بلخ ادبي خوځښت پښتون سندرغاړى سردار سعيد په څادر ونازوه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • بريالى جلالزى
  • 1349

بلخ ادبي خوځښت د ((اختر د ټولو مبارك شه)) په مشاعرې په ترڅ كې تكړه پښتون سندرغاړى سردار سعيد د پښتنو په نښه (څادر) ونازوه.

مشاعره د وړوكې اختر په څلورمه د بلخ ولسوالۍ په ام البلاد هوټل كې د بلخ ادبي خوځښت له خوا جوړه شوې وه، چې پكې د سيمې سلګونو شاعرانو، ليكوالانو، قومي مشرانو او فرهنګپالو په ګډون د غزني،  كندهار، كابل او بغلان  ولايتونو فرهنګيانو هم ونډه اخيستې وه.
سردار سعيد د غونډې په پاى كې ګډونوالو د كانسرت په ترڅ كې ښكلې او په زړه پورې پښتو سندرې وويلې او بلخي فرهنګيانو څادر ور په اوږه كړ.
د بلخ ادبي خوځښت په استازيتوب ذبيج الله احساس سردار سعيد ته ښه راغلاست ووايه اومننه يې وكړه، چې د دوى بلنه يې ومنله.
نوموړي د خوځښت له هڅاند ځوان غلام رسول ملكزي څخه هيله وكړه، چې د خوځښت په استازيتوب پښتون سندرغاړي سردار سعيد ته د پښتنو نښه (څادر) پر اوږه كړي.
 سردار سعيد له بلخي فرهنګيانو څخه مننه وكړه او زياته يې كړه: ((ډېر خوشحاله يم چې په بلخ كې يم. تاسو ما ته ډېر وياړ را وباښه، چې زه مو له كابله راوغوښتم.))
نوموړي زياته كړه، چې دى د بلخ مېشتو فرهنګيانو په چوپړ كې دى او كه ده ته بلنه ور كړل شي ، نو د دوى په هرې غونډې كې به سندرې ووايي.
بلخي فرهنګيانو څه موده وړاندې كركټ ملي لوبډلې پخواني كپتان ته د يوې غونډې په ترڅ كې شمله ورپر سر كړې وه.