بې‌پوښتنې مخلوق


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • حفیظ الله تراب
  • 457

 ښايي د نړۍ په تاريخ کې به افغان مهاجران هغه خلک وي چې تر ټولو پرې ډېره سوداګري وشوه، په مختلفو دورو کې په مختلفو ډولونو او په مختلفو بیو يې حقوق او قربانۍ وپلورل شوې.

له جهادي تنظیمونو نیولې او بیا د نن ورځې تر جنګسالارانو او مافیايي کړيو پورې هر یوه په خپل وار د هغوی له مادي او معنوي ځواکه ښه په درز کې ګټه واخیسته او خدای خبر چې دا لړۍ به لا تر کومه دوام لري!؟
موږ ته د پرون ورځې هر څه د یوه راڼه تصویر په څېر مخې ته پراته دي. په هغه وخت کې چې د پخواني شوروري اتحاد له وېرې اوسنۍ کبرجنه امریکا لړزېدله، په هغه وخت کې چې د پاکستان پولیسو د وسلو پر ځای له ځانونو سره لرګي ګرځول، همدا مهاجر وو چې د خپلو قربانیو په بدل کې يې د نړۍ جغرافیه بدله کړه، همدغو مهاجرو د اروپایانو هغه وړاندوینه درواغ کړه چې ویل به يې؛ «شوروري اتحاد کولای شي چې په ۲۴ ساعتونو کې ټوله اروپا ونیسي.»
د دغو ټولو قربانیو په بدل کې افغان مهاجر په سوځنده او بې اوبو دښتو کې اوسېدل، هغوی کله هم د سوال لاس چا ته اوږد نه کړ او نه يې د هجرت په دومره اوږده موده کې داسې کوم بې‌ایمانه کار وکړ چې د افغان پر لمن دې يې داغ پاتې شي. تر سختو سختې مزدورۍ يې وکړې، د پاکستان ګوټ ګوټ د همدوی په مټو اباد او ښېرازه شو، په میلیاردونو ډالر مرستې چې به د هغوی په نامه راتلې، پاکستان پرې ګېډه وکړه، د هغوی چولې په کړایانو بدلې شوې او ان اټومي بم يې د همدغو بېوزلو خلکو په وینو جوړ کړ.
د دغو خړو او غیرتي مهاجرو، شرافت او شهامت و چې د نړۍ ستر ستر چارواکي به يې لیدو ته راتلل او د ویاړ انځورونه به يې ورسره اخیستل. پاکستان خو يې دومره چاپلوسي کوله چې دا خبره يې يو دولتي شعار شو چې؛ «جهاد افغانستان، دفاع پاکستان.»
خو رښتیا چې د جولا منډه تر مېږوي پورې وي، پاکستان تر هغه وخته چې له دغو مهاجرو کار اخیستل کېده؛ نو هر افغان د يوه طلايي مرغه حیثیت ورته درلود، خو کرار کرار يې د دغو مهاجرو هر څه هېر کړل، د هغوی په تنګولو يې پیل وکړ، د تخریبي کارونو د سر ته رسولو لپاره يې د هغوی کورنۍ برمته کړې، په جېلونو کې يې واچول، لنډه دا هغه مهاجران چې له برکته يې پاکستان وژغورل شو، په پای کې په سپکو سپک شول او دا دی اوس خبره دې ته راورسېده چې نوره يې پر ځمکه تنور کړې او حتا دې ته يې نه پرېږدي چې خپل لوښي او کالي راټول او نور د شر او فساد له دغې ځالې پښې راسپکې کړي.
د څه باندې دريو لسیزو په اوږدو کې افغان مهاجرانو د خپلو سرونو او وینو په بیه هورې خپل شخصي کارونه پیل کړي، ځينو يې ملکیتونه او ځمکې اخیستې دي، خو د پاکستان حکومت اوس غواړي چې له خپلو عمري خواريو يې بې‌برخې کړي. له بده‌مرغه د افغانستان په حکومت کې هم داسې خلک په ځينو برخو کې په واک کې دي چې پر دې نه پوهېږي چې د خپلو خلکو مشروع دفاع څنګه وکړي!؟
ایا دا خلک یوازې په یو جوړ جامو او يوه څادر کې راشي؟ ایا دا د دوی حق نه دی چې تر راتلو له مخه خپلې پانګې تر لاسه کړي؟ دا او دې ته ورته نور ډېر مسایل دي چې د افغان مهاجرو حق دی، خو درېغه د دغو خلکو د پوښتنې څوک نه‌شته.
نن ورځ دغه افغانان چې د پنجاب له خوا په سره اور کې ولاړ دي، له بې‌شمېره ستونزو او سپکاوي سره مخ دي، د چا مور هلته پاتې او ماشومان يې دلته پسې ژاړي او د ځینو هم بوډا پلار بې‌پوښتنې پروت دی. په کار دا ده چې د افغانستان اوسنی حکومت د دغو افغانانو د ستونزو او حقوقو په برخه کې پوښتنه وکړي، داسې ښکاري، لکه دغه خلک چې د ځمکې پر مخ څوک هم نه لري او د بې‌خاونده رمې په څېر د وږيو لېوانو له تاړاک سره مخامخ دي.
سرخط‬ ورځپاڼه