اخلاقي بیارغونه


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • څېړندوی عبدالغفور لېوال
  • 254

 بیارغونه د ویجاړیو بېرته رغول دي، دا که فزیکي ورانۍ وي یا معنوي. افغانستان په تېرو نږدې څلوېښتو کلونو کې خپله لویه برخه فزیکي وداني له لاسه ورکړه، په ځینو زماني پړاوونو کې داسې پېښه شوه چې ځینې دېوالونه او ودانۍ بېرته ورغېدې، خو معنوي او اخلاقي بیا رغونې ته پام ور وا نه‌وښت. په اخلاقي توګه موږ یوازې ورانېدل تجربه کړل، ښايي ددغې برخې ورانۍ ته مو ډېر پام نه و، یا مو اهمیت نه ورکاوه، خو تر فزیکي وراني اخلاقي وراني ډېره ګواښمنه او ویجاړونکې ده.

ټولنیز بحرانونه ټولیز اخلاق ویجاړوي، ارزښتونه راکوچني کېږي او معنویت له پامه غورځي. پخوا به په افغانستان کې (مشر) هغه چا ته ویل کېدل چې هوښیار به و، د نورو مصلحت به یې غوښت، د خیر کارونه به یې کول او دشخړو د هواري صلاحیت به یې درلود. د جګړو له پړاوه وروسته دا ټول سرچپه شول. اوس مشر هغه چا ته ویل کیږي چې د لویو شخړو صلاحیت ولري، چې ډېرې وسلې او پیسې ورسره وي، چې خلک ورڅخه وېرېږي، چې حاکمیت ګواښلای شي، چې خپلو پلویانو ته نامشروع ګټه ور رسولای شي، چې د ملي شتمني لویه برخه لوټلای شي، چې په غصب کې مېړنی وي، چې د خپلو پلویانو لپاره د بل (حق) ورڅخه اخیستلای شي.
راځئ د دې پوښتنې شجاعت ولرو؛ ایا موږ همداسې خلکو ته درناوی (که کاذب او دروغجن درناوی هم وي) نه لرو؟ که همداسې ژوبلور وسله‌وال او وېروونکی (مشر!) له یوه ځایه بل ته ځی بې‌ضرورته سلګونه پالکیان ورپسې روان نه وي؟ ایا د همده خبره تر قانون، مصلحت، حقیقت او ان دیني ارزښتونو هم لوړه نه ګڼل کېږي؟ ایا همدی عامو خلکو ته تر پوهو او ریښتینو خو مفلسو او تش لاسیو هوښیارانو غوره نه ښکاري؟
که همداسې وي، نو ومنئ چې په ګواښمن اخلاقي کړکېچ کې ډوب یو او بنسټي اخلاقي بیا رغونې ته اړتیا لرو. 
راځئ لاملونه یې وشمارو چې خلک ولې په داسې خلکو پسې روان دي؟ 
اخلاقي ویجاړي له محرومیت څخه رازېږي. موږ ملامت نه یو، څلوېښت کاله مو پرلپسې محرومیت ګاللی دی. دلته، قوانین او عدلي موسسې فردي او ټولیز حقونه نه شي ساتلای، خلک پر حاکمیتونو او قوانینو باور نه لري، ځکه تر قوانینو او حاکمیت پورته ځواکونه هم شته. خوندیتوب (مصئونیت) یو حق دی او موږ له دې حقه محروم یو، ځکه نو د ځان د خوندي ساتلو لپاره په هغو زورورو پسې ځو چې هغوی د نورو (حقونه) تروړلای شي. د ځان خوندي ساتلو لپاره د داسې زورورو پلوي کوو چې هغه د نورو خوندیتوب تر پښو لاندې کوي او زموږ همدا مجبوریت بداخلاقي را منځ ته کوي. 
حاکمیتونه د خلکو لویې برخې ته کار او مشروع ګټه نه شي برابرولای، ګڼ خلک د دې لپاره چې له لوږې مړه نه شي، په زورورو پسې وسلې ګرځوي، له مشروع کار څخه محرومیت د وسله‌والۍ بد اخلاقي زېږوي.
اقتصادي محرومیت عادي خلک د بدماشانو او زورورو پر لښکر بدلوي او کله چې دوی په لښکر کې شامل شول؛ نو د قانونیت د کمزورتیا له کبله د غصب، تېري، تښتونو، وژنو، غلا او نورو جرمونو بداخلاقي عامېږي. په تېره بیا که تش په نامه مشران خپلو اعمالو ته ایډیولوژیک توجیهات هم ولري.
ټولنه په قومي، مذهبي، ژبنیو او سیمه‌یزو ویشونو وېشل شوې ده، هر قوم او مذهب بل قوم او مذهب خپل دښمن ګڼي او د دې لپاره چې د هغه په وړاندې خوندي پاتې شي، نو د خپل قوم او مذهب په تر ټولو ګواښمن او بد زورور پسې درېږي. دغه سیاسي او ټولنیزه بداخلاقي هم له ډاره او دځان‌ساتنې لپاره کېږي.
د سیاسي واک و ځواک مافیايي کېدل، په دې نیت چې سیاسي اقتدار ته ځان ورسولای شو، موږ دې بداخلاقي ته اړباسي چې د مافیا په سرسپارلي لښکر بدل شو. 
په ټولنه کې چې څومره د ناقانونه ځواکونو ټاپوګان زیاتېږي، د دې پر وړاندې د هوښیارو، پوهو، پاکو او مفکرو قطبونو جاذبه کمېږي. نور نو هغه سیاسي کادرونه چې پر فکرمحوره سیاست باور لري، قانونمنده سیاسي مبارزه کوي او دخلکو د انساني ژوند د شرایطو د ښه‌والي پر سیاست باور لري کمزوري کېږي او ورو ورو د ناهیلۍ خوا ته ځي.
یوه بېلګه‌یي شننه: 
یو زورور وسله‌وال دی، نالوستی او له سلو شخصیتي نیمګړتیاوو ډک دی، خو دوې درې څوکۍ په پارلمان کې لري، دوې درې څوکۍ یې په کابینه کې په زور اشغال کړې دي، له بهرنیانو سره د قرادادونو دوه درې کمپنۍ لري، پرېمانه ځمکې یې په زور نیولې دي، خلک وژلای، وهلای او شړلای شي. که یې زړه وغواړي سل تنه ځوانان په خپلو کمپنیو، سل تنه نور په خپلو اړوندو وزارتونو، سل تنه دخپلو ساتونکیو په چوکاټ کې او سلګونه نور هم دلته او هلته مقررولای شي. که یې د پلویانو لانجه له کوم بل زورور سره راغله نو حاضر دی چې پر وړاندې یې لښکر وباسي، حکومت که د ده پلویانو ته څوکۍ ور نه کړې نو حاکمیت یې ګواښلای شي. د پیسو بوجۍ ورسره ایښې دي او که یې اړتیا ولیده، نو خپلو پلویانو ته کوم بنډل پیسې هم ورکولای شي...
د دې پر وړاندې یو بل سیاسي شخصیت دی، پوهه، لوړې زده‌کړې، تقوا او ژمنتیا یې ټولو ته څرګند دي، فکر لري، سیاسي مدیریت کولای شي. هېواد پرې ګران دی، خو خپل پلویان نه مقررولای شي، نه یې ګېډه ور مړولای شي، نه یې له ناروغ سره مرسته کولای شي. هیچا ته یې مادي خیر نه رسېږي، هيڅ وزګار ته کار نه شي ورکولای، په سیاست کې پر لګښتونو باور نه لري، فکر کوي، چې سیاست د عمل او فکر ډګر دی، نه دپیسو. د زور او وسلې پرځای یې ټوله تکیه پر طرحو او پلانونو ده. 
که د سیاسي سیالۍ ډګر راشي، رښتیا یې ووایاست، وګړي به په کوم یوه پسې ولاړ شي؟
ښکاره ده چې په لومړني زورور پسې. دا منو چې دا وګړي ملامت نه دي، بلکې مجبوره دي. دا منو چې دغه شمېر وګړي په لویو لویو خبرو باور نه لري، بلکې له محرومیت څخه د ځان ژغورنې وسوسې پسې را اخیستي دي؛ خو دا به هم ومنو چې د لومړني سیاستوال لښکري کېدل بداخلاقي ده. اوس نو دا بېله خبره ده، چې ګڼې بداخلاقۍ له مجبوریته کېږي.
دغه بېلګه‌یي شننه موږ پایلې ته رسوي چې موږ له اخلاقي کړکېچ سره مخامخ یو. منل او پرې خبرې کول به راته ګرانه اېسي، خو د اخلاقي بیا رغونې لومړی ګام همدا دی چې پر دغو مسایلو خبرې وکړو.
د اخلاقو بیا رغونه یوه لویه ټولنیزه پروسه ده. د ځانګړیو ټولنیزو شرایطو له بدلون سره را منځ ته کېږي، د یوې ورځې کار هم نه دی. د ټولنیز تکامل او اقتصادي ودې بستر غواړي. د ټولیز شعور د کچ لوړوالی غواړي، خو یو څوک باید پرلپسې کار ورته وکړي. باید دا ومنو چې اخلاقي بیا رغونه په خپله نه را منځ ته کېږي، بلکې د را منځ ته کولو لپاره یې باید کار وشي.
موږ وویل، محرومیت، ډار او د ګټې غریزه‌ يې لاملونه دي، دا سمه ده چې لومړی یې باید لاملونه کمزوري شي؛ خو تر ټولو لومړی کار دا دی چې د ټولنې پام ورواړول شي. خلک باید پوه شي چې دیوې ګواښمنې ټولنیزې بداخلاقي ساري ناروغي په شدت سره عامه شوې ده. ټولنیزې ناروغۍ د اروايي ناروغیو په څېر دي، که مو عوامل وپېژندل نو سمدلاسه مو پنځوس سلنه درملنه کړې ده.
د ویښتیا او روښانتیا د بهیر یو کار دا دی چې ټولنه د اخلاقي ویجاړي پراختیا او ژوروالي ته متوجه کړو. خلک باید خبر شي چې دوی په یوه عادي ټولنه کې ژوند نه کوي. خلک باید خبر کړای شي چې په نورماله ټولنو کې قوانین تر هر چا لوړ ګڼل کېږي او هيڅ زورور تر قوانینو پورته عمل نه شي کړای.
د قانونمندې ټولنې را منځ ته کول د اخلاقي بیا رغونې تاداو او بنسټ دی. په ولس کې له دودیزو اخلاقي ارزښتونو او کوډونو څخه ګټه اخیستل، په ادبیاتو کې د ټولنیزو اخلاقو ترویج، د تاریخي او نړیوالو مثبتو شخصیتونو پېژندنه او داسې نور میتودونه کړای شي، زموږ اخلاقي ایډیالونه بدل کړي او ورو ورو په ځوان نسل کې د اخلاقي بیارغونې تلوسه را منځ ته کړي.
همدا اوس خو یوازېنی کار چې کړای شو، دا دی چې پر دې حقیقت خبرې او بحث پیل کړو چې موږ له ټولنیز پلوه له اخلاقي ویجاړۍ څخه ځورېږو او افغانستان د فزیکي بیارغوونې تر څنګ اخلاقي بیا رغوونې ته هم اړتیا لري. موږ باید ورو ورو ومنو چې ارزښتونه تر نامشروع ګټو لوړ دي او د یوې انساني ټولنې را منځ ته کول تر یوې مودې پورې د محرومیتونو زغمل غواړي چې په پایله کې موږ د سالمې مشرۍ له را منځ ته کولو سره ټولنه د مثبت بدلون په بهیر کې ور وخوځوو او د زر او زور له بتانو څخه ځان خلاص کړای شو.
سرخط‬ ورځپاڼه