نوى نسل


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • استاد ګل پاچا الفت
  • 242

له زمكې نه بخار پورته شو. 

له بخار نه ورېځ  پيداشوه.
له ورېځې نه باران وورېده. 
له بارانه د پسرلي ګلونه پيدا شول.
دګلونو نه  خوشبويي پيداشوه.
وګورئ! مور او لور يا پلار  او  زوى څومره فرق لري؟
هغه تفاوت، چې د باران او ګلونو يا د زمكې او  بوټو ترمنځ  وينئ د يوه او بل نسل تفاوت هم دومره دى. 
كه اولادونه ميندو غوندې واى، نو له غرونو څخه به لعلونه نه پيدا كېده، له دريابونو څخه به مرغلرې نه راوتلې، له ابشار نه به برېښنا نه راتله، د ړندو  اولادونه به ړانده وو، له كڼو نه به كاڼه زېږېدل. 
اوس پوه شوئ! چې نوى نسل او زوړ نسل يو رنګه نه وي. 
كه څوك خپل زوى ته زړه بوډۍ به نكاح اخلي يا خپله پېغله لور اتيا كلن  بوډا ته  وركوي ښه نه كوي.
زړه تربيه او نوى نسل همدغسې وګڼئ.