((په چينارونو دې لمبې پورې شي))


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • زبیح الله احساس
  • 305

هايكو جاپانى شعر دى.د نوموړي صنف شاعران د خپل اواره توب او ګوشه نيشني له مخې د جاپان له نورو شاعرانو څخه بېل دي.
يو څه وخت كېږي چې هايكو پښتو ادب ته لاره پيدا كړې ده.كه څه هم ځينې شاعران د وزن له مخې د نوموړي جاپاني صنف په ليكلو تر يو ځايه بريالي برېښي خو په اصل كې چې هايكو كوم روح لري، هغه روح ورته زموږ شاعرانو نه دى وربښلى.
هايكو چې په جاپاني ادب كې كوم ازښت لري هغه يې په پښتو ادب كې تر لاسه كړى نه دى، خو بيا هم ځينو شاعرانو نوموړى صنف په طنزيه انداز كې ليكلى دى او دغه ډول هايكو يو څه لوستونكي پيدا كړي دي.
 (( په چنارونو دې لمبې پورې شي )) د محب الله سباوون د هايكو ټولګه ده، چې په ۱۳۸۵ لمريز په سپين كاغذ، په  ۱۵۸  مخونو كې په ښكلې كچه خپره شوې ده.
د((په چنارونو دې لمبې پورې شي)) هايكوګانې ځاى ځاى د طنز رنګ لري.دغه ټولګه د محب الله سباوون لومړۍ شعري تجربه ده، خو لومړۍ تجربه كې يې د خپل چاپېريال تصويرونه نظر نورو اړخونو ته په طنزيه انداز كې ښه راخيستي دي.
سباوون پښتون دى او د خپلو دودونو سره مينه لري، نو ځكه خو له هغو ځوانانو څخه سر ټكوي چې پرمختګ يې له خپل كولتوره لرې كوي. رښتيا هم ځينې ځوانان چې د كومې بهرنۍ ژبې په ځانګړې توګه انګليسي سره يو څه اشنا شي او يا هم د اوسني وخت د پرمختګ ځينو وسايلو (انټرنيټ) سره بلدتيا ومومي نو پر ځاى د دې چې مثبت بدلون پكې څرګند شي، خپلې ژبې او كولتور ته شا كوي.
سباوون صيب هم له همداسې ځوانانو څخه ګيله كوي، وايي:
ساده سړيه د حجرې مه وايه
اوس خوښوي د انګرېزۍ ګپونه
خلك خو ځكه انټرنيټ لګوي
ريبار، د دوو ميينو زړونو راز دار، د منيې خبر وړونكى او راوړونكى چې مين يې په سترګو كې د خپل جانان د تصوير ننداره كوي.
(( ريباره راشه چې دې ښكل كړم
تا به په دې سترګو جانان ليدلى وينه ))
خو سباوون صيب له دغو ميينانو څخه نه دى. د ريبار ښكلول خو لا پرېږده چې رټي يې، خو دا چې ولې يې رټي نو لاندې هايكو به يې ولولو:
ريباره يو ناز دې په سر نه وړمه
كه خپه كېږي خداى دې زړه اوچوه
نن به مې پلار ځي ټيلفون لګوي
مين د خپل محبوب د لاسته راوړلو لپاره د هرې لارې خپلولو ته زړه ښه كوي چې له دغو لارو څخه يوه تر ملا رسېږي، هغه ته د خپلې مينې رازونه په دې هيله وايي چې د خپل محبوب دخپلولوپه خاطر ورسره د تعويذونو له لارې مرسته وكړي. خو ځينې وخت  ميينان  پر دغه لار له داسې برخليك سره هم مخ كېږي، لكه محب الله سباوون چې ورته اشاره كړې ده:
حيران وم ولې تعويذ كار نه كوي
ملا خو ښه دى تعويذ ښه جوړوي
خبر شوم نن هغه ملا واده كړه
لكه څنګه چې تر ډېره ځايه د كلي جوړښت طبيعي او د ښار مصنوعي وي نو د سباوون صيب په اند اوسېدونكي يې هم همدومره توپير لري، ده ته د كلي مينه او ميينتوب رښتينى او د ښار هغه ورته د ښارونو د نورو زياترو څيزونو په څېر مصنوعي ښكاري. ځكه خو پخپله كليواله مينه ناز كوي، وايي:
كلي كې غټ شوو ساده مينه كوو
د ښار په مينه دې ښاري ماړه شي
تش د موبايل خنداګانې وي بس
بل ځاى وايي:
داد پيپسي او د برګر روايت
زموږ وس بس د شوملو سوكړكو
ځكه خو ښار كې يارانې نه كوو
((په چنارونو دې لمبې پورې شي)) د طنز لا ښې بېلګې لري. لكه څنګه چې مو پيل كې ورته اشاره وكړه سباوون صيب د خپل چاپېريال ځينې اړخونه په طنزيه ژبه ښه بيان كړي دي. لاندې بيتونه به يې ولولو:
صرف زلمو ته ګوتې ولې نيسئ
چې سيلۍ راشي پاڼې اورپېږي
پېغلې خو هم د چا نه كمې نه دي
              *  *  *   *
مينه شروع كړه ځه توكل دى په خداى
مړې ته غم مه كوه نه ختمېږي
كه څه ونه شو ديني ورور به دې شم
             *  *  *  *
دلته د مستو پېغلو څه مه وايه
چې بنجاري ماما په ځان پوه شو
نو تش صندوق يې غنيمت وګڼو
       *   *   *   *
جېب ته مې ګوره خو جذباتو ته هم
څه خو زما هم غريبي ده كنه
ستا نه خو سم پوليس والا جوړ شولو
        *  *  *  *
بيا يې په دواړه  مخه ښكل كړه هغه
زما په زړه كې دا ارمان پيدا شو
د دې بوډا پر ځاى يې زه نيكه واى
سباوون له كمكيتوبه له خپل وطن څخه لرې پاتې شوى دى، لا هم په پاكستان كې اوسېږي. د زده كړو پيل يې هملته كړې او لا يې مخكې وړي، نو همدا ده چې له ځينو پرديو لغاتونوسره اشنا شوى او له خپلې ژبې سره يې ګډ كړي دي او له همدې نيمګړتيا له امله يې ځينې وخت شعري ژبه پيكه برېښي. ځاى ځاى يې د انګرېزي ژبې لغاتونه كارولي دي چې لوستونكي ستړي كوي، داسې بريښي لكه په نوې ښكلې ټوټه كې چې د بلې ټوټې زوړ بدرنګه پيوند ولګوې. په لاندې هايكو ګانو كې چې د خيال له مخې ښې راخيستل شوي دي خو د بلډپرېشر،بيوټي پالر، هسپتال، هاسټل، ډګريانې او سرف ايكسل كارول سربېره پر دې چې وزن ماتوي، لوستونكو ته بې خونده  هم بريښي،وايي:
موږ د بلډپرېشر مريضان خو نه يوو
نو احتجاج له دغې وجې كوو
ولې بې مالګې شوې رشتې زمونږه
          *  *  *  *
چې مې د كلي لېونۍ ورغله
بيوټي پالر په ډېر افسوس وويل
ددې نه بره نور رنګونه نه شته
         *   *   *   *
ورته مې وويل لېونى يم پر تا
وېلې قربان دې شمه خوږه وروره
د لېونو هسپتال لږ مخكې دى
            *   *   *   *
(( بې له تا كلى وي بلا بې خونده ))
چې ټيلفون كله هاسټل ته وكړې
وايي ډګريانې دې په شړق ولګي
        *  *    *   *
اوس خو د كلي ښځې هم ښې شولې
په سرف ايكسل راله پكول وينځي
وايي چې موږ د چا نه كم خو نه يوو
سباوون صيب يو له هغو خلكو څخه دى چې خپل تېر ژوند يې له لاسه نه دى وركړى، چې په ((په چنارونو دې لمبې پورې شي)) كې يې ورته ځينې وخت په شاعرانه انداز يادونه كړې ده. راځئ چې د محب الله سباوون ماشومتوب په لاندې بيتونو كې ولټوو:
موږ چې كيسې د ماشومتوب كوو نو
سترګې يې ډكې شي له اوښكو وايي
ځه سباوونه اكوبكو وكړو
        *   *   *    *
موږ به چې كله غل باچا كولو
هغه چې غله زه به باچا شوم كله
ما به اعلان عامه معافي كړله زر
       *    *    *   *
څومره رنګين و ماشومتوب زمونږه
په دوه لاسونو كې يوه رسۍ وه
اوس په توتانو كې ټالونه نه شته
       *    *    *    *
چې ماشومتوب كله په خوب ووينم
په سره غرمه كې مې راويښ كړي وايي
كاسه راواخله چې توتانو ته ځو
سباوون د هايكو ښه شاعر دى. زه يې ورته د كتاب د خپرېدو مباركي وايم او په راتلونكي كې ورته د نوموړي صنف په ډګر كې د لا پنځونو دوعاګو يم.