توپان په شپه لېږلي يو
نور مو تماشه كوي كه خپله ننداره كوو
پوه نه سوو شبنم غوندې يې څو شېبې بللي يو
هره ورځ د ستورو په حساب لمبې په خوله كې وړو
موږ له خپلې ژبې لكه شمعې سوځېدلي يو
موږ خو بې اختياره د نعمت پر خوان ور پرېوتو
گوره چې سخي كور به لا څو ورځې منلي يو
پرېږده جهاني له دې وزره د پرواز تمه
غشي د نصيب چې پر شهپر باندې ويشتلي يو
ويرجينيا، ۲۰۰۰-۱۰-۱۲

خو د دې خبرو سره سره  :
په غزل كې جهاني هم د خوشحال او غنې په څېر له زاهد او ملا او كاذب متقي سره چې د شاعر د ازاد پرواز په وړاندې خنډ دى. د شاعر د خيال او انځورونو كښلو په وړاندې د شاعر فكر او اندېښنه گډوډوي، درېږي او له هغه سره چمبړ كېږي .
 كله ناكله داسې هم پېښيږې چې ټول شعرونه يو شان نه وي، بلكې  ناانډولي رامينځته كېږي او دا طبيعي خبره ده ۔چې د يو سړي څلور پنځه زامن ټول يو ډول نه وي. له بله پلوه غزل كله هم د خپل معياري اندازې اوږدېږي. ان له اوه او  لسو بيتونو اوړي او اوږدېږي.
په لاندې غزل كې د موضوع وحدت او د يوې مسالې تعقيب لږ څه دروند ښكاري او يا په بل عبارت وروستي درې څلور بنده په كې بې انډوله كېږي.

غــزل
اسمـانـه بيا لـكه چې نوې افسانې جوړوې
چې سـر پـر سر مې  پـرهـارونـه پـر سينې جوړوې
كـه دې مـجنون د تـورو زلـفـو رابـللـى نه يـم
وايـه حـلـقـه پـر حـلـقـه چـاتـه زولـنـې جوړوې
خـونـي منـگـول دې شـاهدي د فيصلې وركوي
د غـمـازانـو پـه خـولـه ولـې بـهـانـې جوړوې
شـيـخـه اخـر بـه سې رسوا د مـيـفـروش پـورونـه
تـرڅـو بـه پـټـې پـه خلوت كې ميخانې جوړوې
در څخه وركـې دي سـاقـي زما د ازل فـېـصلـې
چې د اغيار د پاره ډكې پېـمـانـې جوړوې
اوښكې يـې ستا لـه بـې فريـاده سوځېـدلو نه دي
پـتـنـگـه ولـې په لـمـبـو كې اشـيـانـې جوړوې
له هر قـدمـه سـره ښخ دي فـريـادي عـرضـونـه
جنـونـه څو لا پـه دې لار كې هـديـرې جوړوې
د جـهـانـي رنـځـورې شـپـې د ختمېـدلو نه دي
طبـيــبـه ولـې رقـيـبـانـو ته پـلـمـې جوړوې
۷/۸/۸۹
د جهاني په غزلو كې داسې نمونې او مثالونه ډېر زيات دي چې يوه پارچه او كوټلې او مظبوطه اندېښنه انتقالوي. د فورم له مخې لوستونكى نه پرېږدي چې د شعر له لوستولو مخه واړوي او د هغه په وړاندې بې پرې او بې پروا پاتې شي.
پوښتنه پيدا كېږي چې ولې جهاني په شاعرانه دونيا كې له زاهد سره لاس وگرېوان دى ؟ خبره څرگنده ده. د جهاني زاهد متصوف او رندانه زاهد نه دى چې خپل ټول ژوند د عشق په لار كې داو كړي٬ بلكې د شاعر مطلوب زاهد هغه متظاهره د تقوى دعوېدار خو په اصل كې بې تقوى د دوزخ او جنت ټيكه دار خو په اصل كې دوزخي د خير او شر محتسب خو د شر او فساد سرچينه زاهد دى، نو ځكه خو شاعر په خپل شاعرانه سفر كې د عقل او منطق هتكړۍ ماتوي او د دغه دروغجن او فريب كاره پر ضد راپاڅېږي، غرغره قبلوي او پنجره ماتوي.
دا چې جهاني اعلاموي چې د جهاني :
د جهاني محفل ته مه راوړه اغزنې كيسې
موږ لېونيو په اورونو كې لمبې ماتې كړې
شاعر د خپل نسل او د خپل اولس د نماينده په توگه اواز پورته كوي. د ناخوالو، بدمرغيو، جفاگانو، ظلمونو او تېريو په وړاندې لكه چې د ژوندانه بهير وښوده او همداسې وشو ل. په داسې ډول غزلو او شعر كې د اولس او د اولس اراده په يوه زړه او يو جسم كې تجلی كوي، راټولېږي او د هغوۍ د ارزوگانو او هيلو پېغمبر شاعر شوى او د هغه په ژبه د ټولو د ټټر او زړه اواز را پورته شوى دى.((شاعر ويونكى او ناقل راوي دى. د انسان شعر د انسان د نبوت د شعور محصول دى.
اليوت وايی: شاعر يو كاتاليزور دى . يونگ هم ويلي دي  چې ښه شعر د شاعر له لارې ويل كېږي او نه د هغه په وسيله، يعنې هر ښه شعر وجود لري، خو يو داسې څوك راځي او هغه بيانوي. د ازل استاد وايی: ووايه (اقرا) د انسان نبوت هم توضيح ته احتياج نه لري او ډېر ښكلى هم دى، خو د هغه اجزاء هماهنگي او تركيب، څه مانا لري ؟ (۱) طلا درمس دويم ټوك   ۸۱۹-۸۲۰
د شعر د هماهنگۍ درې برخې عبارت دي له وزن قافيې او تصوير چې په هغه كې په وزن او قافيه كې په كلي توگه هر ډول موسيقي ځاييږي. هر ډول تصاوير په كې ځاييږي او معاني هم په كې ځاييږي. شعر هغه مهال كامل دى چې د دغه اجزاوو تر مينځ هماهنگي موجوده وي.  
يو  غزل :
زاهده تا مې د تقوا په نوم نشې ماتې كړې
ما دې د حورو د خوبونو سلسلې ماتې كړې
ته د دوزخ له وهمه غلي كرۍ شپه ژړېدې
ما د كوثر په مستو هيلو كې پيالې ماتې كړې
ته يې له قهره له خلوته راوتلاى نه شي
ما د كرم په طمع زر ځله توبې ماتې كړې
تا خيرو شر ته د حساب هتكړئ واخېستلې
ما د جنون په نوم د عقل زولنې ماتې كړې
ته په سجده كې لړزيدلي د حساب له ويرې
ما بې حسابه دروازې د ميخاني ماتې كړې
څوك يې د مينې له زندانه غرغړې ته ووځي
چا يې د قهر له هيبته پنجرې ماتې كړې
چا د يوې جلوې په مينه ځوانۍ نظر (نذر) كړلې (۲)
چا په تصوير كې له نقاش سره وعدې ماتې كړې
د جهاني محفل ته مه راوړه اغزنې كيسې
موږ لېونيو په اورونو كې لمبې ماتې كړې
۸۹  -  ۵  - ۷

(۴)
په وينا كې د شاعر ژبه
د جهاني په شعر كې د ژوند پديدې او روحاني او اسماني شيان اخلاقي بڼه غوره كوي. پرته له دې چې غير طبيعي او يا ډير خيالاتي  شوی وي د طبعيت او ژبې  ادبي كېدل  د شعر په قلمرو او د ژبې او طبيعت د هستۍ شاعرانه  تجربې معنوي او روحاني كوي، ټولې بشرې ناخوالې چې د سركشو غريزې غوښتنو او تمايلاتو څخه راټوكېږي. په كراره سره نرمېږي٬ لطافت او معنويت پيدا كوي. پرته له دې چې د ژبې په پنجره كې كې بندي او له خوند او لذت نه بې برخې شي. هغه رنځ او كړاو چې ژبه او طبعيت يې گالي تر دې خوند پورې نور هم صيقل كېږي چې د تن او روح تر وحدته پورې ورسېږي. خپله حق په همدې نړۍ كې تر لاسه كوي او د بلې دونيا په لټه كې نه پاتې كېږي. د جهاني په شعر كې  د تن او روح  طبعيت او اخلاقو په دا ډول وحدت او يووالي كې ژبه روان او تن تعلی پيدا كوي. هغه رنځ او كړاو چې په داسې ډول لطيف او معنوي شوى وي په نتېجه كې په يوه خوندور غم بدلېږي چې هغه ته د شعر په ژبه كې د عشق غم وايی.  خو هغه څه چې غريزي خام او حيواني جنبه لري يا ځانگړنه لري او حيواني وي د عشق په ملكوتو كې خپله  خدايي  مينه ترلاسه كوي. اسماني كېږي او روحاني او نوراني كيږي. ژبه په دې لړ كې د شعر له موزونيت او موسيقيت نه خوند اخلي. هغه جسماني لذت چې له خامو او قهرجنو غرايزو څخه راولاړېږي او د اخلاقو په نوم او د اخلاقو په لار كې بايد سركوب او وځپل شي، نو رنځ يې د ځان په بيه اخېستل  كېږي. په داسې ډول  شعر كې تن له روح او روح له تن څخه خوند اخلي او قانوني جواز پيدا كوي. په شعر او ادب كې شراب او نېشه او رندانه نظر بازي ژبې او ادب ته لار پيدا كوي چې د وچو او زاهدانه اخلاقو حريم مات كړي او د زهد او زهد پلورونكي په ږيره ملنډې ووهي. پرته له دې چې بې بندوباري او هرزه گي رامينځ ته شي، نو  خپل قلمرو او ساحې  ته د هر ډول  لغاتو او گړنو ته د ننوتلو لاره نه وركوي. نه د عوامو ولاړه او ناسينگار شوې (هرزه)  ژبه او نه د شيخ او ملا وچه او بې مانا متحجرې ژبې ته د مداخلې اجازه وركوي، نو يوازې د شعر او هنر په وسيله يو وارې بيا له راجلا شوي طبعيت څخه بېرته هغه ته ورستنېږو.
په شرقي فرهنگ كې د شيخ، زاهد، مى، ميخانه، تقدير، سرنوشت، تقوى، توبه او نور داسې مفاهيم دي چې زموږ په كلاسيكي پښتو شاعرۍ كې ډېر زيات تكرار شوى دي. په دوه جهتو كې زيات :
په يو لورې كې صوفيانه، عرفاني او لاهوتي بيان له پاره كارول شوى دى، خو له بلې خوا زاهد، شيخ او داسې نور چې هر كله د ازادانه خيال او تفكر او د انسان د ازادۍ په وړاندې د يو دېوال او خنډ د سمبول په توگه وو او د وچو او جامدو او متحجرو قوانينو واضعان او چلوونكي وو، نو د هغو په وړاندې د شاعر قيام او پاڅون په واقعيت كې د وخت د موجوده حاكم او راكد او ايستا حالت په وړاندې قيام وو.
په دويم لوري (استقامت) كې د دغه مفاهيمو كارونه او د استعمال تر زياته حده په غزل كې شوی دی. په غزل كې صوفيانه مضمون بيان شوى دى او هم د رمز او سمبول په توگه د ناخوالو، بدمرغيو٬ استبداد٬ ظلم٬ سپكاوي پر ضد كارول شوی دی. جهاني دغه رمزونه او سمبولونه د هغه وراسته دېوال له پاره د هغه وراسته او نړېدلي او شړېدلي نظام له پاره كاروي.
د يوه ليكوال په قول: په واقعيت كې زاهد د هستۍ په نظام كې دومره ارزښت نه لري. دا ځكه چې  شاعر په دې ډول د الوهيت  ډېره عالي جلوه او ښكلا څرگنده كړې او يا د هغه له پاره هينداره ده. سره له دې چې وايی د اطاعت او عبادت  په وسيله به  د گناه او ثواب د احتساب له لارې مراد ته رسېږي، خو دا حساب وكتاب دې په هغه چا مبارك وي چې د حساب وكتاب خاوندان وي او د خپلې گټې او تاوان په باب فكر كوي)). (۳) عرفان ورندي ص ۲۸۰
ريا يعنې دوه مخې نفاق اچول او د زاهدانه پردې شاته د خپلو غوښتنو او هوسونو پټول. زاهد بايد په زرگونو باطني غوښتنې د نورو له سترگو پټې وساتي او ځان د ملايكې په څېر په هره ((نفساني)) غوښتنه بريالى وښيی، خو شاعر د دې وس او جرئت او شهامت لري چې د خپل هوس او غوښتنې په ډاگه  ووايی.
 په دې ډول موږ د جهاني رښتينواله وينو. جهانې په خپل قول كې صادق او رښتونى دى، لكه په مينه كې رښتونې٬ لكه په وينا كې رښتنونى او لكه په هر څه كې، نو ځكه خو دوه مخي او منافقت غندې او د هغه د ليدلو زغم نه لري.

غــزل
دا ډېر كـاږه كاتـه بـه دې ايـمـان لره بـلا سـي
زاهـده هـسې نـه چې خـلوتـونـو ته دې شا سي
پـرون دې لـه محرابـه پښې پر بله خوا كږې سوې
بېـرېږم دې كوڅه كې دې لمونځونه نيمه خوا سي
نيـمـگړې اشـارې دې شيخـه سـر بـه سـره ساتـو
جنون مې يـاغـي نـه كـې كنه چيغې به رسوا سي
سكون دى كه توپان دى عـقـل نه ويني په سترگو
منزل يـې معجزه ده چې مجنون پـكې لـيـلا سي
مـستـي ده لېونتوب دى صـراحـي راسره څرخي
معذور يم كه له لاسه مې پياله نيمه خطا سي
بـېـگاه مـې سـوځېـدو ته غـلـې غـلـې ژړېدلې
لـمبـه خـاموشه نه كى چې هستي به مې تالا سي
گرېوانـه لا يـې غـواړې د سـوالـگرو اوښكو لـپـې
د سترگو په كچكول كې مې د تمې ځاى پيدا سي
مـنـظـور سـو جـهـانـي د لـېـونـيـو پـه ټـولۍ كې
نـصيـبـه لـه زنـدانـه بـه دې نن پـورتـه غوغا سي
ورجينيا، ۹۳/ ۱۲/ ۲

جهاني او نظمونه :
يوه ورځ يو سپين ږيرى ليكوال او څيړونكي جهاني صيب د نظم شاعر وباله. هغه په دې خبره زه په فكر كې واچولم. وروسته مې داسې وانگيرله چې لكه نوموړي جناب شاعر او ليكوال د جهاني غزل او ازاد شعرونه نه دي ليدلي چې يوازې ناظم يې بولي، نو زما په نظر دا د هغه د كار يوه برخه ده.
كه لږ څه ځير شو له خوشحال نه وروسته په افغانستان كې په پښتو شعر كې په څلوېښتمو كلونو او له هغه پس حماسې روح ډېر زيات ځاى نيسي. دغه روحيه له دوه لارو پښتو شعري ادب ته لاره پيدا كوي. يوه د پښتني فرهنگ او ټولنيز ژوند په تېره د غني پښتنې فولكلور لكه لنډيو او نارو او نورو شكلونو او له بله پلوه د معاصر خوځنده او متحرك ژوندانه يون او حركت څخه. د دې كار سر لارى په عمده توگه لايق دى او د لايق اغيز په  پښتو شعر كې د هېڅ چا له پامه ليرې نه دى. زما د خبرې مانا دا ده چې له څلوېښتموكلونو راوروسته په پښتو شعركې حماسي نظم او د شعر نور فورمونه پياوړي شول. جهانې صيب د دغه كلونو د غورځو پرزو شاهد دى  او تر اوسه پورې  د همدغه فكري  بهير اغيزې له ځانه سره لري.
پښتو ژبه يو بل فكتور دى چې په شعر كې او په هنر كې صيقل كېږي. دا ښكارنده په واقعيت كې زيات ظرفيتونه لري او هرڅومره چې په دې لړ كې پنځونې او هستونې كيږي د ژبې لمن ورته پراخېږي.  له بلې خوا كله چې په پښتو شعر خبرې كوو، نو اړه ده چې د يوې مسالې يادونه وكړو :
انسان د دې له پاره چې په حيا او عزت  كې را څرگند شي، نو لباس اغوندي او ډېر ښه ځان پټوي او سينگار وي، خو ژبه هم  داسې واخله. ژبه كله چې ښكلې شي او په ښو او غوره كلماتو كې خپل مطلب راونغاړي، نو هغه شعر شي. په واقعيت كې انسان چې كله له طبعيت نه را جلا كيږي او د طبعيت په وړاندې دريځ نيسې، نو خبرتيا پيدا كوي او له طبعيت څخه د انسان را جلا كېدل د دې جوگه دي چې انسان اخلاق لري، نور د طبعيت په څېر خشن او قهر جن نه وى. دغه اخلاق چې كله له طبعيت نه جلا كېږي او بېرته د طبعيت  په وړاندې ځاى نيسي، نو په خبرتيا او اگاهي بدلېږي ٬ او دوړ او ناوړ افكارو په توگه له بهر نه په بشري ژوند باندې خپل  حكم او فرمان چلوي.
((د هنر جريان هم له هغه ځايه پيل كېږي چې كله اخلاق او طبعيت سره يو وي. هغه طبعيت چې د خپلو اخلاقو سره داسې نغښتلى او گډ وي  چې د هغه موجوديت له اخلاقو پرته نه شي تصور كيدلى، نو هغه ټول قيد او بند او نظم چې اخلاق يی د طبعيت  په اوږو ږدي٬ ترېنه خوند اخلي. په هنر كې همدغه د لذت احساس موجود دى. په موسيقۍ كې اوازونه له دروني نظم او هماهنگۍ  نه خوند اخلي او په شعر كې ژبه او كلمات دغه دنده ترسره كوي. په شعر او موسيقي كې اوازونه او كلمات نظم پيدا كوي، خو داسې بند او زنځير نشته چې له بهر نه يې په نظم كې را وړي، بلكې له دننه څخه په هغه كې يووالى او هماهنگي  راپيدا كيږي. دلته نظم د روني اوارگانيك دى)). (۴) شعر وانديشه ٠ داريوش اشوري ٠ ۲۷ مخ 
له بلې خوا د ټولنيزو او سياسې پيښو تراغېز لاندې زياترو هغو كسانو چې له ټولنيزو بدلونونو څخه يې نور انتظارات لرل له يو ډول هيجان او سردرگمۍ سره مخامخ شول. زړونه يې ساړه شول چې له هغو سره اوس هغه ډول ړومبنې هيجانات نشته او نه يې ايجادولى شي. دا ځكه  چې فتح يا ماتې د بېلابېلو قشرونو او طبقاتو د خلكو له پاره په يو وزن او يو شان وجود لري. فتح حماسه زېږوي ماتي فاجعه. ټولنيزه حماسه او فاجعه د احساس د اوج گيرۍ سبب كېږي چې  paroxysm هم ورته وايی. د احساس اوج گيرۍ د هنري تخليق لازمه ده او له هغه پرته نه شو كولاى د ښو كارونو انتظار ولرو.
((كه د شعر سطح د تخيل، ژبې د پيچلوالي او فكري پېچلوالي چې اظهار كوي لوړه وي، نو د خواصو په شعر بدلېږي. خاصه پسند يا عامه پسندوالی د يو شعر بل مطلب دى چې د شعر د ټولنيزوالي سره اړه نه لري بايددغه مقولات سره جلا شي كنه، نو تحليل بې نتيجې وي.
نو له دې كبله د ازادو او د قافيې او وزن څخه د ازادو شعرونو ايجاديدل يو طبيعي امر دى په معاصرو ادبياتو كې والت ويتمن په امريكا كې د دې ډول پيل كوونكى دى او وروسته بيا نور شاعران لكه پابلو نرودا په چيلي كې اوژان پرس په فرانسه كې ډېر زيات مشهور دي.
خو د وزن او قافيې د قيد له مينځه تلل د شاعرانه تخيل په اهميت او د شاعر د فكرې ژوروالي باندې زياتونه كوي او كه د انگېرلو قدرت او فكرې ژوروالي نه وي، نو هغه وينا خپل رنگبايلي او په يوه معمولي نثرې ټوټه بدلېږي)). (۵) كسرايي    ........
داسمه ده چې موزون او مقفى شعرونه په ډېره ښه توگه په حافظه كې ځاى نيسي او د ازادو شعرونو حافظه كې پاتې كېدل  لږ ترسره كېږي، خو دا كوم هنري ملاك نه دى. دا نقد كېداى شي په خپل ذات كې د يو حقيقت حكايت وكړي، خو نه شي كولاى چې د ازاد شعر د پيدايښت په لار كې منطقي خنډ شي. په ياد كې ساتل  د هنريت ملاك نه دى. خو د جهانې په شعر كې موږ دا ځانگړنه وېنو چې هغه د عوامو په ژبه د تخيل اوچته ماڼۍ جوړولاي شي او داسې يو شعرې فورم كې يې رانغاړي چې هم ډېر ساده والي او عامه فهمه وي او هم شعريت لري يوازې ساده وينا نه ده.
ځينې كسان په مشخص ډول د جهاني د شعرې ژبې په برخه كې دا هم وايی: چې جهاني تر زياته حده په شعر كې د پښتو ژبې د كندهار لهجه كاروي او يا د دغه لهجې تر زيات اغېز لاندې دى٬ زما په نظر دا دومره خبره نه ده. خبره په ښكلا كې ده او د جهاني شعر او هنر خپله لازمه ښكلا لري، نو كه د لهجې خبره را پورته كېږي. دا په پښتو ادبياتو كې د رنگينۍ له پاره بله زياتونه ده. له بلې خوا كه د جهاني په شعر كې تصوير د تأمل او دقت وړ دى او يا په شعر كې د تصوير او د تصوير په ژبه او كلماتو نړۍ هستول يو څه تت برېښي، نو دا په ډاگه ده چې د جهاني شعر پياوړې موسيقي لري. موسيقي او موسيقيت او اهنگ او ترنم د جهاني د شعر او شاعرۍ زبردسته ځانگړنه ده. د هغه په شعر كې كليمات د رباب په نغمه كې روح پوه كوي او هغه په شور او مستۍ راولي. يو مثال :
وركه مينه
د ژوندون وحشي موجونه  له اشنا مينې بيل كړى
 د زمان ياغي بادونو   بل جهان ته يم راوړى
رايادېږي مې جونگړه   رايادېږي مې خيالونه 
 هسې ليرې راته ښكاري  لكه ورك ستړې خوبونه   
نه د چا پر بېدو شونډو  څه مرموزه نغمه ناڅي   
 نه دچا له پټو سترگو   د هوس ترانې پاڅي  
نه د چا پر سپينو ليچو  تورې څوڼې راخورې دي  
نه د مړو كتو يادونو   سپينې كړې د چا شپې دي    
نه د چا پر دنگه غاړه   لونگين په ورو ورو زانگي
  نه مستي د مستو پيغلو  ماتې كړي دي گلڅانگې  
نه هغه د سوما بوټى   نه هغه د غرو لمنې   
نه اوښبه نه يي هى هى دى  نه كېږدۍ دي چيرته پلنې
نه هغه وحشي دښتونه   نه غاتول پكې غوړېږي  
 نه شېلې نه يې باډاسكي  نه څپې پكې مستېږي
نه خوشال له زوره ږغ كړه  په ښكاره چې خوله يې راكړه 
 نه له بخته فريادي دى   چې ملگرو ورته شاه كړه 
نه حميد په شنه زړگي كې  خيال د شوندو دى ساتلى  
 نه فراق د نو خطانو   كرۍ شپه دې ژړولى
نه محفل شته د رندانو  نه قيامت د پايكوبونو  
 نه د شيخ په لاس عصا ده  نه فرياد له سركوبونو
نه څه زيرى د فردوس دى  نه هوس د كوثرونو 
 نه څه ويره د گناه شته   نه وحشت له دوزخونو
نه جنون په خروش راغلى  نه هوشياره بدمستي سته
نه د عقل ليونتوب دى  نه د بنگو هوښياري ده 
 دلته اور د ژوندون نسته  د ساړه جهنم كور دى 
دلته هر څه ايرې كېږي   د حيات په نامه گور دى
دلته هر څه سودا كېږي  دلته هر څه بازاري دي 
دلته وينې بېگانه دي   دلته مينې ظاهري دي 
زما د جگو غرو سندرې  څوك يې نيسې اورېدلاى  
زما زيږه پښتو ژبه   دلته نسي گړيدلاى 
زه داستان د برباديو   زما كيسې په وينو سرې دي 
  نه له ستوني مې ږغ ووځي  نه په سور كې زمزمې دي   
دلته وژنم خپلې هيلې   بې لمبې سوځم ويلېږم 
نه د چا د لارې مل يم   نه د چا مخ ته بلېږم 
زما هغه جنت پردى سو  چې مې حورى ورستايلې  
زما هغه كورگى تباه سو  چې كيسې به مې كولې 
ها نسيم لمبه لمبه سو   چې يې وينې وېسولې 
هغه جام له زهرو ډك سو  چې مستۍ يې پاڅولې 
زما وروستي بڅري مړه سول  زما نه مه غواړئ  اورونه
زما گونگى احساس مړ سوى  زما نه مه غواړى شعرونه
ويرجينيا، امريكا، ۱۹۸۵م

(۵)
د جهاني په شعر كې خيال تصوير او عاطفه
د جهاني په زياترو شعرونو كې ان په ازادو نظمونو كې د تصويرونو او انځورونو په تناسب  شور  او احساس ډېر پياوړى دى. شاعر تخيل او انځور كښنې ته اړه نه احساس كوي، بلكې نېغ په نېغه او په څرگنده او بربنډه توگه د خيروشر جگړه بيانوي. ((د تخيل قدرت يعنې هغه بشپړ شور او هيجان چې په كار لوييږي چې هغه احساسونه او شيان او بېلابېل تجربيات او په وختونو او زمانو پورې اړوند په يوه خاصه لحظه كې سره راټولېږي او يا يو له  بل سره انطباق پيداكوي او په يوه داسې ناپايه شېبه او محدود زمان كې يو پراخه ساحه  انځور وي. د تخييل قدرت يوازې هغه سركش او له مركز څخه د تېښتې او فرار او تيت پرك وس  نه دى٬ بلكې د مخالفو حالاتو د تلفيق له پاره داسې قدرت دى  او د طبيعيت په باب د انسان د بېلابېلو انگېرنو څخه عبارت دى. تخيل په سيده توگه له حافظې راولاړېږي. كله هم په زمانې تداوم كې په حافظه كې خوندي ساتي او كله هم هرڅه غورځوي چې د حافظې ځېنې برخې له مينځه يوسي او د تصايرو په وسيله هغه يو د بل په خواكې كېږدي او يوه فكري او عاطفي كړۍ ايجاد كړي.  (۶)  طلا درمس  ۸۴۷مخ
تصوير په نوم شعر :
سړه د ژمي شپه ده زه ستا له يادونو سره
لكه ماشوم په وړانگو لوبې كوم
ستا د تصوير مخې ته ودرېږم
او دا يوه لحظه دې خپله كمه
هلته سينه كې غولېدلى زړگى وخوځېږي
او پردۍ مينې ته ټوپونه وهي
تصوير ژوندى شي سترگې ورپوي
پر شونډو بيا گرځي زاړه قولونه
بيا د سبا د لمر ختو په طمع
شپه تر سهاره شمعې ولگېږي
سترگې سوځي
خو يو ناڅاپه د تصوير له سترگو
د ژوند او مينې رڼا وتښتي
قولونه مړه سي
زه او تصوير پاته سو
او زړه هم نه وهي زاړه ټوپونه
دواړه لاسونه لېوني لاسونه
بې ارادې د تصوير خواته ځغلي
تصوير څېرې او ژمنۍ سكروټې
لمبه لمبه كي د كلو خيالونه
لايې لمبه په سترگو وينمه خاموشه نه ده
لا د تصوير بې نوره سترگې زما پر لور كږې دي
چې په سينه كې مې د زړه په تل كې
ستا له تصويره سره مينه نوى اوربلوي
او په رگونو مې بڅري گډ سي
نور دې تصوير ته هم كتلاى نه سم
يوه لحظه دې خپلولاى نه سم
او دا د ژوند سره ملگرې لمبې
دا په رگونو كې ژوندي بڅري
دا د تيارو دا د رڼا ملگري
ستا د خيالونو له محله سره  
په تصوريرونو رويباري نه كوي
۹۲ -  ۳   - ۱۲

پورتنى ازاد شعر  چې د انځور كښنې په زړه پورې بېلگه ده. د چا خبره د خوب او بيدارۍ ترمينځ د يو حالت شاعرانه تصوير دى چې لوستونكي ته پېښه په مخ كېږدي. حادثه له خيال نه هستېږي. ذهن عينيت ايجادوي  او په تدريج سره لوستونكې داسې حالت ته راولي چې گويا له يوې واقعي پېښې سره مخامخ دی. حادثه سره له دې چې ټوله د راوي په ذهن او خيال كې غځېږي، خو شاعر د لوستونكي پر وړاندې د يو ډول مصنوعي خوب د غالبولو نه كار اخلي او لوستونكى او اورېدونكى له ځانه سره مل كوي، بلكې په حادثه كې ورته گډون وركوي او بالاخره كيسه پاى ته ورنږدې كېږي. د جهاني دا ډول شعرونه په ډېرو ساده كليماتو او تصاويرو كې سينگار شوي دي  خپل وزن يې هم د نويو معاصرو ادبياتو او هم د پښتو ژبې د قدرت په بركت ساتلى دى.

(۶)
په پښتو كلاسيك او معاصر شعر كې جهاني د يومنځگړي په توگه:
د جهاني  پايكوب  د نوييمو كلونو ټولگه ده. په دې ټولگه كې زموږ د ټولنې د بحران او بېرحمانه وژنو پېښو انعكاس كړى دى. دا د يوه اولس د پايمالولو كلونه دي. دې پېښو په سيده او صيقل شوې توگه د جهاني په شعر كې خپل ياد خوندې كړى دى. په دې كې يوه رواني مساله ده. شاعر سره له دې چې په خپلو سترگو دا پېښې نه ويني، خو په خپل هېواد كې دومره زيات د ذهن حضور لري چې دا پېښې ذره ذره په خپل ذهن كې ساتې او د شعر په ژبه يې منعكسوي.
د مورچل ځوانه شعر د يوه توارد كيسه ده چې عين مضمون څو شاعرانو لكه صديق كاوون توفاني، لكه اسحاق ننگيال او خپله عبدالباري جهاني تكرار كړى دى. (۷) ۷۴  مخ
جهاني د ننگيال د يوه شعر په ځواب كې هم يو شعر يا اوږده قصيده لري چې مطلع او دوه اخيري بيتونه يې را نقلوو .
 ماته ولې راكوې د مرگي زيرى ماته ولې رالېږې زخمي نظمونه
په ما ولې اوروي دا سوى كوكې له ما ولې تښتوى اغزن خوبونه
يا په پاى كې چې وايی:
زما له خوالې وركه پيغام شينكي اسمان ته
چې به ختمه پردې مينه كربلا شي
نور به نه راځي پر موږ ياغي موجونه
توپاني به د رقيب د بېړۍ خوا سي

دا غزل يې بله ښه نمونه كېداى شي :
كلونه كېږي له دې ښاره كيسو كوچ كړى دى
د آدم خان له شهبازونو درخو كوچ كړى دى 
په هغه دښت كې د مجنون غرغړې وچې سولې
د لېونيو له مزلونو اغزو كوچ كړى دى 
نه په محفل كې بلېدل نه سوځېدل يادېږي
د پتنگانو له مذهبه لمبو كوچ كړىدی
څنگه به ستون سي له خزانه تورېدلى بلبل
چې له چمنه د گېډيو وږموكوچ كړ ى دى 
اوس يې شرنگى د نيمو شپو سندرې نه تخنوي
له سپينو لېچو سرو لاسونو بنگړ وكوچ كړى دى 
د زلېخا مينه د چا لمنې نه توروي
اوس له خوبونو د يوسف قافلو كوچ كړى دى
د تور جادو افسون وهلې دي د غرو لمنې
نن د شپېلۍ له منترونو نغمو كوچ كړى دى
جهاني څوك به پر لنډيو غزلونه ليكي
چي له گودر څخه د پېغلو نارو كوچ كړى دى
ويرجينيا، 2000/ 8 / 12

(۷)
 اسطوره او شاعر:
لوستونكى كله هم د جهاني په شعر كې ځاى ځاى د بشريت ژورو او تل ته داخلېږي او يا په بل عبارت سره شاعر د بشريت د ژورو تمايلاتو او ځانگړنو هم بې پروا او بې پرې نه دى پاتې شوى. په معاصرو ادبياتو په تېره لويديځو ادبياتو د نقد او څېړنې په برخه كې د معاصرو علومو يعنې بشر پوهنې او ساه پوهنې او فلسفې او اسطوره پېژندنې څخه مرسته ترلاسه كوي. اسطوره پېژندنه او د اساطيرو راسپړنه چې په معاصره ارواپوهنه كې ډير عمده ځاى لري. نن ورځ په هنر او هنرې پديدو كې د راسپړنې له پاره ترې كار اخېستل كېږي. جهاني هم كله چې د بشريت بنيادي كركتر ته يې  پام شوى، نو اسطوروي شعر يې كښلى دى.
انسان د اسطورو له لارې انساني فرهنگ د ايجاد پړاو ته داخلېږي. په دې پړا وكې انسان غواړي نړى او طبعيت په يو ډول لارو چارو ايل كړي. بيا د يو ډول ارباب النوعيت له دريځه غواړي طبيعي شيان او پديدې  تجريد كړي چې په دې ډول اسطورې مينځ ته راځي. د خدايت او خدا پرستۍ مفكوره او بيا د وحدانيت په ايديه سره د ځمكې پر مخ د روح تاريخ او د معنا تاريخ پيل  كيږي.  د اسطورې په پيل سره انسان د خير او شر او سپنتا وناسپنتا روا او ناروا په اخلاقي او حقوقي مانا سره رامينځ ته كېږي او حيواني ژوند انسانې او ټولنيز هغه ته داخلېږي او فرهنگ رامينځ ته كېږي.
د خلقت په اسطوره كې چې په يهوديت او مسيحيت كې راغلي او په قران پاك كې هم په لږ بدلون سره يادونه شوېده. يو سرنوشت جوړوونكې برخه لري چې وايی: خداى ادم يا لومړنى انسان د يو تكليف او يو انتخاب سره مخامخ كړ. هغه ته وويل  شول  چى د پوهې او د معرفت د ونې مېوه ونه خوري، خو ادم د خپلې  جوړې يا حوا په وسوسې او د شيطان په نفوذ سره له دې امر نه سرغړاوی كوي او د پوهاوي دونې مېوه خوري. سترگې يې بېرته كيږي. د هغه دروني سترگې بېرته كېږي او كله چې ځان ته گوري چې بربنډ دى، نو شرمېږي، دا چې دغه بربنډ ذات د شرم او گناه سره مخامخ كېږي،  نو له همدغه ټكي د انسان تاريخ پيل كيږي. انسان  په خپله ستونزه او گناه باندې خبرتيا  پيدا كوي او گناه يعنې له  تكليف نه سرغړونه يا د شرع له حكم نه چې خداى فرمايلي دي سرغړونه ده. په بل عبارت دا د انسان د داسې اخلاقي موجود په توگه چې په نېك وبد خبر دى د تاريخ پيل دى.
دا چې انسان په لومړي وار د خداى له امره سرغړونه كوي او خداى پرې منت كوي او په دغه لومړۍ گناه سره له جنت نه رابهر كېږي او دا چې ادم ځمكې ته راځي، نو هغه سوله چې په ازل كې په پورتني عالم او كښتني عالم كې برقراره وه خپل ځاى د نېكۍ او بدۍ جگړې ته پرېږدي او د ادم د زامنو يا زوزاد د ژوند كولو د ماجرا تاريخ پيل كېږي. (۸)  ۔۔۔(۵۱) عرفان ورندي  در شعر حافظ

زموږ په پښتو معاصر شعر كې دا او دا ډول نورې اسطورې په پوره عمق او ژوروالي سره منعكسې كېږي . زموږ معاصر پښتو شعر د دغه اسطوره د بيا ځلي شاعرانه پالش او سينگار له لارې انساني پيغام په ډېره ښه توگه وړاندې كړى دى . جهاني هم يو له دغو سر لارو څخه دى.

ابليس وخندل
خالق دا ښكلې دا رنگينه ځمكه
د هسكو غرونو د لعلونو د سيندونو سره 
انسان ته وبخښله
او په سينه كې يې وركېښودله خپله مينه
خو ده په زړه كې د شيطان په لمسه 
د سرو او سپينو او د خارو مينه وروزله
د همدې مينې په خاطر يې د ورور وينې توى كړې
د فرشتو له  سترگو اوښكې راغلې
او شيطان ومسېده
د همدې مينې په خاطر يې اولسونه ايل كړل
د يوه لوى سپه سالار په نوم پوځونه جوړ شول
مځكې يې لاندې كړلې
جونگړې ونړېدې
د سرو او سپينو خزانې جوړې سوې
سپه سلار له خپله ښاره كلا وگرځول
او د بل ښار د خزانو په طمع وخوځېدى
تورې راووتلې
چړې په وينو سولې
سرونه ورغړېدل
كلي لمبه لمبه سول ښار او كوڅو اور واخېستى
سپه سلار ښځې له ښاره څخه لېرې يوړې
او په تاوده يې كړل د سود او د سودا كونجونه
كتار كتار ځوانان يې ودرول
د ټول زړونه رپېدل سترگې يې هيښې پاته
او يو گړۍ  راوروسته
د لوى پېشوا په حكم
لكه برگونه د خزان سرونه ورژېدل
فرشتو وژړل شيطان له خوښۍ ونڅېدى
پېړۍ پېړۍ د جنگ لمبو ښارونه وسوځول
د بې خبرو د ناپوهو خلكو
د بريتورو د غښتلو اتلانو
د زمرو په وينو
د غرو لمنې د ښارونو كوڅې ورنگېدى
او يوه شيبه څه كرغيړنې شيطاني وسوسې
د كوم ظالم سپه سلار وزړه ته لار پيدا كړه
فوج يې را وباله لښكرې يې را جمع كړلې
او د دښمن د ستر معبد خواته يي مخه كړله
د فرشتو زړونه بيا ورپېدل
او پر شيطان د خوشاليه جامې تنگې سولي
سپه سالار د خوني فوجه سره
په لار كې كلي درمندونه لوى ښارونه چور كړل
هر څه يې وسوځول
د غرو لمنې بيا په وينو سرې شوې
دښتونه ورنگېدل
هدېرې ډكې سولې
له ښاره پورته سوى د ښځو ماشومانو چيغې
او د پوځونو له هيبته ځمكه سره تبۍ سوه
سپه سالار لكه خوني ځناور
سترگې يې سرې وې غړومبېدې له قهره
ايستلې توره د معبد پر لورې وخوځيدى
او هلته پرې سول پر سجدو باندې پراته سرونه
يوه گړۍ وروسته معبد ونړېد
د خداى په مينه لمبې وڅرخېدې
د لېرې لېرې هېوادونو د بچو سينو كې
د انتقام بڅري وځلېدل
د هر يوه په زړه كې
د تل له پاره د غضب اورونو ځاله وكړه
په اسمانو كې د ملكو څانگې پورته سولې
او د ابليس له كوره راغلل د قاه قاه ږغونه
۹۲ -۱۲-۱۴

وروستۍ خبرې :
۱- اوس چې كله خپلې خبرې را ټولوو، نو دې ټكو ته رسېږو چې جهانې د وېښتابه د پړاو شاعر دى. داسې چې كه له يوې خوا د سليمان لايق، استاد بېنوا، خان عبدالغني خان٬ او نورو سره محشور وو٬ نو له بلې خوا د ځوانو شاعرانو سره هم بې اړيكو نه وو. سره له دې چې د جهاني په شعرونو كې د پښتو كلاسيك ادب خپل موجوديت او حضور په ښه توگه ساتي او د كلاسيك فورم په پل تللى دى، خو د نوي زمان او نوي دوران اغېزې د شعر نوي ډولونه بې قافيې٬ ازاد او نورو شعري ډولونو نمونې هم كمې نه دي.
۲- جهاني د لويديځ ادب سره په ځانگړې توگه د شعري ادب سره اشنا او لوستونكي او ژباړن دى  دا بل يو غنيمت كار دى چې كه له يوې خوا جهاني د كلاسيك پښتو ادب او نوى پښتو شعري ادب مينځ لارى دى. د لويديځ او پښتو ادب ترمينځ هم دغه دنده ترسره كوي.
۳- روايت او داستاني نظم هم د جهاني د شعر بله ځانگړنه ده. او په دې لړ كې خو تر دې حده ښكلا پنځونه كوي چې د پښتو كيسو او افسانو (نكلونو) نارو فورم هم د اوږدو نظمونو تكرار بند په توگه راوړي او په طبيعي توگه يې راوړي. د جهاني په شعر كې ادم خان بيا راژوندى كيږي. د درخو مينه بيا غزونې كوي. كرمې د خپلو شپېتو بړېڅو سره بيا يرغل كوي.  دلى او شهئ بيا د مينې داستان تكراروي. لنډه دا چې  جهاني په خپل هنر كې نوې پښتنې دونيا يا پښتون جهان هست كړى دى چې هم ښكلی او هم نوى دى، او هنر هم د طبعيت بيا زېږون او هستونه او پنځونې  پرته  بل څه نه شي كېداى.
۴- د جهاني په شعر كې د هېواد غميزه يوې  داسې تابلو ته پاتې كېږي چې شاعر يې په خپله كاږي، خو له كاږلو وروسته ورته گوري، بيا يې ذره ذره څاري او چې په كوم ځاى كې رنگ كم وي، نو د خپل زړه شريانونو ته گوتي وروړي، خپلې گوتې په وينو سرې كوي او هڅه كوي چې د تابلو تناسب پرې برابر كړي.
ما دغه څيړنه له لندن څخه بهر دپايكوب او ((د سباوون په تمه)) پر بنياد ليكلې وه، خو له نېكه مرغه كله چې ما گران  دوست امين باوري وليده، هغه راته د رازونياز ټولگې يادونه وكړه. ما هم  ترې د خپل عادت له مخې يرغمل ونيوله. په دې ټولگه كې جهانې يو ډول دى. د پخوا په څېر مست نه برېښي. دا مالومه ده چې پر هغه باندې  د خپل شخصي يوازېتوب پېښې څومره ژور اغېز كړى دى. د نوموړي دا حالت نېغ په نېغه د هغه په شعر كې جوتېږي.
د جهانې د شعر په اړوند ما خپلې پوهېدنې او نتېجې لا د مخه جوړې كړې وې، خو په دې ټولگه كې له يوې سريزې سره مخامخ شوم چې په خپله د شاعر له خوا كښل شوې وه. د هغې په لوستلو سره زما وېره نوره هم د صحت او سقم په باب وركه شوه او په دې ډاډه شوم چې زه د شاعر د شعر په اړوند ډېر لېرې وتلې نه يم نوموړى ليكي:
((زما په عقيده شعر د شاعر د احساساتو موزون او منظوم بيان دى. هر څو نه چې كلام موزون او ښايسته وي په هغه اندازه يې شعريت زيات وي. حتې تر منظوميت لا په شعر كې موزونيت لازم او حتمي دى. ځكه كېداى سي يو كلام منظوم نه وي، مگر پرځاې او ښايسته كليمات چې د شعر د ناوې سينگار دى داسې په كې اوډل سوي وي چې تر هر ډول منظوم كلام يې خوند او تاثير زيات وي )). (۹)  راز ونياز،  ۹ مخ
د شاعر تبصره بيخې سمه او پرځاى ده، خو دا بايد زياته شې چې د موزونيت سره بايد شعر روح او ساه هم ولري٬ په هغه كې بايد عاطفه او احساس هم غزونې وكړي، او شعر كه د يوې پېښې په توگه ومنو، نو په واقعيت كې دا د يوې بلې دونيا جوړول دې. په دې نوې دونيا كې د عينې او واقعي دونيا مسايل د شعر په ژبه بيانېږي. د شعر ژبه سره له دې چې د كليماتو ژبه ده٬ خو دا داسې كليمات دى چې كله واوډل شي، نو پخپله غورځنگ او حركت ايجادوي.
((يوازې ساده او ښايسته شعرونه دي چې د واقعيتونو نه سمه ترجماني كولاى سي او يوازې دغه نظمونه دي چې د ژبې او ادب له تاريخ سره يو ځاى ژوند كوي او كله كله خو د خلكو په كلتور او ژوند ته  دونه ننوزي چې فولكلوريك رنگ واخلي.)) (۱۰)  سريزه، رازو نياز - ۱۰ مخ
جهاني صيب په خپله سريزه كې د نظم خبره هم رااخېستې ده. دې كې شك نشته چې د هغه د هنر يوه لويه برخه نظم هم دى او ځينې داستانونه يې په نظم اړولي دي. دا ستر كار دى، خو كه دلته په نظم خبرې پيل كړو، نو خبره به اوږدوه شي. ځكه په دې برخه كې موږ يوازې په شعر خبرې كوو  نه په نظم.
نوموړى په يوه برخه كې د ښايست او يا ښكلا يو بحث راپورته كوي وايي: (موږ معمولا ښايستو شعرونو ته ښه شعرونه وايو. پر دې خبرې ټول شاعران، نقادان او ټول هغه كسان اتفاق لري چې د شعر له لوستلو او اورېدلو  سره مينه لري، خو دا چې څه شى ښايسته دى او پخپله ښايست څه شى دى پر دې باندې ډېر لږ اتفاق موجود دى او حتى ويلاى سو چې تقريبا هېڅ اتفاق موجود نه دى ). (۱۱) ، ۱۰( مخ  رازو نياز
(( زه پخپله په شعركې له بغاوت سره طبيعي مينه لرم. حتى د شعر د پيل كولو په لومړۍ  مرحله كې چې تقريبا تنكى هلك وم او په ژوند كې نه له محتسب او نه له زاهد سره مخامخ سوى وم. د زاهد او محتسب سره په جنگ وم، مى او ساقي مې ستايه. په داسې حال كې چې د بل په لاس كې مې مى ليدلي نه وه. تراوسه مې په شعر كې خوښېږي او د غنې خان او كاظم خان سره مې علاقه هم ښايي د هغوۍ د انساني غرور او سر كښۍ د ستايلو له امله وي. د خپل ژوند په هېڅ پړاو كې مې د قدرت خاوندانو ته شعر نه دى ليكلى. دا افتخار به ترمرگه ساتم٬ او زما د شعر په مقدس حريم كې به بندگانو ته سجدې كول تر مرگه پورې نارواوي)). (۱۲) ،  ۱۲ – ۱۳ مخونه
ما د خپلې ليكنې عنوان لا د مخه كښلې وو ٬ خو په دې فكر كې وم چې بدلون ورته وركړم، خو كله چې مې دا نظر وليده او ولوستلو، نو په خپله لږه پوهه يو څه ډاډه شوم او په دې وپوهېدم چې زياتى مې نه دى كړی.

پاى
(۱) طلا درمس، دويم ټوك،  ۸۱۹ مخ
(۳) عرفان ورندي ص ۲۸۰
(۴) شعر وانديشه. داريوش اشوري، ٠ ۲۷ مخ 
(۵) كسرايي ...
(۶)  طلا درمس، ۸۴۷مخ
(۷)
(۸)
دويمه شماره دلته ورکه ده او نشته. ؟؟؟؟

شپيلۍ او د سباوون په تمه:

ماخذونه :
۱- عرفان ورندي در شعر حافظ
۲-  طلا درمس
۳- شعر وانديشه
۴- صوروخيال درشعر فارسي
۵- د پښتو ادبياتو تاريخ  روهي
۶- يونگ - خدايان و انسان مدرن  انتونيو مورنو
۷- پايكوب
۸- د سباوون په تمه
۹- شپيلۍ
۱۰- مرغ امين كسرايي


غزل
زه چې ستا په غمو پايم ستا غمونه دې ژوندي وي
ستا په ياد نظمونه وايم ستا يادونه دې ژوندې وي
پر لكړه به يې وړمه افسانې د شپو تركلي
بس چې زه په كې تنها يم ستا نكلونه دې ژوندې وي
چې يو زه يم يو دې غم وي زړه قلم له سترگو نم وي
چې مې اوښكې په كې پيايم گرېوانونه دې ژوندي وي
هر شپه دې غلا كومه له لحده تصويرونه
ته مې خوب زه دې معنى يم تعبيرونه دې ژوندي وي
نه فرياد مې څوك خبر كړي نه زگېروى مې چاته يوسم
پټ په زړه كې په غوغا يم پر هارونه دې ژوندي وي
د يعقوب د اوښكو لاړ يم تر كنعانه پورې ځمه
ازل وړى پردې خوا يم كاروانونه دې ژوندي وي
په تندې كې مې شمېرمه د نصيب د قدم نښې
لكه پل داسې پيدا يم رباتونه دې ژوندي وي
جهاني به درلېږمه جنازې د وزرونو
ته دې شمع زه بورا يم ستا خيالونه دې ژوندي وي
ويرجينا، ۹ـ۴ـ۲۰۰۶
راز ونياز  ۵۳ او ۵۴ مخونه

۲
راځه چې نن دې پر هجران باندې غزل وليكم
يو څه پر تا يو څه پر ځان باندې غزل وليكم
د خپلو هيلو له لحد سره مې ونڅېږم
د خپل جنون پر نېستان باندې غزل وليكم
هره شېبه مې د بېلتون په اوښكو ولمبوم
ستا د خيالونو پر پېزوان باندې غزل وليكم
ستا د ښكلا د ځوانيمرگو ارمانونو په ياد
په پسرلي كې پرخزان باندې غزل وليكم
د تورو ورځو په گوگل كېمې لمبه لمبه سم
نن د ازل پر شبستان باندې غزل وليكم
دانه دانه اوښكې مې ستا تصوير ته وژړوم
د خپل قسمت پر ورك جهان باندې غزل وليكم
ستا د نيمگړو سفرونو كيسه وسپړمه
هم پر منزل هم پر كاروان باندې غزل وليكم
په كې مې څرك د ارمانونو د بېړۍ لټوم
هم پر ساحل هم پر توفان باندې غزل وليكم
د خيال په كور كې مې تېشه د اذر ورنگوم
په خپل تندې كې پر جانان باندې غزل وليكم
جهاني ځمه له قلم څخه كسات اخلمه
په زړه ظالم پر شنه اسمان باندې غزل وليكم
ويرجينا، ۹-۲۲-۲۰۰۵،
رازونياز ۵۹ او ۶۰

۳
ستړو تڼاكو ته كوڅې د اغيار مه يادوه
د زړه پر هر ته مې پلمې د دلدار مه يادوه
قلم يې حسن د يوسف دى په قسمت ليكلى
د زليخا په مخ كې بل خريدار مه يادوه
ما ترمنزل پورې سكروټې په ليمو منلې
خليل ايمان ته مې لمبې د انگار مه يادوه
ما په ازل كې دي لېدلي ابابيل خوبونه
د زړه كعبې ته مې لښكر د كفار مه يادوه
پرېږده چې شپې مو د سپوږمۍ په كيسو وځلوو
پردى پانوس راته ماښام او سهار مه يادوه
ته د ساحل پر پسته غېږه زنگوه خيالونه
زموږ په موجونو كې سكون او قرار مه يادوه
درته په لار كې مې د عمر نذرانه اېښې ده
مرگيه نور دې راته تريخ انتظار مه يادوه
مايي په پښو كې د ځوانۍ مستې شېبې سوځلې
اسمانه ماته مې د شمعې مزار مه يادوه
لا به تر څو له جهانې اورو د حق سندرې
هغه منصور ته غرغړې او سنگسار مه يادوه
ويرجينيا، ۳-۲۸-۲۰۰۶
رازونياز،  ۸۸  مخ

۴
زړگيه تم سه چې منزل راځي  ږغ د پاوليو د پايل راځي
لكه شاعر زړه مې له واكه ووځي چې ښكلى ووينم غزل راځي
د زړه په غلا جانانه څوك ونيسم له هره لورې پر تابل راځي
چې مې پر ژبه نوم د ښكلو اخلم خيال دې جوړه ورسره مل راځي
چيرې به پټ سې لكه سيوري خلك د لمر چې مخامخ يرغل راځي
گيله له تا كه له نصيبه وكړم  وعده يوه پښېماني شل راځي
سترگې له خيال سره جوړه وروځي ته وايی نجونې د كابل راځي
د جانان خوب ته جهاني ورغى غمازه نن به دې اجل راځي
راز ونياز  ۱۰۲ مخ
۵
د قسمت غشى
زه د ژوند پر تږو لارو د ازل  په حكم راغلم
چې ته ځانته غره نه سي د پنځو ورځو سرابه
مركې د اوښكو راغلې بدرگه يې دي سوالونه
كنډولي د صبر ډك سول لپه ونيسه سېلابه
زه له خپل غروره تېر سوم دا له هوډه راته اوړي
چې مرگى را خبر نه سي ژوند په پور غواړم حبابه
نور د خيال كورونه ډك دي بدمستۍ ته مې هوس دى
دا يوه شيبه مې واخله نټه مه كوه گردابه
موږ تقدير يو غورځولي د خوني موجونو غېږ ته
لاپې مه وهه توپانه مستي مه كوه دريابه
هسې نه ياغي وزر دې د قسمت د غشيو سپر شي
دلته ساه د ژوند ختلې دلته مه راځه عقابه
موږ د تاك له كوره يواړې اجارې د ښو او بدو
هر څه هر څه نذرانه سول بېره نسته له حسابه
زما زگيروى له خپل پرهاره ته پردي غومنه ژاړې
سلگۍ بندې كه شهبازه چېغې مه وهه ربابه 
رازونياز