د هرات ولایت مقام: پر پاشدان بند د برید ترسره کوونکي یې وژلي دي.

د هرات ولایت مقام: پر پاشدان بند د برید ترسره کوونکي یې وژلي دي.


  • 4 مياشتي دمخه (16/03/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 335

د هرات سیمه ییز چارواکي وایي، هغه بریدګر یې وژلي چې د پاشدان بند پر ساتونکو یې برید کړی و.

 

د هرات د والي ویاند وایي، وسله والو نن سهار د پاشدان بند پر ساتونکو برید وکړ خو تر پېښې وروسته د امنیتي ځواکونو له لوري تعقیب شوي او د پښتون زرغون ولسوالۍ په تونیان کلي کې وژل شوي دي. 

 

د نوموړي په خبره یاد وسله وال پنځه کسه وو، چې ټول له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

 

پر یاد بند په ننني برید کې درې امنیتي ځواکونه وژل شوي او یو بل ټپي دی.

 

افغان حکومت د برید مسؤولین وسله وال طالبان بولي، خو یادې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

باید یاده شي، چې پاشدان تر سلما بند وروسته په هرات کې د اوبو دوهم لوی او مهم بند دی، چې تر اوسه یې د جوړونې چارې نه دي بشپړې شوي.