پښتو او پښتنو ته د ترهګرۍ زیانونه،

پښتو او پښتنو ته د ترهګرۍ زیانونه،


  • 2 اونۍ دمخه (14/07/2021)
  • عبدالغفور لېوال
  • 49

د یوه ولس اقتدار پر څلورو بنسټونو ولاړ دی: 

[] ګډه سیاسي جغرافیا، سیاسي ـ پوځي ځواک، ملي حاکمیت،

[] ګډ ارزښتونه او پر ګډو هویتي - فرهنګي محورنو ولاړ یووالی،

[]  پوهه او فرهنګ، 

[] اقتصاد؛ تولید، خدمات او اقتصادي سرچینې

پښتنو تر نیمې پېړۍ پخوا پورې په نورماله او طبیعي بڼه خپل دغه بنسټونه هممهاله پیاوړي کول او ورو ورو په سیمه کې د یوه مقتدر ولس په توګه راهسکېدل. 

د پښتنو ازلي استخباراتي دوښمن داسې ترهګرې ډلې ورته جوړې کړې، چې یوه برخه پښتنو پخپله د خپلو څلورواړو بنسټونو نړول فرض عین وګڼل او د خپلې پیاوړتیا په لور روان کاروان یې د شاتګپالنې، خرافاتو، تحجر او مرګ ګړنګ ته وربرابر کړ. 

افراطي ترهګرو د واک پرمهال په ښکاره پښتو او پښتون دوښمني داسې اعلان کړه: 

"دا څو تنه چې ډېر د پښتو او پښتانه چیغې وهي، باید پر څلورلارو راوځړول شي!"

دا کیسه ډېرو پښتنو منورینو ته په یاد ده. 

تر هګرو د پښتنو په سیمو کې لږترلږه  زر ښوونځي سیزلي، ویجاړ کړي او یا یې تړلي دي، که په هر ښوونځي کې لږ ترلږه زر کسان درس ته کېني، نو یو میلیون پښتانه یې له پوهې او تعلیم څخه محروم کړي دي. 

د پښتني سیمو اقتصادي سرچینې، کانونه، اوبخور سیستم، زمکې او باغونه یا لوټ شوي یا ویجاړ پراته دي، چې میلیونونه پښتانه یې له لوږې، احتیاج او جهالت سره لاس و ګریوان کړي دي. 

ترهګر قوم نه لري!

 خو که پښتانه د دې هېواد اکثریت وي، نو په هرڅه کې یې شمېر ډېر دی.  د همدې معادلې له مخې ډېر وژل شوي او ډېر وژل کیږي. پښتنو خپله بشري پانګه له لاسه ورکړه. 

د ترهګرو په لیکو کې که څه هم نور قومونه شته، خو رنګه په کې د پښتون بده ده.  له همدې ځایه نړۍ ته وروسته پاتې، متحجر، شاتګپال، جاهل، بېرحمه، بې عاطفې او نامتمدنه معرفي شول. 

د مدني ارزښتونو، ولسواکۍ، رسنیو او فرهنګ لپاره ځانګړې شوې نړیوالې مرستې ورڅخه نورو وشوپلې. دی پاتې شو او د (انتحاري) هویت یې. 

د پښتنو سیالانو د دوی له همدې ښکېلتیا ګټه پورته کړه، پانګه، نړیوال اړیکي، تعلیم او تخصص یې ورخپل کړ، پر همدې بنسټ به سبا د خپل تعلیم، تخصص، اقتصادي توان او مدني چلند له مخې د واک و ځواک ورخپلولو مشروعیت هم د ځان کړي او پښتون اکثریت به د خښتو په بټیو یا د پردیو هېوادونو په مزدورۍ کې وروست شي. 

د تاریخي افغانستان پر لویه جغرافیا خو د لر و بر پښتون دعوا روانه وه، د انګریز میراث خورو استخباراتو پښتون هم په ډیورند کرښه وویشه او بیا یې استخباراتي مدرسو کې د سرکوپړۍ ورومینځلې، په شلو مذهبونو یې سره دوښمن کړل، دودیزه تربورګلوي یې په نورو ایډیولوژیکو دوښمنیو ورپیاوړې کړه اوس نو ورته ناست دی، چې خپل تاریخي کسات ورڅخه واخلي. هر پښتون چې بل وژني، دی ورته من من غوښه اخلي. 

د پښتني فرهنګ ټول ارزښتونه، تاریخ، متون، ادبیات، موسیقي، فولکلور، ګودر، اوجره، دیره او دودیزه مشري يې په افراطیت،  ټوپک او باروتو داسې ورولړله او خیرنه یې کړه، چې بیا به پېړۍ پېړۍ پاکه نه شي او همداسې به ککړه تر خاورو لاندې خښه او ورکه شي. 

پښتون یې د ښار او ښاري ژوند دوښمن کړ، ښارونه ورڅخه نورو ونیول او پښتون په کلي کې د ګندنې د پټیو ګټې ته کیناست، چې له خپل تربور سره پرې وجنګیږي او یا پر خپله زمکه کوکنار وکري. د کوکنارو زهري بوټي به د ده پر پټیو ولاړ وي، نښتر به د پښتون بچی وهي، په کارخونو کې به یې د ده سپږمې ورسوزي، خو ګټه به یې بیا د نورو مافیا او قاچاقبر جېب ته اچوي. پښتون په جرمي اقتصاد داسې روږدی شو، چې ګټه یې د بل شوه او بدنامي یې د پښتون لالا، وايي: هم بوره هم بدنامه! 

او ښار، 

ښار و پوهنتون، کارخونه، دیپلوماسي، بهرنۍ اړیکي،  دفتر، مدیریت، تکنولوژي، سینما، رسنۍ او نور مدني وسایل خو لا وخته ورڅخه نورو ورخپل کړي دي. 

د تکفیر چینجنه او مزمنه ناروغي، ټاپې لګول، د سیکولر و کمونیست په نومونو د خپلو منورینو بدنامول تر هرچا زیات د پښتنو ټولنیزه ناروغي ده، چې ریښې یې ورخوسا کوي. ښه ځیر شئ، په هېواد او سیمه کې بل هېڅ قوم کافر، سیکولر او کمونیست نه لري، دا ټاپې یوازې پښتون پر پښتون  لګوي.

افراطیت، ترهګري او د جهالت له امله د ګاونډي استخباراتو په لومه کې د پښتانه ښکېلتیا د هغه څو سوه کلن بریالی پرمختګ او د پیاوړتیا بهیر داسې ډب کړ، چې بیا یې راخوځول پېړۍ- پېړۍ، ډېرې ککرۍ او د سرو او سپینو پریمانه همیانۍ غواړي. 

نوره مو خوښه خپله.