ننګرهار کې د دوه وروڼو وژل کیدل

ننګرهار کې د دوه وروڼو وژل کیدل


  • 4 مياشتي دمخه (28/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 164

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي ناپيژنده وسله والو په یاد ولایت کې دوه وروڼه په ډزو وژلي.

د چارواکو په وینا دغه پیښه نن سهار د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند فارم هډې سیمه کې رامنځته شوې چې له امله یې دوه وروڼه چې یو یې د ملي امنیت او بل هغه د مستوفیت کارکوونکی و په ډزو وژلي او له سیمې تښتیدلي دي.

د مسوولینو په وینا د بریدګرو د نیولو لپاره څيړنې پیل شوي.

بل لورته د ننګرهار ولایت امنیه قومانداني وایي چې نن سهار د جلال اباد ښار اړوند سرحدي لیوا ته نږدې د عامه نظم پر موټر د چاودنې له امله درې تنه ټپیان شوي.

ددغو دواړو پیښو پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.