د جنګ تاریخ که جغرافیه؟


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • شهرت ننګیال
  • 418

 دا سمه نه ده چې ګنې د جنګ جغرافیه له جنوبه شمال ته لېږدېدلې، حقیقت دا دی چې جګړه د هېواد هرې برخې ته غځېدلې. که داسې وای چې په اصطلاح د جګړې جغرافیه له جنوبه، شمال ته لېږدېدلې، جنوب کې ښايي اوس جګړه نه وای.

د جنوب جګړې دومره وېروونکې دي لکه د شمال. جنوب، شمال، شرق، غرب، هره برخه کې جګړه زموږ پر واحد وجود د دښمن ګوزار دی.
 
چو عضوی به درد آورد روزګار
دیګر عضــــــــــوها نماند قرار
 
حقیقت دا دی چې جګړه د دښمن د ځواک په پرتله زموږ له کمزوریو غځېدلې، په نورو ټکيو دښمن خپل ځواک زموږ له کمزوریو موندلی.
د جنوب د جګړو له اغېز، شمال، غرب او شرق نه شوای خوندي کېدای، لکه څنګه چې د شمال جګړو، جنوب کې د جګړو لمبې سړې نه شوای کړای.
د جګړو څپو له ۲۰۰۶ وروسته زور اخیستی، د لسو کالو په تېرېدو د دقیقې ستراتېژۍ او سیاسي تدبیر له تشې دا دی په ټول هېواد غوړېدلی دی.
دا سمه ده چې ځینو سيمو کې جګړه سخته شوې، د جګړو دغسې شدت، جنوب، شمال او د هېواد ډېری برخو کې غځېدلی دی.
د دغې پوښتنې ځواب چې د شمال جګړې د منځنۍ آسیا یا پخواني شوروي اتحاد نارامولو سره تړاو لري دومره ساده نه دی. هغوی چې داعش او د شمال جګړې د امریکا او لوېدیځ پروژه ګڼي، داسې ښکاري لکه د نورو لپاره پر سر خاورې بادوي.
د جګړې موخه که هر څه وي، اور يې زموږ پر سر بل دی. موږ باید لومړی د خپل سر اور مړ کړو.
داعش له القاعده راټوکېدلې ډله او د یوې ټاکلې جغرافيې، انګېزې او ایډیالوژۍ محصول دی. اورپکو ډلو کې دغسې انشعابونه نوې خبره نه ده. حرکة المجاهدین، انصار الجهاد څه او څه له لشکر طیبه جلا شوې ډلې او لشکر طیبه له جماعت اسلامي او نړیوال اخوانیت خړوب شوې هغه ده.
جګړه کورني او بهرني عوامل لري. دغسې بېلابېلو سیمو کې د جګړو په ژبغړانده کولو کې سیمه‌یيز مناسبات، سیالي، ګټې او سیاسي موخې خپل رول او اغېز لرلای شي.
ځینو سيمو کې جګړې نامشروع یا په بله وينا جرمي اقتصاد ته وده ورکړې، نه یوازې دښمن، جنګسالاران، بلکې سیمه‌یيز سرکاري لویان هم له دغو جګړو تغذیه کېږي.
دا سمه ده چې بهرني اړخونه له جګړو او ناامنیو سره خپلو موخو ته د رسېدو هيلې پالي، خو که په وخت د جګړې نوي ګواښونه او عوامل پاموړ بلل شوي او مناسبه ستراتېژي رامنځته شوې وای، د جګړې لیکې ښايي دومره نه وای غځېدلې.
امنیتي ارګانونه د دښمن له ګواښونو سره په مستقلانه دفاع کې بریالي دي، له همدې ځایه ده چې دښمن د هغسې پرمختګ مخه نه ده موندلې چې پلان او پروګرام کې يې په نښه کړی و. پوښتنه دا ده چې سیاسي کړیو په دغسې حساسو او ژوندنیو شېبو کې له خپل حکومت سره همغږي لرلې؟
داسې ښکاري ځانګړي سیاسي حلقات د دغو سرښندنو د لاسته راوړلو پر سر په قمار کېوتي او له ټکيو، لفظونو سره په لوبېدو يې سیاسي مغشوشتیا رامنځته کړې ده.
سیاستوال ښايي ملت ته رښتیا ووايي، ژېړ اپوزسیون و نه اوسي. د سیاست غوښتنې پاموړ وګڼي، د سیاست مېز د جګړې ډګر و نه ګرځوي.
ستونزې او کمزوري په خپل ځای، خو د حکومت له منځه د حکومت پر ضد تبلیغات د دښمن پر ژرنده د اوبو برابرولو هڅه ده. 
کمزورۍ او ستونزې ښايي د حکومت د ځوړتیا توطیه و نه ګرځي. ملي مسلې باید سیاسي نه کړای شي.
سیاسي اختلاف د ټولو څرګند حق دی، خو دا خپل حدود او پولې لري، د ستونزو او ربړو هواری د ټولو ګډ مسوولیت دی.
د حکومت ملاتړ یوازې د ولسمشر ننګه نه ده. لکه څنګه چې د ولسمشر تخریب یوازې د ده تخریب ته نه شي راټولېدای.
د ولسمشر له تخریب سره د نظام تخریب تړلی او د نظام له تخریب سره د هېواد.
د ولسمشر اصلاحات د سیسټم پر اصلاحاتو راګرځي. د سیسټم اصلاحات ثبات، اقتصادي وده او سیاسي ټیکاو ته مخه ورکوي. سیاسي ټیکاو د نظام پایښت ته لار برابروي او شفافیت باوري کوي.
له بده بخته پړه او ناکامي یوازې د ولسمشر کاتې ته لوېږي چې خورا سطحي، ناکامه، بلکې کچه لوبه ده.
سرخط ورځپاڼه