ستاريكوف ناول دوهم برخه


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • شمس الله خوستى
  • 242

ستاريكوف اوليونيدچې سباقرارګاه ته ورسيدل، يو څوتنه نور خپلخوښي هم راغلي وو،دنوم ليكلو نورقيدوشرط نه ؤ، دهريوۀ نوم ،دپلاراو داوسيدودځاى نوم به يې چې وليكل شو نو قرارګاه ته به د بيا راتګ نېټه وركړل شوه .
ستاريكوف له نوم ثبتولو وروسته له ليونېد سره يوځاى بېرته كورته راغى .
دوى ته دوه ورځې پاتې وې په دريمه ورځ يې بيا قرارګاه ته دحا ضريدونېټه وه په قرارګاه كې دانه وو،ورته ويل شوي چې په وركړل شوي نېټه به نېغ افغانستان ته ځي اوكه دكومې لارښوونې لپاره غوښتل شوي،يوازې دومره ورته ويل شوي وو چې حا ضريږي به،دوى پدې پوهېدل چې دغوښتونېټه يي دتګ ورځ ده ،خوبيابه هم ورسره دافكر پيداشو چې ښايي ددې لپاره غوښتل شوي وي چې دكارونودسمون په اړه به كومې لارښوونې ورته كيږي .
ستاريكوف چې له ليونېد څخه رخصت شو،كورته لاړټوله ورځ يې په كوركې تېره كړه ،داسې يې احساسوله چې ددۀ بيلتون به پرليدا ډېردروندتمام شي،له هغې سره به ددۀ درناوى نورهم ډېر شي ،كله چې له افغانستان څخه روغ راستون شي خپل اتلتوب به يې زبات كړى وي، ليدا به يې نازوي
اودهغه هېواد په اړه به ډېرې پوښتنې ترې كوي ....... 
* * *
ستاريكوف چې سباښوونځي ته لاړ،دښوونځي په انګړكې يې پرليداسترګې ولګيدې ،ځان يې عادي وښود ورو، ورو د ښونځي په انګړكې روان شو،ځان يې ناپامه كړ،چې ګني ليدايې نده ليدلې ، هغې له اوله ورته پام ؤ،دى چې كله د ليدا خواته نېږدې شو، ليدايې په مينه ستړې مشې ته وروړاندې شوه ،ستړې مشې يې سره وكړه ستاريكوف د ناروغۍ پوښتنه ترې وكړه ،ليدا ورته ووې نن پوره ښه يم ،دوه ورځې ښوونځي ته رانغلم،ماوې لوست رانه تېرېږي، همدومره استراحت  مې بس ؤ،دستاريكوف زړۀ ګړبيدۀ ، ورو غوندې يې په مسكاورته ووې ،زه نه درياديدم؟ ليدا زرپه شوخۍ سره ورته ووې ولې نه ،ډېر،څوځلې مې تليفون وكړخو ته به كورنه وې،ستاريكوف وپوهېدۀ چي د ۀ ورته تليفون ندى كړى نويې غلي غوندې ورته ووې : ماخوځكه تليفون نه درته كا وۀ ،چې ته ناروغه وې ،ماوې نارامه نشې،ستاپه ناروغۍ ډېرخپه وم.
ـــ هوزه پوهېږم،ماهم ځكه تليفون درته كاوۀ چې،تۀ ډاډه شې،خودتليفون غوږۍ به دې مورپورته كړه .
 ليدا چې دغوږۍ دپورته كولو ورته ووې بيايې په ټوكو ورپسې زياته كړه،ماوې ته به بل چېرې تللى يې ،لدې سره يې وړه غوندې خندا بدرګه كړه،ستاريكوف په داسې حال كې چې په شونډويې خندا ښكاريده،په ټوكوځان ترې مروركړ، دخپل ټولګي په لوري ترې روان شو،ليدا په زوره وخندل اوپه خنداكې يې ورپسې غږكړ، چېرې،چېرې بيادې ليونتوب واخيست.....
ستاريكوف ټولګي ته ننووت، پرچوكۍ كېناست،په ټولګي كې په انتظارؤچې اوس به ليدا راځي اودى به پخولاكوي ، ليدا په زړه كې وې چې ستاريكوف ټوكې كوي،شيبه پس به  پخپله راووځي،ټو لګي ته ورپسې نه ورغله،ستاريكوف  لږ ځنډ په ټولګي كې پاته شوخوزړه يې صبر،ونكړ دټولګي له كړكۍ څخه يې غلى دښوونځي انګړ وكوت، ليدايې وليده، چې دټولګي دروازه يې څارله ، بيايې مخ واړؤ له نورو جونو اوهلكانوسره يې خبرې كولې ، ستاريكوف چې ليداپه خبر و لګياوليده ،نو غلى له ټولګي څخه راووت، زردنورو زده كوونكيوپه بيروباركې ورګډ شو، پدې ډاډه شوچې اوس يې هغه نشي ليدى،نويې له هغه ځايه ليدا څارله،ليدابه شيبه په شيبه دټولګي دروازې ته كتل د لوست پيليداته لاوخت پاته ؤ،ستاريكوف به دښوونځي دانګړله يوۀ اوبل ځايه،ليدا څارله،دښوونځي انګړلوى ؤاودزده كوونكيوپه بيروباركې به يې ځان ترپټاوۀ،پداسې ځاى كې به ودريدۀ چې ليدايې ونه ويني ،ليدازر،زردټولګي دروازه څارله،خوشيبه وروسته ليداپه ګړنديو ګامونو د ټولګي په لوري روانه شوه، ستاريكوف وپوهيدۀ چې ليدايې په ټولګي كې ونه ويني، نو دښوونځي په انګړ كې به يې ګوري،كه دى ځان ترې پټ نكړي هرو مرويې ويني،نوپه منډه يې ځان دښوونځي لويې دروازې ته ورساوۀ ، له هغه ځايه يې ليداڅارله،هغه چې ټولګي ته ورننوته،بې له ځنډه بېرته راووته ، د ښوونځي انګړپه لوري يې وكتل يوه بله خوايې وڅارله،كله يې چې د ښوونځي د انګړ لويې دروازې په لوري مخ واړؤ ،ستاريكوف زردښوونځي په دروازه ځان پټ كړ،ددروازې ترشايوه شيبه ودريدۀ،داسې ګمان يې وكړ لكه ليداچې ددۀ په لوري ور، روانه وي،په منډه لدې ځايه لرې شو،له دروازې يوڅه لرې په يوۀ څنډلي پناشو،له هغه ځايه يې دښوونځي دروازې ته كتل ،په زړۀ كې وروګرځېدل كه ليداراووځي دېخواهرومروراځي ،ځكه بل داسې ځاى نشته چې دهغه په ګمان به زه ځان ترې پټ كړاى شم،كه دېخواراشي خامخامې ويني،تردروازې چې راورسي نو بياداسې زر ورڅخه ځان هم نشم پټولى ،لدې فكرسره په بيړه له دې ځايه روان شو،يوڅوګامه ښه لاړچې تر شايې وكتل ليدايې وليده چې د ښوونځي له دروازې راووته خودۀ ته يې پام نه ؤدهمغې څنډلي په لور روانه شوه چې ستاريلكوف ترې ځان لرې كړ،ترڅوليداڅنډلي ته رسېده دۀ ديوې لويې ودانۍ شاته ځان ورساؤ،دۀ له ځان سره ووې اوس لوست هم پيليږي كه دى د لوست لپاره ښوونځي ته ځي بياهم ورسره مخامخيږي،نودى به څه ورته وايي،له ځان سره يې پرېكړه  وكړه چې نن به ورسره نه ويني نويې بله ونكړه نېغ يې ځان كورته ورساوۀ كتابونه يې پرمېز كېښودل،يوكتاب يې راواخيست،په كؤچ كې يې ډډه ولګوله دكتا ب يوه يوه پاڼه يې اړوله،مطالعې ته يې زړه نه كيدۀ،تنګ شو،كتاب يې په څنګ كې ورسره كېښود،يوه پښه يې په بله واړوله ،لكه ډېرچې ستړى شوى وي،په تندي يې لاس كېښود،دكوټې چت ته يې كتل ، دزړۀ په سترګويې د ليداننداره كوله ،پټپټونى يې ورسره كاوۀ،ليدامنډې ورپسې وهي دى ځان ترې پټوي ،له ځان سره وايي كه دى پخپله ځان ورښكاره نكړي،نوهغه يې نشي ليدى ورپسې لالهانده  به وي ، سوچ يې كاوۀ چې ليدا ددۀ په لوري ورمنډه كړي،نېږدې ؤ چې وويې ويني ،خودى زرله هغه ځايه منډه كړي،په ديوال ترې پناشي ،بېرته دديوال له څنډالي څخه غلى ور وګوري ، ليداچې ددۀ په لوري وروګوري ،دى يونڅا په ځان په ديوال ترې پنا كړي ،دځان له پناكولوسره سم يې په كوچ كې ټكان وخوړ، لكه له خوبه چې را ويښ شي،نېږدې  ؤچې له كؤچه پرېوځى ،له ځان سره مسك شو،ويې وې لكه ليدا چې جادو،ورباندې كړى وي،ارام يې ترې وړيدى،په زړۀ كې وروګرځيدل چې بيرته ښوونځي ته لاړشي خو بيا ورته ښه نشوه ښكاره ،زړۀ يې پدې ډاډه كړچې ليدا به هم ددۀ غوندې ناارامه وي،نن چې هغه ټولګي ته ننوتي وي پته به ورته لګيدلي وي،دابه يې ويلي وي چې ستاريكوف يې څنګه دماشوم غوندې خپه كړ،زړه به يې ورباندې سوى وي او ددۀ په خفګان به ډېره ځوريدلې وي ،ستاريكوف په كؤچ كې پربل اړخ واوښت ،سوچ يې وكړ كه دى افغانستان ته لاړشي،ليدا به خامخاورپسې كورته راځي،نا رښتيا! تليفون به وكړي خوڅوك به څه ورته وايي،دى خو په كوركې څوك نه خبروي، كه خبريې كړي بيايې مور كله پرېږدي ،هغې ورباندې زړۀ نه كيږي چې دى دې افغانستان ته لاړشي خواخېربه ټول خبرشي، ليداچې افغانستان ته زماله تګ څخه خبره شي،خپلې خبرې به ورته يوه يو ه ياديږي ،وايي به ستاريكوف مې څنګه مرور كړ ، پخپلوكړوبه پښېمانه وي، ښوونځي به خوندنه وركوي خوددۀ ليكونه چې ورته ورسيږي خفګان به يې لرې كيږي ،دى به له افغانستان څخه ليكونه ورته راليږي اودهغه ځاى حالات به ورته ليكي....... ستاريكوف په سوچونوكې ډوب ؤچې ددروازې زنګ يې واوريد، ګمان يې وكړ چې ليدابه راغلي وي، له ځان سره په سوچ كې شو،چې وروځي څه به ورته وايي ،ددروازې په لوري ديوې بهانې په فكر كې روان شو،له ځانه سره لاكومې پريكړې ته نه ؤ رسيدلى چې نچاره يې دروازه لرې كړه ، ليونېديې وليد،ستړې مشى يې ورسره وكړ، ليونېد ورته ووې داسې ښكارې لكه له خوبه چې راپاڅيدلى وې .
ستاريكوف: نه،ويدۀ نه وم،هسې پروت وم،له ښوونځي وختي راغلى وم،ماوې لږاستراحت وكړم،دواړه په خبرو،خبروكې كورته ننوتل،پركوچونوكيناستل ،ليونېد ورته ووې : زه چې داسې خبر وى چې تۀ له ښوونځي وختي راځې نووختي به راغلى وئ،دوى ډېرې خبرې سره وكړې اوچاى يې وڅښۀ ،ډوډۍ يې وخوړه اوافغانستان ته دتګ په اړه ښايسته ډېرسره وګړېدل،له چاى او ډوډۍ وروسته ،دواړه بهرووتل،بهر يي په ولاړې هم څوشيبې د زړونوخواله سره وكړه ، ليونېد د رخصتېدو پرمهال ورته ووې چې سبا ته به وختي قرارګاه ته راځې ،زه به هلته درته انتظار وم .
ستاريكوف: سبادلته راشه، يوځاى به لاړشو.
ليونيدورته ووې: سمه ده، زه به دلته راشم،لدې ځايه به يوځاى روانيږو.
ليونېدچې ترې رخصت شو،ستاريكوف كورته ننووت بياپركوچ اوږدوغزيدۀ،افغانستان ته دتګ په اړه يې سوچونه كول، په ذهن كې ورګرحېدل چې لاسي بكس يې هېرنشي،په كوچ كې كېناست،يوې بلې خواته كوږشو، مليا(ملا)يې وټسوله، راوالاړشو،لاسي بكس يې راوخيست، ديادښت ليكلولپاره يې څوسپينې وړې وړې كتابچې اوڅوقلمونه  پكې واچول،مخامخ ديوال ته يې ځوړندكړ بيايې فكروكړچې نوربه يې څه شى پكار شي، دلاسونوګوتې يې يو په بل كې سره ننه ايستې المارۍ ته يې وكتل،يوه شيبه پرځاى ولاړؤ ، نورداسې څه ذهن ته نه ورتلل چې دۀ ورته اړتيا درلوده ،بيا غلى غلى تلويزيون ته ورغى ،تلويزيون يې ولګاوۀ،كه ګوري همغه فلم چې په ښوونځي كې يې كتلى ؤ پيل ؤ،ليدا ورياده شوه،دفلم هره صحنه به يې چې كتله دليدا خبري به وريادېدې ،په ښوونځي كې چې دوى دافلم كوت ليدابه دفلم هرې صحنې په اړه پوښتنې ترې كولې،دۀ به په نۀ زړۀ ځواب وركاوۀ،ښه يې نه وكړل چې ليدايې خپه كړه،ستاريكوف سوچونو پسې اخيستى ؤپه زړۀ كې يې وې ښايي ليدادهمدې خفګان له امله ناروغه وي.....
دفلم كتل خوندنه وركاوه خوپه سوچونوكې ډوب ؤچې نڅاپه يې موركوټې ته ورننوته ،ستاريكوف يې وليدچې تلويزيون ته ناست دى دمورپه ورننوتو ستاريكوف بې اختياره مخ ورواړوۀ ، زريې بيا دتلويزيون په لوري مخ ترې واړوۀ، ګاليا داسې  احساس كړه لكه ستاريكوف چې ژاړي،غږيې پرې وكړ ستاريكوف ! ستاريكوف! ، دۀ دمورپه غږ غوږونه كاڼه كړل لكه دفلم له شوره يې چې اوريدلي نه وي،هڅه يې وكړه چې اوښكې پاكې كړي همداسې يې فلم ته كتل،موريې ورنېږدې شوه ورته ويې وې،  زويه ولې ژاړې ، ستاريكوف مخ ورواړؤ ،ځان يې عادي وښود ويې وې ، مورې نه مې دي ژړلي، د تلويزيون ښيښې مې سترګې وبرېښولې.
ــ زويه ډېريې مه ګوره ،نظربه دې كمزورى كړي .
ـــ مورې ،داڅوورځې مې نه ؤ كتلى،نن مې چې څنګه روښان كړ،زمادزړۀ فلم پكې ؤ،خونديې راكړځكه ورته كيناستم دايې ووې بيايې تلويزيون ګل كړ،له مور سره يوځاى دناستي كوټې ته لاړ،وړوكي وروريې ورته رامنډه كړه ، ورپورې ونښت، ستاريكوف ورټيټ شوهغه يې په غېږ كې واخيست اوله ځان سره يې ترناستي ځاى پورې يووړ،دى چې كېناست، وروريې له دۀ څخه دپلارغېږي ته ورغى،بيايې ورته رامنډه كړه،لوبې يې ورسره كولې .
 ستاريكوف له ډوډۍ خوړلووروسته،يوه شيبه كيناست له ځان سره په اندېښنوكې ډوب ؤ،لكه دكورنۍ له غړو چې مروروي ، خبروكول او،اوريدل خوندنه وركاوۀ شيبه وروسته دخوب كوټې ته لاړ،پربستروغزيدۀ،افغانستان ته دتګ په اړه يې فكركاوۀ،اندېښنولاندې كړ،دشپې ترناوخته خوب نه ورتۀ څوځلې يې زړۀ ښه كړچې ليداته تليفون وكړي خوبيابه يې پدې تمه پرېښودچې ګوندې هغه پخپله زنګ ووهي،پهمدې چرتونوكې ويدۀ شو،خوب يې ليدچې ليداورسره تليفوني خبرې كوي،هغه پدې خبره شوې وي چې ستاريكوف افغانستان ته ځي، هغه په تليفون كې ورته زارۍ كوي چې افغانستان ته مه ځه اودخپلو هغو خبروبښنه ترې غواړي چې دۀ ته يې په ښوونځي كې كړې وې اودى ورباندې خپه شوى ؤ ......
نڅاپه دزنګ په اورېدا راويښ شو،دۀ فكروكړچې ښايي خوب يې ليداودزنګ اوازبه يې په خوب كې اورېدلى وي،دۀ لا سرنه ؤ پورته كړى چې له برانډې څخه يې ددروازې زنګ واوريد،دۀ فكركاوۀ چې ايله اوس اودۀ شويدى لايې څوشيبې خوب هم ندى كړى  خوچې ويې كتل سپين سباؤپه بيړه يې دروازې ته ځان ورساؤ چې كتل يې ليونېديې وليد،هغۀ چې ددۀ له خوب ډكې سترګې وليدې ورته ويې وې ، ته لاخوبونه كوې، بيړه كوه چې ناوخته دى .
 ستاريكوف بې لدې چې ستړي مشې ورسره وكړي ،بېرته ننووت،شيبه وروسته راووت،لاسي بكس يې هم راخيستى ؤ ، ليونيد ورته ووې داڅه شى دي،ستاريكوف ورته ووې، ديادښت څوكتابچې دي .
ليونېد: تاته خوماوېلي ووچې څه شي ته اړتيا نشته ، هرڅه دولت راكوي .
ــــ  خېردى،دادومره دروندشى ندى چې زه دې ورڅخه ستړى شم .
دواړه روان شول،قرارګاه ته چې ورسيدل له ښايسته ډير ځنډ وروسته نومونه واخيستل شول،ټول يې دليستونوله مخي موټروته وخيږول او ترهوايي ډګره يي ورسول .
دسرتيريوډلوېشنه مخكې له مخكې شوې وه، هوايي ډګر ته ددوى له رسيدوسره سم الوتكې تيارې وې ، ستاريكوف دوى ته بې له ځنډه الوتكه وښودل شوه چې وروخيږي ،دوى الوتكې ته وروختل شيبه ورته وروسته والوته،خداى خبردنوروسرتېروپه زړه كې به څه تېرېدل خوستاريكوف دليداپه اړه سوچونه كول،له ځانه سره يې وې درېغه چې ګرځنده تليفون ورسره وى ،ليداته به يې وېلي واى چې دى په الوتكه كې دى اودافغانستاپه لوري روان دى ،نوره به يې په ښوونځي كې ونه وينې . . .       

 دوى د1979كال ددسمبرپه 27مه دپنجشنبې په ماښام په افعانستان كې ښكته شول.
دوئ ته له الوتكې څخه له كوزيدومخكې دچمتوالي امرشوى ؤ او ورته ويل شوي وو چې ښايي دجنګ امردرته وشي ، تر دويم امرپورې به ډزې نكوي.
په ښاركې دم دوم اورېدل كيدۀ ،خوشيـــبه په شيبه كمېدۀ ، دوى ته تر اخېره پورې د ډزو كولو امرونشو،سباته خبرشول چې په نورو الوتكوكې راغلوروسي سرتيريوپه جنګ كې برخه اخيستې وه اوپه ارګ باندې جنګ شويدى .
 دوى شپه بهرتېره كړه دسهارپه خړه كې يوې ودانۍ ته رهنمايي كړاى شول .
پـدې ورځ ارامــي وه، دوى كولـى شول چې له يوځاى څخه بل ته په موټركې ګزمۀ وكړي ،څوشپې اوورځې يې په ښاركې تېرې كړې اوهرورځ يې په ښاركې ګزمې كولې ،په لومړيو شپوورځوكې يې ډډې سوزيدې ،خووروسته عادي شول ، ستاريكوف يوه ورځ په ښاركې روان ؤڅوروسي سرتيري نورهم ورسره وو، ديوې عرفې مخې ته يې كتابونه اوكتابچې وليدل،له ملګر و سره يوځاى عرفې ته ودريدۀ ،دۀ يوې جيبي كتابچې ته اشاره وكړه ، په روسي يې څه ورته ووې دوكانداريې په خبرونه پوهېدۀ خوپدې پوهـ شو چې دكتابچې دبيې پوښتنه كوي،نويې دلسوافغانيونوټ ورښكارۀ كړ ماناداچې لس روپۍ قيمت لري ،دۀ روبل ( روسي پيسې) له جيبه راوايستې دوكاندار دلاس په اشاره ورته ووې چې پدې پيسونه پوهيږي، خووروسته يې پنځۀ روبلۀ ترې واخيستل اوكتابچه يې  وركړه .
دوى ټوله ورځ ښاركې په ګرځيدوتېره كړه،ستاريكوف به په لاره له ځان سره يونيم يادښت ليكۀ ،ملګرويې د ګرځيدو پر مهال څوڅوځله  ورته ووې چې ستړي يونوربه لاړشو خودۀ په ښاركې پرګرځېداټينګاركاوۀ،له ښۀ ډېر چكر وهلو وروسته خپل ځاى ته لاړل .
بله ورځ دستاريكوف  يونڅاپه خوښه شوه چې نن ګوښى ښارته ووځي،كه نن ونه ګرځي ښايي سبابله ورځ لدې ځايه بدل  شي،بيابه يي په زړه كې ارمان پاته وي چې ښاريې سم ندى ليدلى،كه ښاريې سم وليد نو ليداته به يې هم په اړه بشپړ مالومات وركړى شي ،نولكه لېونى په ښاركې دګرځېدوپه هيله ووت،لورى يې نه ؤ مالوم چې دښاركومې برخې ته ځي اونه دومره بلدؤ چې دسېل لپاره ورته ددۀ دخوښې ځايونه مالومېداى شواى.په كوڅوكې يوازې روان ؤ،ښه ډېرمزل يې وكړخونه دوكانونه ښكارېدل اونه دخلكو ګڼه ګوڼه،له ځان سره يې ووې چې ښايي له ښاره وتلى وي،هسې نه په بله لاړشي بيابه نه ښارپيداكولى شي اونه خپل ځاى،له خلكوسره په ژبه هم نه پوهيږي چې دښارپه اړه پوښتنه ترې وكړي ،يوزړه يې ورته ووې چې بېرته په همغه لار وګرځي په كومه چې تردې ځايه راغلى خوبل زړه يې دښار دپيداكولوډاډوركاوۀ،بيايې له ځان سره ووې دومره په كږو،وږوسړكونواوكوڅوكې راغلى دى چې اوس به ونه توانيږي بېرته په همغه لارخپل ځاى ته ځان ورسوي .
په يوسړك ښۍ خواته تاوشو،موټرواو بايسكلونو ته يې پام شو،ډېركي ټيكسي موټرزاړۀ وو،چلوونكي يې هم دپاخه عمرسړي وو،په زړۀ كې يې ووې چې ښايي يونيم زوړ موټروان په روسي ژبه وپوهيږي ،زړه يې نه شوښه كولى چې موټرته ددرولوپه موخه لاس وښوروي ،همداسې زړه نازړه روان ؤ،اخېرتنګ شو يو بايسكل والايې ودراوۀ ،دښار پوښتنه يې ترې وكړه ،هغه په روسي ژبه نه پوهېدۀ ، داسې فكريې وكړچې له روسي څخه خپل ځاى ورك شويدى،نويې په هغه پلو ورته دلاس اشاره وكړه چې نور روسان پكې اوسېدل، ستاريكوف فكركاوۀ چې بايسكل والاورته دښارپه لوري اشاره وكړه،نوپه ګړنديو ګامونوپرسړك همغې لوري ته روان شوچې بايسكل والاورته اشاره كړې وه،توندروان دى ،يوه بله خواګوري،له ښۀ مزلۀ وروسته يې ګامونه وروكړل ،له ځانه سره يې ووې داڅنګه ښاردى چې نه پيداكيږي، څوورځې مخكې چې له لېونېد دوى سره راوتلى ؤ ښه سم پكې وګرځيدخونن يې هغه ځايونه يوهم نه تر سترګوكيږي،په كوموسړكونوچې دى تېرشوى ؤ هغه ځايونه يې ټول په نښه كړي وو،ښايي بايسكل والاورته لورى ناسم ښوولى وي ګني نواوس خوبه رسېدلى واى، داڅنګه ښاردى چې نه ور رسيږي .
ستاريكوف له ډېرې ستړياوروسته دسړك په غاړه ودريدۀ ، دا پرېكړه يې وكړه چې موټرته لاس وركړي،خوبياهم په زړه كې ورسره وېره پيداشوه چې دى خودلته له چاسره په ژبه نه پوهيږي هسې نه  دښارپرځاى يې بل پلويوسي ، پدې ځنډ كې يوڅوټيكسي موټرتېرشول خودۀ لاس ورنكړ ، همداسې هك پك ولاړؤ نوريې دښار پيداكولو هيله ناهيله وه،سوچ يې كاوۀ چې اوس به څنګه خپل ځاى ته ځان رسوي ،ورځ خوهمداوه چې تېره شوه،فكريې وكړ ، كه ملي بس راشي نوورخيږي به، ملي بسونه لرې نه ځي په ښاركې ايخوا ديخوا تاويږي زړه يې وغوړېدۀ،پدې خوښ شوچې دحل لياريې پيدا كړه ، درېغه دافكريې مخكې كړى واى،دسړك پر غاړه ولاړؤخوترډېره ملي بس ښكاره نشو،له ځان سره يې ووې،پر نورو سړكونو خو ملي بسونه ډېرتېرېدل ،ښايي دى دښارله څنډوهم لرې وتلى وي،ګني اوس خوبه يونيم ملي بس راښكاره شوى واى .
دسړك په بره غاړه ولاړؤ ښي لوري ته يې مخ واړاوۀ لرې يې څلورلارى ترنظرشو،له ځان سره يې ووې چې څلور لاري ته ځان ورسوي ،ګوندې ملي بس ښكاره شي، دسړك پر غاړه د څلورلاري خواته روان شو.
كله چې څلورلاري ته نېږدې شويوه بله خوايې وكته ،دپتلون په جيبونوكې يې لاسونه كېښودل ،ګوتې يې په وړه كتابچه ولګيدې ،له ځان سره يې ووې چې په يو،وړ،ځاى كې كيني،لږه دمه به هم وكړي اوليداته به دخپل ځان د وركيداپه اړه يوليك هم وليكي،دۀ فكركاوۀ چې ليداته به ليكي  چې همدا اوس دى ورك شويدى ،په يونااشناځاى كې ناست دى اوليك ليكي، دى دليك ليكلوپه فكركې ؤ چې نڅاپه يې ددۀ په لو راراون يوجيپ موټر وليد،دجيپ پر سرماشيندار لګول شوى ؤ ،پدې پوه شوچې دولتي موټردى ،نودسړك پرغاړه   ورته ودريدۀ چې ترې تېر نشي،چې لږرانېږدې شو،نوپه موټركې ناست سرتيري يې له څېرو وپېژندل چې روسان دي، زر،زريې لاس ورته وښوراوۀ،موټرلږ مخكې ودريدۀ،دى په منډه ورغى،دجيپ په مخكې سيټ كې يوغټ ،پلن اودربلى سړى چې شنې سترګي يې له ورايه پړكيدې ناست ؤ،دى ورنېږدې شوڅه يې ورته ووې ، هغې ورته ووې له كوم قوماندان سره يې؟ستاريكوف ځواب وركړ: له مكسيم سره هغۀ دلاس په غټه ګوته ورته موټرته دختواشاره وكړه، ستاريكوف له اشارې سره سم دموټرشاته ورغى زر،زر وروخوت ،موټرځاى پرځاى راوګرځېدۀ په توندۍ يې حركت وكړ، ترښې شيبې پورې يې دسلنګسرلوګى دڅلورلاري په فضا ښكارېدۀ .
 ستاريكوف يې دخپلې ودانۍ مخې ته كوزكړ،دجيپ په سيټ كې ناست تن پداسې حال كې چې موټرورو، وروحركت كاوۀ له كړكي سر راويوست ستاريكوف ته يې ووې: داځاى دى؟ ستاريكوف ورته ووې: هو! موټرغلى غلى روان ؤ ،دۀ دپه مخه ښه لاس ورته پورته كړ،هغې هم لاس پورته كړاوموټر په همغه سړك بېرته لاړچې په كوم يې ستاريكوف راوړى ؤ.