پيكۍ


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • میرویس افغان
  • 285

نېټه : ۲۱-۳-۲۰۰۹دنوروز لومړۍ شپه

لمرورو ورو پخپلو منګولو زما دوجود وېښته تخنول.دډول ډول ګلونو بوى احساسېده . له كلي  څخه دپورې غره لمنه داسې زرغونه ښكارېده لكه هغه دچا خبره زرغون بخمل چې غوړولى وي. زموږ دكورپه كيڼ اړخ كې په پټېو كې سره اوشنه پړونی(ټيكري) ښكارېدل چې پسرلنۍ ښكلا ته يې لانور خوند وربخښلى وو. دا دكلي پيغلې او پيغلوټې وې چې دنوروزپه ميله وتلې وې. ماشومانو يوې او بلي خواته منډې وهلې او يوبل به يې په پټيو كې داسې راڅملول لكه هډونه چې نه لري .كلي ته زما په ورتګ سره په ټول كاله كې غږ پورته شو چې كوچنى لالا راغلى .مشرې خور مې په لوړ اواز وويل چې نن سهار مي لا پر زړه اوريدل چې ورورك مي راځي . ورېندارې مې هم خپل سپين پړونى په ښی لاس دخپلي زنې سره نيولی وو او زما مورته يې مخ ورواړاوه او وېويل :
سهار مې لا تاسو ته وويل چې نن مې اوړه غورځېدل او هم دا زېرى يې كاوه چې كوچنى لالا راځي او هغه هم شكر دى رښتيا شو. موركۍ او خويندو مي ښكل كړم. دنوروز لپاره جوړه شوې هفت ميوه يې راته راوړه خوچې كله مې لاس وروغځاوه موركۍ ناببره غږ راباندې وكړ:
مه ! ګوره چې لاس ورنه وړې .
چمچۍ يې زما له لاسه وايستله او په خندا يې راته وويل :
داد نوي كال ميوه ده او زه به یې در له دركوم . ټول په خندا شول اوموركۍ مې په رېږدېدلو لاسونو دميوې ډكه چمچۍ زماخولې ته راپورته كړه او دعايې وكړه :
خدايه(ج) زما دګران عمرډېركړې او تل يې خوشاله وساتې .
لږ وروسته مي وويل چې زه بايد دځينودوستانو سره هم ووينم او مورمې دهوكې سر راته وښوراوه او زه هم  له كوره راووتلم دكلي ځوانان هم نه ښكارېدل او ميلو ته وتلي وو.زما هم  تلوار وو چې اوس نو دپيكۍ په لاس جوړه شوې هفت ميوه هم وخورم . زه د پيكۍ كورنۍ ته ګران وم اوله ماشوم توبه يې كاله ته ورتلم كه څه هم چا مخ پټى نه راڅخه لاره اوپيكۍ مې هم په كلونو كلونوټولګيواله وه . په كوڅه كي مې ځان په ماشومانو وليد او تمه مې داوه چې پيكۍ به هم ضرورخبره شوې وي او اوس به مې كورته وروغواړي. ځكه پيكۍ به هركال ماته دهفت مېوې ست كاوه او هلته به ددې دمور په كوته  كې كښېناستلو.پيكۍ هسكه ونه،دنګه نرۍ غاړه ،دتوروغټوسترګو او اوږدو وېښتانوڅېښتنه وه.موږ په زړه كې يوپربل ښه لګېدو.خوداخبره لا ترژبې پورې نه وه رارسېدلې . د دولسم ټولګي ترلوستلو وروسته پيكۍ دځان لپاره دښوونكې دنده غوره كړه او تل به يې ويل چې په هيواد كې ښوونكو ته ډېره اړتيا ده .
 زه دكانكورترازموينې وروسته دانجینرۍ فاكولتې ته بريالى شوم. يوكال مې  دكندهارپه پوهنتون كې زدكړي وكړې او په دوهم كال مي دهندوستان دډيلي پوهنتون بورس واخيست.هلته لوست دهيواد په ډول نه وو او خداى شته چې كورته مي دتليفون كولووخت هم په اساني سره نه شو موندلاى. دارښتيا دي چې كورته په راتګ مې هم څوك نه ووخبركړي او هغه دچا خبره غوښتل مې چې كورنۍ او دوستانو ته په ناپامه ورتګ زېرى (سرپرايز) وركړم او هغسي ناببره راغلم .
 
 ناقراره وم او لا مې هم دا انتظار ايسته چې ګوندې پيكۍ دهفت مېوې دخوړلو ست راته وكړي او يو څوك راپسي راوليږي .ځكه دنوروكلونو برخلاف سږ كال ماته ځان مېلمه او مسافرښكارېده داعلت ووچې پر خپل سر ورتګ مې دځان لپاره سم نه ګڼلوخو نه پوهېږم ولې دومري بيتابه وم. كله كله به مې داسي انګيرله چې ښايي پيكۍ به رانه خفه وي او ګيله به يې دا وي چې پوره مياشت مي دهغې هيڅ احوال نه دى اخيستى . بيا به مې ځان په دې ډاډه كاوه چې ځه نو هغه خو هم پوهيږي چې زه مسافروم اودكلي كور سره مي اړيكي نه دي نيولي.
 دې خبرې مې هم زړه تخناوه چې ښايي پيكۍ هم پټيو ته له خپلو همزولو سره وتلې وي. خو بيا به مې پام شو چې، نه !دهغې خو بهر وتل نه دي خوښ.
 
له اوږده انتظاره وروسته مې له ځان سره پرېكړه وكړه اودپيكۍ دكور پر لور وروخوځېدم.په زړه كې مې كرل او رېبل چې هسې نه دپيكۍ يا دهغې دكورنۍ كوم غړى په دې پوهه شي چې زه هفت مېوې ته نه بلكې دپيكۍ ليدو ته ورغلى يم.خوزړه نازړه دپيكۍ دكورتروره پوري ورورسېدم .دلرګين لوى وره يوه پله دتل په څېربنده او دوهمه يې خلاصه وه ، دا نو  زما لپاره ترټولو لوى امتحان ووچې پرېكړه مې نه شواى كولاى.كله به مې ويل چې كورته هم هغه دپخواپه شان ورننوزه اوكله به مې ويل چې نه دروازه وروټنګوه .پښتنو ښه متل كړى چې (دغله ځاى په غره كې نه وي) ماداسي انګيرله  لكه زما په زړه كې دپيكۍ سره پټه مينه چې جرم وي اولكه زه چې څارل كيږم ،وېره مي داوه هسي نه څوك راپوى شي.
له لږ ځنډوروسته مې نوك نيولى په وره كې غږ وكړ:
پيكۍ !
هاپيكۍ !!!
دسراى له مينځه يوې ښځې راغږكړل:
وروره څوك يې چې دپيكې پوښتنه كوې ؟
ايمل يم ، ماورغږكړل .
وى! ايمله وروره ستړى مشې ! راځه ولي پښه نيولى شوې ؟ راځه پخير راشې !
دادپيكۍ كونډه ترور وه چې له دوى سره په كوركې اوسېدله اود سرای انګړ ته په ورتګ سره يې دپيكۍ مورته آوازوروكړ:
بي بي! ايمل جان دى. لكه چې په پيكۍ خبرشوى دى.
ددې خبرې په اورېدلو مې دزړه درب شو اوسمدستي مې له امنې ترور نه پوښتنه وكړه :
ولې په پيكۍ څه شوي ؟
هغې څه ونه ويل خودپيكۍ مورچيغه كړه او په ژړا ژړا كې یې زه ترلاس نيولى خپلې كوټې ته دننه كړم.
پركټ غځېدلې پيكۍ مې وليده چې ټوله مخ يې شوړېدلى وو. كيڼه سترګه يې چوپه شوى او ليدل يې نه شوپرې كولاى . تور وېښتان يې رژېدلي وو.دګل غوندې څېره يې مړاوي وه او په نيولي غږ يې جوړ په خير راسره وكړ.
زه دڅوشيبو لپاره هک حيران شوم خو وروسته مې وپوښتل چې پيكۍ داپه تاڅه شوي ؟
پيكۍ چې ترښۍ سترګه يې دملغلرې په څېر اوښكه راتوى كړه راته وويل :
ښوونځي ته دتګ پر مهال ظالمانو پرمخ تيزاب راوپاشل.
زه خو په هيڅ نه يم خبرشوى داهرڅه داسي پټ ؟
دپيكۍ مورځواب راكړ:
هوزويه ډېر لږ كسان خبردي او دې ظالمانوګواښ كړى كه موږڅوك خبركړو نوبيا به تردې بده راپېښه كړي .