په غزني ولایت کې د ولسي جرګې او په افغانستان کې د ولایتي شورا ټاکنې.

په غزني ولایت کې د ولسي جرګې او په افغانستان کې د ولایتي شورا ټاکنې.


  • 7 مياشتي دمخه (23/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 309

د غزني ولایت د ولسي جرګې، د افغانستان ولایتي شوراګانو او ښاروالیو ټاکنو ته چمتوالی!

جاوېد مسرور 

 

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا عمومي  رییس ډاکټر حبیب الرحمن ننګ وایي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون راتلونکو ټاکنو ته بشپړ چمتوالی لري او دا ټاکنې به له نورو کلونو متفاوتې، په ښه معیار او عالي شفافیت سره ترسره شي.

کمېسیون د ۱۳۹۸ لمریز کال ټاکنو څخه په تجربې اخیستلو سره، خپلې ټولې نیمګړتیاوې او کمۍ  سمې کړي، راتلونکې ټاکنې به په پوره شفافیت سره ترسره شي.

 

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په اساسي قانون کې د ټولو مشخصو شویو ټاکنو د ترسره کولو مسوولیت لري. ټاکنې یوه لویه ملي پروسه ده چې په بریالیتوب ترسره کول یې هر اړخیزې همکارۍ او د حکومت او نورو اړوندو بنسټونو له خوا د مناسبې زمینې برابرولو ته اړتیا لري.

د افغانستان اساسي قانون او د ټاکنو قانون د دې هېواد د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د لاندې ټاکنو ترسره کولو واک ورکړی دی.

• د ولسمشرۍ ټاکنې

• پارلماني ټاکنې

• د ولایتي شوراګانو ټاکنې

• د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې

• د ښاروالانو ټاکنې

• د ښاري شورا ټاکنې

• د کلیو د شوراګانو ټاکنې

خو حالاتو او شرایطو ته په کتو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اوسه پورې، د ولسمشرۍ، پارلماني او د ولایتي شوراګانې، یعنې درې ډوله ټاکنې ترسره کړې، چې اینده به دا شمېره ډېره او نورې پاتې ټاکنې به هم په پوره شفافیت سره ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۸ لمریز کال د ولسمشریزو ټاکنو تر بریالیو ترسره کولو وروسته له دغو ټاکنو نه زده شوي درسونه تدوین کړل، چې د ترلاسه شویو تجربو پر اساس د راتلونکو ټاکنو د ترسره کولو بهیر په لا ښه ډول تنظیم او مدیریت شي.

له بلې خوا د غزني ولایت د ولسي جرګې، ولایتي او د ولسوالیو شوراګانو، ښاروالیو او د ښاروالیو د مجلسونو د ټاکنو ترسره کول واروزل شول، چې تر تخنیکي او عملیاتي ارزونو وروسته په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د غزني ولایت د ولسي جرګې، ولایتي او ولسوالیو شوراګانو او ښاروالیو د ټاکنو ترسره کولو ته اړین تیاري ونیول شول. 

کمېسیون د غزني ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو د ترسره کولو طرحه د  ۱۳۹۹ د زمري میاشتې په ۱۶مه نېټه په رسمي ډول د ولسمشرۍ له عالي مقام سره شریکه کړه، چې په هغې کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د غوايي میاشتې ۳۱مه د ټاکنو ورځ اټکل شوې وه. 

کمېسیون د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي په ۲۱مه د ولسمشرۍ عالي مقام ته تعقیبي مکتوب هم واستاوه. د مخکینیو مکتوبونو په تعقیب یې د ۱۳۹۹ د لیندۍ په درېیمه د غزني ولایت د ولسي جرګې، ولایتي شوراګانو او ځينو ښاروالیو د ټاکنو طرحه او عملیاتي پلان د ولسمشرۍ عالي مقام ته ولېږه، چې په دې طرحه او عملیاتي پلان کې د یادو ټاکنو ترسره کول د ۱۴۰۰ لمریز کال په مني کې تنظیم شوي دي. 

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۴۰۰لمریز کال په مني کې د غزني ولایت د ولسي جرګې، ولایتي شوراګانو او ځينو ښاروالیو د ټاکنو د ترسره کولو لپاره ټول تخنیکي او عملیاتي تیاري نیولي. 

همدارنګه د ملګرو ملتونو د معاونیت له دفتر او UNDP سره یې د ټاکنو د ملاتړ د پروژې سند لاسلیک کړ. 

د رایه ورکولو د مرکزونو بیا ځلي ارزونه، د رایه ورکوونکو د نوملړ اصلاح او د رایه ورکوونکو تقویتي نوملیکنه هغه مهم موضوعات دي چې د یادو د ټاکنو تر عملیاتي برنامو مخکې به د کمېسیون له خوا ترسره شي. 

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غزني ولایت د ولسي جرګې، ولایتي او ولسوالیو شوراګانو او ښاروالیو ټاکنو ترسره کولو ته د چمتوالي تر څنګ، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ټاکنیز پوهاوي ورکولو او باور رامنځته کولو دوامدارې غونډې جوړې کړې او همدارنګه یې د ټاکنو قانون اصلاحي طرحه هم نهايي کړې، چې ډېر زر به د عدلیې له محترم وزارت، ملي شورا او نورو اړوندو خواوو سره شریکه شي. 

همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمېسیون تصمیم لري چې ټول ټاکنیز مسایل له ښکېلو خواوو سره شریک کړي، د کورنیو اړوندو خواوو او نړیوالو ملاتړو نظرونه او لیدلوري ترلاسه کړي او راتلونکې ټاکنې په هر اړخیزې ارزونې سره پر مخ بوزي.

 

د غزني ولسي جرګې ټاکنو لپاره ۱۴ میلیونه او د افغانستان ولایتي شوراګانو ټاکنو لپاره ۸۰ میلیونه ډالر په پام کې نیول شوي دي. 

دا لومړنۍ مسوده ده، زیات امکان لري، چې دا لګښت تغیر شي.