د انسان او خاورې اړيکې


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • سيداصغر هاشمي
  • 343

 ټول کاينات لوی او عظيم شان ذات پيدا کړي او انسان يې په ډېر ښکلي شکل پيداکړی دی، د انسان په دې کوچني وجود او بدن کې چې څومره معجزې، نوې، ظريفې او دقيقي فابريکې او ماشينونه کار او فعاليت کوي، د ډېر تعجب او حيرانتيا وړدي. 

 د انسان د اصليت او حقيقت په هکله الله تعالی په قرآن کريم کې فرمايي: 
 ژباړه: بيشکه موږانسان د خاورې له جوهراو خلاصې څخه پيداکړ. (الصافات:۱۱) 
همدارنګه په بل ځای کې فرمايي:ژباړه:الله تعالی هغه ذات دی چې تاسې يې د خاوري څخه پيدا کړي ياستئ.(النعام:۲)
د قرآن کريم علمي اعجاز وګورئ چې نن طبي تحقیقاتوکې د خاورو په هکله ورته خبرې شته دي.
د اوبوپه وسيله په خاروه کې نم پيداکېږي او د دې رطوبت او نم څخه دانې، حبوبات، غله جات او ميوه جات راشنه کېږي چې تر نمواو ودې وروسته ورڅخه خوراکې شيان جوړېږي، دا خوراکي شيان خوري چې ترهضم او جذب وروسته وينې ته داخلېږي، د بدن ټولوحجرات  ته ځان رسوي او د همدې موادو څخه د بدن جنسي حجرات او بدنې حجرات استفاده کوي او خپلې نمو او ودې ته دوام ورکوي جنسي حجرات(سپرم او تخمه) کوم چې د انسان د بدن حجرات دي، د راتلونکي نسل د توليدلپاره اصلي رول لري او همدا حجرات راتلوونکی نسل مینځ ته راوړي. موږ ويلای شوچې د جنسي حجراتوغذا له خاورې څخه تهيه او برابرېږي.
کله چې سپرم او تخمه سره يوځای شي نو د تغذيي لپاره د بدن د غذايي موادو څخه استفاده کوي، کوم چې له خاورې څخه يې په لاس راوړو.
د انسان بدن چې د کوموموادو څخه جوړ شوی، هغه مواد په خاورې کې هم موجود دي، نو د دې خبرې مطلب دا شو چې د انسان او خاورې منشااو اصليت يوشان دی. د انسان په وجود کې کاربن، نايتروجن، هايدروجن او ځينې نورعناصر په خاورې کې هم وجود لري. 
د قران کريم طبي اعجاز څخه