د استاد سياف د څرګند دريځ پټ اړخونه


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • سرخط ورځپاڼه
  • 219

 - پاکستاني شناخته کارټونه د چا له جېبه راوتلای شي؟

- په وزير اکبر خان کې د مړه ملا عمر په نامه، د طالبانو اعلاميې چا کښلې؟
- د ځانمرګيو په لېږد کې د تورو هېندارو لنډکروزر د چا دي؟
د وسله والو مخالفانو په اړه د استاد سياف دريځ له ټولو روښانه دی، آن له سرکاري چارواکيو هم د ده موقف څرګند دی. 
استاد سياف وار له مخه په څرګندو ټکيو له وسله ‌والو مخالفانو سره د جدي او بالمثل چلند غوښتنه کړې، تر دې چې په څلورلارې کې يې د هغوی د ځړولو له غوښتلو هم مخ نه دی اړولی؛ ځکه خو يې دغه صراحت پراخ او تود هرکلی رامنځ ته کړ.
خو يوه ابهام د ده پر څرګندونو هم سيوری غورځولی، هغه ابهام چې د ده په ګډون هيچا يې د ماتولو زړه نه دی ښه کړی. استاد سياف له وړاندې له وزير اکبر خان مېنې د طالبانو د اعلاميو ليکلو راز رابرسېره کړی.
استاد سیاف د پردیو معاشونه هم ياد کړي چې د چا له خوا له کومو لارو پر کومو اشخاصو څه ډول وېشل کېږي. 
استاد سياف د تورو هېندارو، لوکسو لنډکروزرو د ځانمرګيو او چاودېدونکيو توکيو د لېږد پته لګولې او استاد د سولې په پلاوو کې د هغه چا درک هم ايستلی دی چې د ده په خبره، په جېبونو کې يې پاکستاني شناختي کارټونه پراته دي.
د ده په وينا، دغه خبره يې ولسمشر غني ته په مخامخ ناسته کې هم کړې چې له دغسې پلاوو د هغو کسانو لاسونه لنډ کړي چې له پاکستان سره د تړاو اسناد «شناختي کارټونه» په خپلو جېبونو کې ګرځوي.
د استاد دغه څرګندونې هوايي نه شي ګڼل کېدای. څرنګه چې يې تر ولسمشره خپل غږ رسولی، طبيعي ده چې امنيتي ارګانونه هم په جريان کې دي. که داسې وي چې په غالب ګمان همداسې ده، بيا څرنګه په دې اړه د ګام پورته کولو مخه ډب ده؟
د استاد  شکايت د دې څرګندوی دی چې د سولې له پلاوي، د هغو کسانو لاس نه دی لنډ شوی چې په جېب کې يې له پاکستان سره د پېيلتيا اسناد پراته دي.
استاد، ولسمشر يا امنيتي ادارو ته هغه کسان يا د هغوی نښې په ګوته کړې چې له وزیر اکبرخان مېنې د طالبانو لپاره اعلاميې کاږي او د مړه ملا عمر په نامه يې خپرې کړې دي؟
پوښتنه دا ده چې په حکومتي لويانو کې د استاد سياف له سهميو، له پاکستان سره د دغسې تړاو پړه نه شي موندل کېدای؟
د واليانو، وزيرانو تر کچې په حکومت کې د استاد سياف پر ونډه دغه تور نه دی لګېدلی؟
د استاد سياف له سهميې يو ټاکل شوی والي له خپل تندي او لمنې دغه داغ لېرې کولای شي؟
استاد د کومې رسنۍ د ګردي مېز برخوال نه دی چې په خپله شننه کې مازې په يو څو اشارو د خپلې خبرې په رسولو ځان اړ وګوري.
استاد سياف له پيله د دغه نظام ټينګ ملاتړی دی، د ولسي جرګې پر استازيتوب سربېره، د تېرو ولسمشريزو ټاکنو نوماند و، پخواني او اوسني ولسمشرانو ځانونه له ده سره په سلا او مشوره اړ بلل، د يوه جهادي مشر له دريځه په دغو اړخونو کې د ده تجربه پخه او مالومات کره دي؛ ځکه خو د ده مکلفيت له شنونکي لوړ او پورته دی.
وزير اکبرخان مېنې ته عادي خلک پښه نه شي وراړولای، دا ډيپلوماټيکه او اشرافيه سيمه ده، چې يوازې سرکاري او سياسي غټان ورته د ننوتو مخه ويني.
د تورو هېندارو په لوکسو موټرو کې د ځانمرګيو د لېږد پړه هم د سرکاري او سياسي لويانو ده. دغسې موټر د استاد په کچه لويان کارولای شي چې له پلټنو او پوښتنو خوندي تېرېدلای شي.
هغه شخصيتونه چې د تور هېندارو موټر او لنډکروزر کارولای شي له چا پټ نه دي؟ 
د سولې په پلاوو کې د چا له جېبه پاکستاني شناختي کارټونه راختلای شي؟ دا دومره اوږد فهرست نه دی، د ګوتو په شمېر دي.
په شخصي بانډارونو کې استاد په خپل ظرافت له ځينو شفرونو، کوډونو او بېلابېلو نومونو کار اخلي، کلونه وړاندې يې له حزب څخه جلا شوې ډله د تاميل پړانګان نومولې، مطبوعاتو د ده په دغو نومونو تبصرې او کالمونه خپاره کړل، رسنيو ښه وشاربل.
اوس يې په دغسې بنډارو کې د شناختي کارټونو په دوسيه کې د حاجي سېبازول نوم اخيستی چې نږدې ده د حاجي صاحب درېيم نوم وګرځي.
پخوا يې يوه ګولۍ سېبازول بلله چې د هر درد لپاره د ډاکټر په نسخه کې حتمي درمل ګڼل کېدل؛ خو د هيڅ رنځ درملنه نه شوای پرې کېدای.
ځينې ربړې داسې وي چې د ټوکو او ظرافت له مخې ورسره چلند خطرناکه بې توپيري رامنځ ته کوي، له همدې ځايه په ملي مسائلو کې د ټوکو پر ځای بايد پر جديت هواري موندلو ته ور وګرځو. له همدې لارې خپل ايماني، ملي او وجداني مسؤليتونه تر سره کولای شو. 
سرخط ورځپاڼه