طالبان: افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور دوام نه منو؛ په موږ بریدونه کوي

طالبان: افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور دوام نه منو؛ په موږ بریدونه کوي


  • 4 مياشتي دمخه (27/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 346

طالبانو ویلي، چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور دوام نه غواړي او باید ټول بهرني ځواکونه ووځي.

قطر هېواد پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني ویاند سهیل شاهین په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو احتمالي پاتې کېدو ته غبرګون کې ویلي، چې د دوحې هوکړې له‌مخې باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او په وینا یې موږ ته خطرونه پېښولای شي. 

نوموړي همداراز ویلي، افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو احتمالي پاتې کېدل ورته په هیڅ صورت د منلو نه دی، ځکه چې په موږ بریدونه کوي. 

شاهین دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې امریکایي چارواکو په دې وروستیو کې د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي ډېرېدو ته په اشارې ویلي، چې دوی وضعیت له نږدې څاري او که همداسې دوام وکړي نو ښایي یو شمېر پوځیان په افغانستان کې پاتې شي.