شاعر زيار


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • پوهندوى اسمعيل يون
  • 395

شعر زموږ د ادب يوه غوره برخه ده او ځانګړى څپرکى تراوسه پورې په پښتو ادب کې  تر نورو ټولو ادبي ژانرونو او برخو د شعر برخه زياته ده، زيات مينه وال لري، زيات ليکونکي لري او زيات لوستونکي. استاد زيار زموږ د ادب په دغه برخه کې نه هېرېدونکي کارونه کړي دي او کوي يې. ده زيات شعرونه ليکلي، د وخت حالات يې په کې ښه ترا انځور کړي دي او تل ترتله د پښتو شعر د بهير د مخکښانو په ډله کې پاتې شوى او لا کله ترې دمخه شوى هم دى.
استاد زيار د اوسني ليکوال ليکونکي استاد ((بېنوا)) په غوښته پر ١٣٤١ کال خپل ژوند ليک داسې کښلى و:
(( له لسم ټولګي څخه نوى بريالى شوى وم، چې د تېر با مشقته کړکېچن يا له خواږه سوزه ډک ژوند خاطراتو مې د تحت الشعور له پردو څخه د شعور صحنې ته پرله پسې په راوتلو پيل وکړ، چې ورو ورو يې زما له معصومانه عشقي احساساتو سره اړخونه بدل کړل. دې احساساتو زما له فطري او کسبي انکشاف څخه الهام واخيست، لومړى يې زما ژبه وخوځوله او بيا د قلم په ژبه د (شعر) په نوم راڅرګند شول)). (عبدالروف بېنوا: اوسني ليکوال ٣ ټوک، ١٣٤٦ کال،  ١١٠٨ مخ).
استاد زيار په زياته کچه شعرونه ليکلي او وخت پر وخت يې د هېواد په مطبوعاتو کې چاپ کړي دي. د ده لومړنى شعر پر ١٣٣٥ کال د زيري جريدې له خوا خپور شوى او وروسته يې بيا د هېواد، انيس، اصلاح، ننګرهار... ورځپاڼو او د پوهنې، کابل، عرفان په مجلو کې په زياته کچه شعرونه چاپ  کړي او له راډيو څخه يې خپاره کړي دي او په دې توګه د څومره والي (کميت) له پلوه هم له خپلو هم مهالو څخه وروسته نه دى پاتې شوى. په دې ډول استاد له پښتو شاعرۍ سره يوځاى- پارسي شاعري هم کړې ده، خو راوروسته يې پرې ايښې ده.
استاد لومړى پارسي شعر د ١٣٣٣ کال د کب پر مياشت ويلى او د ١٣٣٤ کال د نوروز پر ورځ يې د ابن سينا منځني ښوونځي له خوا په جوړه شوې غونډه کې اورولى دى. د سر مصرع يې په دې ډول ده:
اوان وقت گل رسيد بشگفت گلها تازه تر
استاد زيار په بېلابېلو برخو کې خپل قلم ازمويلى دى او د پښتو شعر په زياتو برخو او زياتو فورمونو کې يې شعرونه ليکلي دي. څلوريزې يې کښلې دي، نظمونه يې ليکلي او اوس خو يې په زياته کچه د ازاد شعر د مخکښۍ دنده پر غاړه اخيستې ده.
دلته د ده د شعر پر ټولو اړخونو باندې غږېدل او خبرې کول ډېر کار غواړي او زما غوندې د کم منګي او کم ازمېښتي کار هم نه دى او غټو غټو ليکوالو او کره کتونکو ته اړتيا ليدل کېږي، چې د استاد زيار د شاعرۍ د اړخونو د څرنګوالي په باب څېړنې او ليکنې وکړي، خو زه دلته يوازې دومره څه ليکم، چې نورو ته يې لږ تر لږه د شاعرانه هلو ځلو د پرله پسې بهير يو لنډ انځور هومره وړاندې کړم.
استاد زيار له ډېر پخوا راهيسې، يانې له ٣٦ کلونو راهيسې شعرونه ليکي، خو بيا هم تر ډېره وخته پورې يې د شعرونو ځانګړې مجموعه نه وه چاپ شوې. مټې يې پر ١٣٥٩ کال لومړى شعري غونډ ((زنداني نغمې)) چاپ شو. دغه کار البته ځينې عوامل لري، چې زه يې دلته له څېړلو ډډه کوم، يوازې د ده پر شاعرانه فعاليتونو رڼا اچوم او هغه شعري غونډونه يې درپېژنم، چې تراوسه پورې چاپ يا چاپ ته چمتو دي.
يو بل ټکى هم د يادولو وړ دى او هغه دا چې استاد زيار يو زيات شمېر شعرونه په بېلابېلو وختو کې دبېلابېلو جريدو، مجلو او ورځپاڼو او راډيو له لارې خپاره کړي دي، د هغو ټولو راټولول يو ناشونى کار دى، خو يو زيات شمېر يې په شعري غونډو کې راغلي دي. له همدې کبله يې يوازې د شعري غونډونو پر پېژندنه بسنه کوو. خو تر دې مخکې، چې د هغه شعري غونډونه وښيو، ښه به وي چې د پښتو شعر او شاعرۍ په برخه کې يې ستر نوښت يانې د ازاد شعر مساله هم له ياده ونه باسو.
زيار د هغو مخکښو شاعرانو سرلارى دى، چې په پښتو کې د شعر نويوالي  او نړيوالي لپاره سرسخته مبارزه، هاند او هڅه کوي، کله خو دى د خپلې دغې سرسختې مبارزې او د هغې بې کچه مينې له مخې، چې د شعر له دې ځانګړي فورم سره يې لري، د ادبي چاپېريال د ځينو لنډ اندو او لنډ پارو دود پالو ( عنعنه پسندانو) له ناوړه چلند او د ځينو نورو له ګونګسيو سره مخامخېږي. خو زيار هغه دومره ستر خنډ نه بولي، لکه څنګه چې د ده په پېژندنه کې مو وويل، دى په ډېره ګڼه ګوڼه کې هم خپله لار باسي او همدا راز په دې برخه کې هم د هېڅ راز خنډونو خيال نه ساتي.
دى په ځانګړې توګه زياتره ځوان شاعران دېته هڅوي، چې ازاد شعرونو ته مخه وکړي، خو دا په دې مانا نه ده، چې ګنې زيار زموږ د ادب او په ځانګړي ډول د شعر له پخوانيو فورمونو سره دښمني ښيي، بلکې دى وايي:
(( موږ بايد د شعر په نورو پخوانيو جولو (فورمونو) کې داسې شعرونه وليکو، چې تر مخکنيو غوره وي او قافيه او رديف زموږ فکر او سوژې ته ضرر پېښ نه کړي. خو که چېرې د غزل غوندې د شعر په نورو پخوانيو چوکاټونو کې مو شعر ليکنه زموږ ترمخه شاعرانو ته نه شي رسېدى، نو ښه به دا وي، داسې يوه لاره وسنجوو، چې هم تر پخوانيو شاعرانو دمخه شو او هم زموږ لپاره نوى وي او هم په کې خپل فکر او خيال په ښه ډول ځاى کړو)).
د استاد زيار پورتنۍ خبرې که ځينې غزل بول او دوديزوال شاعران راباندې راونه پارېږي، تر ډېره ځايه درستې دي. همدا اوس زه د يوه غزل بول شاعر، چې تر ټولو زيات ازاد شعر د رامنځته کېدو مخالف دى، تر ٨ ټوټو څخه زيات تش په نامه غزلې وړاندې کولاى شم، چې په يوه قافيه، يوه رديف په يوه محتوا او مانا او هغه هم په لا ډېره زړه او سولېدلې بڼه چې په سلګونو پلا زموږ په ادب کې تکرار شوې خپرې شوې دي.
خو له دې سره جوخت موږ له ښه مرغه داسې شاعران هم لرو، چې د غزل په فورم کې يې ډېر پياوړى اندو خيال رانغښتى دى او داسې شاعران بيا د ازاد شعر د رامنځته کېدو خنډ کېږي هم نه او د هر ادبي ژانر رامنځته کېدو ته په درنه سترګه ګوري. په هره توګه هر څوک چې د شعر په هر چوکاټ کې څه ليکي، بايد ښه يې وليکي او تر پخوانيو يې ډېر ښه وليکي.
ازاد شعر په پښتو ژبه کې يوه نوې پديده ده، نوې پديده که هر څومره د خلکو په ګټه هم وي، په پيل کې بيا هم له مخالفتونو سره مخامخېږي. په هر ډول استاد زيار په پښتو کې د ازاد شعر د يوه مخکښ او زړور مبلغ په توګه بايد له مخالفتونو سره مخامخ شي. خو راتلونکې يې روښانه ده او د پښتو ازاد شعر د لومړۍ مستقلې چاپي مجموعې د چاپوونکي او درلودونکي په توګه دا حق لري، چې د خپلې ټاکلې لارې دفاع وکړي او پر مخ ولاړ شي. لوى استاد ((حبيبي)) لا هغه وخت د استاد زيار په باب کښلي وو:
(( د پښتو د اوسني شعر د تنکي بڼ يو بل غوړېدلى ګل دوکتور زيار دى. په زړو قالبونوکې نوي موضوعات ځايوي، خو په دې وروستيو کې يې د شعر فورم هم اوښتى او د فورم او فون په لحاظ منظومي نوى والى لري...)). ( د اصف بهاند مقاله- د استاد زيار پنځوسمه کاليزه، ناچاپه.)
اوس راځو د استاد زيار شعري غونډونوته:
خو تر دې مخکې چې د هغه د شعري غونډونو پر پېژندنه پيل وکړم، خپله ياده شوې خبره بيا راغبرګوم، هغه دا چې استاد ګڼ شمېر شعرونه پخوا په ورځپاڼو، مجلو او جريدو کې خپاره کړي دي. د هغو ټولو راټولول يو ناشونى کار دى، ځکه چې د ورځپاڼو، جريدو او مجلو کلکسينونه نيمګړي دي، دا دى دلته بيا يو ځل د هغو خپرونو نومونه اخلم، چې د استاد شعرونه په کې په زياته کچه په انفرادي ډول خپاره شوي دي:
د هېواد، انيس، پيام ورځپاڼې، د پوهنې او عرفان مجلې، د ننګرهار، کندهار او پکتيا مجلې، زيري جريده او نورې زياتې خپرونې، چې له دېرشو کلونو راهيسې يې خپرونې کړې دي. اوس يې دلته يوازې پر هغه شعري غونډونو، چې تراوسه پورې چاپ او يا ناچاپ دي، رڼا اچوو:
تر ټولومخکې يې د لومړي شعر لومړۍ او وروستۍ مسره چې د زيري اوونيزې د ١٣٣٥ کال په مني کې خپور شوى، راوړو:
څو به يو موږه له کاروانه پاتې
(لومړۍ مسره)

د وطن غم کې شه کوشانه پاتې
(وروستۍ مسره)

زنداني نغمې:
زنداني نغمې د استاد زيار د شعرونو لومړى چاپي غونډ دى چې پر ١٣٥٩ کال د بيهقي موسسې له خوا په ښکلې کچه او سکښت چاپ شوى دى. په دغه شعري غونډ کې، چې ټول ١٠٠ مخونه لري ٣٥ ټوټې شعرونه راغلي دي. د دې مجموعې په شعرونو کې هم د استاد زيار د نورو شعرونو په شان د ده سياسي کړنلاره او سياسي مفکوره له ورايه ښکاري. د دې مجموعې شعرونه د فورم له مخې ازاد او ځينې نيمه ازاد او ځينې يې په نوروفورمونو کې راغلي دي. پر دغه شعري غونډ باندې د (زنداني نغمې) تر سرليک لاندې د اکبر کرګر له خوا په ٤ مخونو کې يوه سريزه کښل شوې ده.
همدارنګه دمجموعې په پيل کې په ٦ مخونو کې د (زنداني نغمې) په نوم په خپله د استاد زيار يادښت راغلى دى. د ا دى دلته له دغه شعري غونډ څخه يو دوه بېلګې را اخلو:

ازاده مينه


ستا له خوا نه بېلېدى نه شمه زه
ستا له مينې صبرېدى نه شمه زه
چې نيولې مې ده ستا د وفا لاره
له دې لارې کږېدى نه شمه زه
نا اميده ستا د سترګو له ککونه
لکه اوښکه څڅېدى نه شمه زه
يم رنځور ستا د پېغلوټو کرشمو زه
بې وصال دې رغېدى نه شمه زه
له خپل ځانه تېرېدل ماته اسان دي
خو له تانه تېرېدى نه شمه زه
زه يم ستا هغه ازاده مينه زياره
چې په جېل کې ځايېدى نه شمه زه!


د زندان پسرلى

راغله مې خواته غلې غلې وږمه
د تور زندان له وسپنيزو پنجرو
د ننګرهار د سپرلنيو ګلو
دلمر دوړانګو پر زرينو وزرو
دلته پراته ډېر د فاشيزم دښنه
د مېنې مينې په ګناه بنديان
د يو ولس د يرغملو په نوم
د ستر بري په هيله ګالي زندان
دلته بنديان د هغو زړو څښتنان
چې د وطن په عشق ټوپونه وهي
چې سر ترپايه يې په رګ رګ کې
انساني مينه غورځونګونه وهي.

وينه او مينه
وينه او مينه د پوهاند زيار دشعرونو هغه غونډ دى، چې پر ١٣٦٠ کال د ملي دفاع وزارت په چاپ خونه کې د ١٠٠٠ ټوکو په تيراژ په ښکلې کچه او سکښت چاپ شوى دى.
په دغه شعري غونډ کې د استاد ځينې هغه شعرونه راغلي دي، چې د ١٣٣٩- ١٣٦٠ کلونو په اوږدو کې يې ويلي دي. دا مجموعه په ښکلي ډيزاين او انځور ښکلې شوې ده او د نورو کتابونو په پرتله په وړوکي (جيبي) کچه له چاپه راوتلې ده.
ددې غونډ په پيل کې د (سخن کوتاهى در باره وينه او مينه) د دوکتور اسدالله حبيب له خوا په درې مخونو کې د شاعر او د دې مجموعې د شعرونو د څرنګوالي په باب يوه سريزه کښل شوې ده. په دې شعري غونډ کې چې ټول ١٣٢ مخونه لري، ١١٩ ټوټې شعرونه ځاى شوي دي، چې زيات شمېر يې څلوريزې او ځينې يې ازاد شعرونه او اډانې يا سپين شعرونه دي.
دا شعرونه د استاد زيار د اندو ژوند د څو اړخونو هندارې بلل کېږي. په تېره يې بيا د سياسي ژوند، لکه چې وايي:
(( زما دغه وينه او مينه زما د ٢٢ کلن ژوند او اند د بشپړتيايي بهير يو نيمګړى غوندې انځور دى. له يوه لنډ تنګ ولسوال نړۍ ليده نيولې تر ټولنوال او پرګنوال هغه پورې...)).
دلته به له دغه شعري غونډ سره د لا بلدتيا په موخه دوه ټوټې شعرونه را واخلو:
سم هوډ
سازېدل له زمانې سره اسان دي
زمانه سازول ځان سره زه غواړم
ساز ناسازې زمانې سره به نه شم
څه پروا که راغلم راغلم، لاړم لاړم.

چپه زمانه
زمانه راته چپه غوندې ښکارېږي
چپ ته ښي او ښي ته چپ چې ويل کېږي
((لېونى خاندي پر کلي پر ده کلى))
د هوښيارو دا متل دلته جوړېږي.


سوزونه او سازونه:
د پوهاند زيار د شعرونو يو بل ښکلى غونډ دى، چې پر ١٣٦٤ کال د چاپ او خپرونې د دولتي کومېټې له خوا په دولتي چاپخونه کې په افسېټ ډول د ٢٠٠٠ ټوکونو په تيراژ له چاپه راوتلى دى. د استاد دا شعري غونډ د کميت او کيفيت له پلوه پوره بډايه دى. په دې شعري غونډ کې ٧٣ ټوټې شعرونه راغلي دي، چې د فورم له مخې ازاد- نيمه ازاد او يو شمېر يې په پخوانيو شعري فورمونو کې ويل شوي دي.
د دغه شعري غونډ په پيل کې د پيلامې په توګه د ((زما سوزونه او سازونه)) تر نامه لاندې په درو مخونو کې په خپله د استاد زيار يو يادښت راغلى دى، چې د دغه شعري غونډ په باب وايي:
(( هسې خو د مانا او محتوا له مخې دغه شعري انځورونه د يوه ربړېدلي او کړېدلي انسان د ژوند يو داستان دى، چې د رنګارنګو مهالونو او چاپېريالونو رنګارنګيو په کې اړخونه بدل کړي، هر سوز يې د يوه مهال او هر ساز يې د يو چاپېريال ښکارندويي کوي، د هر هغه مهال او چاپېريال چې زه يې ستاسې او نورو مليونونو همځېلو (همنوعانو) د يوه استازي په توګه يو نه جلا کېدونکى ټوک يم او له همدې کبله يې اوس د همدغه رنګين داستان آر لوبغاړى او اتل يم)).
پر دې شعري غونډ باندې په شپږو مخونو کې د ((زيار شاعري)) په نوم د اجمل خټک له خوا يوه سريزه کښل شوې او همدارنګه ( د سوزونه او سازونه په باره کې څو خبرې) تر سرليک لاندې په درېو مخونو کې د دوست شينواري له خوا هم يوه سريزه کښل شوې ده.
اجمل خټک د استاد زيار په باب وايي:
(( زيار په سينه کې د شاعر زړه هم لري او ژبه هم، د يو داسې شاعر زړه چې د ښکلا او مينې خوندونه او دردونه هم محسوسولاى شي او د ژوند او محنت ارمانونه او محروميتونه هم. دى داسې شاعر دى، چې ژبه يې د خپلو خواهشاتو له تاوه نه تاوېږي، بلکې د خپل محيط او انسانيت په غم ککړه ده، د انسان د ژوند له هرې موضوع، مضمون او کار سره خپل تعلق څرګندوي او له هر تعصب او تنګ نظرۍ نه پرته په خلوص، بلکې لېونتوب سره خدمت کوي.)) دى همدارنګه زياتوي: (( زيار د خپلو شخصي خواهشاتو په خوب ويده شاعر نه دى، د خپل هېواد او ولس په غم لړلى، بيدار ليکوال دى. زه هر وخت زيار صاحب او د ده ذهن د تحقق او څېړنې په کار کې مصروف وينم. د ده شعرونه د ده د ذهن پيداوار دي...)).
يوه بله خبره چې د دغه شعري غونډ په باب د يادولو وړ ده، هغه دا ده چې په دغه شعري غونډ کې راغلي دوه سريزې د کتاب په پاى کې راغلې دي، يانې د شعرونو تر پاى ته رسېدو وروسته. که چېرې له دود سره سم دا سريزې د کتاب په پيل کې راغلى واى، ښه به واى او له لوستونکو سره به يې ډېره مرسته کړى واى. داستاد زيار دا ياد شوى شعري غونډ د خپل هغه دروند ارزښت له مخې چې لري يې، پر ١٣٥٨ کال دخوشال خان لومړۍ درجه جايزه وګټله.
دا شعري غونډ له سريزو او ويي پانګې پرته ٢٦٥ مخونه لري. د کتاب پاى ته په شعري غونډ کې د راغلو وييونو ٢٢ مخه ويي پانګه هم راغلې ده، چې له لوستونکو سره د ستونزو په حل کې پوره مرسته کولاى شي. دلته ترې يو ښکلى شعر را اخلو:
مين ارمانونه
دا مې اوښکې ورټې ورټې...
راخوټکېږي او بهېږي
د ليمو له سرچينو نه
پر باړخو باندې مخ کښته...
که بهير دى رانه لېږدي د نيمګړو ارزوګانو.
دا زما بېلتون ځپلې
ارمانژلې، ځورېدلې
سرترپاى ناکامه مينه
اوبو وړې شانې هيله...
په ارمان د يوه څرک د چا د مخ د رڼاګانو.
په دې زړه د تورې شپې کې
په تورتم تورو تيارو کې
د مينو ارمانونو...
برېښنا نه شته، ځلا نه شته
ورک را ورک او راورکي
نه بنډاو د سونګ د شمعې نه کړاو د پتنګانو
ګوري ګوري تورې ورېځې
چې دهسک مخ يې نيولى
پنا کړي يې له سترګو
دي د ستورو سترګکونه
پلوشې د وږمکۍ...
يا که سيوري دي چې ښوري د شهيدو ارواګانو!
لار لودن راځنې ورک دى
غورځم، پرځم، ټپرېږم...
لارښودنه لرم د مينې
چې مې بوځي تر درشله
د زړه سواندي خواږه يار...
پخسوي مې، ځوروي مې ياد د تېرو پېرزوګانو!

اور او وينې
د پوهاند زيار د ازادو شعرونو يو ښکلى غونډ دى، چې پر ١٣٦٥ کال د چاپ او خپرونې د دولتي کومېټې له خوا د ٢٠٠٠ ټوکونو په تيراژ په دولتي چاپخونه کې په ښکلې کچه او سکښت چاپ شوى دى. په دې غونډ کې ټول ٤٣ ټوټې شعرونه راغلي او ټول يې ازاد دي.
دا غونډ ١٩١ مخونه لري. د شاعر دې شعرونو هم د نورو شعرونو په څېر د ده اندو خيال په ښه ډول څرګند کړى دى، چې دا يې په شعرونو کې د برياليتوب يوه ستره نښه ده. په پيل کې د سريزې پرځاى ( ازاد شعر ته رابلنه) په نوم يو ښکلى ازاد شعر راغلى دى. د اور او وينې غونډ د ازاد نوي پښتو شعر لومړۍ بېلګه ده، چې د ځوانو زېږندويانو لپاره يو ګټور لارښود ګڼل کېږي.
دا غونډ د ژبني سبک له پلوه د ( يوې نږه، خوږې، لنډې، روانې او بشپړې کره) پښتو تر ټولو غوره بېلګه ګڼل کېږي او نوې رغونې او ترکيبونه په کې زيات راغلي دي.
د هنري پرداز، ايماژونو او انځورونو او په تېره د اساتيرو له پلوه ډېر لوړ او د فکري محتوا له مخې ډېر ژور دى په دې توګه دلته په ټوله مانا د ژوند ((شعار)) پر ((شعر)) بدل شوى دى. دلته د هنري ارمان او ټولنيز ارمان، يا په لنډ ډول د شکل اومحتوا ترمنځ ډيالتيک په رښتينې ((ډياليکتيکي)) مانا ټينګ دى. د ترخه ټولنيز واقعيت له ځلونې سره سره په کې پر ارمان برى او ايمان هم يوځاى انځورل کېږي.
استاد زيار په دغه شعري غونډ کې زيار کښلى، چې ( ادب د ادب يا هنر د هنر لپاره) او بل ( ادب يا هنر د ژوند لپاره) دواړو بهيرونو ته پيوند ورکړي او په دې توګه د ښوونکي او کره کتونکي په توګه يوه نوې لاره پرانيزي. د استاد دا شعرونه د کوم اروپايي يا شرقي ازادو شعرونو پېښې نه دي، بلکې زېږندوى او نوښتګر يې په دې ګروهه دى، چې دلته د فولکور او منظومو ادبي دواړو ډولو شعرونو له تونيک سيلابيک خصوصيت څخه ګټه اخيستل شوې، له قافيې پرته چې د نړۍ دهېڅ کومې ژبې د شعر بنيادي شرط نه دى، نور ازاد شعر له منظوم ادبي او فولکوري هغه سره کوم توپير نه لري، په دې مانا چې وزن او سېلاب د نړيوال بنسټيز شرط په توګه تر دا منځ يو شان واکمني لري.
دلته د شعر د څرمې (فرعي) ځانګړتيا په توګه قافيي قيد و بنديز نه شته او نه د مسرو د لنډوالي او اوږدوالي قيد. د ساري په توګه قافيه وال (يا بې قافيه ولسي شعرونه) په اوو څپيزو مسرو پيلېږي. حال دا چې په نوي ازاد شعر کې له څلورو څپيزو مسرو څخه پيل مومي او ان تر ٣٩ څپيزو رسېږي. تر دې البته زيات (جمله) او (سا) نه شي اوږدېدلاى، په تېره سا ايستنه چې مسره سره ځاى پرځاى دروي.
استاد زيار د دې مجموعې د نوم په باب وايي:
دا چې ما بيا هم د دې دفتر نوم شعار ډوله ټاکلى، زما د سر صفحې شعر يې ځواب وايي:
ټول دفتر مې شو د مينې اور و وينې
ستا د سرو سکروټو شونډو له غزله!
د دغه غونډ ستر نوښت په دې کې دى، چې په پښتو ژبه کې د ازادو شعرونو لومړنۍ، ځانګړې بشپړه چاپي مجموعه ده چې شعرونو يې د پوخوالي زياتې پوړۍ وهلې دي. يو شاعر د دې مجموعې په باب ليکي: (( د شعرونو سبک يې عاطفي او روښانفکرانه دى او د هنري ارمان او ټولنيز ارمان ترمنځ يانې د شعري شکل او مضمون ترمنځ ژور ډياليکتيکي اړيکي شتوالى لري. د رسالت دقيق او استادانه رعايت، شاعرانه مسووليتونو (زماني مسووليت)، (مکاني مسووليت)، (ټولنيز مسووليت) او (ادبي مسووليت) د محترم زيار شعرونه لا شتمن کړي دي)). ( د ثور انقلاب حقيقت ورځپاڼه، ١٣٦٦/٣/١١ ګڼه، ن. سيورى، اسحق ننګيال).
په هر حال دا غونډ پښتو ژبې ته د نوي فورم او نوې محتوا په درلودلو سره د پوره ارزښت لرونکى دى. بايد زموږ ژبې داسې يوه مجموعه لرلاى، خو ښه ده چې لري يې.
ددغه غونډ په باب ډېر څه ويلو ته اړتيا شته او موږ ترې د خپلې ليکنې د ډېر اوږدوالي له کبله ډډه کوو. د زياتو معلوماتو لپاره وګورئ: کابل مجله ١٣٦٦کال لومړۍ ګڼه (اور او وينې ته يوه کتنه) د نورمحمد سهيم کره کتنه.
يوه بله خبره، چې د دې غونډ په باب د يادولو وړده، هغه داده، چې په پاى کې يې له ١٦٧-١٨٤ مخ پورې د هغو وييونو پانګه راغلې ده، چې د دې شعري غونډ په شعرونو کې کارول شوي دي، چې بې له شکه د شعرونو په ځينو پېچلو برخو کې له لوستونکو سره مرسته کوي. دا دى، دلته له دې ښکلي شعري غونډ څخه د طلايي شګې په نامه يوه ټوټه ښکلى شعر را اخلو:
طلايي شګې

په وزرو د مينه وړو
او خوږو خوږو شېبو
کړم ګليون د سرو ګلونو
ګلکڅونو
دنګو دنګو چنارونو د وارنا...
د الواک نيلى مې ځغلي او راځغلي
کښته پورته
د شنه هسک و شنه درياب په همغاړې او همبريدې
ارتې ارتې
او ناپايې شنې ورشو کې
سپينې سپينې ښکلې ښکلې
او جوړه جوړه کوترې
سره خاندې او مستي کړي
خوله پر خوله غاړه پر غاړه
پر پستو ((طلايي شګو))
تر تودو زرينو وړانګو
د لمر لاندې...
او زه ناست ورته پر غاړه
جوړوم د طلايي شګو کورونه
په پر غز، غر څپه راشي
بېړۍ ډوبه مې د اند شي
کړي را وران خيالي کورونه.

ګلکڅونه:
د پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار د شعرونو هغه ښکلى غونډ دى، چې د افغانستان دليکوالو د انجمن له خوا په دولتي مطبعه کې په ښکلې کچه او سکښت د ٢٠٠٠ ټوکونو په تيراژ له چاپه راوتلى دى. دا غونډ ټول ١٣٢ مخونه لري او د شاعر ٦٠ ټوټې شعرونه په کې راغلي دي. ددغه غونډ زياتره شعرونه غزل دي. يو شمېر نيمه ازاد او يو لړ يې په نورو پخوانيو فورمونو کې ليکل شوي دي. پر دې غونډ باندې د استاد عبدالروف بېنوا له خوا په څلورو مخونو کې يوه سريزه کښل شوې ده، چې په هغه کې د استاد زيار د ژوند او د ده د شاعرۍ په هکله رڼا اچول شوې ده او په خپله د همدې غونډ په باب خبرې شوې دي. په دغه غونډ کې د استاد زيار د زلميتوب د وخت ځينې شعرونه راغلي دي، چې استاد بېنوا په دې باب ليکي:
(( ده دا خپل ګلکڅونه يوازې د زلميتوب د مينې او هوس لپاره حصار کړي نه دي، بلکې د خپل هېواد، د خپل ولس او د اوسنۍ نړۍ د ټولنيزو نابرابريو هغه نارې سورې او کوکې يې هم په کې وهلې دي، چې د ده انساني عواطف يې لړوزلي او بشري احساسات يې راپارولي دي)).
دا دى، دلته يې يو ښکلى غزل را اخلو:

د استاد حمزه په ژبه

پرون دې پرېکړې  د جرګو په ژبه
نن دې هر څه د ولولو په ژبه
درنه پښتو ده هېره شوې که څه
چې اوس غږېږي د وسلو په ژبه
څو به په څو يې زما وينو ته ناست
څو به مې وژنې د دښنو په ژبه
که وو تربرونه خو پردو ته يو وو
ولې پردي شو د پردو په ژبه
له ولس وځه خوله نرخ مه وځه
درته يم سر د پښتنو په ژبه
خير دى که کړم درته د زړه خبرې
د اوښکو وينو د سلګو په ژبه
وايم رښتيا درته، ترخه که هم وي
د اوسمهال د اسوېلو په ژبه
پرې چې پيغام د ژوند درواستومه
د انقلاب د پلوشو په ژبه
ځم د استاد حمزه په لار درسره
ګوندې شې پوه مې د شعرو په ژبه.

ګډه نړۍ:
دا د يوې درې کسيزې مشاعرې بڼه لري، چې له ١٣٤٠-١٣٤٤ پورې د زيار، ممنون او فنا له خوا پرله پسې تر سره شوې او پر خپل وخت د مېرمن مجلې او هېواد ورځپاڼې له خوا خپره شوې ده او په راوروسته کلونو کې سېلاب ساپي او نصرالله حافظ هم په کې برخه اخيستې ده.
دلته له دغو درې کسيزو مشاعرو څخه لومړۍ مشاعره، چې د استاد زيار د شعرونو په دې طرحې جوړه شوې، راوړم.
بيا مې ښکلى يار په زړه ورېږي نن
ګاټي مې د سترګو پسې لوېږي نن

د محمد جان فنا شعر په دې ډول دى:

اندېښنه

ساز د محبت راته غږېږي نن
پېغله د هنر راته نڅېږي نن
يو نظر مې ستا د مخ ښايست وليد
يو جهان رڼا پر ما ورېږي نن
تش چې تصور دې د بشر وکړم
ټول جهان مې خيال کې نه ځايېږي نن
خوب کې چې مې ستا سترګې ليدلې دي
څاڅکى دماتم پر ما تويېږي نن
ويې کتل په ناز راته بڼو لاندې
ځکه مې اغزي په سترګو کېږي نن
ښکل مې کړى خوږې سرې خندنۍ شونډې
زړه مې اور د مينې کې سوځېږي نن
مرګ او ژوند ((فنا)) راته جنون ښکاري
خيال چې د ليلى راته پسخېږي نن


دا هم د ممنون شعر:

ناکامه هيله

غم مې بيا د خيال په کور ګډېږي نن
هيله مې ناکامه شوه ژړېږي نن
ما د زړه په وينو چې اباده کړه
دا د محبت ماڼۍ نړېږي نن
مسته ښه ورشو د اسماني مينې
زړه لکه هوسۍ ورنه تېرېږي نن
ستا د تصور درشل به پالمه
تېرې زمانې راته غږېږي نن
ستا د مکېزونو رڼاګانو کې
پرېږده دا ((ممنون)) چې وسوځېږي نن

اندو ژوند:
اندو ژوند د استاد زيار د کوچنيو ټوټو د لړۍ دويمه شعري مجموعه ده، چې په هغه کې د جولې له مخې زياتره څلوريزي او ((سپين)) شعرونه راغلي دي او انتقادي، طنزي او حماسي رنګ لري. دغه غونډ پر ١٣٦٨ کال د سرحدونو چارو وزارت له خوا په اريانا چاپخونه کې چاپ شوى دى. دلته يې دوه بېلګې راوړو:
بلهاري
ما په مينه کې زده کړې له پتنګه بلهاري ده
ولــــولـــه مـــې پـــښتنه او اراده مې منصوري ده

لړم، ٤٣ کال
نکريزې او رانجه

دزړه وينې مې نکريزې
شوې د پېغلو هيلو پښو ته
شو رانجه راته ګرومونه
غږ مې نه رسي غوږو ته
 ٦٢ -٩-١٨

ګلوييونه:
د استاد زيار يو ناچاپ غونډ دى، چې په هغه کې د فورم له مخې د ګلکڅونو شعري غونډ ته ورته شعرونه راغلي، دي چې زياتره يې غزليز رنګ لري.

سپين غر:
د استاد زيار هغه شعري غونډ دى، چې په هغه کې د ده له ١٣٣٨-١٣٤٥ کلونو پورې ځينې شعرونه راغلي دي، چې د ((پښتونستان)) او ټولنيزو موضوعاتو په باب يې ويلي دي. په دې شعري غونډ کې اوږده نظمونه راغلي دي، چې يو شمېر يې په راډيويي مشاعرو کې ويل شوي او يو شمېر يې په بېلابېلو خپرونو کې خپاره شوي دي. دلته له دغه شعري غونډ څخه يوه بېلګه را اخلو:

پښتني غمونه

زه پښتون د پښتونخوا يم
پښتونخوا کې پښتون غواړم
پښتني دردونه ژاړم
افغاني غمونه ژاړم
 
بيا مې وينې راخوټېږي
د زخمي زړه له پرهاره
ځورېدلې تلوسې مې
له درد سوزه وهي څړيکې..
په خوګلن کې د ګوګل مې
د مړو ژواندو ارمانونو
آ واړه واړه بڅرکي
په ورو ورو راتازه کېږي
اسوېلي مې لمبه اخلي..
د پلرونو او نيکونو
د آ تېرو پرتمونو
هغه تېرې خاطرې بيا
هغه هېرې خاطرې بيا
زما زړه باندې ورېږي
دا لمبې به پټې پټې
 نور په زړه کې څنګه نغاړم
پښتني دردونه ژاړم
 افغاني غمونه ژاړم

په ترپکو مې شي زړه کې
پښتني سپېڅلې مينه
لېونى شانې احساس مې
کومې لور ته لېږدوي بيا
د هوښِيارو په نړۍ کې
 لېونتوب راته پيغور شي
چېرته ښه هلته به ځمه
که وي سمې او که غرونه
کور و کلى به پرېږدمه
وايم ځان مې کړاى ازاد
له هر قيد او له جنجاله
خپل غم چې د ځان مل کړم
پرې به پام غلطومه
مرګ ته شپې به تېرومه
څوک به نه نيسي مې ستونى
 په خپل واک اختيار به ژاړم
پښتني دردونه ژاړم
 افغاني غمونه ژاړم

چېرې مينه چې ګناه ده
چېرې زړونه چې ساړه دي
چېرې ژبه او قلم چې
ښورول دار ته ختل دي
چې په نوم انسان يادېږم
او انسان نه بلل کېږم
يو موجود ددې د جهان يم
او جهان کې بې اختياره
د شمال په يوه ربړه
لکه پاڼه هسې رپم
د نانځکې غوندې هسې
له هوس سره لوبېږم
ټول کار زيار مې بل لپاره
هېڅ مې واک د خپل ځان نه شته
څومره شرم و څومره ننګ دى
 که پر دې ژوندانه وياړم
پښتني دردونه ژاړم
 افغاني غمونه ژاړم


چې يو ځل په حقه مينه
دار په خپلو سترګو ښکل کړم
د خپل سر او مال په بيه
پښتونواله کړم ترسره
د خوشال له سپينې تورې
د ايمل، دريا له ننګه
د تيارو ګوګل شي څيرې
د خيبر له دنګې څوکې
د شمشاد له هسکه سره
پلوشې د ژوند خورې شي
د باړې او سوات سيندونه
اباسين لره بيا يوسي
د خپلواک ژوندانه زېرى
 له خپلواک پښتونستانه
څه ارمان به مې بيا نه وي
 له دنيا که زياره ولاړم
پښتني دردونه ژاړم
 افغاني غمونه ژاړم.

استاد زيار د پورتني شعر په باب وايي: (( د ٩/٦/٤٤ کال د پښتونستان په راډيويي مشاعره کې وار راونه رسېد. همداسې مې د موسى شفيق په غوښتنه په سټډيو کې واوراوه. يو کال وروسته ٩/٦/٤٥ قدير، فهيم اورولى و. په دغه کال سويس ته تللى وم. له دې سره سره دا زما تر ژباړلي شعر ((بلنه)) ١٣٤٠ وروسته لومړى نيم ازاد شعر دى او تر دې راوروسته مې دغې خواته ورو ورو هڅه زياتېږي. دغه راز د ((ګلولې)) په نوم د استاد زيار د ازادو شعرونو دويم غونډ هم چاپ شوى دى.
دا شعري غونډ پر ١٣٦٩ل کال د افغانستان د ليکوالو د ټولنې له خوا د ٢٠٠٠ ټوکونو په شمېر خور شوى دى، چې د استاد ٦٠ ټوټو په شاوخوا کې ازاد شعرونه په کې خوندي دي. دغه راز يې د ازادو شعرونو د لړۍ درېيم غونډ ((د سبرونو نڅا)) او د کوچنيو ټوټو د لړۍ درېيم غونډ چاپ ته چمتو دي.