جانانه کله دې يادېږم کنه ؟ دحنا سعادت د ښځينه شاعرانو غورچاڼ


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • بختيار تلاش
  • 329

 زموږ په ټولنه کې په عمومي توګه د ټولنيز اړخ په هره برخه کې ښځه له پوره حق نه بې برخې پاتې شوې ، پښتو ادب هم یوه هغه برخه ده چې د نارینه وو په پرتله د ښځو ونډه په کې چندانې د قناعت وړ نه ده. د پښتو ادبیاتو په پخوانیو دورو کې هم یو شمېر محدودې ښځې د ادب پر اسمان را څرګندې شوې.  د نهمې هجری پېړۍ په اواخرو اود لسمې پېړۍ په اوایلو کې موږ د ځینو پښتنو ښځمنو له نومونوسره مخامخ کېږو،چې په پښتو ژبه آثار ترې پاتې دی. هغه مشهورې ښځمنې چې آثار یې د پښتو په لومړۍ ادبی دوره کې د لوستلو ځای لری، عبارت دی له  زرغونه کاکړه، رابعه او میرمن نیکبخته دی.

      لکه د لرغونو ادبیاتو په څیر په معاصرو ادبیاتو کې هم د ښځو ونډه چندانی خوندوره نه ده. که څه هم پدې برخه کې د لیکلیو ادبیاتو په پرتله یواځې  په اولسی او شفاهی ادبیاتو لکه  لنډۍ، غاړې، بابولالې، کاکړۍ … او نورو کې  د دوی ونډه یو څه د پام وړ ښکاري . د خپلې دې ادعا د اثبات لپاره د پښتو ادب په دغه نوې چارې يو څه رڼا واچوو،چې په دې نږدې وختونو کې يې ښه باب کړى دى، دغه چاره د شعرونو غورچاڼ دى،چې اوس اوس د شعر مينه والو يا هغه شاعران ورونه او خويندو چې له شعر سره ډېره مينه لري او غواړي چې له دې لارې د ځېنو ښو او يا نويو شاعرانو شعرونه د خلکو تر لاسونو ورسوي دې کار ته ملا تړلې ده چې تر دا مهاله يې د مينه والو له خوا ښه هرکلى شوى دى،خو له ياده مو ونه وځي چې په پښتو ادب کې يوه بله پر ځاى هڅه شوې ده چې تر دا مهاله يې ډېر کم څرک تر سترګو کېده او هغه دا چې تر اوسه چا هيچا دې موضوع ته پام نه و کړى چې څنګه وکړاى شي په يوه اثر کې ټول د ښځينه شاعرانو شعرونه راټول کړي، چې له نېکه مرغه دا تشه هم راډکه شوه او په پښتو ادب کې د يوې داسې ټولګې زياتېدل به د پښتو ژبې هغه شاعرانې چې تر اوسه يې شعرونه يا د نارينه او ياهم په مستعارو نومونو چاپېدل دا جرئت وکړي چې خپل شعرونه په خپل نوم چاپ کړي.
د ژوند د نورو اړخونو په څېر په شعر کې هم د ښځو ونډه ډېره ګټوره ده، که د نړۍ په هره ژبه کې  شاعرانې خپل احساسات وغږوي، خپل چاپیریال او ان نړۍ  له خپل لیدلوري نه وګوري نو  په ادب کې به یې ونډه تر نارینه و کمه نه وي،خو په پښتو ادب کې بيا داسې نه ده.
 
    په هر صورت! خبره مې دښځينه شاعرانو د غورچاڼ کوله .دغه غورچاڼ پېغلې شاعرې او ژورنالېستې حنا سعادت راټول کړى دى چې ( جانانه کله دې يادېږم کنه ؟) نومېږي.
 
جانانه کله دې يادېږم کنه؟
    دغه نوم تکړه او پېغلې شاعرې حنا سعادت د ښځينه شاعرانو د شعري غورچاڼ لپاره خوښ کړى، په دغه شعري غورچاڼ کې د اتياوو په شاوخوا د ښځينه شاعرانو شعري نمونې راټولې شوي دي البته ټولې يې غزلې خو په پاى يې يو نظم هم لري، دغه اثر د ١٠٠٠ ټوکو په شمېر په ١١٨ مخونو په ښکلي کاغذ او ښه صحافت سره د ګندهارا خپرندويه ټولنې له خوا خپور شوى د کتاب د کمپوز کارونه تکړه کمپوزر ښاغلي عبدالباسط تر سره کړي دي.
اغلې حنا سعادت دغه کتاب خپل مور او پلار ته په دغو ټکو ډالۍ کوي:
ډالۍ
(( مور او پلار ته چې د روزنې خيال مې ورسره دى ))
     په کتاب باندې تکړه ليکوال ، شاعراو ژورنالېست ګل رحمن رحماني، پياوړي ليکوال او شاعر انجينر عزت الله ځواب او تر څنګ يې ځوان ليکوال او ژباړن شېرين آغا جهانګير خپلې هر اړخيزې سريزې ليکلې دي.
په پيل کې د ښاغلي رحماني له ليکنې څخه دلته يو څو کرښو ته تم شو، چې هغه د دغه کتاب د ارزښت په اړه څه نظر لري ؟
هغه ليکي:
     د ښکلا څښتن چې کله په ځمکه خپل خليفه حضرت ادم (ع) هست کړ؛نو ورسره سم يې د هغه ستړې او ستومانې اروا ته د بي بي حوا د مخ له نورني وړانګو تسکين ورکړ او ژوند يې تکميل کړ،هسې خو که ښځه نه واى،د ژوند ښکلا به زموږ تر سترګو نيمګړې وه.
     خبره چې د ژوند شوه؛نو شعر د انسانانو د ستړي ژوند ټکورونکى او د پام وړ خبره ده،په پښتو ادب کې هم د شعر ځولۍ له پخوا نه ډکه ده،خو يوه نيوکه چې هغه   په ښځينه شاعرۍ وه چې له نېکمرغه اوسمهال دغه تشه هم په ډکېدو ده،چې يوه ښه بېلګه يې ستاسو په لاس کې ( جانانه کله دې يادېږم که نه؟) ده چې د هڅاندې او ژورنالېستې حنا سعادت په زيار په کې د کوز او بر پښتونخوا د نږدې اته اويا شاعرانو شعرونه راغونډ شوي دي .
 
     ښاغلى رحماني د اغلې حنا سعادت د پېژندنې په اړه پخپله ليکنې کې داسې کښلي دي ((حنا سعادت د استا ګل خان لور له نن نه وړاندې په ١٣٧٢لمريز کال د ننګرهار ولايت په بيهسودو ولسوالۍ کې زېږېدلې، له اووم ټولګې نه تر لسم ټولګي پورې يې په ناهيد شريف کې زده کړه کړېده،چې اوسمهال د ملک حميرا په لېسه کې خپل وروستى کال بشپړوي،په ګڼو ژورنالېستيکو ورکشاپونو کې يې ګډون کړى او له تېرو دوو کلونو راپه دې خوا په ننګرهار کې له صفا راډيو سره د پروډيوسرې په توګه کار کوي،موږ ورته د دغه غوره کتاب مبارکي وايو))
ورپسې به د غزت الله ځواب د ليکنې يو دوه پرګرافه له تاسو سره شريک کړم چې هغه د دې کتاب په اړه څه ليکي؟
هغه ليکلي:
       (( د خوښۍ ځاى دى چې په دې ټولګه کې يوازې د نجونو او مېرمنو شعرونو ته ځاى ورکړل شوى دى، چې د ښځينه احساس استازيتوب کوي او په ډېر ښه شکل يې خپلو اوسېليو ، هيلو او رامانونو ته د هنر جامې ور اغوستې او د خيال او فکر په زور يې ترې د شعر دردانې جوړې کړي دي.
     زه د پښتو ادب په ګلبڼ کې د شعرونو دا غورچاڼ (جانانه کله دې يادېږم کنه؟ ) يوه ګټوره زياتونه بولم او په راتلونکي کې د دې هرې يوې شاعرې د ځانګړې ټولګې دچاپېدو لار څارم ))
     ځوان ليکوال او ژباړن ښاغلى شېرين آغا جهانګير هم د دغه کتاب د ارزښت په پار يو څو کرښې تورې کړې دي ،چې دلته به يې يو څو ځېنې راواخلو.
هغه د خپلې ليکنې په يوه برخه کې داسې ليکي:
    ((  زه په نړۍ کې دوه ډوله انسانان پېژنم. یو ډول يې هغه دي چې شعر وايي، شعر لیکي او له شعر څخه خوند اخلي. په ادب مین وي او ادب يې د ژوند لپاره غوره کړی وي. دویمه ډله هغه دي چې نه شعر وايي، نه شعر لولي، نه له شعر سره کومه ځانګړې علاقه لري او نه هم د ادب په نامه څه پېژني.
       لومړۍ ډله انسانان بې له شکه داسې خلک دي چې نازک زړونه، حساس سوچونه او باطن بینې سترګې لري. غوږونه يې تل د هغو غږونو د اورېدو لپاره په کار اچولی وي چې نور خلک دغه غږونه نشي اورېدلی. لومړۍ ډله هم د طبېعت ننداره کوي او دویمه هم، مګر په دومره توپیر سره چې دویمه ډله طبېعت د ځان د ګټې شی بولي، په داسې حال کې چې لومړۍ ډله انسانان طبېعت خپله معشوقه ګڼي، له طبېعت سره مینه لري، غواړي چې تل د خپلې معشوقې ننداره وکړي، په درد يې درمند او په سکون کې يې خپل سکون ویني))
     ښاغلى جهانګير وړاندې ليکي (( که بل طرف ته ځیرشو، خدای انسانان دوه ډلې پېداکړي دي، ښځه او نر. نر يې د کار لپاره، د منډې لپاره، د غره  د څيرلو لپاره او د اوسپنې د وېلې کولو لپاره پېدا کړی دی. مګر برعکس ښځه يې د نر ملاتړې، همدم، غمخواره ، ډاډ ورکونکې او د نر پوره کوونکې پېدا کړې ده. ښځه ده چې مېنه ده، ښځه ده چې عاطفه او درد شته، که نه نړۍ به اوس د وحشت په لمبو سوې وی.
      د خوښۍ ځای دی چې زمونږ ټولنه هم د خدای په فضل دا دی اوس د همداسې انسانانو د لرلو شاهدي ورکوي. دغه کتاب ستاسې په لاس کې د همداسې انسانانو د شتون سند دی.
     زه ددې کتاب په فني جوړښت څه لیکل نه غواړم، بلکې زه ددغې ټولګې ټولونکې، خپروونکي، شاعرانو او حنا سعادت ته، مبارکي وایمه. الله دې  خېر او برکت ورکړي))
په دغه غورچاڼ ( جانانه کله دې يادېږم کنه؟ ) کې اغلې سعادت کوښښ کړى دى چې د پښتو ژبې د مختلفو سيمو له شاعرانو نه شعرونه راغونډ کړي او په دغه ټولګه کې ورته ځاى ورکړي.
 اغلې حنا سعات ددغه کتاب د منځپانګې په اړه داسې وايي :
  (( په دغه کتاب کې د اتياوو په شاوخوا د ښځينه شاعرانو شعرونو راټول شوي دي، دغه غورچاڼ ما په څلورو مياشتو کې راټول کړى ،چې پر غورچاڼ باندې    تکړه ليکوالانو لکه هر يوه ګل رحمان رحماني، عزت الله ځواب او شېرين آغا جهانګير سريزې ليکلي دي، دغه کتاب د ١٢٠مخونو په شاوخوا د ګنداهارا خپرندويه ټولنې له خوا خپور شوى دى ))
 
    ددغه کتاب په چاپېدو سره پښتنې خويندې او مېرمنې کولى شي، چې خپل غږ د نورو ګڼو شاعرانو په څېر پورته کړي، او د خپل ژوند ناخوالې، دردونه او کړاوونو ته په کې ځاى ورکړي.
په دغه کتاب کې شامل شعرونه هر اړخيز رنګ لري يانې حماسي، عشقي ولسي........او نور چې د شعر مينه وال کولى شي خپل ادبي ذوق په کې خړوب کړي.
    په پاى کې له اغلې حنا سعادت نه مننه کوو،چې په دومره سختو حالاتو کي يې هڅه کړې ده چې د خورو ور نجونو، خويندو اومېرمنو ګڼ شمېر شعرونه يې راټول او په يوه اثر کې يې خپاره کړل، دې ته د لا نورو ښو برياليتوبونو هيله کوو.
دا هم ددې غورچاڼ له ٤٦ مخ نه د نبيله غزل يو ښکلى شعر :
 
د جل وهلي محبت په تور بدنامه يمه
زه د ښاغلي محبت په تور بدنامه يمه
د کلي نجونې له سيوري نه هم کرکه کوي
ستا د سپېڅلي محبت په تور بدنامه يمه
د پېغورونو زولنې مې دې په پښو کې پرتې
د خداى وهلې محبت په تور بد نامه يمه
ګناه مې داده چې له خپلې ژبې وانه وښتم
د خپل پاللي محبت په تور بدنامه يمه
زما اروا په شعر مينه په غزل مينه
ددغې ښکلي محبت په تور بدنامه يمه