د مخزن الاسلام په اړه یوه غوږ وهنه


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • شهسوار سنګروال
  • 351

شهسوار سنګروال

 د اخوند دروېزه د کتاب په بېلابېلو لاسي نسخو کې مو د پام وړ څو ټکي د یوه غور چاڼ په بڼه راټول کړي دي پدې هیله چې درانه لوستونکي  مخکې له دې چې د کتاب متن ته لاړ شي  دغه یادونه له پامه تېره کړي :

دمخه مو وویل اخوند دروېزه د ګدا ابن شېخ سعدي زوی د یوسفزیو په سیمه کې زېږېدلی وو. خو نیکونه یې له ننګرهاره راغلي وو او ده هم ځان ننګرهاری باله. نوموړی د میرسیدعلي ترمذي (پیربابا) مرید هم شو چې له برکته یې په ځنو پښتنو کې شهرت هم ومونداو بیا په اخوند بابا یاد شو.
په بېلابېلو نسخو کې کښل شوي دي چې اخوند صاحب په ۱۰۴۸ لېږديز کال (۹- ۱۶۳۸ ز) ومړ او په پېښور کې ښخ شو.
د ده تر ټولو نامه وړی زوی ملا عبدالکریم مشهور په کریمداد وو چې په ۱۰۷۲هـ (۲- ۱۶۶۱) کال ومړ او سوات کې ښخ شو. یو شمېر پدې اند دي چې نوموړی په ۱۰۸۲هـ  کې مړ شویدی.
د مخزن د لیکلو موخه د پیر روښان د تبلیغاتو  غندل وو. 
مخزن په لومړي سر کې د دروېزه لخوا په اتو څپرکو کې لیکل شوي وو چې هر څپرکی یې (بیان) یوه سریزه او پښتو قافیه وال متن درلوده . د دروېزه زوی کریمداد  او لمسی یې محمدعبدالحلیم ابن عبداله  یوه برخه د دروېزه په اصلي مخزن زیاته کړې ده . مخزن په اوسنۍ بڼه کریمداد د خپل پلار په ژوندانه کې تنظیم کړی وو. د دې کار نېټه د جمعې ورځ (۱۰۲۴) د محرم یوویشتمه چې د زیږدي له ۱۶۱۵ کال د فبروري شلمې سره سمون لري ښودل شوې ده.
د ډاکټر لیډن  Leyden   خبره ؛مخزن ډېر تیت او بې ربطه دی او له همدې کبله یې د بېلابېلو فصلونو ځایونه او نظم په اسانه بدلېدای رابدلېدای شي ؛.
د کتاب دا ځانګړنه د دې سبب شوې  چې کتاب په بېلابېلو بڼو ، ترتېبونو او لوستدودونو وکښل شي  . له دې بابته د کتاب نږدې ټولو کاپیو بڼه له یوه او بل نه توپیر لري . داسې ښکاري چې د هر نقل کاتب د خپلې خوښې او سلیقې  سره سم د بېلابېلو څپرکو ځایونه بدل کړي  او رابدل کړي دي او یا یې  د څپرکو ځنې برخې له لویه سره له کتاب وېستلي دي .
په ټولیزه توګه د کتاب مینځپانګه او محتویات په لاندې ډول دي :
لومړی بیان :  دعربي قصیدې  بدع الامالي  پښتو ژباړه چې د اسلام ستاینه او ایمان په هکله دی . عربي ویناوال  یې  سراج الدین  علي ابن عثمان الفرغاني دی.  
دویم بیان :  د عربي قصیدة البرده پښتو بڼه ده چې د محمد(ص) ستاینه ده او عربي  یې محمدابوعبداله  ابن سعیدالبوصیری ویلې ده .
دریم بیان :   د ۷۲ ؛باطله؛ مذهبونو په باب دی.
څلورم بیان :  د لطف اله کیداني  د خلاصي  کیداني پښتو اسانه  شوې بڼه په  اوو څپرکو کې (فصلونو) 
؛بسم نام الله خداي دي کار ساز د کل عالم دي د بندګان
رحمن مهربان خداي دي رزق روزي ورسوین ومومن وکافر وجمله څانوران 
(کتلاک ۳مخ)
لومړی فصل :   لمونځ ،دویم فصل : د لمانځه واجبونه ، دریم فصل : د لمانځه سنتونه ، څلورم  فصل : د لمانځه مستحبونه، پنځم  فصل : محرمات ، شپږم فصل : د لمانځه مکروهات ، اوم فصل : د لمانځه مباحات ، اتم فصل : د لمانځه مفسدات .
پنځم بیان : په درې فصلونو کې :
لومړی فصل :  د ضیاءالدین   امام محمدشامي د ځنې لیکنو ژباړه .
دویم فصل   : د نجم الدین عمر ابن محمدالنسخي  د رسالې د ځنو برخو ژباړه .
دریم فصل : د قران شریف د سم لوست لارښود (د قرانکریم تجوید).
شپږم بیان:  تهجي توروته  د ناسمو ورکړل شوو ماناګانو په باب څرګندونې .
اووم بیان:   د اهل سنت او جماعت د مذهب معتقدات ، په ۲۳ ټکو کې .
اتم بیان :   د بایزید انصاري  او د هغه د زامنو په باب ...  د دروېزه خپله لیکنه .
 اتم فصل  د ملا اضغر (د ده ورور) په څو شعرونو سره پایته رسیږي .
خو د پاسنیو بیانو نو سربېره دغه لاندې مواد هم د کریمداد او حلیم لخوا زیات شوي دي :
لومړۍ ضمیمه:  د کریمداد اوږده لیکنه د عقیدې د تصدیق په باب چې په (امنت بالله) پیلیږي.
دویمه ضمیمه:  د کریمداد او حلیم د تهجې  تورو متصوفانه وینا...     
دریمه ضمیمه:   د قران شریف د ۲۵ سوره له ۲۸ ایت نه آخوا د پښتو مانا  سره یوځای د کریمداد لخوا ...
څلورمه ضمیمه:  د لمانځه او د ډولونو په  اړه یې د کریمداد مقالې ...  ځنې مقالې په ځنې نسخو کې نشته . (ټولې شپږ مقالې دي)
پنځمه ضمیمه :  د عبدالحلیم  بن عبداله (د دروېزه لمسی) ځنې ملحقات...
شپږمه ضمیمه :  د پښتو الفبی په اړه یو یادښت .
له دې چې راتېر شو زما په اند غوره به وي  چې د ځنې ټکو یو لنډ جاج واخلو .
۱- د مخزن الاسلام په تندي مې د ؛ټار ټارس؛ یوه کلمه تر سترګو سوه نو بیا مې پدې هکله له یوه تن څخه چې د برېټش د کتابتون د ژبو کارپوه وو وپوښتل هغه راته ووېل چې موږ دغه کلمه په پخوا کې  یو شمېر هېوادونو ته کاروله لکه افغانستان ، هندوستان ، چین او نور. 
۲- کله چې د مخزن  په متون کې یوه جمله پایته رسیږي نو داسې (O) یوه نښه ګورو چې له دې نښې  وروسته بله کرښه پیلېږي . ښایي  دا د دې لپاره وي چې یو مطلب له بل نه بېلوي دا ځکه چې قافیه وال نثر دي لکه د نظم په څېر په یو شمېر جملو کې  ځنې جملې مترادفې او ځنې بیا متفایرې  دي او دریمه خبره ښایي دا وي چې د هغه مهال ځنې دیني  او مذهبي لیکنې د قرانکریم  لیکدود ته  ورته وې . د ساري په توګه :
؛تحقیق چه حرام رزق دی پخواړه کښ دي پمثل د حلال دي O  لکه زهر  دهم رزق دی چه ي وخورستا د څان پکښ زوال دی O؛
۳-  د مخزن الاسلام لیکدود او لیکښود نه یوازې په زړه پورې او په لږ توپیر روښانه دی بلکې ځنې داسې کلمې هم تر سترګو کیږي چې د هغه مهال ګړدود او لیکدود په ګوته کوي چې زما په اند ژبپوهانو ته په زړه پورې دی.
لکه :    څموږ (ځموږ =زموږ)  ، بڅه (پڅه=په څه)، روښان ، څښتن ، زښت ، څشو ، پرکیږي ، لڅه (له څه) ، کډیږي  (ګډېږي=یو ځای کیږي) ، څوک ، واړ (واړه = ټول) ، پکښ (پکې) ، بهښت (بهشت) ، د بهښت خواړ (د بهښت خواړه) ، دواړ (دواړه) ، داهس (داهسې) ، نه کړین (نه کړینه) ، فرښتکان  (فرښتګان=پرښتې) ،پدښني (په دښمني) ، شریعت به ي تتل (شریعت به یې تل تل) ، زمکه (ځمکه) ، ښه څرکند (ښه څرګند) ، هېڅ جکړه (هېڅ جګړه ) ، څن (ځنې ) ، پهېڅ (پهېڅ=په هېڅ) د دښن پلښکرون(د دښمن په لښکرو) ،پڅن (په څه)، ورڅ (ورځ) ، پغه ( په هغه ) ، پهسن (په هسې) ، پوښتن (پوښتنه) ، څکوین (څښول = کشول) ، مکنړه (مه ګڼه) ، دوڅار (دوچار=اخته) ، لښت (لښته) ، خو څین (خوځووین=خوځول) ، پوښتن (پوښتون=پښتون) ، کنړین (که نه کړي) ، څوښاب (ځوښا=زوخا) ، پوښتنخا (پوښتونخوا=پښتونخوا) ، څم (ځم) 
نوټ :  په مخزن الاسلام کې داسې  توري او کلمې هم شته چې د اوس لیکدود سره کټ مټ سر خوري  چې موږ څښتن ، زښت ، هېڅ ، څلوېښت ، څرکندیږي (په لږ توپیر) ، زلمي وکیښ، ښادي ، اوښان ، څیز ، ښوئیږي ، څرک  د بېلګې په توګه یادولی شو.
یادونه :   د هرې نسخې له پیل نه ترپایه  پورې یوازې یوه (ي) کارول شوې ده . 
۴-  د کتاب د ځنې نسخو ټولې پاڼې د کاغذ  د څرنګوالي له مخې په څو برخو وېشلی شو :
الف :  د لومړۍ برخې کاغذ یې ډبل ښکاري په دې مانا چې لیک یې له یوه مخ نه بل مخ ته نه دي څرېدلي نو ځکه خو مخ  او څټ  ته یې کرښې کښل شوې دي.
ب :   د ځنو نسخو د دویمې برخې کاغذ داسې بریښي لکه چې د پاڼو په مینځ کې د ځانګړې تکنالوجي په زور جالۍ ډوله ململ کارول شوی وي  چې د پاڼو شتون خوندي کړي .
ج:  د ځنو نسخو (ښایي د کښلو مهال یې سره نږدې وي) لومړۍ او دریمه برخه په لږ توپیر ورته برېښي . پدې پاڼو کې چینجي  کار نه دی کړی ، ولې پاڼې یې موښل  شوي دي .
۵- د مخزن په ځنو نسخو کې له پیل نه تر پایه پورې  په پرلپسې توګه ګڼه نه ده کاږل شوې خو په پنسل باندې  په انګلیسي تورو ګڼه وهل شوې ده او هغه هم د پاڼې په حساب نه د کتاب  د مخ له مخې . ښایي دا کار  وروسته څېړونکو کړی وي .
۶-  د مخزن قلمي نسخې نه یوازې په دیني ، اخلاقي او مذهبي بنسټ کښل شوي دي بلکې یو تت تاریخي انځور یې هم د پام وړ دی چې موږ د پیر روښان  او سید علي ترمزي (پیر بابا) په هکله څرګندونې د بېلګې په توګه یادولی شو .