کورنیو چارو وزارت: خصوصي پوهنتونونه دې امنیتي چارې دوي ته وسپاري

کورنیو چارو وزارت: خصوصي پوهنتونونه دې امنیتي چارې دوي ته وسپاري


  • 1 کال دمخه (15/11/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 341

 

د کورنیو چارو وزارت په کابل کې له خصوصي پوهنتونونو څخه غوښتنه کړې چې خپل امنیتي مسؤلیتونه کورنیو چارو وزارت ته وسپاري.

د امنیتي ګواښونو د زیاتوالي په تعقیب د کورنیو چارو وزارت د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو لپاره یو ضرب الاجل ټاکلی چې خپل امنیت دې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د عامه ساتنې ریاست ته وسپاري.

د دې وزارت ویاند طارق آرین ویلي، چې دغه ضرب الاجل لازمي دی او که د خصوصي پوهنتونونو ادارې یې عملي نه کړي بند به یې کړي.

په ورته وخت کې د لوړو زده کړو وزارت د کورنیو چارو وزارت له دغه اقدام هرکلی کوي او دا د خصوصي پوهنتونونو د امنیت د تامین په برخه کې ښه اقدام یادوي.

دا پریکړه دوه اونۍ وروسته له هغه کیږي چې دریو ځانمرګو برید کونکو په کابل پوهنتون برید وکړ.