له بولا


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • ايمل پسرلي
  • 472

يوه ښځه راته ودريده . په انگريزي يې وپوښتلم :
-         ته هوايي ډگر ته ځې ؟
سر مې وخوځاوۀ . د موټر د شا بانټ يې خلاص کړ . ودريده . دواړه لاسونه يې خپلو تشو ته ونيول . لکه  ښوونکي چې له  شاگرده څه پوښتلي وي او د ځواب په تمه ورته ولاړ وي . ما بکس کېښود . په موټر کې ورسره کښېناستم . په مخکيني سيټ کې ورسره ناست وم . دې د موټر له چالانولو او خوځولو سره خبرې شروع کړې .
- زما نوم مرندا دى . پخوا مې ټکسي نه چلاوۀ . خلکو ته مې موټر ورزده کاوۀ . پخواني وختونه و . اوس پکې پيسې نشته .
مرندا غلې شوه . سپين مخ يې لمر وهلى ښکاريدۀ . کميس يې بې لستوڼو  و . په لاس يې وړې وړې تورې دانې وې . ډيره زړه نه ښکاريده .
-         زما دوه لوڼې دي . يوه يې اوس دا دى مخ په ځوانيدو ده . بله يې لا وړه ده .
زۀ لا هم غلى وم .  دې وپوښتلم :
-         اولاد لرې ؟
-         هو دوه ماشومان لرم .
-         د کوم ځاى يې ؟
-         د افغانستان يم خو اوس لندن ته روان يم .
-         جنوبي افريقا څرنگه درته ښکاره شوه .
-         ښه ده .
مريندا يوه شېبه څه ونه ويل . د ټکسي مخابره يې روښانه شوه . په يوه بله ژبه يې خبرې شروع کړې . چې غلې شوه ومې پوښتله :
-         دا کومه ژبه وه ؟
-         افريکان ژبه ده . دلته يې سپين پوستي وايي ، خو تور پوستو هم زده کړې ده .
د عمومي سړک په غاړه مې يوه تور پوستې نجلۍ وليده . ولاړه وه . موټرانو ته يې کتل . مرندا مې وپوښتله :
-  دا نجلۍ سرويس ته ولاړه وه که موټروانانو ته چې  په موټر کې ځاى ورکړي؟
-  فاحشه وه . اوس د پخوا غوندې خلک چاته موټر نه دروي ، امنيت نشته .
مرندا تر څو شېبو بيا غلې وه . ناڅاپه شروع شوه :
-         په جنوبي افريقا کې اوس اعتبار نشته .  دير خلک ايډز دي .  ما په همدې ټکسي کې يو ځوان سپين پوستى هلک له يوې تور پوستې نجلۍ سره وليد. نجلۍ فاحشه وه . ايډز وه . هلک بې پروا و .
-         څه پوه شوې چې ايډز وه .
-         فاحشه وه ، دوى ټول پوډر څکوي . دا د الجزاير خلک پوډر راوړي . تر اوسه مې يو الجزايرى سم نه دى ليدلى .
-         اوس سپين پوستي او تور پوستي سره يو ځاى گرځي ؟
-         هو ځينې خلک شته ، پخوا نه و اوس شته . ډير ليدل کيږي .
-         ودونه هم سره کوي .
-         هو حتى ودونه هم کوي . خو يوه ورځ به يې لوى جنگ کيږي .
-         ولې ؟
-         ته پوهيږې ، دا تور پوستي (له بولا) غواړي .
زۀ يې په له بولا پوى نه شوم . لا مې پرې فکر کاوه . د مرندا شنې سترگې داسې سره خلاصې شوې لکه څوک چې وډار شي . په  لوړ غږ يې وويل :
-         عقل به دې کار وکړي چې يو پلار په خپله لور له بولا واخلي .؟
-         له بولا څه وي ؟
-         تور پوستي پلرونه تر هغو لور نه ودوي چې پيسې پرې وانه خلي . دا د دوى دود دى . زما لپاره دا د لور خرڅول دي  .
-         که يو سپين پوستى هلک تور پوستې وغواړي ...
-         بيا هم له بولا غواړي ، عقل به دې کار  ونه کړي ، له سپين پوستي هم له بولا غواړي .
لږ په ځنډ مې پوښتله :
-         که ستا لور له يوۀ تور پوستي سره وادۀ وغواړي څه کوې ؟
راته ويې کتل . لکه ناشوده چې مې کړې وي . په  ځنډ او ټيټ غږ يې ځواب راکړ:
-         زړۀ به مې ونه غواړي خو که مې د لور خوښه وه خير دى د هغې خوښي مهمه ده .
مرندا په سوچونو کې ډوبه شوه . شايد د لور په باب يې فکر کاوۀ . خو يو ناڅاپه يې مخ راواړاوۀ ، ويې ويل :
-         له جنوبي افريقا ډير سپين پوستي روان دي . استراليا ته ځي ، هلته اوس يوه سيمه ده چې خلک يې افريکان ژبه وايي حتى په ښوونځيو کې يې افريکان چليږي .
-         ته څرنگه ؟ ته خو نه ځې ؟.
-         نه نه زۀ نه ځم ، زۀ ډوډۍ لرم ، ميړۀ مې ښه کار لري ، ولې لاړه شم ، حالات به بيا ښه شي .
زما موبايل ته ليکلى پيغام راغى . ميرمن مې وه . ويل يې  الوتنه مې څه وخت ده . مرندا وپوښتلم :
-         د چا ټکس و ؟
-         ميرمن مې وه .
-         دلته په جنوبي افريقا کې اوس طلاق ډير شوى دى . زما ورور همدا اوس خپله ميرمن طلاقوي .
ما ځواب ورنه کړ . د  پيغام په ځواب ليکلو بوخت شوم . مرندا وويل :
-         جنوبي افريقا کې ايډز باور ختم کړى دى . توران مړۀ شي چې پوښتنه وکړې ولې مړ شو وايي سرطان و . هغه ايډز وي .
-         ته په خپل خاوند باور لرې ؟
-         هو ١٦ کاله کيږي چې ورسره يم . زۀ پوره باور پرې لرم .خو که سره جلا شو بل وادۀ نه کوم په بل چا دلته نور باور نشته .
-         د لوڼو وادۀ به نو ډير درته سخته وي ؟
-         اوووووووو نه پوهيږم څه به کوم .
هوايي ډگر را رسيدلى و . پيسې مې ورکړې ، مرندا د مخه ښه پر وخت راته وويل :
-         ښه به وي چې زۀ  هم په لوڼو له بولا واخلم ، اقلآ سړى خو به باوري وي ، د ايډز وال به دومره پيسې ونه لري .
ورته ومې خندل . د دې  وچې شونډې ونه ښوريدې خو سترگې يې وبرېښيدې .
سويلي افريقا ، د جوهانسبرگ هوايي ډگر
د ٢٠٠٩ کال د اپريل نهمه ، د ماښام اووه نيمې بجې