اوسامه مړ شو، نو؟


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • هلمند شېرزاد
  • 239

دا چی څنګه د سعودي عربستان له یوې شتمنې کورنۍ او د پوهنتون یو زده ګړي څخه د نړۍ په کچه، لوي اتل! ((Hero جوړیږي، کومه هېښنده خبره به نه وي، خو دا چې دی بیا چېري او د چا په مرسته خپله اتلولي اخلي؟ او له خپل هېواد څخه شړل ( سعودي عربستان ته د ننوتلو اجازه نه ورکول) کيږي. سوال دا دی چې: ولې هغه له خپل ټاټوبي، جهاد نه پیلوي؟ په کوم ځای کې چي هم امریکايی ځواکونه او هوايي اډې شتون لری. او یا هم هلته په خپل ګاونډ کې د فلسطین او اسرائیلو په جګړه کې برخه نه اخلي، یا په کشمیر او چيچنیا کې؟ بله خبره دا ده چې د روسانو سره په جګړه کې خو د امریکا لوي لاس لرل کومه پټه خبره نه ده او بیا د اوسامه په دي جګړه کي لوی لاس لرل هم دا مانا نه لري چی اوسامه به له هغه مهاله داسې یو امریکایي ضد دريځ درلود. اوس سوال دا دی چې څنګه د یوه مورچل کسان بیا په خپلو کې سره اړم شول او د اتلولۍ پر ځاي  د نړۍپه کچه ورڅخه تروریست جوړیږي؟ ډېره د غور خبره ده.
 او بیا د دغه تروریست د وژلو لپاره امریکا په کلونو جنګیږي او د پنتاګون د شمېرنې له مخې نږدې  ۱۲۸۰ میلارده ډالر لګښت ورباندی کوي، او همدا شان د زرګونو افغانانو د مړينې لامل ګرځي، او نږدې ۱۰ کاله وروسته يی په افغانستان کې نه، بلکې د پاکستان په پلازمینه کې وژني! اوس سوال دادی چې د داسې کس مړینه به د افغانستان په جګړه څه اغیز ولري؟ د داسې سوالونو ځوابول به سره له دې چي ګرانه وي. خو د هر چا خپله شننه، اندنه او په اوسني حالاتو باندی رڼا اچونه، خپل حق دی.


 
http://icasualties.org

       
له پورتني ستاتیستیک څخه ښکاري چې د بهرنیو ځواکونو د مړینې شمېره له پیله( ۲۰۰۱ ز) راپدېخوا څومره ډېره شوې!  دا یواځې او یواځې د طالبانو په غښتلي کیدو او د بهرنیو ځواکو په ظلم او تیري دلالت کوي. پدې کې یواځې په ۲۰۰۱ کال کې دوژل شوو امریکایانو شمېره  ۱۲ کسان ول ، خو په ۲۰۱۰ کال کې يی نږدې ۱۵۶۷ کسه ووژل شول.
امريکا د سوېلي ویتنام سره د پوځ په جوړونه کې همدا شان مرسته وکړه، چی شمېره يې نږدې پنځه لکه پوځیان او ۲ ميليونه ملیشه ول، خو داسې لوی ځواک په یو څو میاشتو کې له منځه ولاړ او یواځنی لامل يی دا وو چي له هغوی سره د عامو خلکو یووالي نه وو. يانې د پوځ جوړونې بهیر په تعداد او روزنې نه، بلکي د خلکو دمرستې په ملاتړ سره بشپړیږي.
که امریکا او له دوی سره په جګړه کې ښکېلې غاړې په رښتیا سره وغواړي چې دافغانستان او یا د تروریزم په وړاندې خپله جګړه وګټي ، نو دوي باید د هغو هیوادونو چې په جنګ کې ښکيل دي، کلتورونه،دودونه او د عامو وګړو د پوهي کچه په پام کې ونیسي، او د جګړې یوه داسې ستراتیژي ورته جوړه کړي تر څو د عامو خلکو زړونه خپل کړي او په دې توګه به د نورو دښمنانو د پیدا کو لومخه ونیسي. مګر متاسفانه دافغانستان او عراق په جګړه کې دي عناصرو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوي او د غه جګړو او ظلمونو له اسامه څخه په زرګونو نور دښمنان زیږولي او د امریکايي نژادو لپاره به د عمر دښمنان وي.
د اوسامه مړینه به د هر چا لپاره ځانګړې مانا ولري: د امریکا سیاستوالو لپاره ښه سیاست کول او لاس ته راوړنه، د امریکايي عسکرو لپاره ښه دنده سر ته رسونه، د تروریزم سره په جګړه کې د پاکستان د صداقت ! ښوونه او د امریکا او نورو ځواکمنو هېوادونو سره د ښو اړيکو ساتنه. او د طالبانو لپاره که د القاعده مشر مړینه، لویه تشه  ده خو د ده  د مړیني په تبلیغ سره چې د دوی په خبره ګویا یو «مجاهد او امريکادوښمنه، اتل شهید شو»، لا ډیر نور په زرګونو خلک دې جګړې ته راوبولي. د افغانستان اوسني حکومت خو لږ تر لږه دا ګټه وکړه چی د خپروونو او رسنیو (Media ( مخ يې، د دوي د بی کفایتی له امله، چی د کندهار په زندان کې له شرمه ډکې او د خندا وړ چارې تر سره شوې، بلخوا واړولو.
دا چي واکمن ، سیاستوال، رسنۍ او همدا شان د نړۍ نور وګړي د اوسامه مړینه څنګه او څومره ارزښتمنه ګڼي، ځانته مسئله ده. خو دا چې زموږ په خوار ولس او پر دوی باندې د نور ظلم او جګړو اغیز کمیږي او که زیاتیږي بله خبر ده. اوس سوال دادی چی اوسامه بن لاډن ووژل شو، نو طالبان ختم شول ؟ پاکستان او ايران به خپلې لاس وهنې او یرغل، زما پر ټاټوبي بند کړي؟ امریکایان به نور خپل هېواد ته بیرته ولاړ شي؟ بمباري ، شپېني خپلسري عملیات به ودریږي؟ ایا زما د هېواد واکداران به په رښتیا دخپل ولس لپاره په رښتینولۍ سره کار وکړي؟ او همداسي نور....
اسامه خو د امریکا سره دوښمني لرله او هغوی په خپلو موخو کي بریالي شول، او د هغه ځایډکونه به هم کوم ستونزمن کار وي یا به نه وي، خوزما د ولس دوښمنان اوس هم په سرو سترګو ګرځي. مونږ خو لا اوس هم د یو کپ ډوډۍ پسي لالهانده ګرځو. زما بې لارې او مرور وروڼه خو لا اوس هم په غرونو کې د یو بل وینو ته تږي ناست دي. زه خو لا تر اوسه هم هر چا ته اړ یم. زما د ولس د خوارۍ او بی اتفاقۍ کیسه خو لا اوږده ده . . .

خدایه ستا په لوي دربار کې به څه کم شي
که یو ځل می دا کوږ بار په اوږه سم شي
*
اتفاق غواړم نــــــــــور له هر څه نه پوره يم
ستا رضا بـــه مې بیا تـــــوره شي قلم شي

هلمند شېرزاد
مالمو-سویډن