اندرابي: سوله د طالبانو په خیر ده؛ که یې ونه کړي سخت به وځپل شي.

اندرابي: سوله د طالبانو په خیر ده؛ که یې ونه کړي سخت به وځپل شي.


  • 8 مياشتي دمخه (08/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 295

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي، طالبان د جګړې لپاره هيڅ ډول مشروع روایت نلري؛ نو ځکه د جنګیالیو له کمښت سره مخ دي. 

نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې طالبان دا ظرفیت نه لري، چې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې وجنګیږي او یا هم ښارونو ته سقوط ورکړي.

نوموړي همداشان لیکلي، چې په اوسنیو حالاتو کې د طالبانو لپاره یواځې د سولې لاره پاتې او که د سولې لپاره رامنځته شوی دا فرصت هم له لاسه ورکړي؛ نو سخت به وځپل شي.

د کورنیو چارو وزیر یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې همدا نن هم  د ملي دفاع وزارت په ۶ ولایتونو کې د ۹۵ طالبانو د وژلو خبر ورکړی.