په ګلونو پسې روان شاعر

په ګلونو پسې روان شاعر


  • 1 مياشت دمخه (04/04/2021)
  • پیرمحمد کاروان
  • 117

د خوږژبي شاعر نسیم بې قرار د شعرونو کتاب خوږلنی چاپ شوی دی، مبارک دې وي. 

په ګلونو پسې روان شاعر

نری نروچکی ځوان چې سهار لمونځ او دعا وکړي، له خپلو بچو سره یوه پیاله چای هم وڅښي. دسکنه، ګِلماله، شاقول او د کار نور شیان په خړه کڅوړه کې واچوي او د کار په تکل ووځي. کله یې چې د لمر لومړنۍ څړیکې پر تازه جوړ شوي دیوال ولګېږي، په شونډو کې موسک شي او د خدای شکر ادا کړي. په زړه کې ګوړې ماتوي چې د خیر په کار کې بوخت دی. د دې ځوان ماشومتوب او د تاندې ځوانۍ شېبې د کورونو په جوړولو کې تېرې دي. د لیک لوست لپاره بخت دومره ډېره یاري نه ده ورسره کړې. خو بختور په دې دی چې خدای د معمارۍ د هنر تر څنګ د خوږو خبرو له هنره هم برخمن کړی دی. په کار کې یې ورغوي تڼاکې شي، خو ددې تڼاکو درد یې چې کله زړه ته ور کوز شي نو بیا په شعر او خوږه غزله واوړي. شعر او هنر هغه درمانګر دی چې د دې ستړي او کاریګر ځوان ستړیا او دردونه ټکوروي. د دې ځوان په شعر او غزل کې د ده د ژوند هره نوې ستړیا خوږه دمه کوي. په دې خوږه دمه یې زړه باغ باغ شي. د دې باغ شوي زړګي خوږې وږمې د ځوان د غزلونو د لفظونو په پاڼو او د مسرو مسرو په څانګو کې خورې ورې شي. دا خورې ورې وږمې بې وزرو والوزي او د نورو زړونو پر څانګو هم و زانګي. چې په دې ډول ډېرو زړونو او ذایقو ته خوند و رنګ او کیف ورکړي. کله چې د مازدیګر لمر له غرونو پنا کېږي او د غرونو پر سر د غروب سره او رنګینه ګومبزه جوړېږي، نو ځوان له خپلو جوړو شویو دیوالونو سره خدای پاماني اخلي. د خپل شعر له زمزمې سره د کور پر خوا حرکت کوي. 

هغه ورځ دې ځوان یوه عجیبه کیسه راته وکړه. کله یې چې کیسه ختم کړه، په سترګو کې یې اوښکې ناستې وې. دې کیسې زما سترګو ته هم اوښکې را وستې وې. خو دا درستې اوښکې د مننې اوښکې وې. داسې اوښکې وې چې له زړونو غبار مینځي او په زړونو کې د خدای له ښو انسانانو سره مینه زرغونوي. دې معمار او شاعر ځوان کیسه داسې وکړه:

ــ هغه ورځ مازدیګر مهال له کاره کلي ته روان وم. په لاره کې له یوه خوږ اروا او مهربان سپین ږیري سره مخ شوم. سپین ږیري ډېر ځله سهار وختي کار ته په تلو او مازدیګر ماښام له کار نه کلي ته په راتلو لیدلی وم. سپین ږیري په ډېره مینه ستړي مه شي راسره وکړه. بیا یې زما تڼاکې لاسونه ښکل کړل. سپین ږیري په مینه وویل: 

ــ قربان دې له لاسونو شم، چې کار او کسب کوې، حلاله روزي ګټې، خپله کورنۍ ساتې، خلکو ته دې خیررسېږي او چا ته دې زیان او ضرر نه دی رسېدلی.

دا یادونه او دا خبرې د یوه داسې چا په اړه وې چې یوازې د تیږو او خښتو معمار نه دی. دا ځوان سړی د لفظونو او خوږو خوږو خبرو معماري هم کوي. د دوی دا معماري هغه شاعري ده چې دلته به لږې خبرې هم پرې وکړو. مونږ ډېر ځله د نویو جوړېدونکو دیوالونو مخې ته یو ځوان سړی لېدلی چې نوم یې نسیم  دی. خو مونږ د خوږو شعرونو او خیالونو د  سندریزو لفظونو د سیوري شاته هغه شاعر هم پېژنو چې د نسیم تر څنګ بې قرار هم دی. د بې قرار شاعري خوږه لګېږي. دا شاعري د بې قرار د ژوند د ځینو شېبو مترنم تصویرونه دي. په دې شاعرۍ کې شاعر بې قرار د ژوند له ستړیو شېبو د خپلې شاعرۍ پستې او بې ازاره غېږې ته راځي او څو شېبې په کې سیاله او دمه کوي. 

دا شاعر ډېر ځله د دوستانو په محفل کې غلی او کرار ناست وي، په اصطلاح په ظاهر کې بې قرار نه وي، خو د دوی زړه چې را وسپړې نو بیا یې د بې قرارۍ پته ولګېږي. دې شاعر خپله باطني بې قراري د خپلو شعرونو په ژبه غږولې ده. کله چې د شعر ویلو غوښتنه ترې وشي، نو خپل شعرونه په یادو ووایي. آواز یې هم آرام او کرار وي. د شعر ویلو انداز یې په ذوقمنو زړونو ښه لګېږي. د بې قرار شاعري چې لولې نو خوند به ترې اخلې. د دوی په شاعرۍ کې به د شاعر زړه سوی، عاطفه او ښه احساس هم ښه څرګند ووینئ.

زه بس هغه نه یمه چې ځان مې په نظر کې دی

وږي به ډوډۍ غواړي جهان مې په نظر کې دی

دا بیت له بل مجبور انسان سره د مرستې او مینې پیغام لري. یو ښه انسان یوازې د خپل ځان لپاره ژوند نه کوي. کورنۍ، ګاونډیان، دوستان، خو لنډه دا چې یو ښه انسان بایده دي له نورو په تېره له مجبورو او محرومو سره د خیر او نېکۍ کړنه او خیال ولري.

 شاعري هم عجیبه جهان دی. د ماشومتوب غوندې رنګین او له اخلاصه ډک. د مینې د یوې کیسې غوندې شیرین او غمګین. د ملنګۍ غوندې مستغني او پر خدای مین.

ګوره دروېشان تر آسمانونو رسیدلی شي

ګرځمه په ځمکه خو آسمان مې په نظر کې دی

د بې قرار په پاس بیت کې په ډېر ساده او روښانه انداز د معرفت او د خدایي پوهې خبره شوې ده. الله تعالی بنیادم پر ځمکه پیدا کړی دی، د ځمکې رنګارنګ نعمتونه یې پرې لورولي دي. بایده دي چې د ځمکې پر سر ګرځېدونکی بنیادم ناشکري و نه کړي، له آسمان سره هم تار و لري. چې له رحماني او آسماني مینې پرته به یې ژوند نه ښکلی شي او نه هم کامیاب. 

ښه ګرانه لوستونکیه، د بې قرار له پاس بیت سره مو آسماني چکر ولګاوه، که دې خوښه وي راځه چې اوس بېرته ځمکې ته را وګرځو. د شاعر ځمکنیو ارمانونو ته. مونږ چې د ځمکې پر سر ژوند کوو، نو خامخا به ځمکني ارمانونه هم لرو. 

ښار ته ځمه کار ته ځم خواري او مزدوري کوم

وبه شي که نه خو ستا پېزوان مې نظر کې دی

د شاعر دا ارمان خورا طبیعي، صمیمانه او مخلصانه ارمان دی. دا ارمان یو لوی ارمان دی. هغه ځکه چې تر سره کېدل یې په شک کې دي. که وړوکی ارمان وای بیا به د ارمانجن لاس په آسانۍ ور رسېدای. خو دلته ښکاري چې د شاعر ارمان، دا رنګین او زرین پېزوان له یوې داسې دنګې څوکې را ځړوند دی چې د ارمانجن شاعر لاس ته په آسانۍ نه ورځي. ارمانجن باید یو کړاو و ګالي چې بیایی د ارمان دا رنګین پېزوان په ګوتو ورشي.

دا ارمان تر ګلونو ښکلی ارمان دی. ګل کېدای شي په ډېرې آسانۍ یو چاته ډالۍ شي.هغه ځکه چې دا وطن ګلورین وطن دی، په دې ګلورین وطن کې د ګلونو کمی نه شته. پولې، پټي،باغونه، دښتې، غرونه، رغونه او جوسونه له ګلونو ډک دي. هو که بیا ګل د یوه ارمان په ډول چېرته یادېږي نو هغه ګل به سمبولیکه بڼه پیدا کوي. لکه ګل د امن او سولې لپاره سمبول، لکه ګل د آزادۍ او سمسورتیا لپاره سمبول. لکه ګل د محبوب او جانان لپاره سمبول. او داسې نور ډېر ځله ګل د یوه لوی ارمان لپاره سمبول کېدای شي. خبره د ګلونو شوه، راځئ چې د شاعر په یوه داسې ګلورین بیت هم خبرې وکړو، چې د ګلونو یادونه په کې شوې ده. 

کلي کې له تندې ګلابونو اور اخیستی دی

غره کې تږی تږی ارغوان مې په نظر کې دی

په دې بیت کې د ګلونو یاد هم خرما او هم ثواب غوندې دی. که تږي ګلونه همدا اصلي ګلونه او ګلابونه یاد شوي وي هم خړوبول او د اوبو تابیا یې ښه ده. که بیا ګلونه سمبولیک را واخلو او د مور وطن بچي یې وګڼو، چې دوی په کلیو، ښارونو او بانډو کې د ښکلي ژوند، مینې او امن تږي دي لا ډېره ښکلا ده او یو لوی ارمان دی. اوبو ته پر تږو ګلونو نظر او مینې ته پر تږو انسانانو نظر یو ډېر ښکلی، عاطفي او شاعرانه نظر دی. 

اوس به راشو د ارمان د زرین پېزوان او د تږیو ګلونو تر څنګ  د شاعر دیني او ملنګې شاعرې مینې ته. د دوی دا مینه د همدې پاس بیتونو والا د غزل وروستي بیتونه دي. په دې بیتونو کې د شاعر دیني او شاعرانه هویت ښه څرګند ښکاري.

هغه چې زمونږه ستر لارښود دسمې لارې و

هغه جوړ له مینې سترانسان مې نظر کې دی

ګوره بې قرار په محلونو پسې نه ګرځم

کار مې په دنیا نه شته ایمان مې په نظر کې دی

د شاعر دا مینه دې ښکلې او ځلنده وي. 

پر غاټول مې اچولی لاس د مینې 

ارغوان چې چېرته ځي ورپسې ځمه

په ګلونو پسې روان شاعر دې همداسې ګل ګل روان وي. د وطن غېږه یې د مینې، ورورۍ، خورولۍ، پوهې، هنر او سولې له ګلونو ډکه شه. 

الهي آمین

کاروان، خوست 

۴ دلو ۱۳۹۹ هجري شمسي