حقیقت تل مادي او قانونمند دې !


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • ډاکټر حرکت
  • 266

عېني واقعیتونه او ټولې پدیدې چې په عالم الاسباب کې د انسان او نورو مخلوقاتو لپاره مسخر او مقدر ګرځېدلي ، همزمان او هم مکان لوی قانونمند  حقیقت جوړوي او انسان د الاهي عالم با شعوره خلف مخلوق په حېث ، ددې لپاره د نوموړي لوی حقیقت په معرفت مکلف ګرځېدلې ، ترڅوټول مادي نعمات ، چې خدای ددغه لوی حقیقت په بنیاد شته کړي ، د خدایي عدل ،انصاف اوعامه پېرزوینې له مخې په ټولومخلوقاتو ،دهغوۍ د ذاتي خلقتي خصوصیاتو او ضرورتونو  په تناسب رواداري او پیرزوینه ولري . دغه مادي وجودي  عېني واقعیتونه د کل او ځانګړو ماکره او میکره مادي واحدونو په حېث د همزمان او هم مکان نه شلېدونکې لحظوي او ابدي بدلېدونکو مناسبتونو او اړیکوسره واحد جهاني   نظام جوړوي . دغه واحد نظام همزمان او هم مکان نوې او زوړ ،متحرک او ساکن ، ستا تیک او دینامیک او دېته ورته نور ډېر همزمان او هم مکان  هر اړخیزه متضاد او موافق وضعیتونه ، حالتونه ، خواص او خصوصیات لري .له یوې خوا په لحظوي بدلېدونکي نظام کې قدیم هېڅکله نور په قدیم کې وجود نه لري او قدیم د نور له سرعت څخه هم په چټکۍ سره د ابد په لور ځغلي او حال ته د وخت په نوم  هېڅ مقیاس څوک  قایلېدلي نه شي، خوله بلې خوا په همغه قدیم کې ټول ماهیتونه او کېفیتونه دقانونمند بهیر په بڼه  ساتلي پاتې دي او پوهان کولې شي د قانونمندو لارو په مختلو زماني او مکاني ابعادو کې لازمې او مطلوبې محاسبې ، قانومندۍ ،اعداد او ارقام تر لاسه کړي . حال هم د جهان د لحظوي بدلون په نسبت د هیچا په قابو او ګورت کې نه شي راتلای یا په بل عبارت حال عملا ً وجود نه لري ، خو له بلې خواد قدیم  څخه تر ابده پورې ټول حقایق او واقعیتونه په ټولو ستاتیک ـ دینامیک بدلونونو  اومختلفو کمي او کېفي واقعیتونو سره یواځې دحال دوضعیت، موقعیت ، منفذ،مجرا او مقطع څخه څېړل کېدلې او ارزول کېدلې شي او پرته له دغه وضعیت څخه بل امکان هېڅ  وجود نه لري . په ابدي نظام کې ابد هم هېڅکله  ابد ته نه رسیږي  ، خو د هر ابدعېني واقعیتونه د حال د څېړنو په بنیاد څېړل کېدلې او لازم نتایج تر لاسه کېدلې شي  . نو ځکه  ویلې شو ،چې ددې جهان د څېړنې وړ  واقعیتونه او لوی حقیقت یواځې همغه دې چې همدا اوس او په همدې لحظه کې وجود لري او بل هر واقعیت او حقیقت هم یواځې د حال له موجوده وضعیت څخه څېړل کېدلې شي  . هغه کسان ، چې هڅه کوي ددې جهان  پېل او پای ولټوي او په دغه بنیادونو خپلې علمي ـ فلسفي څېړنې او ارزونې پېل او دوام ورکړي ،دغه فکرونه یي بې بنیاده او څېړنې او ارزونې یي هېڅکله مثبتې پایلې او نتایج نه شي لرلې .هر وخت ، چې مونږ غواړو د جهاني  حقایقو ، خلقتونو او پدیدو په اړه څېړنې او ارزونې سرته و رسوؤ ، باید ټول پورتني معیارونه  یعنې ، چې جهان همزمان او هم مکان قانونمند مادي موجودیت لري ،دا جهان  همېشه د لحظوي تجدد په وضعیت کې دې او  هره څېړنه او ارزونه هم یواځې د همدغه موجوده و ضعیت په بنیاد په نسبي لحاظ پېل کېدلې شي ، چې له بده مرغه ، په هېڅ یوه بشري علمي ـ فلسفي تیوریکي څېړنه او ارزونه کې ، دغه شرایط په نظر کې نه دي نیول شوي او ځکه خو یي تیوریکو څېړنو او ارزوونو مثبتې پایلې او نتایج نه دي درلودلي . خو دا ټولې خبرې ، هېڅکله دا معنا نه لري ، هرجهاني موجوده  وضعیت ، چې په  هره لحظه کې بد لیږي ، کومې نښې نښانې او پل یي تر شا نه پاتېږي او موجوده وضعیت هم  څرنګه چې په قابو او ګورت کې نه شي راتلای ،نو علمي څېړنې او ارزونې ګوندې هم هېڅ ارزښت نه لري  . مونږ دمخه وویل ،چې جهان قانونمند پېدادې ، قانونونمند پایي او قانونمند بدلون او پرمختیا مومي او دا جهان همداسې هم زمان او هم مکان زوړ او نوې ، همزمان او هم مکان ستاتیک او دېنامیک  ، . . . ، نو مونږ  د همدغه قانونمندیو په بنیاد ، خپلې څېړنې او ارزونې هر زماني او مکاني بعد ته غزولې او لازم څېړنیز  نتایج او محاسباتي اعداد او ارقام  تر لاسه کولې شو . د جهاني خلقت الاهي علمي قانونمندۍ  د بشر لپاره د الاهي کلام په وسیله  د پېغمبرانو (ع)په واسطه د بشر په ژبه د مشخصو او عامو احکامو ،اصولو ، اوامرو او نواهیو په بڼه د الاهي دین او شریعت له لارې  رسېدلي او دانساني ذهني ــ شعوري مقدراتواو امکاناتو  په کچه   انساني ذهني خلف علم او یا په بل عبارت انساني ذهني  فلسفي  علم تشکیل شوې دې .په دې صورت کې مونږ په زغرده ویلې شو ،چې : د فلسفي علمي څېړنو موضوع او هدف همدادې  ،چې د جهاني خلقت د پېدایښت ، پایښت ، بدلون او پر مختیا  قوانین او قانونمندۍ وپېژني  او د خپلو مقدراتو په کچه ددغه پېدایښت ، پایښت ، بدلون او پرمختیاپه کمیت او کېفیت  کې ، د خپلو ضرورتونو ، مجبوریتونو او غوښتنو سره سم په ترکیبي او تجزیوي جوړښتونو کې بدلونونه راولي او د ځان او نورو د استفادې وړ یي وګرځوي . نه دا لکه ، د رادا کرشنان په مشرۍ ، چې د هندد فېلسوفانو شپېته کسیزي کمېټې ، دفلسفې موضوع  ، ددې جهان د اغاز پېدا کول ګڼلې ده !
فلسفه دانساني مقدراتو ،امکاناتو او نیمګړتیاوؤ په تناسب د الاهي او قرآني علومو سره د انساني خلافت مناسبت لري او دهمدغه خلافت د عظمت د مقدراتوپه  کچه ، الاهي علم  افاده کولې شي . فلسفه دډېرو تورونو او ناروا تهمتونو سره سره بیا هم په تیرو فلسفي فورمولبندیو کې د مادې ،شعور او ټولنې د عامو قانونمندیو علم ګڼل شوې دې .زه په دې عقیده یم ، چې ماده ،شعور او ټولنه ذاتي توپیر نه لري اولکه څرنګه چې ، عالم الاسباب ،د الاهي واحد علم د قانونمندیو تابع ګڼل کېږي او ټولې قانونمندې پروسې د متداخلو  انتګرالي او دیفرنسیالي حرکتونو او انتګرالي او دیفرنسیالي  بې شمېره معادلو په واسطه داسې افاده کیږي ،چې هیڅ متوالي ، نامعین ، لا یتناهي ، مهمل ،نا مفهوم او دېته ورته  اعداد ، ارقام مفاهیم په کې نه شي په سترګو کېدلې ، فلسفه هم د انساني مقدرات او خلافت د عظمت په تناسب ، د الاهي  علم بشري ذهني واحد خلف  علم ګڼل کیږي . نو ځکه دا خبره نه کومه معما ، نه کوم پټ راز او نه کوم بې علته معلول دې ، چې ګوندې څوک دې پرې پوه نه شي ،چې ولي  تر اوسه پورې په فلسفي علم مخامخ څوک نه دي ورغلي او نن هم څوک ددې کار جرئت نه لري ؟
هو ! بې له  شکه ،چې  فلسفه اسان علم نه دې  . د ټول جهان د قانونمند تحرک او تعامل  ،په واحد انتګرېشن او دیفرنسېیشن کې څېړل  خو لا په ځای پرېږده ، چې  د یوې واحدې قضیي او مسئلې قانونمند انتګرالي او دیفرنسیالي تداخل  څېړل، حتا په پرنسیب کې ناشونې کار ګڼل کیږي او په ځانګړو حالاتو کې به شاید ورته ضرورت هم نه وي . همدا سبب دې ،چې ځیني الاهي احکام ، لکه دجهان پېدایښت ، قدامت اوابديت ، دعالم آمر په شکل ،چې زماني اومکاني قیوداتو او تأجیل پورې اړه  لري اویا لکه الاهي ذاتي پېژندنه ،چې د ناممکناتو څخه ګڼل کیږي . لکن ددې ټولو خبرو سره سره دغه هر څه ، د یوه لوی حقیقت او یا د عېني واقعیتونو په بڼه وجود لري او حتما ً په الاهي او قرآني علم کې یا د عالم خلقت او یا د عالم آمر په بڼه د هغې ذکر شوې او عملا ً د الاهي  علم له مخې د هغې قانونمندي وجود لري او ما په ځیني ددغه مسایلو د « عېنیت فلسفه ، څېړنې او ارزونې ،( فلسفه په مادي قدامت ،حال او ابدیت کې ، ۳۴۴ مخ ) » او نورو موضوعاتو کې پرې بحث کړې دې . نو ځکه مونږ نه شو کولې په دغه  حقایقو او عېني واقعیتونو سترګې پټې کړو . ما په خپلو څېړنو او ارزونو کې  د هغې د پوهې ، باور او یقین لپاره  تر وسه پورې کافي ثبوتي او علمي قیاسي او اسقرایي دلایل وړاندې کړي دي . 
حقیقت ،مادیت او علمیت یو تر بله سره لازم وملزوم او نه بېلېدونکې پدیدي دي ، یو تر بله سره په مناسبت او ارتباط کې څېړل کېدلې،ارزول کېدلې او یواځې په همدغه ارګانیکه بڼه او مناسبتونو سره ،له څېړنیزوموضوعاتي قضایاوؤ او مسایلو  څخه   سم  او رښتیني څېړنیز حقایق او نتایج  تر لاسه کېدلې شي .
دا جهان د« کن فیکون » الاهي حکم  له مخې ازلي ، ابدي او قانونمند  پېدا دې، قانونمندي یواځېنې لازمي شکل د موجودیت ددې لوی جهان او هر وجود ګڼل کیږي اوغیر قانونمندموجود اصلا ًوجود نه شي لرلې . څرنګه ،چې هرخلقت یواځې خدایي اوپرته له الله بل خالق وجود نه لري .  نو هغه علم ،چې دا لوی جهان یي په بنیاد ، قانونمند پېدا ، قانونمند پایي  او قانونمند بدلون او تکامل مومي ، هم یواځې خدایي خلقت ګڼل کیږي او انسان یواځې کولې شي ددغه علم په قانونمندیو معرفت حاصل او دخپلې استفادې وړ وګرځوي .ددې جهان د پدیدو او خلقتونو سره غیر علمي کړه وړه هم ناسم ، غیر عملي ،نا ممکن او بې نتیجي ګڼل کیږي . انسان هم یواځې د کافي علمي استعداد لرلو او یو بل ته د هغې د انتقال د امکاناتو په نسبت، په دې جهان کې ، د الا هي اکرم خلف مخلوق  په حېث منل شوې او ددغه خلافت رسالت ،رهبري او عملي کول هم یواځې د انساني مخلوق په عالم  قشر پورې اړه لري .یواځې عالم انسان دې ،چې دخدایي علم د  معرفت استعدادلري اودمادي نعمتونو څخه د پوره او سالمې ګټې پورته کونې په منظور د ټولو خلقتونو  په معرفت  مؤظف او مکلف ګرځېدلې دي . هېڅ انسان د هېڅ یوه علم او قانونمندۍ خالق نه دې . هره قانونمندي په ازلي ډول د هر خلقت او پدیدي د مادي کمي او کیفي جو ړښت سره ، همزمان اوهم مکان  لا یتجزا ارګانیک تناسبونه جوړوي .
تخیلي حقایق او تخیلي انساني علوم وجود نه لري او نه کله انسان  ، حتا دخورا کوچني علمي حقیقت خالق ګڼل کېدې شي . انسان یواځې کولې شي د الاهي علمي حقایقو په بنیاد علمي پدیدي ایجاد او داستفادې وړ وګرځوي .
هر څوک په دې پوره  باور لري ،چې خدای تر هر څه لوی ذاتي حقیقت دې ، چې هیڅکله د انسان په شعور کې نه ځایېږي . نو ځکه انسان د تل لپاره د خدای د پېژندنې او توصیف څخه عاجز دې او یواځې د ډیرو خارق العاده عېني شواهدو له مخې باید انسان پرخپل خدای یقین ،ایمان او عقیده ولري . د خدای علم هم لوی او بې ساري دې او انسان یواځې د خپلو مقدراتو په کچه  هغه خپلولې شي . همغسې چې خدای واحد دې علم او جهان یي هم واحد دې . ځانګړي علوم  په حقیقت کې هیڅ وجود نه لري او هر ډول ویش او دیفرنسییشن په هغې کې پرته له دې چې د انسان په شعوري او علمي بېوسۍ او نقصان دلا لت وکړي بله معنا او افاده نه لري . څرنګه چې الاهي علم د انسان لپاره محاط علم نه ګڼل کیږي او دانسان لپاره په اصطلاح باب دندان ځانګړي علوم هم وچود نه لري ،نود بشر لپاره مقدر علمي امکانات ، څه ډول توضیح کېدلې شي ؟ همغسې ،چې الاهي علم د انساني مقدراتو څخه ډیر ژور ، لوړ او فراخ دې ، دالاهي علم انساني خلف علم ،چې اصطلاحا ً  د لاتیني مرکبې کلمې «  Phileosophia  » په واسطه افاده او د میلاد څخه ۶۰۰ کاله دمخه دغه اصطلاح د لومړي ځل لپاره د فیثاغورث په واسطه استعمال او  وروسته د افلاطون په واسطه د فلسفي علم د افادې اصطلاحي قایم مقام  جوړ شو ، چې مادي ، شعوري او ټولنیز عام قوانین څیړي ، نو  د هربې علمه  او  عالم انسان  لپاره نژدې یوشان غیر  محاط فکري علم ګڼلې  شو .
هو ! فلسفه په انساني کچه الاهي خلف علم دې ، ځکه چې خدای په خپل کلام کې د انسان څخه د خپل خلیفه په حېث ذکر کړې دې ، خودا هېڅکله ددې معنا نه لري ، چې ګوندې ،حتاهر عالم دې په الاهي علم او یا دالاهي علم د ځای ناستي علم ، فلسفې پر ټولو موضوعاتو باندې  پوه شي . په فلسفه پوهېدل ،  په حقیقت کې ، څه ناڅه په ټولو علومو د پوهېدلو په معنا دي . همدا سبب دې ، چې د بشریت په تاریخ کې مشکله ده داسې عالم څوک پېدا کړې شي،چې په فلسفه دې مخامخ ورغلې اوسي او یادې د نیمګړتیاوو او اشتباهاتو پرته  کومه جامع منلې علمي فلسفي فورمولبندي مونږ ته په میراث پرېیښې اوسي . په حقیقت کې ډېرې پوهان ، څرنګه چې په فلسفي عالي او هر اړخیز ګلوبال  علمي انتګرېشن باندې یي فکر نه رسیږي ، اسانه ورته دا ښکاري ، چې د فلسفې د علمیت څخه منکر شي . په دې مسئله د « عېنیت فلسفه ، څېړنې او ارزونې  »( ډاکټر حرکت ، ۲۰۱۱م)کې پوره بحث شوې دې .  په دې ځای کې دومره ویل غواړم ، چې : (۱) فلسفه  په کل کې د علم لپاره او بالخصوص د الاهي علم لپاره اسم با مسمی نه ، بلکه یوه اصطلاحي افاده ګڼل کیږي او هغه هم ډیر وروسته دغه افادې رواج پېدا کړ ؛ (۲)  که ژبني کلماتو او اصطلاحاتو ته هم زیر شو اکثره کلمات معنا داره نه دي او لکه په اروا پېژندنه  ( روان شناسۍ )کې چې  شرطي غیر مفهوم  ریفلکسونه، چې روسي مشهورو اروا پېژندونکو « پاولوف » او « سېچینوف » په حیواناتو باندې د روشنۍ او غږ په ذرېعه تجربه کړي وؤ ، په معنا داره مفهوم بدل شوې وؤ ،ژبنۍ غیر مفهوم افادې هم ددوام داره استعمال په ترڅ کې د انسانانو لپاره په معنا داره مفاهیمو اووختې دي ؛ (۳) په اکثره ادیانو کې  فلسفې  ،غیر دیني( الحادي ) دریز درلوده ،نو ځکه د هر چا له خواپه اسانۍ سره د هر ډول سم اونا سم تهمت سزاواره ګڼل کېدې شوه  ؛ (۴ )  تر هر څه مهم د فلسفي علم هر اړخیز ګلوبال انتګرالي او دېفرنسیالي اړیکي او مناسبتونه دي ،چې په  فلسفي علم پوهاوې یي د هر چا لپاره مشکل ګرځولې دې  ؛ ( ۵)په تېرو بحثونو کې ، سره ددې ،چې پوره  تأ کید شوې دې ،  یو ځل بیا تکرارول غواړم  ، چې دین او علم یو ډول معرفت او یا په بل عبارت علم دین او دین علم دې او فلسفه ، چې د الاهي علم انساني ذهني خلف  علم ګڼل کیږي  ، څه ډول د ځیني پوهانو په آند غیر علمي پدیده او خلقت ګڼل کېدې شي ؟ په پای باید ووایم ، چې د فلسفي  علم موضوع او دڅېړ نو او ارزونو طریقه یواځې همدغه ده ،چې پورته درنو لوستونکو او پوهانو ته وړاندې شوه  . زه د خپلو دوستانو او پوهانو په مټ دپورتنۍ لیکنې مسئولیت په غاړه اخلم او د فلسفي موضوعاتو او مسایلو د څېړنو لپاره دغه شرایط یواځینۍ لار او امکانات بولم . تخیلي او غیر مستند ، غیر قانونمنددلایل ، افادې ، منطق او فورمولبندۍ په دغه ډول علمي مسایلو کې ځای او ګنجایش نه لري . د محترمو پوهانو څخه هیله کوم ،چې په پورتني عباراتو او مفاهیمو کې  زمادنیمګړتیاوؤ ،سهوؤ اوخطاوؤپه اصلاح  کې  مرسته  ونه سپموي او خپلې نیوکې لطفا ً د ای ـ میل له لار ې راواستوي  . مننه .