دنغمو په باغ کې د پير محمد کاروان دوهم برخه


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • لطيف بهاند
  • 276

دشعر تعریف اوپېژندنه هېڅ ډول برید او پای نه لري.
که دا ومنو چې شاعر،دهغه ژبني توان یا ژبنۍ پانګه او دهغه تخیل او پرپوهې دهغه لاس بری، د شعر،دنوښتګر شعر، لومړني تومنې دي.
دشاعر کشش،دتخیل لوړوالی یا ژوروالی او پوهنیزه پانګه هغه څه چې کاروان دخپل ژوند دکاروان کاروان پرې پانګمن کړی دی.
کاروان نه د کوم دود د ماتولو تکل لري اونه د کوم دود د دودولو،هغه غواړی د خپل روح تنده ماته کړي.هغه خپله هم حیرانېږی او نه یې منی:

دا غریب سړی ګوره له غرونو راغی ،نن
دومره جګ برجونه دسندرو دښار څه معنی

دنغمو خدای ته به ډېر ډېر شرمنده شو
دبلبل ځالې که زاغ وزغن یوسي

کاروان څله دومره سوی غزل وایي؟
چې یې روغ واوري زړګی یې لوغړن یوسي

چېرته ما دچا په نوم دعا کړې ده
رند کاروان
د جرس حاجت کاروان ته پاتې نه شو
شنو بنګړیو دې وه مسته شرنګا کړې
د سپین واعظ،تورې خبرې مې خوري
د شنو بڼګړو په شرنګهار پسې ځم
څله ښکلوې راباندې پښې د زیارتونو
خدای خو دې په خامه بهانه راسره یار کا
کاروان چې کله د زړه په للمو دبنګو باران ووروي،کاروان چې کله دشعر ګونګرو ته مستانه شرنګ ورکړي،کاروان چې کله د زړه په پاچاهۍ د شعر کوډګره شهزادګۍ کېنوي،
دود د فرهنګ پانګه او دهغه ساتنه ده او نوښت د فرهنګي بهیر د ودې خوځون او لمسون.
له دود او له خپلې خټې او جرړو بې خبرتیا شاعر له هېڅ سره برابروي.نوښت په تش ډاګ نه کېږي.
کاروان چې دخپلې ژبې ټول دودیزشعر ته  درناوی لري،خو نوښتګر هم دی،داسې نوښت چې په یوه نوی دود بدلېږی.
د ښکلایز شعر دود
له شعاره پرته دسیاسي شعر د لیکلو دود:دا یو رومنتیک سیاسي شعرونه دي،بل هغه تراژیدي سیاسي شعرونه.
دا ډول شعر لرغونۍ تاریخ لری:
خوشال بابا وایی: (بهاند صاحب دلته دخوشال بابا کوم شعر چې تا راوړل غوښتل پاتې شوی دی )
نه غواړم د کاروان دشعر له کاروانه جلا اوددې ژانر په تاریخ زیات بوخت شم.
په پښتو ژبه کې نوی شعر د شلمو کلونو په اوږدو کې د بهرنیو شعرونو د آزادې ژباړې نه راپیل شوی دی. دغه شعرونه «دآزاد شعر»‎« منثورشعر» او يا هم  «دسپین شعر»په نامه یاد شوي دي.سره له هغه چې نه شم کولاي دا په زغرده ووایم چې چا به زموږ په هېواد کې تر ټولو زیات او په ځانګړي توګه په دې ژانر کې طبعه ازمایلي وي خو بیا هم محمد موسی شفیق،عبدالرحمن پژواک(کلمه داره روپۍ)استاد پوهاند بهاوالدین مجروح،(ځانځاني ښامار)پوهاند دوکتور زیار،سلیمان لایق،سعدالدین شپون او تر هغه وروسته باری جهانی،محمد اسحق ننګیال او نورو ډېرو شاعرانو په رښتیا ښې ښې انځورنې کړي دی.
دا شعر په پښتو ادب کې آزاد شعر دومره لارې او ځانګړي سبکونه نه لري چې د هغو له مخې موږ وټاکلی شو او ووایو چې د کاروان شعر په نوي شعر کې چا پسې تللی دی.
پیرمحمد کاروان نه دیوې ځانګړې لارې بلکې د خپل خاطر،خپلې طبعې او دخپلو خوږو خیالونو په خوښه خورا ښکلې ټوټې لیکلي دي.
دهغه د چنار خبرې کوي ،په جونګ کې چې ټول ۱۹۷ټوټې شعرونه خپاره شوي دي،دالاندې ۳۵  ټوټې آزاد شعرونه دي:
شاعرې ارواح ته!توري او لفظونه، دآسمان ناوې !شینکی طوطي،معشوقه،د درد سکې،ملنګ،امتي،شینکی باغ،د شاعر دخوب مړی،یادونه،زما مین تخیل،زموږ وطن،وریښمین لاسونه،خوب،شاعرانه ارواوې،درې سوالیې؟؟؟چنار خبرې کوي، لیلا، د شپې  ماشوم شمه زه،دبورې هوسۍ اوښکې،دخدای دغزل اوریدونکی،پیغمبرې اوښکې،زکات،ست،لوی خدای ته فریاد،دسپین جانان شین لیک،راوي،یو ګرځنده ګل ته!په هنداره کې تصویر،د عزراییل کچکول،یوپاکیزه خوب،اخبار لوستونکې ته!نرخ،
دغه راز دښاپیرۍ ورغوی،په شعري ټولګه کې د ۷۶راغلو شعري ټوټو نه ۱۶ هغه آزاد شعرونه دي:
او په  دښاپیرۍ ورغوي کې،لکه زیړه زرغونه،لږراتم شه لارویه!یو شاعر وژنمه یو قتل کوم،د هوسۍ دشیدو بوی،په ټپو یې ژبې واکړﺉ،ته به راځې،ته مې په خوب لیدلې،لیونیه سندرماره،ما بیګا خوب لیدلی ،غم،خوب،دعا،امتزاج،ګل او بنیادم،سوال،

د کاروان هر شعر دهغه د ژوند لیک یوه برخه ده.
د پښتو ژبې ددې  پيل او يا ستر بدلون په باب پوهاند  عبدالحي حبيبي څه كم  پنځوس كاله پخوا وليكل :
« د ادبي نويوالي  دوره  له  هغه وخت  څخه  را  پيل  كېزي  چې  له اروپا  څخه  د مدنيت  نښې  نښانې  دې خاورې  ته  راورسيدلې  چې  د ختيزو  اولسونو  په  ژوند، انديښنو او تفكر  په ډول  كې  يې  بې  ساری او ښتون  راوست ،دغه  تدريجي  اوښتون  زموږ  پښتو   ژبه   له  دوو خواو تر  اغېزې  لاندې راوستې  ده او هغه  ته يې نوی  رنگ  وركړ.
 الف:  د وزن  عروضو او  قافيې  يعنې  د جوليز  ليكلو  ډول او مادي اسلوب .
 ب: د مضمون محتوا  او هغو احساساتو او عواطفو او افكارو له  پلوه  چې  په شعر  كي  نغښتل  شوي دي ... چې  موږ  د نوي والي  په دوره كي  دوه   ډوله  ويونكي  لرو.
لرغوني :  كلاسيك  قالب  كې.
نوي :  په نوي  قالب  كې »
 په دې توگه په برالاتوگه په پښتو ژبه كې د همدې  شېبو څخه  د نوي  جولې  ( شكل )  خبرې  پيل  كېزي. كه دا ووايو چې د نورو ډيرو ژباړو  ترڅنگ چې  بېلگې  يې  په  طلوع افغان كي خورا ډېرې دي ،د نوي شعر له پاره  يو تكل  پيل كېږي ، بې ځايه  خبره  به مونه وي كړي. ځكه كه زموږ شاعر  ته  هغه وخت د نوي   يا بې  قافيې شعر   پوښتنې  په مخه  ورغلي واي،نو هرومرويې خپلو  هغو آثارو  ته چې  د  (( منصور  شعر))  تر كليشې لاندې  خپريدل  پام كولو، خو بيا هم د ډيرو نورو تر څنگ  داسې بېلگې هغه وخت كې هم موندلاي  شو:
 د ما اوستا  پښتو به  څنگه  شي.
 خوزه  مينه .
 لږ  وماته وگوره..
 د  زړه  سره
 دسترگو توره
 د  ټپي ځگر  ټكوره - اې  چې  ځما  دزړه طوطي
 لږ وماته وگوره -  ستا د مينې  په دام گير
 او ستا دعشق   په لمبو ويلي
تر  تا جار  شم
لو  خو ماته  وگوره .

دافغان یاد.
دغه شعرونه داسې خواره واره وو  اوهېڅ چا په کې داسې کږم ستر او دپام وړ نوښت ونه کړ چې  دیوه بشپړ بهیر بڼه پیدا کړی.
په دې اړه د زیاتو معلوماتو لپاره دې زما هماغه مقاله وکتل شي چې د افغان یاد په کتا ب کې خپره شوې ده.
 د کاروان نوښت په دې کې دی چې دهغه نوي یا آزاد شعرونه نه د بڼې او نه دمضمون له پلوه هېڅچاته ورته نه دي.
هغه په دې شعرونو کې هر ډول خیالونه،مینه،کلیوال ژوند ،ایمان ، طبیعت ، ښځه،فلسفه او هرڅه نور راغاړي خو دشعر،سندرې او ترنم موضوعات هغه څه دي چې دده په آزاد شعر کې تر بلې هرې بلې موضوع زیات انځور شوي دی،خو دا موضوعات ګورئ څنګه شاعرانه انداز پیدا کوي:
زموږ ژوند لکه نجلۍ زموږ د کلي
چې دجنګ په ورځ پیدا شي
او دجنګ په ورځ شي پېغله
دښایست په ایینه کې
اول موسکه شي،بیا کټ کټ په خندا شي،
چې نلۍ یې شي رجړومه
د سل ډزې ماشینګڼې
سلایي یې ماته ستن د کلاکوف شي
دخنجر په څوکه خال پر زنه کېږدي
له ناچاودي بم نه وباسي

نري نري تارونه
په کې وپییي مرۍ او مرغلرې
په ځونډیو کې یې پټې کړي هندارې
تر ینه جوړ کا امیلونه او هارونه
دلته پرته له هغه چې موږ دکوم علت لټونه وکړو کاروان له شعر نه دخپل ملت دتاریخ داسې رنګین تفسیر جوړ کړی چې نه یوازې دهغه د اوږدوالي بلکې له هغه سره د ولس د عادت کېدو ښکلی انځور دی.
د کلماتو هغه هم د سوچه کلمو کارونه،دهغه دشعر قوت لاپسې قوی کوي.
که څه هم زه تصور کوم چې کاروان د شعر د تخلیق په وخت کې په دې اړه زیات فکر نه کوي چې دلته یا هلته کوم لغت،خبره یا ترکیب وکاروي،خو بیاهم داسې بریښي چې هغه هره کلمه په خورا ځیر سره ټاکي.
کله چې د کاروان شعر لولم داسې تصور کوم چې هغه شعر نه لیکي،په هغه کې شعر را ایشي.په هغه کې شعر راخوټېږي.دهغه دخیال مرغه داسې لوړ او لر وبر الوزي چې دی خپله هم پسې رسېداي نه شی.دهغه دالهام سرچینې ده ته دا توان ورکوي چې دی نه یوازې دشعر بڼه بلکې دهغه تومنه او متن داسې بدلوي چې په یوه نوښت بدلېږی:
زه د گودر په غاړه نه يم ولاړ
ما سل زلمي،سل جنيکۍ په غيږ کې ټينگ نيولي
زه د کنډو پر سر په لويه هديره کې ښخ يم
زما په هر تابوت کې
يو گودر وينې خښې
يو گودر اوښکې ښخې
زما د هر تابوت پر هره تخته
دعاشقانو معشوقو نومونه
د گور چنجو خوړلي
زما له څانگې جوړه شوې،سرينده ده ماته
په تش گوگل کې يې د غم توره پيشو ده ناسته
خوله يې په وينو سره ده
د ژوند له ښکليو ماشومانو يې خوبونه وړي
د کښت د پېغلو پر سينو نه شته  د ږدونو ځونډي
زموږ د کلي د بامونو دسر
روږدې کوترې وږې
زما د څانگې له رباب نه دشکيدلي ځونډي
وچې مرۍ تيروي
ښځه او د کاروان په شعر کې دهغې یادونه.
مور،ښځه،پېغله.معشوقه،بوره مور،بوره خور،کونډه،نجلۍ،
که شعر ژبه لرلای،چې لري يې.د کاروان په شعر کې به دښځو دغم او ویر نارې تر هسکه پورې رسېدلې وې.داسې تصور کېږي چې کاروان دا شعرونه په یو ډول نه یو ډول هغو ته لیکي.