دملت کور نو داسې وي؟


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • سمون
  • 242

 په ټلویزیون کې مې په اوسنۍ ولسي جرګه کې دخلکو دوو تنو استازو ترمنځ جګړه ولیدله یوې استازې ؟ خو پر بلې د بوټ وار وکړ، لا په هغه یې غوصه سړه نه شوه له څو کتارونو را تیره شوه او بلې استازې او ملت ته یې خپله جنرالي ور وښودله بله استازې یې تر لغتو او سوکانو لاندې کړه ددغې جنرالې استازې دې ډول چلند خلک په اصطلاح له خپل کور څخه نور هم ناهیلي کړل، فکر کیده چې دوی به دهیواد پر لویو ستونزو په بحث کې د اختلاف له امله دا ډول د جنګسالارانو چلند سره کړی وي، خو وروسته څرګنده شوه چې موضوع د څو تنو اشخاصو پر سر وه او جنرالې خو لا دې موضوع ته قومي رنګ هم ور کړ.

سره له دې چې دا کومه نوې او عجیبه پیښه نه ده زموږ یوشمیروکیلان تل داسې کوي  دوی که موضوع هرڅه وي که حقوقي هم وي هغې ته سیاسي او آن قومي رنګ ورکوي دا وکیلان زیاتره دیوه قوم اړوند وکیلان وي .
دوی خو ځانونه دملت استازي بولي ملت خو ټول افغانستان دی نه یوه ووړ قوم او یو شخص .نوبیا په داسې موضوعاتو کې ولې دومره واړه شي چې ځانونه دیوه کس یا یوه  قوم استازي وګڼي.
موږ چې کله دوی ته رایې ورکولې دې ته مو هیڅکله نه دي کتلي چې دا کاندید دکوم قوم اړوند دی؟ ددغه کاندید څیره څه ډول ده، پوزه یې څرنګ ده ، او سترګې یې څه ډول دي.بلکې موږ د دوې تیرو کړنو ته کتل هغه چې تر نورو خدمتګار راته معلومیده رایې مو ورکړې .ما پخپله ډاکټر صاحب رمضان بشردوست ته نه یوازې رایه ورکړې بلکې آن کمپاین مې ورته کړی ځکه دی هغه وخت یوازنی وزیر و، چې دده په وینا دملت لپاره یې خپله څوکۍ پریښودله او کیدای شي ډیرو نور هم ددغو ځینو وکیلانو چې اوس په یوه خواکې ولاړ دي او ملت یې هیر کړی په پګړیو او ږیرو تیروتي وي او رایې یې ورکړې وي.
ځینو تنګ نظرو که دې ته کتلي چې دا زما قومي دی ، زه به دغه ته رایه ورکړم  نورو خو ټولو دوی ته دژبې او قومیت په بنیاد رایه نه ده ورکړې نو ملت هیله لري چې دوی د ټول ملت استازیتوب وکړي نه دیوې مشخصې ایتنیکي ډلې.
دا اوس نو څرګنده ده چې زموږ دهیواد دښمنان په تیره ګاونډیان کوښښ کوي چې موږ سره بیل او ایل کړي ،زموږ ترمنځ په بیلابیلو نومونو نور هم واټن زیات کړي او قومي،ژبنیو او مذهبي تعصبات زیات کړي.
خو دهغوی ترڅنګ موږ همدغه څیرې هم وینو چې دغه اورونه تازه کوي. او داهم وینو چې دبیلوالي دغه خبرې زیاتره زموږ دهیلو پر ځای دملت په کور ! کې کیږي. چې دغه وروستۍ پیښه یې یوه بله بیلګه ده.
دغه په اصطلاح استازي هره پریکړه د خپلو شخصي او تنظیمي ګټو په بنیاد کوي، په وروستیو کې په دې کور یا جرګه کې د چل او فریب یوه بله ټلواله هم جوړه شوې چې پر ځان یې نوم له قانون څخه د ملاتړ ټلواله ایښی دی او ډیری داسې کسان پکې را ټول شوي چې په قانون ماتونه تورن دي، ددوی دا ګام هم له اره د ځانګړې محکمې د پریکړو په مقابل کې د مقا ومت په نیت جوړ شوی، کوم کس یا ډله چې د قضا فیصله نه مني نو له قانون څخه ملاتړ خو یې تشه ادعا ده.
د ملت په همدې کور کې داسې پریکړې کیږي چې ملت یې په یادولو شرمیږي، تر هغې ورځې هیڅ خبره نه وه تر څو چې ځانګړې محکمې خپله پریکړه اعلاموله، ټیک په هماغه پنجشنبه چې اختصاصي محکمې خپله پریکړه واوروله د ملت په کور کې د لوی څارنوال د سلب اعتماد او ورپسې د سترې محکمې د ریس او غړو د سلب اعتماد پریکړه وشوه.
ټولو ته څرګنده ده چې زموږ په عدلي او قضایي ادارو کې دفساد کچه څومره لوړه ده زموږ خلک له همدې څخه ځوریږي خو زموږ استازو یې هیڅ پوښتنه ونه کړه، خو کله چې بیا پر دوی راغله نو بې له ځنډه یې د هغوی د برطرفي پریکړه وکړه، هغه پریکړه چې د خپلو شخصي ګټو پر بنسټ شوې وي ملت ته به نو څه ارزښت ولري.
ددوی دا ډول اقدامات په هغو خبرو کې هیڅ شک نه پریږدي چې ویل کیږي یوشمیر مشران او استازي د معاملو لپاره، د ډالرو دلاس ته راوړلو لپاره په حکومت کې دمقام پیدا کولو لپاره او دخپل ځان دمطرح کولو لپاره په لوی لاس لانجې راولاړوي.