بې تدبیره پرېکړې؛ د امریکا او طالبانو وارخطایي

بې تدبیره پرېکړې؛ د امریکا او طالبانو وارخطایي


  • 7 مياشتي دمخه (14/04/2021)
  • سیال یوسفي
  • 545

امریکا دا څو میاشتې په دې ټینګار درلود چې د می میاشتې په لومړۍ نېټه به له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي او نور له مالي ملاتړ پرته په افغانستان کې په بل هیڅ ډول پاتې کېدوونکي نه دي او پر حکومت یې فشار دا و چې د می تر میاشتې له طالبانو سره هره روا ناروا ومني ځکه که موږ ووتلو بیا به مو پر خاوره اختیار ختم وي.

په تازه راپورونو کې یې د خپلو ځواکونو د ویستلو نېټه د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې چې ګواکې د هغوی لپاره د یوې حساسې میاشتې، حساسه نېټه ده، وغځوله.

اخوا بیا طالبان کلونه کیږي چې دفتر کې یې دېره وهلې ده او کله د نظام د ړنګولو ګواښونه کوي او کله د اسلامي امارت د اقتدار .

اوس چې په ترکیه کې د یوې پراخې او تر ډیره د محتوا درلودوونکې او پایلې ورکوونکې ناستې خبره وشوه هم د دوی دریځ ناڅرګند بریښي.

تازه یې په تېرو څو ورځو کې په یوه دریځ کې څو ځل بدلون راغی، تر هغې یې له خولې غږ نه خوت چې حکومت لګیا و د دغې ناستې لپاره یې ټیم ټاکه او طرحه یې نهايي کوله او کله چې د حکومت طرحه نهايي شوه او ګډون کوونکی ټیم وټاکل شو طالبانو د ناستې لپاره “نه چمتو والی” وښود.

ورپسې د می ۲۴مه نېټه ددې “مهمې” ناستې لپاره وټاکل شوه چې په هغې کې یې هم د امریکا د وروستۍ خبرې تر اعلان څه و نه ویل.

اوس امریکا د سپټمبر میاشتې د وتلو خبره کوي او طالبان تر هغې کومه ناسته کې د نه ګډون قسم خوري چې ترڅو امریکا خپل پوځ نه وي ویستلی.

نه پوهیږم وار د امریکا خطا دی او که وار له طالبانو خطا دی؟

که نه دواړه لوري غواړي افغان حکومت او افغان ولس “ګیچ” کړي؟

کله چې فېکسینګ لوبه روانه وي یا هغه سیالي چې له وړاندې یې دواړه لورو معامله کړې وي، لیدوونکي یې داسې حال کې تماشه کوي چې یوه ډله د یوې لوبډلې د بریا دعا کوي او بله ډله د بلې خو لوبغاړي پوهیږي چې څوک یې ګټوونکی دی او تماشه چیان احمق کوي.

افغانان هم د سولې او جګړې د روانې لوبې احمق کړی شوي تماشه چیان نه وي؟

په داسې حالاتو کې ولس باید خپل راتلونکی او تېر وسنجوي هغه څه چې روان دي او هغه څه چې وشول، سره پرتله یې کړي ترڅو یوې پایلې ته ورسیږي او یو ځل بیا د “فېکسینګ” شوې لوبې تماشه چیان نشي. ولس د ښکیلو غاړو پر نېتونو ځان خبر کړي او د هیواد او د ځان د راتلونکي په اړه پوښتنې وکړي او ځواب وغواړي !

دغه ځوابونه باید طالبان او امریکا ورکړي، امریکا ددې وضاحت ورکړې مسوول دی چې د خپلو راتللو او بېرته وتلو دلیلونه څرګند کړي او د مسوولانه وتلو موضوع پکې باید شرط وي چې د تېر په څېر هیواد په تنظیمي جګړو اخته نه کړي.

او طالبان باید دا ځواب ورکړي چې د امریکايي پوځیانو د نه وتلو قرباني له عام ولس او افغان ځواکونو ولې واخلي؟ او هغې جګړې ته چې په هره شرعي بڼه ناروا بللې شوې ده تر کومې ورځې دوام ورکړي؟