طالبان یواځې د افغانستان زیربیناوې ختموي.

طالبان یواځې د افغانستان زیربیناوې ختموي.


  • 9 مياشتي دمخه (17/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 284

طالبان د هېواد  د پرمختګ فکر نه لري.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، طالبان یوه ترهګریزه او ویجاړونکې ډله ده او د په هېواد کې د زیربناوو له ختمولو او د علمي کادرونو له وژلو پرته بل هيڅ پلان نه لري.

دی وايي،  طالبان د علمي خلکو له فکر وېره لري؛ نو ځکه یې وژني.

والي امرخیل وړاندې لیکلي، چې طالب یو مکار دښمن دی او هڅه کوي د ولس او حکومت ترمنځ درز پیدا کړي.

نوموړي له خلکو هيله کړې، چې د طالبانو شومې دسیسې درک کړي او له دولت سره همکار پاتي شي.

د امرخیل په خبره د یو باثباته افغانستان راز دا دی، چې ولس باید له دولت سره اوږه په اوږه ودریږي