کابل کې ماین چاودنې څلور تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

کابل کې ماین چاودنې څلور تنو ته مرګ ژوبله واړوله.


  • 3 مياشتي دمخه (05/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 154

سمسور (چهارشنبه د غویي ۱۵) د کابل پولیس وایي، چې نن سهار شاوخوا ۷ بجې د کلکانو ولسوالۍ د کلکانو پله سیمه کې د روغتیایي کارکوونکو د سپرلۍ پر کاسټر ډوله موټر چاودنه رامنځته شوې ده. 

په خبرپاڼه کې راغلي چې د عملې دې موټر د پنجشیر ولایت روغتیایي کار کوونکي لېږدول، چې چاودنه پرې شوې ده.

سرچینه وایي، چې په دغه پېښه کې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

چارواکي وایي، چې تردې دمه د دغې چاودنې څرنګوالی نه دی روښانه، خو په وینا یې په دې اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

تردې مهاله د یادې چاودنې مسؤولیت هم کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.