ادبیات او فرصتونه


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • ارشادرغاند
  • 341

 د رسنيزې ادارې يوه مشر مو د اونيزې ادبي برخې ته د استاد الفت پرنثرونو د يوې څېړنيزې ليکنې د موندنې راته وويل،د انټرنېټ ډېرې پاڼې مې چاڼ کړې،د خوښې وړ څه يې په لاس رانغلل،د اونيزې تېره ګڼه يې راوښوده، چې په دري ژبه د ښه شاعر استاد خليلي پر نثري ځانګړنو د يوې څېړنې څوومه-وروستۍ برخه پکې چاپ شوې وه.

ده د پښتو او دري د ادبياتو يو لوى توپېر همدا وګاڼه او د پښتنو ليکوالو پر بې غورۍ يې افسوس وښود.
استاد الفت د ښه شاعر ترڅنګ د پښتو نثر د سر او شمار سړيو کې حسابيږي،استاد خليلي په دري شاعرۍ کې يو لوى معاصر نوم دى،خو نثرونه يې  وايي لږ دي.
دري،چې پښتو نه وروسته زموږ دويمه رسمي ژبه ده، پښتو سره د ځينو مشترکاتو او نورو له وجې به په هغه کچه نه وي،چې د يوې مثالي پرمختللې ژبې په توګه ياد کړو،خو تر پښتو ژبو ليکوالو يې بياهم قلموال چې شمېر يې د ويونکيو په شان به پښتو نه کم وي،فعاله او ډېر مسوليت پېژندونکي ښکاري.
ليکوالي، په ځانګړي ډول څېړنه او شننه  په پښتو ادب کې ډېرکم او د ځينو په اند په نشت شماردي، ډېر مسول کسان لامل د لازم چاپېريال ،امکاناتو او وخت کموالى او نابرابروالى ښيي.
دا په مجموع کې د وروسته پاتې ټولنو خاصيت دى، چې خلک يې له مسوليتونو د تېښتې لپاره پلمې او شکايتونه کوي،موږ منو، چې د يوې عمومي ستونزې په توګه پلمه شوې خبرې رېښتيا دي، خو دا هم  وايو، چې په وروستيو کلونو کې دا پلمې او ستونزې تر يوه يا زياته بريده ختمې شوي هم دي.
نوې ټېکنالوژۍ ته لاسرسى، د تعليمي-فرهنګي بهير لپاره د کاري فعاليت د چاپېريال اسانتيا او پراختيا تر پخوا څو چنده زياته شوې، خو سالمه او لازمه ګټه اخيستنه ترې له بده مرغه همدومره چنده کمه شوې ده.
موږ ته که جګړو مجهز کتابتونونه خاورې کړي او يا بهرنيو ژبو او نړيوالو ادبياتو باندې دومره نه رسيږو، چې د تيوريو، مکتبونو او لويه کچه مسايلو کې بحث او ليکل وکړو، د خپلو ليکوالو څېړنه او شننه خو راته دغسې ستونزمن کار نه دى.
زموږ ځينې لويې ادبي څېرې لکه: پينځه ستوري او ورپسې نور ليکوال لکه ارواښاد مجروح چې وايي د سيمې په کچه حساب پرې کيداى شي، په تقريبا اسانه بڼه څېړل کېداى او هنر يې خلکو ته پېژندل کېداى شي، خو چې ليدل کېږي، له څو ليکوالو پرته چې بحثونه يې پرې کړي،اکثره يې لا  د يوه ښه ليکوال په توګه ورسره بلد هم نه دي.
د نورو برخو ترڅنګ په ادبي ډګر کې هم پر قضاوتو د وړتيا او واقعيتونو پرځاى د قومي،سمتي او متبادلو ستاينو  واکمني لامل شوې، چې موږ ډېر کم خلک د هېواد شموله ليکوالو او شاعرانو په توګه پېژنو، اکثره سيمو ته چې سړى ورشي او د ښه ليکوال او شاعر پوښتنه وکړي، خامخا به د خپلې سيمې کوم ناواقعي کس ښيي.
پخوا به وايي، ډېرو ليکوالو او شاعرانو په ډېرې سختۍ سره کولاى شول، خپلې ليکنې او شعرونه، که څه هم لوړ کيفيت او ارزښت به يې لره، په ګوتو په شمارو چاپي رسنيو کې خپاره کړي،خو نن  چې په دې برخه کې ستونزې بيخي ختمې ښکاري، د ګوتو په شمېر دا چاپي رسنۍ نه شي کولى،ځانته نوي،باکيفيته او څېړل شوې ليکنې ومومي.
د کتابونو چاپ همداسې درواخله، د لويو او مهمو څېړنيزو فرهنګي سيمينارونو او ناستو برابرول، سفرونه، اړيکې او نور ټول هم همدغسې.
له وروستيو زياتو شويو امکاناتو څخه زموږ ډېرو ليکوالو د خپلو پخوانيو خاصيتونو له وجې تر زياته حده بده استفاده هم کړې، په کار يو بل پسې په مستعارو نومونو ليکنې، له ټېکنالوژۍ څخه هم د نورو ليکوالو او خلکو د تخرېب کوښښ په ادبي-فرهنګي ډګر کې د ستونزو لامل شوي.
ليکوال په ځانګړي ډول مشران مسول دي، چې د سيمه ييزو او وړو ادبي ډلګيو د رامنځته کولو او دوامداره کولو پرځاى، سره کيني،يو بل وزغمي،يو بل واوري او په  قانع کوونکو دلايلو د خپلمنځيو وړو او ان بې ځايه ستونزو او خوابديو په ختمولو سره له اوسنيو امکاناتو د فرهنګي بهير د پرمختيا لپاره  مهم لومړيتوبونه او لارې،چارې مشخصې او عمل پرې وکړي