هسې څه بانه کړم شاته وګورم


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عبدالملک بېکسيار
  • 1023

[په سویډن کې داجمل انددنمانځغونډې په ویاړ]

ټاکلې نېټه مې نده ياده خوګومان کوم د۱۹۹۷ کال دپای ورځې شپې وې، دطالبانوصاحبانوپاچايي وه اوشعردبيان ديوازنۍ وسيلې په توګه خپل دارتقاګامونه وهل، شعرپدغه دوره کې يوازنی هنر و چې کله پټ اوکله ښکاره يې خپل جادوپرولس خورول، دهېواد په دننه کې يوڅه په دقت اوتأمل اوپه بهرکې بياپه وازکومي اوپه جار.
موږپه پېښورکې دهيلې مجلې ددوه کلن خپرنيزبهيردجاج اخيستلوديوې غونډې تابیاکوله مااستاديون اواغلې خورصفيه جان صديقي چې هغه دم دمجلې مديره وه دغونډې سناريوجوړوله، ټاکل شوې وه زه دغونډې وياند واوسم .
موږپه ګډه مقالې، شعرونه، په غونډه کې دچای چلم دپاره دمې اودغونډې په بېلابېلوبرخوکې دځينولنډوشعرونواووجيزولوستل تصويب اودسبادپاره مواماده کړل . زه چې کورته لاړم هماغه ماښام دننګرهارپوهنتون استاداوزمادوست ازمون صاحب راغی له ستړي مشي اولنډوخبرو وروسته يې ګوندي اساسناموته ورته دشعريو وړوکی کتابګوټی راکړاوزياته يې کړه «واخله شعرولوله».
ددغه کتابګوټي نوم و(دزړه پرپاڼه مې انځوردی ګلاب) اودغه کتاب دګران اجمل اندچې دادی زموږ مخې ته ناست دی دشعرونولومړۍ ټولګه وه، دغه کتاب ترهغه وروسته چې مااواستاد دشپې ترناوخته خپلې نورې کيسې وکړې
دوه درې واره له سره ترپايه ماولوست اودومره مې خوښ شوچې په سباني پروګرام کې مې تقریبأټول دستېژ له سره
واوراوه اودټاکل شوې سناريوهغه نورشعرونه اووجيزې ټول پاتې شول

خور مې که سينه باندې نيازبين مې کړه
ستا د دنګې غاړې لونګين مې کړه

خيال يمه په تورو کې مې ونغاړه
خوږ مې که، غزل يمه، رنګين مې کړه

غېږ کې مې ځای درکړ، ګنا ګار شومه
لوټ مې که ، کابل مې که ، ناورين مې کړه
++++++
چې د ښکاري د ټوپک خوله کې ګولۍ و ځنډېده
ايله مو اوس په شنډي توت کې مرغۍ و ځنډېده

د چا فقير دعـــــــــــــــــــــــــا مو کلي ته قبوله شوله
سږ غنم وږو کې بــــــــــــــــاران و ، ږلۍ و ځنډېده

لا دې د خال د دعوه ګيرو کـــــــــــــډې نه دي تللي
خود مې په غاړه کې ټوپک ګردنۍ و ځنـــــــــډيده

جوړ د نښترو په تالا ځوانۍ يې اوښکې توی کړې
چې د ( بزرګې څوکې ) سر کې سپوږمۍ و ځنډېده
++++++
کډه ترې د ډېرو ښکلو لاړه شه
شاړه شه، دا پورې کوڅه شاړه شه

ای برچې خوړليه د غاټول ګله!
ته د چا تنکي د مرګي ژباړه شه

ما غوندې زړه ستړي ته چې غېږه شي
زه د سيند څپه ته د سيند غاړه شه

څوک مې چې د ژوند سترګو کې اور کري
ډوب مې په سيلاب د اوښکو واړه شه
+++++
غېږ له دې بيا ځولۍ ، ځولۍ د رباب ترنګه راغلم
لکه افغان زلمی همدا ساعت له جنګه راغلم

خولې خولې ستومانه روح مې په ټپو دمه کړه
پردي مزدور غوندې له بيل او له کلنګه راغلم

خور ريګستان شه ستړی ، ستړی مې په غېږ کې واخله
د هريرود غوندې ستومان له يکاولنګه راغلم

ويده کبان مې د سندرو په ټال وزنګول
د سيند څپه شوم د غره غېږ ته ړنګه بنګه راغلم

د چا ملالي د تنکي ارمان سندره شومه
ميوندي غږ ووم د رڼو تورو له شرنګه راغلم

دااودې ته ورته نورې تلپاتې بېلګې هغه لومړنۍ پلوشې وې چې دانددشاعرۍ په استازولۍ یې زماپه لاشعورکې ډیوې بلې کړې .پدې منځ کې بیاتقریبأیوکال ووت چې استادازمون یوه شپه دهماغوښکلوشعرونودشاعردیدن هم راباندې په خپل کورکې وکړ اومادلومړي ځل دپاره دخوګیاڼودکوزبیاردغه نغمه ګربلبل له نږدې ولید.استادداند دلیدوڅخه مخکې لادهغه دشعر، ښواخلاقو، ملګرتوب اوکلیوالتوب په هکله ډېرڅه راته ویلي واوچې اندمې له نږدې څخه ولیدداستادیوه یوه خبره رښتیاکېدله، خویوازنۍ نیمګړتیاچې محسوسېدله هغه دانددخبرودنه کولو وه.

هغه ډېرې کمې خبرې کولې (البته هغه وخت زمااودده په لومړۍ ليدنه کې )اوس خوماشاالله دراډیوکارکونکی دی او اصلي دنده یې خبرې کول دي، خوهغه مهال دده اودده دشعرپه هکله زمادډېروپوښتنوځوابونه [نه اوهو]و زماپه ګومان داهغه وخت دی، چې اندداوږدې مودې کډوالۍ اودرپه درۍ وروسته بېرته خپل هېواداوکلي ته ستون شوی اوهلته یې یوځل بیاله سره بخت ازمایلی، خوطالبي چارواکو، بې کارۍا وبې روزګارۍهغه دې ته ندی پرې ایښی چې دوطن په غېږ کې څوددمې اوډاډشپې وکړي لکه هغه درحمان باباعلیه رحمه په قول :

په سبب دظالمانوحاکمانو
کوراوګوراوپېښور(کوزبیار)درې واړه یودي
نوبېرته یې پېښورته مخه کړیده هماغه پېښورته چې خپل ماشومتوب اوهلکتوب یې پکې تېرکړی دی
چې مازیګرشي اوله کاره راشم
نوپېښوردشنوکوتروښارشي
لکه کابل یې چې په نس کې ځای وي
دبرنیومساپروښارشي
---
زه ددې ښارهرنزاکت پېژنم
پکې زمادماشومتوب خاطرې
دمهاجروهغه زوړښوونځی
اود ورڅک دلېونتوب خاطرې
----
مازیګری دلته هم کوډې کوي
له چاجهان، له چاایمان هېروي
کله له ماهم شي نظرکاواکه
کله له ماځنې هم ځان هېروي

زماله نظره(که څوک وغواړي چې داندپرژوندپه تېره بیاشعرڅېړنیزه لیکنه وکړي)ژونداوشعریې په ارتقایي پړاوونوووېشي نودابه یې دوهم اوپه ټولو کې ټاکونکی پړاووي ، اول پړاویې هماغه دوطن دننه اودکلي ژونداوله طالبانوپټې اوښکاره ناستې وې چې شاعرورته بیاډېروروسته په خپلو شعرونوکې داډول یادونې لري اوارمان یې کوي په شعرکې :

ازمون/صداقت/رودوال/ځواب/پرتم/پرهر/غني/فریاد/خوښ/څار داندشاعران ملګری دي .
بادشینکۍ پاڼې له شنوڅېړیو وړي
سږدواورواوګورګورومزه نشته
اوس یې نه ناڅي پرغاړه چنارونه
دشینکي روددسندرومزه نشته

تریخ خومارلکه سکوت پرکلي خوردی
سږپه کلی کې دبنګوقېمتي ده
غنم وسول ډېروکډه ځنې وکړه
چم کې خوددغنم رنګوقېمتي ده

خوګیاڼواوتریلی پورې اوس څوک ځي
دازمون سینه کې هاغسې زورنشته
صداقت به دیارانومنځ کې وي خو
بډیالۍ کې دویالوهغه شورنشته

چاته لویې لارې نه څارې رودواله
شوې دکلي څڼورې نجونې تږې
هغه شین ګودرله توروکاڼوډک دی
زورورې، سترګورې نجونې تږې

سږدجواروخارې چاهم ماتې نکړې
دقلبې شرنګی ګډنشو په شودیارو
ځواب ګله بیابه هم کله پخلاشي
د رودغاړه اوګلونه دکوکنارو

سږپرتمه پرتمین کونړی وچ شو
مازیګرله سرکاڼو نه نه تېرېږي
سپینې شګې بې سراب سترګې تېرباسي
په څپوله شنو درو نه نه تېرېږي

کوچۍ څاڅکي دباران پسې ړنده شوه
دسین غاړه کې اوښان له تندې مړه دي
نورپرهره دهیلیوکیسه پرېږده
داوبو روږدي کبان له تندې مړه دي

عجیبه ده غرموبې واورو غني و
سږکال هم له کدي خېلو نه مرمرتلل
چاڅه نه ویل عجیبه خاموشي وه
دهنداروکاروانونه په خیبرتلل

چېرې څاڅکی پرخه هم نه راورېږي
نه ټوکېږي په څیله کې ګلابونه
د رودتال کې به څوک څه سندرې واوري
دلته پرې دي لکه څانګې زخمي زړونه

دسندروښاپېرۍ به څنګه تم شي
دفریاددټپوچم کې وچکالی ده
ستامهین غزل به څنګه واوري خوښه
کلیوالوکې سږ ډېره غریبي ده

څاره یاره ځه چې دواړه دعاوکړو
موږه واړه په خدای تږي یوباران ته
په سندروکې به سپینې ورېځې غواړو
ځه چې لاس په ګډه پورته کړوسبحان ته
اودوهم اوډېرزیات ټاکونکی پړاویې همدادی لکه څنګه چې مایې مخکې هم یادونه وکړه . تاکونکی یې ځکه بولم چې زموږ په وطن کې به په لسګونوحتا په سلګونوداسې کسان وو اویاهمدااوس هم وي چې دانددهغې زمانې دشعرونوپه اندازه(البته دکمیت په لحاظ)شاعري به یې کړې وي خوبیابه دژوند څپو پرکومه بله وړی اوهرڅه به ترې پاتې وي دغسې بېلګې به دلته ناستوډېرودوستانواو پخپله اندته ښکاره وي، حتادده دهغې زمانې په یارانو کې به چې تر ترېلي اوبوډیالۍ یې په مشاعروپسې منډې ورسره وهلې داسې کسان وی چې داهرڅه ترې پاتې اوژوند پرکومه بله وردیکه کړي وي .

ارواښادمیاتقویم الحق کاکاخېل دمصطفی سالک دشعرونودلومړۍ ټولګې (دطاووس بڼکه) په سریزه کې یوځای پدې هکله
څومره ښه اوپرځای ویلي :((سالک ځوان دی اوځواني ډېر بې اعتباره عمردی څوک هېڅ نشي ویلی چې دژوند چپې یا
ددولت حرص یاداقتدارهوس به دهغه فطري صلاحیتونه کوم خواته اړوي .))

خوــ له اندسره بیاپدې برخه کې بخت یاري کړېده چې کاري لړۍ یې په همدغه وخت کې دهیلې مجلې له دفتره چې د
وخت یوسترخپرنیزمرکزاودناستو، پاستواوبنډارونودرشل دی راپیلېږي،بیابي بي سي اوترننه چې دادی په پراګ کې دازادۍراډیوخبریال دی

همداوخت دی چې اندله یوزیات
شمېر پېښورمېشتو فرهنګیانوسره یاخوبالکل له سره اشناکېږي اویاکه ځینې یې له پخواپېژني هم نودنژدې پاتې کېدو، ناستو پاستو اوبنډاورنوفرصت ورسره ترلاسه کوي لکه :کاروان/نثار/سالک/یون/عابداولاتراوسه یې دراډیو همکاراودوست صالح محمد صالح اوډېرنور، داهمدغه وخت دی چې اند په منظمه اومسلسله توګه دافغان ادبي بهیر په غونډوکې برخه اخلي اودمزارداسونوښکالویې دپېښورپرسړکونوخیالونه ورتخنوي اوکال ــ نیم وروسته دهمدغه وخت له یادونو، خاطرواوزمزموڅخه دانددشعرونودوهمه ټولګه (په څپوکې انځورونه ) رازېږي .

خوب کې کلي ته کتاراسونه راشي
په بمونوباندې باراسونه راشي

دبري توغ پراوږوکلي ته راوړي
خوــ له جنګه موپه شماراسونه راشي

په لیموکې یې تصویردویرښکارېږي
پېښورته له مزاراسونه راشي

خوشالخانه دوی لیمه ورته اوارکړي
دمغولوچې پرلاراسونه راشي

لاټپي غرڅه دخپل ژوندشېبې شماري
چې شڼاشي اودښکاراسونه راشي .
اجمل انددخپل ژوند ددغه پړاوپه خاطرواویادونوپسې په کابل اوپه تېره بیادپراګ غوندې په ښکلي ښارکې ډېرارمانونه کړي چې مثالونه به یې دغه له ځایه لااوږده شوې لیکنه نوره هم لااوږده کړي . سره لدې چې دغه لیکنه دښاغلي اجمل انداودهغه له شعرسره دلازیاتې اشنایي په نیت له هغه سره ځینوخاطرواو یادونوته ځانګړې شوېده اودهغه پرشعرباندې په ځانکړی ډول نه راڅرخي خوبده به نه وي که هسې په تلو تلو کې زموږ ددغه هنرمند هستونوته هم یودمنډې سر ورښکاره کړو.

انددخپلې شاعرۍ په لړ کې تراوسه پورې څلورچاپي ټولګې لري
۱ ــ دزړه پرپاڼه مې انځوردی ګلاب
۲ ــ څپوکې انځورونه
۳ ــ هندارې اوچینې
۴ ــ داښارهغه غرونه
ده همدغه رازدنوماندې پښتنې/پاړسي ژبې شاعرې پروین پژواک دشعرونویوه تولګه له پاړسي پښتوته راژباړلې ده . داند په قلم پرشعراوشعري ټولګولیکنې هم یوځای بل ځای دلوستونکي مخې ته ورځي .

دده په شعرکې ډېرکارولي اوبیابیاترسترګوکېدونکي توکي کوکنار/کوچۍ/کوچی/چلم/نښتر ملنګ/بنګ/زیارت/ټپه/خوماراوداسې نوردي . زماپه اند دانددشعرډېرځلېدونکی اوښکاره بری دهغه دنوروهمزولواومعاصروشاعرانوپرخلاف دهغه ځاني مشاهده اوتجربه ده دی تقریبأ هېڅکله هم دخپلې شخصي مشاهدې اوتجربې وراېخواڅه نه لیکي .

ریاض تسنیم دقیصراپریدي دشعري ټولګې (دمات کودی ریحان) په سریزه کې یوځای دپښتوشعر ددغې سترې ربړې په هکله داسې لیکي ((زمادپښتوداکثرولیکونکونه یوه غټه ګیله داهم ده چې خپله مشاهده اوخپله تجربه نلري ــ نورڅه خوپرېږده جې ددوی عشقیه بیان اوواقعات اوقلبي واردات هم ددوی خپل نه وي اودوی ددغوتجربو ــ نه په ذهني یاوجودي شکل کې نه وي راتېر، بلکې لګیاوي مطالعاتي غوندې خیالات نظم کوي . که رحمان باباوایي ((زه نن خپه یم)) دوی ورسره سم خپه وي، که خوشال خټک وایي ((زمامحبوب بې وفادی))ددوی هغه هډو وفادارکېدای شي نه، که څوک وایي(( زه انقلاب غواړم)) دوی دانقلاب په مانادځان پوهولوبغيرهمدغه انقلاب په همدغوټکوکې غواړي، اوداځکه چې ددوی احساس اومحبوب دواړه
مطالعاتي دي )) .

صالح محمد صالح په [څپوکې انځورونه] کتاب باندې دیوه یادښت په ترڅ کې داند دشاعرۍ په هکله کاږي :

((دانددشعریوه ستره ځانګړنه داده چې دی دخپل شعرپرلمن کلیوالي ــ عیني انځورونه راکاږي، چې همدغه انځورونه
بیاډېرې کیسې پرخپله لمن کې رانغاړي، دشعرژبه یې سندریزه اوزړه راښکونکې ده تصنع اوتکلف پکې نشته شعري
ترکیبونه په ډېرشاعرانه اندازپرخپل ځای کاروي )) .
دغه رازسترلیکوال، سیاسي څېړونکی، شاعراوکالم لیکونکی ښاغلی عصمت قانع داند دشعرونوپرځلورمه ټولګه [داښارهغه غرونه]باندې دیوه یادون په ترڅ کې کاږي : ((موږیووخت دجهادیاداوښادشاعران وو، اوس چې زه خپل شعرداجمل سره پرتله کوم نوپرتندی مې دشرم نرۍ خوله راماته شي خپل شعرتورکاڼی اوداجمل شعرتوږل شوی او ځلېدلی لال راته ښکاره شي .))
پدې هیله چې داجمل شعرهمداسې دارتقاپړاوونه وهي اودهنرسترواولاپسې دنګومعراجونوته رسي . موږ ورته نېکمرغي ، سوکالی په ډېریوخمارونه، په غېږو غېږو سندریز ماښامونه اوپه لمنو لمنودشپېلۍ اورباب په نغمو زنګېدلې اودسپوږمۍ په ښکالورنګېدلې شپې غواړو .
عبدالمالک بېکسیارـــ کوپن هاګن ــ ډنمارک / دروژې مبارکې ۲۱ مه شپه ۲۰۱۰ زېږدیز کال .