پښتو شعر هېڅکله عروضي سېستم زغملی او سهلی نه دی


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • پو هاند دوکتور م. ا. زيار
  • 463

 له زاړه پښتو ادبي پېره بيا تر منځني پېره را پاتې شعرونه زياتره، که په (و) گړنيو کالبونو کې ويل شوي، که په پارسي يا عربي هغو کې، خپل تول و تال ((څپيز- خجيز)) رنگ درلودلی دی، خو د دغو ژبو عروضي پېښې له منځني پېر او بيا ټيک له دېواني پېښو سره راپيلېږي او هغه هم د استاد مکنزي (۳۱۹) په وينا په دې اندچې اړوند نظمي کالبونو يا ځېلونو (بيت، غزل، قصيدې، رباعي، مربع، مثنوي، ترکيب بند، ترجيع بند، مستزاد...) او بيا قافيې او رديف له راخپلولو سره يې بويه عروض او بحور هم راواخلي. په ټوليز ډول، راخپلونه د ((اداپتېشن)) د انډول په توگه د يوڅه د بشپړې او هوبهو راخېستنه نه بلل کېږي. په دې جاج و مانا، هغه څه چې له پښتو سره يې اړخ لگاوه، ترې راواخېستل شول او عروض و بحور، نه.

د ارزاني او انصاري هڅې

 همدا خبره وه چې تر لومړيو دېواني شاعرانو (ارزاني او انصاري) عروضي پېښې تر درېيم شاعر را ونه غځېدې.که نه هسې خو د دغو دواړو پيلامگرو شعر په ټوله مانا پر دغه تله دومره سم نه خېژي، لکه واخلې، دا لاندې بېلگې يې چې پر درېمه خجنه څپه پيلېږي، د ارزاني:

د يوه و حدت له اصله

د کثرت شول ډېر فروع

 او د انصاري:

په وحدت له هره جوده بېگانه يم

په کثرت...د ميرزا په خوله ويېږم

تر دغه روښاني شاعرانو راوروسته د منځني ادبي پېر پښتو شعر په څه ناڅه شپږو پېړيو کې د ياد شويو پارسي- عربي کالبونو يا ژانرونو، قافيو او رديفونو او بيا يې د هنري او فرهنگي اغېزو له را خپلولو سره سره په ټوليز ډول د اړوندو عروضو او بحورو د راخپلولو هڅه نوره نه ده شوې. په دې توگه، ډېرو نوميالو شاعرانو دا کابو موندلې چې زيات زور پر ښکلاييز او انځوريز اړخ واچوي او په دې توگه پښتو شعر تر ښايسته ډېره بريده د دوه گونو هندي او خوراساني پارسي سبکونو په سيالۍ سره چې له جغرافيايي- سياسي پلوه يې هم د اړوندو ټولواکمنيو ترمنځ ټيکاو درلود، په خپله ((څپيزه - خجيزه)) جامه او جوله کې په زړه پورې بشپړتيايي پړاوونه ووهي او تر نومهالي (معاصره) پېره يې راورسوي.

خوشا ل او څلور ډوله خجيزشعر

ستر خوشال له دې سره سره چې  پر ((عروضي شعر)) د پخلي او ټينگار په توگه ميرزا ستايلی (له چانه په پښتو کې ما ميزان ليدلی نه دی- ميرزا په دا زبان که ويل کړي دي تللي) او پروړاندې يې دروېزه غندلی (مخزن مې د اخون چې تمامي پر نظر کښېووت- په ده کې نه عروض شته، نه يې بحر ما ليدلی)، خو په کړن کې يې پخپله څپيز- خجيز تول و تال راسمبال کړی دی. که د پښتو شعر د ((بندوبست)) او ((سيالونې)) او بيا د څلورگونو وزنونو خبره او غوره کړې، موخه يې بياهم همدا څپيز- خجيز سېستم او ورسره ورسره د خج و اهنگ له مخې ياد شوي څلور گوني بنسټيز وزنونه دي. لاسوند يې هم دا چې د زياترو پخوانيو او اوسنيو شاعرانو پر خلاف پر يوه يا دوو وزنونو بسياپاتې شوی نه دی. مانا دا چې په اگاهانه توگه يې د بېلابېلو شعري ځېلونو (غزلو، دوييزو، درېيزو، بوللو...) مسرې هم پر لومړي خج پيل کړې، هم پر دويمه، هم پر درېيمه او هم پر څلورمه. پر وړاندې يې نورو زيات زور پر درېيم اچولی او ډېر لږ يې پر لومړي، دويم او يا څلورم خج؛ نو په پوره باور، په دې لاندې شعر کې يې له ((څو بحره)) موخه همدا څلور ډوله دي:

پښتو ژبه ده مشکله، د دې بحر مونده نه شي

هم ما لره(يو) څو بحره، په ډېر مښود راغلي

د بوللې له دغه وروستي بيته يې داخبره لا ښه ترا را ډاگيزه کېږي چې له ((دويم خج))  سره  ويلې بوللـه يې ((دوه بحره)) بللی ده:

دوه بحره، دوه مطلع لري، که دا قصيده گورې

زر يو اتيا کلونه، په صفر کې ما ويلي (پ ٦٥٤-٦٥٥)

دا هم هېښنده ده چې په (و) گړنيو ځېلونو (لنډيو، سروکيو، لوبو، بگتيو، چاربيتو...) کې. ان په نويو (←مونډيو، نيم ازادو او ازادو) کې هم  زياتره د پخواني او اوسني شعر ((درېيم څپيز دود)) پېښې کېږي او تر څنگ يې لږوډېر څلور څپيز هغه هم رادود شوی دی.

ميا شرف او عروض يې

مياشرف د احمدشاهي پېر (١١٦٠-١١٨٦ لېږدي) ليکوال او شاعر چې عروض يې کښلي هم دي، خپل ډېری شعر يې پر پښتو کنډه برابر کړی دی، لکه پر دويمه څپه دا پيل کړې لارغه يي (وقفه يي) څوارلس څپيزه بېلگه يې:

بېلتون نصيب زما دی، قدرت د کردگار دی

بندي په بند د هند يم، مولد مې ننگرهار دی

د عروضو يا بدلمېچ رساله يې استاد رښتين د ((مياشرف عروض)) په نامه پر ١٣٣٨ لمريز کال د پښتو ټولنې له لارې چاپ او خپره کړې ده.

ويل کېږي، تر ميا شرف څه ناڅه يوه پېړۍ راوروسته عيسی هوتک خپل درست دېوان چې په شاوخوا ۱۲۶۰ س. کلو کې يې بشپړ کړی او دوه زرو بيتو ته رسي، عروضي بڼه لري.(هېوادمل: ١٣٦٥،٩٨ مخ)؛ کېدای شي، دغه ويناوال له ((عيسی اخونزاده)) سره ټکر شوی وي چې استاد رشاد يې اړوندې عروضي بېلگې را تدريس کړې وې!

استاد رشاد د انتيک عروضو سيستم په د فاع کې

استاد رشاد له دې سره سره چې څه ناڅه يې د ((ادبي فنونو)) او بيا ((عروضو او قافيې)) په چوکاټ کې د پښتو شعر د څپيز (هجايي) او بيا خجيز (تونيک) سېستم لږو ډېره منښته کړې، خو بيا يې هم، څه د تدريس او څه د ليکنې او څېړنې له لارې پر خپل زاړه، يا د ده په خپله نومونه پر ((انتيک))  سېستم ټينگ و ترينگ پاتې شوی او د ژوند تر پايه يې د هغه سخته دفاع کړې ده. په اوږد مهالي استادي بهير کې يې له دولت لواڼي او ميا شرف، خواجه محمد بنگښ، عبدالعلي اخونزاده رانيولې، تر بهايي جان او سمندر پورې هغه خورا پيکه او مصنوعي ډوله عروضي بېلگې بيا بيا رامخته کړې. په دې لړ کې د نيم ولسي شاعر بهايي جان (١٣١٣ق - ١٣٥١ش) هماغه ((جزئيات)) را اخېستي او ((کليات)) يې چې پښتو تول و تال لري او د ټنگ ټکور ښه ترا جوگه شوي، دومره پاموړ نه دي بللي. استاد د دغه راز ((عروضي)) شعرونو په سکښت او تقطيع کې بيا هم دېته اړوتی چې يو لړ خپلواکو او بېواک (واوېل او کنسوننټ) ترې، په يوه پلمه او بله پلمه له پامه وغورځوي؛ هرگوره  د بېواکوږيزو (ابتدا پر ساکنو) وييونو له کارونگه خو پخپله اړوندو شاعرانو ډډه کړې، په بله وينا، د هغو پرځای يې له عربي او پارسي وييونو کار اخېستی؛ ((قافيي کلمې)) او ((رديفونه)) يې خو لا څه کړې، څه کړې. دا چې پر لاس ورغلې بېلگې د پښتو آر و نږه ((څپيز- خجيز)) شعر د سمندر يو څاڅکی هومره هم نه کېدې، نو دېته اړوتلی، چې د همدغه سېستم دننه دننه د نورو ادبي فنونو (بديع،  معاني و بيان، وزن و قافيې او عيوبو...) په رڼاکې پښتو شعرپوهنه پر مخ يوسي، هېښنده لا دا چې استاد پخپله هېڅکله د يوې داسې شعري بېلگې د کښنې کومه هڅه نه ده کړې!

په رسنيز او څېړنيز بهيرکې يې هم پر ورته بېلگو شخوند وهلی، د بې شمېرو رسنيزو ليکنو ترڅنگ يې د خپلواکو څېړنيزو اثارو په لړ کې يوازې د ((قافيي عيوبو)) د لوستونو، په بله وينا، ليکنو څېړنو ټولگه  تر دوه نيم زرو مخونو وراوړولې ده.  بياهم دا يو غنيمت دی چې نومهالي زده کړه وال او فرهنگيال زامن يې د رامنځته کړې ((رشاد فرهنگي ټولنې)) له لارې دغه او داسې نور دوديز،خو له تاريخي- فرهنگي پلوه خورا ارزښتمن اثار پرله پسې چاپ او خپراوي ته ور سپاري.

]اخځ: وږمه ٢-٣يمه گڼه، ٦١- ٦٦ مخونه، کال ١٣٣٨ او مخامخ خبرې اترې او مرکې[

استاد رشاد خو په هره توگه د نورو گڼو تاريخي، فرهنگي او ټولنيزو اثارو او شاعرۍ له پلوه شپږم ستوری بلل کېږي، خو هملاری يې ((سمندر)) تر ده هم د انتيک سېستم زيات هوډيالی او ورسره ورسره پخپله هم ((انتيک)) پاتې شوی دی. سمندر، نه د ليکنو څېړنو له پلوه له نورو دوديزو ليکونکيو او څېړونکيو سره د پرتلې وړ دی او نه ورسره د شعروشاعرۍ له پلوه. په ټول ژوندکې يې يوازې د زرگونو زر گونو بې رنگ و خونده نظمونو تر څنگه چېرې د ناببرۍ له مخې يکې يوه بېلگه ((د اېلم څوکه))، هغه هم د څپيز- خجيز د رغښت له برکته ويلې او په دې سره يې د ملک الشعرا بهار په خبره (← سريزه) کې يوه کوشنوټې استثنأ راوستې ده:

((...ای بسا شاعر که او در عمر خود نظمی نه ساخت

ای بسا ناظم که او در عمر خود شعری نگفت))

داچې د بېلارې بې گودره سمندر يوه نيمه عروضي ترانه، لکه ((درون پښتون)) پر غوږو بده نه لگي، د يونيم ((پرايوټ سکول)) تنکيو بولونکو ماشومانو دخوږ غږۍ او ورسره ورسره د ټنگ ټکور شاهکاري ده. ښايي، دا نادوده يې چې په ((ترخه-)) يا يې په خپله نومونه ((خوږه شپېلۍ))، له امير کروړه تر امير حمزه پورې پر درستو آر و او اصيلو او هنري پښتو هستونو کرښه يا چليپا راکښنې ته را دانگلي، هرو مرو يې له ورپېښو گرومونو (عقدو) څخه سرچينه اخېستې ده. ځکه له دومره بېخرته بوس بادونو سره چا په خروار لېټۍ کې هم حساب کړی نه وو؛ او استاد رشاد يې بياهم ((عروضي ببولالې)) ورستايلې دي!

استاد په يوه څانگيزه ليکنه کې بيا خپله گروهه ښه ترا ډاگيزه کړې او د پښتو شعر د عروضي جوړښت په تړاو يې د ((پښتو او عروضي سيستمونه)) تر سرليک لاندې له لرغوني ((يوناني)) پېر او بيا زموږ له تېرمهاله تر وسمهاله ټوله تاريخچه را خېستې ده:

((... انتيک سيستم غالباٌ د عربي عروضو پر لاره دلته رارسېدلی او خپور شوی دی. پښتو که څه هم انتيک سيستم يې پر نظم باندې له يوه مخه غېږه نه ده راگرځولې، مگر ځينې پښتانه شاعران داسې هم پيدا شوي دي چې درې نيم سوه کاله پخوا يې لا له دغه سيستمه سره سم نظمونه پېيلي دي. سمندر صاحب ليکي چې په پښتو کې د هېڅ يوه تېرشوي او ژوندي شاعر د کلام تول د قانون په تله برابر نه دی.(خوږه شپېلۍ)

خو ما چې څومره تحقيق کړی دی، د انتيک سيستم نظمونه په پښتو کې نژدې څلورسوه کاله سابقه لري، مثلاٌ د عبدالعلي اخونزاده کاکړ (١٢٩٩- ١٣٦٥ هجري) نظمونه له هغوی نه دوه سوه کاله مخکې د شرف شاعر (١١٦٠- ١١٨٦هجري) او له هغې نه مخکې د دولت لواڼي (چې ژوند يې تر ١٠٨٥ هجري يقيني دی)، دولت پخپله وايي:

دا وزن دی صحيح پر وکړه نظر

فاعلاتن مفاعلن فعلن

تراوسه پورې په شپږو عربي بحرونو برابر نظمونه موندل شوي دي:

١هجز، لکه عبدالعلي کاکړ:

عجب راځي له دې دهره په هر ساعت ستم پر ما...

٢ رمل، لکه شرف:

                                                                 ای چې بلبل د عطا تل په چمن ستا که چغار...

٣ مضارع، لکه عبدالعلي کاکړ:

                                                                 يار درومي او زه نه مرم هرگوره بې وفايم...

٤ خفيف، لکه دولت:

                                                                 داجهان دی په مثل بهار...

٥ رجز، لکه عبدالقادر:

                                                                 مهر زما و خپل صنم مه شه زما له عمره کم...

٦ مديد، لکه رحمان بابا:

                                                                 سرزما سامان زما، ځارشه تر جانان زما...

سمندر په خوږه شپېلۍ کې په لسو بحروکې نظمونه ويلي دي...))

استاد دويم ((څپيز)) سېستم سېلابيک يا هجايي معيار لومړی له خپل دوديز څېړندود سره سم راپېژني، خو د پښتو لپاره يې وړنده نه بولي:

((...په دې کې د هجاوو په شمېر ټوټې کېښوی شي. د سېلابونو د اوږدوالي لنډوالي مراعات پکې نشته. په دې سېستم کې هغه هجا فشار لري چې تر وروستۍ هجا د مخه واقع وي او د مصرعې شپږمه يا اوومه هجا هم فشار لري (؟). عبدالروف بېنوا پخپل ادبي فنون کې چې تقريبا شل کاله پخوا چاپ شوی دی، پښتو نظمونه سېلابي بللي دي. ښاغلي عبدالحليم اثر يې په پښتو ادب کې تاييد کړی دی. ړومبی يې زه هم ملگری وم، خو اوس نه يم...)).

د رد د زباد لپاره يې د خوشال او پيرمحمد کاکړ هغه بيتونه رامخته کړي، چې څپيز کمی زياتی يا نانډولي لري، خو خجيز نه، لکه د خوشال دا بيت

چې د ننگ او د ناموس اندوه يې نه وي (١٢)

د هغه سړي به نه وي احترام (١١)

او پر دې ناخبر يا هم ناگار، چې د پښتو څپيز- خجيز قانون له مخې په خجپای پيل شوي شعر کې پښېليزې مسرې تر ناپښېليزو هغو يوه يوه څپه کمې راځي (د پوره پوهاوي لپاره: ← څپيز کمی زياتی، شپږم څپرکی)

تر دويم (هجايي معيار) وروسته د درېيم (تونيک يا فشاري سيستم) چې د پښتو زباد شوی سېستم دی او ورسره د نه جوړجاړي (نه موافقت) پلمه يې هم تر گناه بتره ده:

((تونيک يا فشاري سيستم چې فشارونه په يو راز وي. که سېلابونه فرق ولري خير دی. په پښتو ادب کې د دې مثال په دې کې په کارده چې د سېلابونو شمېر هم يو وي او د فشارونو هم. د فشارونو موقعيتونه هم بايد ټاکلي او سره مقابل وي. دا سيستم د پښتو ژبې له جوړښت سره مطابقت     خوري. په دې کې مصطلحات هم هغه د انتيک سيستم استعمالېږي. صرف اوږده هجايې په فشاري هجا اړولې ده او لنډه په بې فشاره (؟). د پښتو له دې سيستم سره توافق ړومبی عبدالحی حبيبي صاحب ذکر کړی وو. جارج مارگنسټرن او ډاکتر مکنزي هم په دغه رايه دي. يو روسي پښتو پوهاند نيکولای امکنرويچ دوريانکوف هم دغه رايه لري او سراولف کېرو هم د مکنزي په تقليد دا رايه اختيار کړې ده. زه هم دې ته د پښتو نظم طبيعي سيستم وايم، خو د فشاري موقعيتونو په ټاکلو کې له مستشرقينو سره موافق نه يم.)) (الفت هماغه گڼه)

 د پښتو شعر پر ميتريک (عروضي) تول وتال باندې د استاد رشاد گروهه

تردې بريده ټينگه او ترينگه پاتې شوې چې ورسره ان د ازاد شعر د اړوندۍ هڅه يې هم کړې ده. د يوې سريزې په ترځ کې يې د ازاد شعر پر وړاندې له ناباندېوالي سره سره، هغه هم ښايي د دوستۍ په پار د لېوال ((هوسۍ)) نندارمې له ازاد شعره داسې مسرې  را چاڼلي چې د ناببرۍ له مخې پکې نه بېواکوږي (کلسټرونه) ، لکه ((سخوندر، شخوند)) راغلي او نه پکې لنډې- اوږدې څپې، لکه (اړ) او (خوړين) غاړه غړۍ شوې، نو د (فاعلاتن) پر رکنونو يې سکښتلې (تقطيع کړې) دي. (غفور لېوال، هوسۍ١٣٧٨ل)

دا پوره راډاگيزه کېږي چې  استاد غوښتل، په هره بيه وي، د پښتو شعر د ميتريک ((عروضي)) ليدتوگې سختسرانه دفاع وکړي، ((پويتېکس- فونېتېکس)) علمي دايلېکتيکي تړاو کورټ و سکوټ ناليدلی وښيي او د دې لپاره په ټوله ناړامۍ ((استثنأ)) پر ((قاعده)) بدله کاندې!

د پېنځو ستورو په گډون د گردو دوديزو پوهانو په منځ کې استاد رشاد يوځانگړی او استثنايي ((pedantic or hegemonic)) لوښه او عادت درلودل او همېشنۍ هڅه يې دا وه چې له عادي خبرو اترو نيولې، تر علمي  بحثونو او بيا ليکنو څېړنو پورې په خورا  پسته، خوږه او فصيحه ژبه د غټو غټو عربي او غربي وييونو، نومونو (ټر مونو)، اقتباسونو، نقل قولونو او روايتونو په وړاندېينه شاگردان، مينه وال او بيا کورني او بهرني پښتو پوهان، هغه هم ژبپوهان هم تر خپل جادويي اغېز لاندې راولي او لا ويې ننگوي!

دا ليدتوگه يې هم د ((انتيک عروضي سېستم)) هومره زرگونه کلونه زړه ده چې ژبه او ژبپوهنه د ادب يوه برخه گڼي. د ساري په ډول په همدغه ليکنه کې غږونه، څپه، خج، ويی ياکلمه... د خپلې ((انتيکو ادبي فنونو)) د مقولو په توگه راڅرگندوي. دا به پرځای پرېږدو چې ((پويتيکس)) ياشعري رغاونه له آروبنسټه د ((فونېتېکس)) يا غږ پوهنې زېږنده او سکالو (موضوع) ده، نه د دوديزې ادبپوهنې (ادبي فنونو) او نه د اوسنۍ علمي ادبپوهنې.  هرگوره، يوازې ادب، هغه هم د يو ((ژبني هنر)) په ټولمنلې نومونه د ((ادبپوهنې)) سکالو يا موضوع ده!

ادبي فنونو د ((معاني)) په گډون زياته برخه هم لږ تر لږه تر يوې نيمې پېړۍ  راهيسې له اړوندو نومونو او مقولو سره په نوې ژبپوهنه اړه موندلې او پاتې هغه يې په نوې ادبپوهنه. د معاني بيا يوه برخه په ماناپوهنه (سېمانتيکس) او پاتې يې له ((بيان)) سره يوځای په سبکپوهنه (ستايلېستيک) او ويناپوهنه (رېتاريک) اړه پيدا کړې ده. هرگوره، د شعر ادب او نورو هنرونو په اوېجه کې د سبک (ستايل) نومونه (ترم) ځانته جلا آرونه او پېژند نښې لري. له همدې کبله موږ د ژبې د آر و معيار په تړاو ((ليکلار)) نومونه رامنځته کړې، لکه څنگه چې زموږ د پوهنځي د ژبپوهنې تکړه ماستر مولاجان تڼيوال په يوه ژباړه (الفت شپاړسمه گڼه) او همدارنگه وتلي ليکوال عبدالمالک همت يې په يوه ليکنه (ښکلا ٢٦گڼه) کې پوره رڼاوی کړی دی. په دغه تړاو د لانگندوين (٢١مخ) په خبره کله داسې هم پېښېږي چې يوه غونډله يا څرگندونه له پښوييز پلوه سمه اوډل شوې وي، خو د لېلې او ليکلارې له پلوه دومره خوندوره نه وي، نو کېدای شي، د يوه بلونج (بديل) لټه يې وکړو.

اوس بيرته استاد رشاد ليدتوگې ته راستنېږو او هغه دا چې هېڅکله  يې د آرې څانگې ((ادبي فنونو)) او  په دې لړ کې د پښتو شعر د عروضيوالي په تړاو چاته په اسانه تن نه دی ورکړی او تر ((طبيعي سيستم))  يې هماغه دوه نيم زرکلن او بيا يونيم زرکلن ((مصنوعي)) هغه په وچ زور پر پښتو خوارکۍ  تپلی او زغملی دی. اړونده تاريخچه يې هم له لاتيني نومونو سره د دوريانکوف له هماغې پښتو ليکنې څخه بې اخځ ښوونې راخېستې چې پر     ١٣٤٠ (١٣٤١ ل) کال  د ادبياتو پوهنځي په پښتو مهالنۍ ((وږمه)) کې خپره شوې اوليکوال په سريزه او د همدې څپرکي په پيل کې د دې کتاب د کښنې تر ټولو غوره انگېزه بللې ده.

دا چې زموږ د ادبي فنونو استاد لومړۍ پلا ((حروف)) پر ((ږغونه)) اړولي، په پوره دک و دليل زما مخامخ جروبحث او بيا د همدې کتاب د لومړي چاپ (١٣٦٩ل) ورته انگېزه شوې؛ د څلور څپيزو رکنو او بيا دننه دننه د خج د څلور گونو دريځونو او په ځانگړي ډول د دوو خجونو ترمنځ درې څپيز واټن په رسميت پېژندنه يې هم همداسې درواخله.

پر ((ږغونو)) يې د ((حروفو)) اړونې بېلگه، هرگوره، د پورتنۍ ليکنې په سرکې راغلې ده:

 ((د خواجه نصير طوسي (٥٩٧- ٦٧٢ق) د نظم ړومبني اجزأ متحرک او ساکن ږغونه دي. دا نظريه ټول مني...)). د ارواښاد طوسي اروابه هم هېښه پاتې شوې وي چې زما ((حروف)) څنگه پر ((ږغونه)) اوښتي دي!

له دې سره استاد ته په کار وه، ((ساکن و متحرک)) يې هم ورسره update

کړی وای او پر ((کنسوننټ و واوېل)) او ياهم پر ((تړلې او وازه څپه)) يې ور اړولی وای.

 دابه پرځای پرېږدو چې غږونه او څپې له آر و بنسټه نامانيز ژبني توکي يا يوونونه (واحدونه) دي. شعر د ژبې له رغېدلو مانيزو (وييونو، کلمو)، لاڅه چې، لکه پخپله پښويه (گرامر)، له بشپړو ژبنيو توکو (غونډلو، جملو) راپيلوي او بيا هله  د وييونو، څپو او بيا غږونو له اوډنې، وېشنې او سکښتنې سره کار لري.

ما شل کاله له مخه د خپل بدلمېچ تر لومړي خپراوي کلونه کلونه وړاندې د خپلو هاندوهڅو، په تېره د لوستتوکيو (درسي موادو) د تيارونې په بهير کې دا هم رابرسېره کړې وه چې د پښتو شعر درېگوني (وگړني، ادبي او ازاد) ډولونه، يو څپيز- خجيز سېستم لري او هغه دا چې د کوشنيترين شعري يوون (مسرې) له هرو څلورو څپو څخه يوه خجنه راځي. مانا دا چې د مسرې يا ړومبۍ څپه خجنه ´ ­ ­ ­ ­ وي، يا دويمه ­ ­´  ­ ­، يا درېيمه ­ ­ ­´ ­ او يا هم  څلورمه ­ ­ ­ ­´.

په دې ډول دغه څلور څلورخجنې څپې د ناشننوړو غونډونو (رکنونو) بڼې لري، په بله وينا، هره مسره په آر و پرنسيپ کې له همداسې غونډونو رغېدنه او شننه مومي او که په پای کې يې تر څلورو کمې، يانې يوه، دوه يا درې څپې راشي، د  ناخجن نيمگړي غونډ په  توگه د اړوندې مسرې ټاکلی څومره ييز ((څپيز)) انډول پرځای کوي او ورسره کېدای شي، د پښېلې (قافيې) يا لړ (رديف) په رغاونه کې برخه واخلي. هر گوره، په (← ازاد شعر) کې يوه مسره يا ټوټه تر دوه (فونيمي) خجنې يا ناخجنې څپې هم لنډون مومي چې هممهال د يوه ويي او غونډلې کار هم ورکوي، لکه: هو، نه، (اخ، وه، وې...!) او نور.

مکنزي د پيلامگر په تو گه

لکه په پخواني چاپ او د اوسني دې په سريزه کې چې يادونه شوې، که څه هم ماته وار له مخه د نيکولای دووريانکوف ليکنه  پر لاس راغلې او د الهام سرچينه او مخبېلگه شوې وه او د استاد دانيل مکنزي د ١٩٥٨   زېږدي کال هغه ٤٥ کاله وروسته ، هغه هم انگليستان  ته له را کډوالېدو سره د ١٩٩٣کال او بيا ١٩٩٨ کره کړې بڼه را تر لاسه شوه. دغه استاد، په خپله  اتلس مخيزه څېړنه کې، بې له دې چې د دووريانکوف په څېر يې په نومېرلې توگه د پښتو ((غږپوهې)) او ((شعرپوهې)) تر منځ نه شلېدونکي (ديالکتيکي) تړاو ته گوته و نيسي. استاد مکنزي ماته دهغې زړې ليکنې تازه بشپړه کړې،کره کړې او غځولې بڼه د ١٩٩٨ په مني کې له هغې ژمنې سره سمه اکسفورډ ته را ولېږله چې څو مياشتې له مخه يې په خپل کور (انگليسي، وېلس) کې، تر اړوندو اوږدو جر و بحثونو وروسته را سره کړې وه. ما هم ترې پر خپل وار د خپل بدلمېچ  د نوې خپرونې (اېډېشن) په کرونه او بشپړونه کې پوره گټه واخېسته. په دې مانا چې له پخوانۍ هغې سره يې کورټ و سکوټ توپير لري.

د لندن پوهنتون دغه نوميالي آريانپوهاند او پښتو پوهاند په  خپله ليکنه (8 rev.199 Pashto Verse) کې د ځينو پښتنو ليکوالو دا هڅې بېځايه او ناسمې (misnomer) بللې چې  په عربي- پارسي کالبونو (بيت، رباعي قصيدې، مثنوي...) کې ويل شوي ليکني او ((دېواني)) شعرونه، په مېتريک (عروضي) ډله کې وشمېري.

ده پخپله، که څه هم وار له مخه پښتو شعر ((څپيز)) بللی، خو په کړن کې يې د گڼو دېواني او ولسي بېلگو په سکښت ياتقطيع (scansion) سره بشپړ ((څپيز- خجيز)) سېستم پر کار اچولی دی. د مسرو دننه وييخج يې په وازه خجنښه (_) او شعري (مسره ييز) خج يې په تړلې هغې (_´) په گوته کړی دی.  دغه راز يې د څپې څومره ييزوالی يا کميت (اوږدوالی او لنډوالی)) په پښتو شعر کې بې نقشه يا بې ارزه (irrelevant) بللی او موخه يې څپيز شمېر نه دی. ورته خبره ما د عروضي او څپيز- خجيز سېستم د توپير  په تړاو، د خپل کتاب د لومړي چاپ په (١٦مخ) او د اوسني چاپ په  درېيم  او پېنځم څپرکي کې د پارسي شعر او همدارنگه د ((څپې)) په تړاو کړې ده.

مکنزي د پښتو ولسي يا (و) گړنی شعر دا دوه گونی وېش زموږ تر څېړونکيو (لکه د پښتني سندرو هغه)  په پوره کره تخنيکي ډول را پر گوته کړی دی:

((وگړنی شعر پر دوو ټوليو (کتېگوريو) وېشل کېږي. يو هغه سملاسي (فی البديهه) لنډې نغمې دي چې د کار پر وخت، پر لاره او يا هم له ملي اتڼ سره بولل کېږي، د وگړني شعر دا برخه زياته آره او رښتينې بللای شو؛ زيات دوديز رنگ لري او بېنومه ده.

 (دويمه ټولۍ) چې ويونکي يې څرگند او د څانگيزو سندرغاړو له خوا بولل کېږي. خو اړينه نه ده چې همدوی يې جوړوونکي هم اوسي. په دې ډله کې غزل او چاربيتې راځي چې غزل يې ، هرگوره له ادبي هغه سره خورا ډېر توپير لري.)) (مکنزي ٣٢٠مخ)

 دا هم زما له نه هېرېدونکو جلا وطنو يادونو او برياوو څخه وه چې تر لسيزو وروسته د ټولمنلي استاد مورگنستيرن له دغه پياوړي شاگرد او ځايناستي پښتو پوهاندسره مې شلېدلي اړيکي راټينگ شي او د ژوندپه وروستيو ورځو شپوکې ورته يوځل بيا د شاگردۍ گونډه ووهم. ده هم په دې پښتني- انگرېزي ولوله چې د څلوېښتکلنې شاگردي- استادي دوستانه اړيکو او علمي همکاريو پور يې راپرې کړی وي، له خپلې مېرمنې سره په خپل نوي اخېستي کور ((انگلسي، وېلس)) کې په څلور ورځنۍ مېلمستيا د يوه پوهنځي هومره گټه را ورسوله او دا کابو يې را په برخه کړه چې د پښتو شعري سېستم په گډون ور سره له پښويې را نيولې، تر آرپوهې پورې د پښتو ژبپوهنې ډېرې ناسپړلې غوټې پرانېزم.

د نجيب منلي ونډه

دا هسې يوه ناببري يا ((توارد)) وو چې زموږ فرانسمېشتي ادبپوه ليکوال او څېړنوال نجيب منلي د استاد مکنزي د  ١٩٥٨ ليکنې په رڼاکې له ما سره څه ناڅه هممهال، پر1987 ز. کال په يوه وېړه فرانسي ليکنه {Najib Manalai; Métrique du Pashto in Cahires de poétique comparée Nº 15, Octobre 1987 ; pp. 103-153.} کې د پښتو شعر د ورته (څپيز- خجيز) سېستم پخلی کړی او د هغه استاد پر پليونۍ، ياهم په خپل نوښت يې دگڼو ادبي او ولسي بېلگو په ترځ کې پر کار اچولی دی.

زه يې له دغې ليکنې مټې دوه درې کاله وړاندې خبر کړم او سم له سمونې يې هماغه آره فرانسي بڼه له پاريسه راولېږله، خو دا چې پر فرانسي زما سر نه خلاصېده، نو دا دی، په پښتو لنډيز يې هم وپاسللم او له کابله يې رابرېښليک کړ چې گران مينه وال به يې بياهم هماغه غوراوی تر کتنې لاندې ونيسي.

گران منلي خپله ليکنه له دې تاريخي شاليد سره راپيل کړې ده:

((د شپاړسمې پيړۍ په پای کې د پير روښان (۱۵۲۴ – ۱۵۷۹ز) د سياسي - مذهبي پاڅون د پښتو ژبې يو پراخ ادبي فعاليت پيلامه ده. پر دغه مهال د پښتنو سيمه د دوو پارسي ژبو امپراتوريو ترمينځ وېشل شوې وه چې لويديځ ته د پارس صفوي امپراتوري وه او ختيځ ته د هند د مغلو قدرت وو. په دغه فرهنگي چاپېريال کې پښتنو شاعرانو او ليکوالو په پراخه پيمانه له پارسي څخه هم د لغاتو په برخه کې، هم د مفاهيمو په برخه کې پراخې اخېستنې وکړې چې کله ناکله يې د پښتو ژبې گرامري جوړښت هم د پارسي په ډول برابر کړی دی. د دې اخېستنو په ترڅ کې شاعرانو د پښتو شعر اصلي، معمولي بڼې پرېښودي او هڅه يې وکړه چې پرځای يې د عربي-   پارسي عروض خپل کاندي، خو عملاً په دې برخه کې ډېر بريالي نه ول... .

په هرډول که د ((توارد))  خبره هم شي، تر دروېش دراني يې له ماسره  ډېر راځي. هغه هم يوازې په دې هم نه، چې د استاد مکنزي ليکنه يې  مخبېلگه شوې، بلکې خپلې رسمي څانگې (ادبپوهنې) او اړوندو څېړنو او ژباړنو هم ورسره پوره مرسته کړې؛ شعر و شاعري خو ورسره د دراني هم شريکه ده. او دا چې ډېرۍ شننې او سپړنې يې زما له هغو سره په بنسټيز ډول توپير نه لري، نو يوازې هماغه اړين ټکي يې له لوستونکيو سره شريکوم.

داخبره ((...پښتانه شاعران او څېړونکي پردغه ستونزه پټه خوله پاتې شوي دي. که څه هم، کېدای شي چې د پښتو د عروضو ځينې لارښودونه جوړ شوي وي، خو ...)) يې خو وار له مخه ځواب شوې  او هغه داچې که موږ دا درې پښتانه يو له بله سره خبر نه وو او په بهرنيو کې له استاد مکنزي څخه هم يوازې همدی خبر وو.

هرگوره، د استاد مکنزي له ليکنې د ورپيدا شويو پوښتنو لامل يې هم دا دی چې ده يې  هماغه د ۱۹۵۸ کال ليکنه مخبېلگه کړې وه او وروستنۍ بشپړه او کره بڼه يې پر لاس نه وه ورغلې. د هغو  پوښتنو  لومړۍ بېلگه دا ده:

((د.ن. مک کينزي ... د پښتو شعر آهنگ يا ريتم د هجاوو له کميت (لنډوالي او اوږدوالس) سره نه، بلکې د خجيزې لړۍ له نظم سره تړلی دی. خو ښاغلی مک کينزي د خپل نظر جزييات نه څېړي او د څو مثالونو په ورکولو يې بسنه کړې ده. ما ته د ښاغلي مک کينزي د ملاحظاتو په سم والي کې کوم شک نه وو راپاتې، نو ومې غوښتل چې لږ ژور تحليل يې وکړم او د پښتوشعر پر دواړو اړخونو (يانې ولسي شعر او ديواني شعر) يې تطبيق کړم.))

په دې لړ کې يې، لکه څنگه يې چې ما له مخه  په اړونده ونډه کې يادونه وکړه، ده د ولسي او ادبي يا ديواني شعر دشننې په ترځ کې د مسرو دننه وييخج  په وازه خجنښه (_) او شعري خج په تړلې هغې (_´)سره په گوته کړی دی. همدا راز يې د څپې څومره ييزوالی (اوږدوالی او لنډوالی) يې (کټ مټ لکه ما) په پښتو شعر کې بې نقشه يا  ناارزی (irrelevant) بللی او موخه يې څپيز شمېر نه دی.  هن که په زړه ليکنه کې يې د يوه ټاکلي شعري ځېل د مسرو ترمنځ څپيزه نانډولي هم موخه اوسي، دا هم څه بېځايه خبره نه ده او هغه دا چې تر درو څپو لاندې باندېوالی، تول و تال يا اهنگ (ريتم) دومره نه ويجاړوي. او په دې کې ښاغلی منلی هم له موږ دواړو سره هماند دی چې ترڅپې، خج زيات ټاکنده نقش لري. ما پخپله تر هغې پخواچې د استاد ليکنه پر لاس راشي، د خپل بدلمېچ په لومړي چاپ او دويم چاپ کې، يوځل د عروضي او څپيز سېستم د توپير او بيا د څپې د بېلابېلو ډولونو په تړاو) دغه راز څرگندونې راغبرگې کړې او پوره بېلگې يې په همدې لومړي  او بيا دويم، درېيم او پېنځم څپرکي کې وړاندې شوې دي.

د ليکنې په دويم مخ کې يې د((آهنگ)) په تړاو دا الاندې نومونې (ترمونه) او څرگندونې با دومره څانگيزې او تخنيکي نه برېښي:

((د پښتو ژبې آهنگ د وينا د لړۍ د تونيکو سېلابونو پر نظم ولاړ دی. د آهنگ لپاره کولای شو چې يو (تيوريک فرضي واحد(!) تعريف کړو. دا فرضي واحد چې د ژبې په وييپوهنه (!) کې کوم خاص ارزښت نه لري، د سېلابو يوه لړۍ ده چې يو سېلاب يې تونيک وي (تونيک خج(!) ولري).))

څلورڅپيز- خجيز غونډ (رکن) چې ما د پښتو شعر د توليز يوون (رېتميک واحد) په توگه په دواړو چاپونو کې له بېلگو سره ښوولی، ښاغلی منلی يې

 ((تيوريک فرضي واحد)) او ((خجيزه کړۍ stress group)) نوموي. خو د دې خبرې تر څنگ يې چې يوه څپه پکې خجنه وي، جوت او ټاکلی ((څلور څپيز والی)) له پامه غورځوي او پر((درې سېلابي)) او ((څلور سېلابي)) کړيو يې وېشي!

(په دې تړاو پوره سپړاوی بياهم د کتاب په لومړي، دويم، درېيم او پېنځم څپرکي کې موندلای شي).

مسره يې هم داسې پېژندلې ده:

((د پښتو شعر بنسټيز واحد مسره ده چې کم له کمه يوه خجيزه کړۍ لري او تر ټولو اوږده مسره څلور خجيزې کړۍ لري.(ځينو معاصرو شاعرانو او يو شمېر پخوانيو د خورا خام شعر خاوندو شاعرانو کله کله تردې اوږدې مسرې هم جوړې کړې دي، خو دا ډول شعرونه د گوتو په شمار دي او خاصه توجه نه غواړي).))

 دغلته بيا هم دا نه وايي چې هره ((خجيزه کړۍ)) څو څپې را نغاړي؟

د مسرې او بېلابېلو ډولونو په اړه د دې کتاب په درېيم څپرکي کې پوره څرگندونې وړاندې شوي او دلته يې راغبرگول اړين نه برېښي؛ همداسې يې د استاد مکنزي ليکنه (٣٢٥-٣٢٦مخ).

نورې پوښتنې يې هم زموږ د دواړو له خوا ځواب شوې، لکه د ((نيم مسرۍ)) چې ما د استاد رشاد د نومونې ((وقفه يي مسرې)) پر بنسټ ((لارغه يي)) او ((ماته مسره)) نومولې ده (زيار، درېيم څپرکی او استاد مکنزي ٣٣١- ٣٣٥ مخ).

د دروېش دراني برسېرونه

  ښاغلي دروېش دراني بيا د سوچه ((توارد)) له مخې د يوه نوښتگر شاعر او انگرېزي ښوونکي په توگه څه ناڅه له ما سره هممهال ورته سېستم تر څېړنې او شننې لاندې نيولی. خو نژدې يوه لسيزه وروسته، هغه هم هله ځنې خبر شوم چې په پېښور پوهنتون کې مو سره ليده کاته وشول او کتابونه مو سره ادل بدل کړل. که څه هم سم له لاسه راسره د هغه کتاب نشته، خو بيا يې هم له هماغې لومړنۍځغلندې کتنې څخه دومره پر ياد راپاتې دي چې نه يې اړوندې څرگندونې دومره تخنيکي دي، او نه يې د خج (stress) له مخې د شعري ټوټو يا مسرو او ورسره د ټوليز شعري رغښت بنيادي څلورگوني ډولونه يا وزنونه پر گوته کړي ؛ ان تردې چې خجنې او ناخجنې څپې يې هم ((قوي- ضعيفی)) بللې دي!

په پای کې دا يادونه هم اړينه بولم چې دغه بدلمېچ زماله موخې انگېزې او وړاندويېنې سره سم  له لومړي خپراوي (1990) راهيسې تر اوسه په دې شلکلن پېر کې خپل اغېز ښندلی او د پوهنتوني زده کړيالو په گډون د بشپړ ډېري ځوان ادبي پښت له تاوده هرکلي سره مخامخ شوی، هغه هم له درو غورو لاملونو سره:

١) په ناځانخبري ډول له کوشينې راهيسې د هر پښتانه او پښتنې په ذهن و زړه کې د (و)گړني شعر و ټنگ ټکور تول وتال، کټ مټ، لکه پښتو ژبه له پښوييزو دويونو (گرامري قاعدو) سره ، وار له مخه ځای نيولی او زېرمه شوي، که نه څنگه به يې له يوه ټومب (تحريک) سره په هماغه تول و تال يوه ناره، لنډۍ، بدله... ناببره له خولې وتله او يا يې هم يومخيزه ولسي شاعري او سندرغاړي راخپلوله. او کله چې بيا له ليک و لوست او ښکلاييز څوب و ذوق سره په ادبي کچ  له تېرمهالي دېواني او وسمهالي قافيوال  او ازاد شعر په لاروۍ ورته زېږندويۍ ته مخ کوي، نو هماغه تول وتال، په بله وينا، ((څپيز- خجيز)) رغښت ورسره راخپلوي او هماغه ځانته مخبېلگه گرځوي.  له دې سره يوه نيم، لکه د وسمهالې ادبپوهنې زده کړيال او څېړنوال په دې هڅه کې کېږي چې د هغه نااگاهانه کارولي يا کارول شوي رغښت پر لارو رودو او کچ و مېچ اگاهانه لاسبری پيدا کاندې، دا غوره او گټوره نگېري چې همداسې يوه ښکارندويه لارښود ته مخه وکړي، نه يوه ناپېژندويه لارښود ته؛

٢) د تېر هغو په پرتله له عربي- پارسي ژبو او بيا يې دوديزو ادبي فنونو او په دې لړکې پېچلو عروضي او قافيي لارو دودو سره يې پرله پسې زياتېدونکی لرېوالی او ناباندېوالی؛

٣) سراسري ټولنيز خوځون او جلاوطني، نوې خبرتيايي (کمپيوټري) تېکنالوجۍ او ورسره د هېواد، سيمې او نړۍ پر کچ د تړليو نومهالو فرهنگي او ادبي اغېزو او سياليو، له نوې او ازادې شاعرۍ سره ډېرېدونکې لېوالتيا او له دې سره ژب - ښکلاييزې جولې او ژب - انديزې منځپانگې او پيغام ته د هڅې او پاملرنې زياتېدنه.