ولې له نقد څخه ووېرېږو ؟

ولې له نقد څخه ووېرېږو ؟


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • ارواښاد اسحاق ننګيال
  • 281

له دې څه هېڅوک انکار نه شي کولى، چې له يوې لسيزې راپدېخوا زموږ پر شعر، زموږ پر داستان زموږ پر سينما او زموږ پر تياتر او د هنر او ادب په ټولو برخو کې د پام وړ بدلون راغلى دى، وده يې وکړې ده او دا دې د لا ودې او لا پرمختگ پر لور روان دى او پر مخ ځي. 
په وروستيو کلونو کې پراخې سياسي، ټولنيزې پېښې، نړيوال بدلونونه او په هېواد کې د هنر او فرهنگ د لا ودې او پرمختگ په خاطر د هنري او فرهنگي ټولنو جوړول ټول او ټول د دې سبب شول، چې زموږ د ټولنې پر معاصر هنر او فرهنگ گټورې اغيزې وکړې او پر پښو يې ودروي. خو له دې څخه هم سترگې نه شو پټولى، چې اوسو اوس هم زموږ يو شمېر (( شاعران )) د شعر په نامه په څو تشو خبرو د خلکو غوږونه کاڼه کوي، په ډېرې سخاوتمندۍ سره هر اخباري گزارش او راپور تاژ ته د داستان نوم وربښل کېږي او راډيو ، تلوېزيون د موسيقۍ آرشيفونه هم سخت د پوښتنې او انتقاد وړ دي. 
زموږ هنر او ادب اوس هم پر خبور ککړ دى، اوس هم د يو شمېر شعارانو، ليکوالو او هنرمندانو اندونه د رکود خواته روان دي. 
ډېرو فلمونو زنگونه نيولي دي، پوچوالى او شړېدنې او پړسوب اوس هم زموږ د هنر او ادب پر آسمان خړې ورېځې وروي او زموږ يو شمېر (( ځوان )) اثرونه په همدې ځوانۍ کې زاړه او ببر شوي دي. 
زموږ ډېر شمېر (( شعرونه )) شعرونه نه بلکې منظومې مقالې دي، ډېر شمېر (( داستانونه )) داستونه نه بلکې د پيتاوو غورې دي. زموږ موسيقي، زموږ تياتر او زموږ سينما هم نوي والى ته اړه لري او په مجموع کې زموږ هنر او زموږ ادب رغاونې ته اړ دى. 
څه رنگه کولى شو، له قلمونو نه زنگونه پاک کړو اندونو ته تحرک ورکړو او په ځوانۍ کې د زوړ والي مخ ونيسو؟ 
ومو ويل چې په هېواد کې ادب او هنر خصوصاً د کميت له پلوه دېر په بره روان دى، د هنري او ادبي آثارو چاپ او ثبت په بې سابقه توگه گړندى شوى او آن نږدې دى چې هېڅ کور دې له (( شاعر )) (( ليکوال )) او (( هنرمند )) څخه تش نه وي، خو په خواشينۍ سره چې نقد لا تر اوسه هم سم نه دى راويښ او نقاد او کره کتوونکى هم اوس، اوس د دې وخت رارسېدلى دى چې له هنر او ادب څخه دې د کرغېړنتيا مخه ونيوله شي او په مجموع کې دې نوى او مترقي هنر او ادب ټولنې ته وړاندې کړاى شي. 
غني ادب او پر مختللي هنر ته د لاسبري په خاطر او معاصر فرهنگ ته د نويو فرهنگي مورچلونو د فتحه کولو په خاطر بايد نقد راويښ کړو، کتنه راويښه کړو او کره کتوونکي راويښ کړو او په هېواد کې پر مختللي او بداى فرهنگ ته لاره ومومو. 
يوازې کره کتنه کولى شي چې هنر او ادب چاڼ کړيو گردونه ترې وڅنډي، هنري ادب آثارو ته رسوخ وکړي له لوستونکو، ليدونوک او اورېدونکو سره د هنر او هنرمند، د شعر او شاعر او هنر مند د شعر او شاعر او د ليکنې او ليکوال اړيکې ټينگې کړي او کره کتنه په مستقيمه توگه د آثارو په هستولو کې اساسي او د پام وړ ونډۀ تر سره کړي. ؛
زموږ په هنر او ادب کې چې تفنن او ابتذال ، بې مسووليتي او بدرنگي لاره موندلې ده ولې بايد د ابتذال او پوچوالي مخه ترې ونه نيولى شي؟ 
زموږ د هنر او ادب په لرغوني بڼ کې چې دا دى له گلونو څخه يې اغزي ډېر شوي دي ولې يې بايد کره کتونکي مالياري ته مټې ونه نغاړي او د گلونو څانگې يې د غزيو له چړو څخه ونه ژغوري؟ 
کره کتونکي بايد شعر له ببولالو، دستان او تشو غورو او په مجموع کې هنر له بې هنرۍ څخه وژغوري او د رښتيني هنر د زوال او د بازاري هنر د هستېدو او هسکېدو مخه ونيسي 
وايي چې هنر او ادبيات د ټولنې د وجدان او کره کتنه د هنر او ادبياتو وجدان دى. 
راځئ چې کره کتنې ته د دښمنۍ نه بلکې د دوستۍ او صميميت نو ورکړو. راځئ چې خپل هنر او خپل ادب د هنر او ادب وجدان ته وسپارو او سپېڅلى يې کړو! 
له نقد څخه وېره د هنر او ادبياتو د غوړېدنې او پرمختگ څخه وېره ده، نقد بايد راويښ کړو، نقد بايد ومنو او د تفنن، ابتذال او بې مسووليتۍ پر ضد قيام وکړو او دا قيام برياليتوب ته ورسوو. 
 
د مرحوم استاد جلالي ژوند او آثار يې 
ټپېدونکي او د نه پنا کېدونکي علميت او روشانيت لمر تر ابده پکې رڼا وي، کندي او مرگ او نشته يې نه زده. 
موږ د برم او پرتم هغه غزني ياد وو چې لا تر اوسه پکې د فرد وسي؟ فرخي، عنصري، مسجدي، منو چهري، سنايي، مسعود سعد سلمان، ناصر خسرو، اسد طوسي، سيد حسن غزنوي، ابوافرج روني او د مختاري غزنوي د قلمونو وينې پکې نه دي وچې شوي او نه يوازې لا نه دي پکې وچې شوې بلکې د قلمونو او اندونو دغه سپېڅلې وينې له غزني نه د دغې لويې او سترې نړۍ تر هر گوټه لاره موندلې او پر تور تمونو يې اوربل کړى دى او زموږ د وطن د علم، پوهې او ادب دغه روڼ مشال مرحوم غلام جيلاني جلالي چې دا دى نن يې ياد ته د درناوي او لمانځنې ډيوې بلوو، په همدداغه وياړمن او پرتمين غزني کې سترگې دنيا ته پرانيستلې، رالوى شو، زده کړه يې وکړه، مورخ شو، اديب او شاعر شو، د اند او فلسفې پر ډگرونو يې د خپل اند نيلې وځغلاوه او ان د طبيعت  پوهنې او اقتصاد پوهنې د بريدونو کې يې د تم او ځغاستې اوږده مزلونه رالنډ کړل او د دغو اوږدو او ناپايو مزلونو نه ستړي کېدونکي مساپر زموږ د همدغو ستونزمنو لارو مشال شو. 
زوگړه او پېژندنه: غلام جيلاني جلالي د مولوي عبدالستار زوى په ١٣١٤ هـ، ق کال د غزني ښار ته نژدې د واغز د مېرزيو اندړو په يوه علمي او درنه کورنۍ کې چې قلم، کتاب او شمله يې تلپاتې ميراث و، وزوکېد. 
مولوي عبدالستار چې په خپهل د خپلې سيمې او ټبر نامتو عالم او د نقليه علومو تکړه استاد و خپل زوى غلام جيلاني يې د شپږو کالو په عمر د زده کړې پر ټغره کېناوه او د هغه د عمر تر څوارلس کلنۍ پورې يې هغه ته په خپله مدره کې د فقې مباديات د فقې اصول او د فارسي ادبياتو صرف او نحو داسې زده کړل چې په همدغه تنکي زلميتوب کې يې د پوهې او علميت د پگړۍ لومړى ول پر سر راتاو کړ او له همزولو نه بر شو. 
اووه لس کلن و چې د نورو زده کړو د حاصولو لپاره کابل ته راغى او د کابل د سراجيه مدرسې په شپږم ټولگي کې ومنل شو اته کاله يې دغاه ښوونځى ولوست او په دغو اتو کالو کې يې د منطق، رياضي، تاريخ، فلسفې او حکمت زده کړه وکړه. 
مرحوم جلالي له خپل ٨٦ کاله عمره څخه کابو اتيا کاله د علم او پوهې پر